جان راسل، لومړی ارل راسل
| جان راسل، لومړی ارل راسل | |
|---|---|
|
|
| د شخص مالومات | |
| پيدايښت | ۱۸ اگست ۱۷۹۲[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸] |
| مړینه | 28 می 1878 (86 کاله)[۱][۹][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸] |
| تابعیت | |
| ګوند | لیبرال ګوند (لویه بریتانیا) (۱۸۶۸–۱۸۷۸) |
| واک | |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | سياستوال [۱۰] |
| مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۹][۱۱] |
| جايزې | |
| لاسليک | |
| سمول |
|
جان راسل، لومړی ارل راسل (زوکړه: د ۱۷۹۲ زکال د اګست ۱۸ مه – مړینه: د ۱۸۷۸ زکال د مۍ ۲۸ مه) بریتانوی وېګ او لېبرال سیاستوال و چې له ۱۸۴۶ زکال څخه تر ۱۸۵۲ زکال او همدارنګه له ۱۸۶۵ زکال څخه یې تر ۱۸۶۶ زکال پورې دوه ځله د بریتانیا د لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ.
راسل د بېډفورډ د شپږم دوک دریم زوی و چې په ۱۸۱۳ زکال کې یې پارلمان ته له لار موندو وړاندې په ویسټ منېسټر ښوونځي او ایدنبورګ پوهنتون کې زده کړې وکړې. نوموړي په ۱۸۲۸ زکال کې د ازمایښت قانون د لغو کولو په برخه کې اصلي رول درلود چې له مخې یې د کاتولیکانو او پروتستانت مخالفینو پر وړاندې تبعیض ترسره کېده. نوموړی د اصلاحاتو د ۱۸۳۲ زکال د قانون یو له اصلي طراحانو څخه و چې له مخې یې د بیارغونې له مهاله وروسته مهم پارلماني اصلاحات رامنځته شول چې له اشرافي او د ځمکو له څښتنانو څخه د حکومت د خلاصون او همدارنګه د دیموکراسۍ پر لور لومړنی مهم ګام و. نوموړی متوسطو طبقاتو او همدارنګه د بریتانیا مخ پر ودې صنعتي ښارونو او ښارګوټو ته د رایو ورکولو د حق ملاتړی و، خو هیڅکله یې د رایو ورکولو د عمومي حق څخه ملاتړ وه نه کړ او له پټې رایې ورکونې سره یې مخالفت څرګند کړ. راسل په خپل حرفوي ژوند کې د ډېری مسایلو اړوند ښکاره خبرې کولې، په ۱۸۲۰ مه لسیزه کې یې له کاتولیک آزادۍ ملاتړ وکړ، په ۱۸۴۵ زکال کې یې د غله جاتو د قانون د لغو کولو غوښتنه وکړه، په ۱۸۵۰ زکال کې یې د پاپ پیوس نهم له خوا د کاتولیک کشیشانو د مقام بېرته را منځته کول وغندل او همدارنګه یې په ۱۸۶۰ مه لسیزه ې د ایټالیا له یو موټي کېدو ملاتړ وکړ.
د راسل د وزارت دورې څلور لسیزې وخت ونیو. راسل د دوه دورو لومړي وزارت سربېره له ۱۸۳۱ زکال څخه تر ۱۸۶۵ زکال پورې د ارل ګرې، ویسکانټ ملبورن، ارل آبرډین او ویسکانټ پالمرسټون په کابینو کې خدمت وکړ. له پالمرسټون سره د راسل اړیکه تر ډېره جنجالي وه چې له امله یې په ۱۸۵۲ زکال کې د راسل لومړنی حکومت او همدارنګه په ۱۸۵۸ زکال کې د پالمرسټون لومړنی حکومت وپاشل شو. له دې سره په ۱۸۵۹ زکال کې د دوی بیاځلي اتحاد د لیبرال متحد ګوند بنسټ جوړ کړ چې په راتلونکو لسیزو کې یې د بریتانیا په سیاست واک درلود. په داسې حال کې چې راسل په ۱۸۳۰ مه لسیزه کې یو پیاوړی وزیر و او د اصلاحاتو له بهیر سره یې د وېګانو له ژمنتیا سره مرسته وکړه، خو د لومړي وزیر په توګه په خپلو چارو کې ډېر لږ بریالی و. د لومړي وزارت په دواړو دورو کې هغه له یوې پاشل شوې کابینې او همدارنګه په عوامو جرګه کې له کمزوري ملاتړ رنځېده، دغه چاره په دې معنی وه چې هغه نشو کولای ډېری خپل پروګرامونه ترسره کړي. د لومړني لومړي وزارت پر مهال یې ادارې وه نشو کولای په آیرلنډ کې له قحطۍ سره په سمه توګه مبارزه وکړي، چې له امله یې د ایرلنډ د وګړو یو پر څلورمه برخه د مړینې او یا هم کډوالۍ ښکار شول. د لومړي وزارت په دویمه دوره کې یې په پارلماني اصلاحاتو باندې د زیات ټینګار له امله خپل ګوند په دوه برخو ووېشل شو او اړ شو څو د ډربي او ډیزرائیلي د ځان غوښتونکو اصلاحاتو د لایحو د اجرا کېدو له امله دنده خوشې کړي. داسې ویل کېږي چې له ۱۸۴۶ زکال څخه تر ۱۸۵۲ زکال پورې د راسل لومړی وزارت د پخواني وېګ ګوند د پاتې شونو استازیتوب کاوه په داسې حال کې چې له ۱۸۶۵ زکال څخه تر ۱۸۶۶ زکال پورې یې لومړی وزارت د لیبرال ګوند د پاتې شونو استازیتوب کاوه چې د هغو ځای یې نیولی و.[۱۲][۱۳]
مخینه او لومړی ژوند
[سمول]راسل د ۱۷۹۲ زکال د اګست په ۱۸ مه د بریتانیا په لوړ پوړې اشرافي طبقه کې وزېږېد. نوموړی د بېډفورډ د شپږم دوک جان راسل او د څلورم ویسکانټ ټورینګټون، جورج بینګ د لور جورجیانا بینګ دریم زوی و. د راسل کورنۍ له اولسمې پېړۍ راهیسې په انګلستان کې د وېګ اصلي سلسلې ته اړونده وه چې د هېواد له بډایه ځمکو لرونکو کورنیو څخه وه، خو د بېډفورډ د شپږم دوک د کشر زوی په توګه دا تمه نه کېده چې د کورنۍ ارث دې ورته پاتې شي. د دوک د کشري زوی په توګه هغه د «لارډ جان راسل» په توګه پېژندل کېده خو دا ورته کافي نه و، همدا و چې هغه په عوامو جرګه کې یوه څوکۍ ونیوله او تر هغه مهاله په عوامو جرګه کې و کله چې په ۱۸۶۱ زکال کې ارل شو او د مشرانو جرګې ته یې لار ومونده.
راسل د زیږون له عادي مهال څخه دوه میاشتې وړاندې وزېږېد همدا و چې په ماشومتوب کې کوچنی او ناروغ و (آن په لویوالي کې یې له ۵ فوټه او ۵ اینچو څخه لنډ قد درلود او لنډ قد یې تر ډېره د هغه د سیاسي مخالفینو او کاریکاتور جوړونکو د ریشخندي موضوع جوړله). په ۱۸۰۱ زکال کې د ۹ کلونو په عمر ښوونځي ته ولاړ. له لږ ځنډ وروسته یې مور مړ شوه. هغه مهال چې په ۱۸۰۴ زکال کې د ویسټ منېسټر ښوونځي څخه د ناروغۍ له امله وویستل شو، د اډمونډ کارټرایت په ګډون د یو شمېر ښوونکو له خوا وروزل شو. په ۱۸۰۶ زکال کې د راسل پلار د ملي یووالي په حکومت کې د ایرلنډ ګورنر جنرال وټاکل شو همدا وخت و چې ځوان راسل له چارلز جیمز فاکس سره بلد شو. فاکس د راسل د سیاسي مفکورې جوړونکی اتل و او همدارنګه د ژوند په اوږدو کې هغه ته الهام بخښونکی و. راسل له ۱۸۰۹ زکال څخه تر ۱۸۱۲ زکال پورې ایډنبورګ پوهنتون ته ولاړ او له پروفیسور جان پیلفیر سره به اوسېده چې د هغه په زده کړو یې نظارت درلود. هغه هېڅکله د زده کړو سند ترلاسه نکړ. په داسې حال کې چې د نوموړي روغتیايي حالت چندان ښه نه و خو بیا یې هم په پریمانه کچه بریتانیا او نورو هېوادونو ته سفرونه کول او په ۱۸۱۰ زکال کې د بیډفورډ شایر ملیشه ډلې کپتاني پر غاړه واخیسته. راسل په اروپا لویه وچه کې د خپلو سفرونو په ترڅ کې هسپانیا ته ولاړ چېرې چې ورور یې په شبه جزیروي جګړه کې د لارډ ولینګټون د یاور په توګه خدمت کاوه. راتلونکی کال نوموړي د ۱۸۱۴ زکال په ډسمبر میاشت کې البا ته له تبعید شوي سترواک ناپلیون سره ۹۰ دقیقه یي ملاقات درلود. [۱۴][۱۵][۱۴][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
مذهبي لیدلوري
[سمول]په ساده توګه راسل متعصب مذهبي کس نه و او د انګلستان د کلیسا په چوکاټ کې یې له انګلیکان کلیساو څخه ملاتړ کاوه. نوموړی له «اکسفورډ خوځښت» سره مخالف و، ځکه د هغو «تراکتاریايي» غړي له حده زیات متعصب او رومن کاتولېزم ته ډېر نږدې و. په ۱۸۵۹ زکال کې یې خپل دیني اړخ بدل کړ او هوډ یې یې وکړ څو غیر انګلیکان وګړي سیمه ئیزو انګلیکان کلیساو ته د مالیاتو له ورکړې خلاص کړي. د کلیسا د مالي چارو پر وړاندې د هغه لوری نیول او سیاسي مخالفتونه د دې لامل وګرځېدل چې د کلیساو په ډېری غونډو کې ورباندې نیوکې وشي او پر هغه ملنډې ووهل شي. [۲۱][۲۲][۲۳]
وروستي کلونه او مړینه
[سمول]په ۱۸۷۴ زکال کې د هغه د نګور آمبرلي او په ۱۸۷۶ زکال د هغه د زوی ویسکانټ امبرلي له مړینې وروسته، لومړي ارل او کونټیس راسل خپل یتیم لمسیان جان («فرانک») راسل او برتراند راسل را لوی کړل چې فرانک بیا د خپل نیکه له مړینې وروسته دویم ارل راسل شو. برتراند راسل هم په مشهور فیلسوف واوښت چې خپل بابا یې «په ویلچر کې د مهربانه سړي» په توګه توصیف کاوه. [۲۴]
ارل راسل د ۱۸۷۸ زکال د مۍ په ۲۸ مه په پمبروک لوژ کې په خپل کور کې ومړ. لومړي وزیر، ارل بیکنسفیلډ د هغه د عمومي جنازې او په ویست منېسټر مقبره کې د نوموړي د خښېدو وړاندیز وکړ، خو کونټیس راسل د خپل وفات شوي مېړه په غوښتنه چې باید د خپلې کورنۍ او اجدادو په خوا کې خښ کړای شي دغه وړاندیز رد کړ. نوموړی په چنیز باکینګهامشر کې د سنټ مایکل کلیسا په بېډفورډ مقبره کې خښ کړای شو. [۲۵]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 116711086 — خپرېدونېټه: ۲۶ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6hd7z19 — سکالو پېژند: John Russell, 1st Earl Russell — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/10193 — سکالو پېژند: John Russell — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p2566.htm#i25660 — سکالو پېژند: John Russell, 1st Earl Russell — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — ليکوال: Darryl Roger Lundy — پنځوونکی: Darryl Roger Lundy
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ ISFDB author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?193589 — سکالو پېژند: John Russell Russell — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/russell-john — سکالو پېژند: John Russell — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=russellj — سکالو پېژند: John Russell
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=53771 — سکالو پېژند: John Russell — ليکوال: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپروونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb13614012s — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
- ↑ پیوستون : 116711086 — خپرېدونېټه: ۲۵ جون ۲۰۱۵ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/124275299
- ↑ Taylor 1976، م. 67.
- ↑ Cannon او Crowcroft 2015، م. 827.
- ↑ ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Walpole 1889a، مم. 62–76.
- ↑ Walpole 1889a، مم. 74–75.
- ↑ Prest 1972، م. 11-13.
- ↑ Reid 1895، م. 12.
- ↑ Reid 1895، م. 9.
- ↑ Scherer 1999، م. 5.
- ↑ Prest 2009.
- ↑ Chadwick 1966، مم. 129, 146, 479.
- ↑ Ellens 1987، مم. 232–249.
- ↑ Nikol 1974، مم. 341–357.
- ↑ Clark 2011، Ch. 1.
- ↑ کينډۍ:Hansard
- سکريپټ تېروتنې لرونکي مخونه
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 1878ز مړينې
- 28 می مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P102
- په ويکيډاټا کې تيروتنې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي

