جان جای
| جان جای | |
|---|---|
|
|
| د شخص مالومات | |
| پيدايښت | ۱۲ ډېسمبر ۱۷۴۵[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹] نيويارک |
| مړینه | 17 می 1829 (84 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶] |
| تابعیت | |
| رکن | د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي |
| عملي ژوند | |
| تعلیم | کولمبيا پوهنتون |
| کار/مسلک | قاضي ، قانونپوه ، ډیپلوماټ ، سياستوال [۱۰] |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۱][۱۱] |
| لاسليک | |
| سمول |
|
جان جای (۱۷۴۵ د سمبر ۱۲ – ۱۸۲۹ز مې ۱۷) يو امريکايي سياستوال، هېوادپال، ديپلومات، د امريکا بنسټ اېښودونکی، د مریيتوب د لغوه کولو خوځښت غړی، مرکچي او په ۱۷۸۳ز کال کې د پاريس د تړون لاسليک کوونکی و. هغه د نيويارک د دويم والي او متحده ايالاتو د لومړي قاضي القضات په توګه دنده تر سره کړې (۱۷۸۹ – ۱۷۹۵ز). هغه تر ډېره بريده د ۱۷۸۰ز کلونو په موده کې د متحده ايالاتو بهرنۍ تګلاره اداره کوله او په ۱۷۸۸ز کال کې د متحده ايالاتو د اساسي قانون تر تصويب وروسته د فدراليست ګوند يو له مهمو غړو څخه و.[۱۲]
جای په يوو ېشتمنه، سوداګره او د نيويارک ښار د دولتي مسئولينو په کورنۍ کې زېږېدلی و، چې کورنۍ يې د فرانسوي هوګونو او هالنډي نسل څخه وه. هغه يو وکيل شو او د نيويارک د ليکنو له پلاوي سره يو ځای شو، دې پلاوي د بریتانيې له تګلارو سره - لکه د امريکا له انقلاب مخکې د نه زغم وړ کارونه - مخالفتونه برابرول. جای د لويې وچې لومړي کانګريس ته د غړي په توګه ټاکل شوی و، چې هلته يې د لويې وچې پر ټولنه لاسليک وکړ او همدا راز، دویم کانګريس ته ټاکل شوی چې هلته يې د رئيس په توګه دنده تر سره کړه. له ۱۷۷۹ز څخه تر ۱۷۸۲ز کال پورې جای هسپانيې ته د سفير په توګه دنده تر سره کړه، هغه هسپانيه وهڅوله چې له نوو پر پښو ولاړو متحده ايالاتو سره مالي مرسته وکړي. هغه د پاريس د تړون د مرکچي په توګه هم کار وکړ، په کوم تړون کې چې بریتانیې د متحده ايالاتو خپلواکي ومنله. له جګړې وروسته، جای د بهرنيو چارو د وزير په توګه کار وکړ او د متحد حکومت له اصولو سره سم يې د متحده ايالاتو بهرنۍ تګلاره مديريت کړه. نوموړي په لنډمهالي ډول د بهرنيو چارو د لومړي وزير په توګه هم کار وکړ.
جای چې د يوه پياوړي او مرکزي دولت پلوی و. په ۱۷۸۸ز کال کې يې په نيويارک کې د متحده ايالاتو د اساسي قانون د تصويب لپاره کار وکړ، هغه له الکساندر همليټن او جيمز ماډيسن سره په شریکه د فډراليستې ليکنو ليکوال و او له پنځه اتيا مقالو څخه پنځه يې خپله وليکلې. د نوي اتحادي حکومت له رامنځته کېدو وروسته، جای د ولسمشر جورج واشنګټن له خوا د متحده ايالاتو لومړی قاضي القضات وټاکل شو او له ۱۷۸۹ څخه تر ۱۷۹۵ز کال پورې يې په دې دنده کار وکړ. د جای محکمې ډېر کم کارونه تر سره کړل او د شپږو کلونو په اوږدو کې يې يوازې د څلورو قضيو په اړه پریکړې وکړې. په ۱۷۹۴ز کال کې، کله چې هغه د قاضي القضات په توګه دنده تر سره کوله، جای له بریتانويانو سره د «جای جنجالي تړون» په اړه مذاکرات وکړل. جای د څلورو لومړيو ولسمشريزو ټاکنو پر مهال په درې ټاکنو کې ډېرې کمې رايې تر لاسه کړې، خو هېڅکله يې د ولسمشرۍ لپاره جدي هڅې ونه کړې.
له ۱۷۹۵ز کال څخه تر ۱۸۰۱ز کال پورې جای د نيويارک د والي په توګه کار وکړ. سره له دې چې د دې ايالت د والي په توګه جای په تدريجي ډول د مريانو د آزادۍ قانون جوړونه په برياليتوب سره تصويب کړه، خو خپله يې هم تر ۱۸۰۰ز کال پورې پنځه مريان لرل. د ولسمشر جان اډمز د ادارې د زوال په ورځو کې جای د سنا مجلس له خوا د يو بل پړاو لپاره د قاضي القضات په توګه تاييد شو، خو هغه دا دنده رد کړه او د نيويارک په «وستچسټر» ولسوالۍ کې یې خپل کروند ځای ته د متقاعد په توګه ولاړ.
د ژوند لومړي کلونه او زده کړې
[سمول]د کورنۍ تاريخچه
[سمول]هغه کورنۍ چې له نوم سره يې «جای» ليکه، په نيويارک ښار کې يوه پياوړې سوداګره کورنۍ وه، د دې کورنۍ نسل له هوګنوت څخه و چې په فرانسه کې له مذهبي ځورولو څخه نيويارک ته تښتېدلې وه. په ۱۶۸۵ز کې، د نانتس حکم منسوخ شو، په دې ډول د پروټسټانټ مسيحيانو حقوق هم لغوه او د فرانسې حکومت د دوی د شتمنيو په مصادره کولو (ضبطولو) پيل وکړ. له دې چارې څخه د جای پلرنی نیکه «اګوست جای» هم اغېزمن شو. هغه لومړی د سويلي کارولينا چالسټون ته وکوچېد ، له هغې وروسته بيا نيويارک ته ولاړ او دلته يې يوه بريالۍ سوداګريزه سترواکي جوړه کړه. د جای پلار پيټر جای په ۱۷۰۴ز کال کې په نيويارک ښار کې وزېږېد، د پوستکو، غنمو، لرګيو او نورو سوداګريزو توکو په سوداګرۍ سره يو شتمن سوداګر شو.[۱۳][۱۴]
د جای مور «ماری وان کورتلاند» نومېده، له هالنډي توکم څخه وه، چې په ۱۷۲۸ز کې يې په هالنډي کليسا کې له پيټر جای سره واده وکړ. دوی لس بچيان لرل او يوازې اوه يې ستر شول. د ماري پلار «جاکوبوس ون کورتلاند» په ۱۶۵۸ز کال کې په نيو امسټرډام کې زېږېدلی و. «کورتلاند» د نيويارک د قانون جوړولو په جرګه کې دنده تر سره کړې او دوه ځلې د نيويارک د ښاروال په توګه ټاکل شوی، همدا راز، ګڼې قضايي او پوځي دندې يې تر لاسه کړي. ماری او د «جاکوبوس» زوی فريډريک کورتلاند دواړو د جای په کورنۍ کې ودونه کړي وو. [۱۵]
کله چې دې کورنۍ د نيويارک «ري» ته کوچ وکړ، درې مياشتې وروسته جای د ۱۷۴۵ز د دسمبر په دروېشتمه نېټه په نيويارک ښار کې وزېږېد. د ننکيو له وبا وروسته پيټر جای له خپلې سوداګرۍ تقاعد شو، په دې وبا کې دهغه دوه بچيان په ناروغۍ اخته او ړانده شول.[۱۶]
زده کړې
[سمول]جای خپل کوچنيوالی په «ري» کې تېر کړ. تر اته کلنۍ پورې يې مور زده کړې ورکړې او له دې وروسته «نيو روشل» ته واستول شو، چېرته چې هغه د مذهبي مشر «انګليکن پير استوپه» تر څار لاندې زده کړې تر سره کړې. درې کاله وروسته، په ۱۷۵۶ز کې هغه د خپلې مور او «جورج موري» تر نظر لاندې په کور کې زده کړو ته راستون شو.
څوارلس کلن جای، په ۱۷۶۰ز کې د نيويارک ښار په کينګز پوهنځي (وروسته د کولمبيا په پوهنځي ونومول شو) کې داخل شو. په دې ځای کې هغه ډېر اغېزناک ملګري پيدا کړل، تر ټولو نژدې ملګری یې د پياوړي اشراف زاده او نيويارک ښار د سترې محکمې د قاضي زوی «رابرټ ليوينګستن» و. جای هم د خپل پلار په څېر سياسي درېځ غوره کړ، چې هغه سخت درېځه «ويګ» و. په ۱۷۶۴ز کال کې له فراغت وروسته، هغه د بنجامين کيسام حقوقي منشي شو (۱۷۲۸ – ۱۷۸۲ز)، څوک چې يو پياوړی وکيل، سياستمدار او بيا د قانون ښوونکی و. پر جای سربېره «لينډلي موري» هم د کيسام په شاګردانو کې و.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
په قانون او سياست کې داخلېدل
[سمول]په ۱۷۶۸ز کې د حقوقو له لوستلو او د نيويارک د وکيلانو په ټولنه کې له داخلېدو وروسته، جای د دولت په پيسو يو حقوقي دفتر جوړ کړ، تر هغه يې دلته کار وکړ چې په ۱۷۷۱ز کال کې يې د خپل حقوقي دفتر بنسټ کېښود. هغه په ۱۷۷۴ز کال کې د نيويارک د لیکنو د پلاوي غړی و او بيا د دې پلاوي منشي شو، په انقلاب کې دا د هغه لومړۍ عامه دنده وه. [۲۴][۲۵]
جای د محافظه کارې څانګې استازولي وکړه، چې د شتمنيو د حقوقو د خونديتابه او قانون د واکمنۍ پلوی و او د هغه څه پر وړاندې يې مبارزه کوله چې د بریتانويانو له خوا د امريکايانو له حقوقو څخه د سرغړونې په توګه پېژندل کېدل. دا څانګه په راتلونکي کې د «بدمعاشانو له واکمنۍ» څخه وېرېده. هغه په دې باور و چې د بریتانيې د مالياتو کړنې ناسمې دي او فکر يې کاوه، چې امريکايان په اخلاقي او منطقي ډول له دوی سره په مبارزه کې پر حقه دي، خو په ۱۷۷۴ز کال کې د لويې وچې لومړي کانګريس کې د استازي په توګه، جای د هغو خلکو پلوې وکړه، چې له پارلمان سره د پخلاينې غوښتونکي وو. په ۱۷۷۶ز کال د جنورۍ په مياشت کې د بریتانوي پوځونو له خوا په ويرجينيا کې د «نورفولک» د سوځولو په څېر پېښو، جای وهڅاوه چې د خپلواکۍ ملاتړ وکړي. د امريکايي انقلاب د جګړې د پيل سره سم، هغه د انقلابي هيلو لپاره نه ستړی کېدونکی کار وکړ او د وفادارانو د ځپلو لپاره لاس په کار شو. جای په لومړي سر کې يو نرم هېوادپال؛ خو وروسته بيا په سخت درېځي هېوادپال بدل شو، ځکه هغه پریکړه وکړه چې له بریتانيې سره د ټولو مستعمرو د پخلاينې هڅې بې ګټې وې او د خپلواکۍ لپاره مبارزه حتمي ده. همدا مبارزه بيا په انقلابي جګړه بدله شوه. په ۱۷۸۰ز کال کې جای د امريکايي فلسفي ټولنې د غړي په توګه وټاکل شو.[۲۶][۲۷][۲۸]
سرچينې او ياداښتونه
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12104333c — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ، ashıq maǵlıwmatlar platforması او ачык мәгълүмат платформасы
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ Biographical Directory of Article III Federal Judges, 1789-present — خپرېدونېټه: ۱۶ اپريل ۲۰۱۶ — سمونګر: Federal Judicial Center
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/John-Jay — سکالو پېژند: John Jay — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6gx4fqs — سکالو پېژند: John Jay — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/543 — سکالو پېژند: John Jay — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/jay-john — سکالو پېژند: John Jay — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
- ↑ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=jayj — سکالو پېژند: John Jay
- ↑ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/28900 — سکالو پېژند: John Jay — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
- ↑ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=28853 — سکالو پېژند: John Jay — ليکوال: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپروونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute
- ↑ او http://hdl.handle.net/10427/005073 A New Nation Votes: American Electoral Returns, 1788-1825 — خپرېدونېټه: ۲۳ ډېسمبر ۲۰۲۰ — خپروونکی: American Astronomical Society او Tufts University
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/14589027
- ↑ Old Style: December 12.
- ↑ Pellew, George: "American Statesman John Jay", p. 1. Houghton Mifflin, 1890
- ↑ Stahr, Walter (2006). John Jay: Founding Father. Continuum Publishing Group. pp. 1–5. ISBN 978-0-8264-1879-1. خوندي شوی له اصلي څخه په September 15, 2015. ترلاسهکېدو نېټه June 16, 2015.
- ↑ "A Brief Biography of John Jay". The Papers of John Jay. Columbia University. 2002. خوندي شوی له اصلي څخه په November 27, 2015. ترلاسهکېدو نېټه August 20, 2008.
- ↑ Clary, Suzanne. "From a Peppercorn to a Path Through History" Archived March 16, 2016, at the Wayback Machine.. Upper East Side Magazine, Weston Magazine Publishers, Issue 53, October 2014.
- ↑ Cushman, Clare. The Supreme Court Justices: Illustrated Biographies, 1789–2012 Archived June 4, 2015, at the Wayback Machine.. The Supreme Court Historical Society, SAGE Publications, 2012.
- ↑ "Jay, John (1745–1829)". World of Criminal Justice, Gale. Farmington: Gale, 2002. Credo Reference. Web. September 24, 2012.
- ↑ Stahr, p. 9
- ↑ Stahr, p. 12 Archived September 10, 2015, at the Wayback Machine.
- ↑ Pellew p. 6
- ↑ "A Brief Biography of John Jay". The Papers of John Jay. Columbia University. 2002. خوندي شوی له اصلي څخه په November 27, 2015. ترلاسهکېدو نېټه August 20, 2008.
- ↑ Barnard edu Archived February 22, 2001, at the Wayback Machine. retrieved August 31, 2008
- ↑ "A Brief Biography of John Jay". The Papers of John Jay. Columbia University. 2002. خوندي شوی له اصلي څخه په November 27, 2015. ترلاسهکېدو نېټه August 20, 2008.
- ↑ "John Jay". www.ushistory.org. خوندي شوی له اصلي څخه په January 16, 2016. ترلاسهکېدو نېټه August 21, 2008.
- ↑ "John Jay Nomination to the First Continental Congress". خوندي شوی له اصلي څخه په January 27, 2016. ترلاسهکېدو نېټه December 26, 2012.
- ↑ Klein (2000)
- ↑ "APS Member History". search.amphilsoc.org. خوندي شوی له اصلي څخه په October 30, 2020. ترلاسهکېدو نېټه 2021-03-31.
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P19
- 1829ز مړينې
- 17 می مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P463
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P69
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په تاتاري
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه

