تيبریوس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
تيبریوس
(لاطینی: Tiberius Claudius Nero)
(لاطینی: Tiberius Iulius Caesar د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تيبریوس

د شخص معلومات
زیږون نوم (لاطینی: Tiberius Claudius Nero د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۶ نومبر ۰۰۴۲ ق.م[۱][۲][۳] او ۱۷ نومبر ۰۰۴۲ ق.م[۳]
روم  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 16 مارچ 37[۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت لرغونی روم  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلار اګوستوس (۰۰۰۴–)  د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
د روم سترواک (2 )   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۱۸ سپټمبر ۰۰۱۴  – ۱۶ مارچ ۰۰۳۷ 
Fleche-defaut-droite-gris-32.png اګوستوس 
کالیګولا  Fleche-defaut-gauche-gris-32.png
عملي ژوند
دنده سياستوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) لاتين ژبه
يوناني لهجه  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

تبیریوس قیصر اګوستوس (Tiberius)له میلاد نه مخکې د ۴۲م کال د نومبر له ۱۶ ـ له میلاد نه وروسته د ۳۷م کال د مارچ تر ۱۶) د روم دویم سترواک و. هغه له میلاد نه وروسته له ۱۴ نه تر ۳۷م کال پورې واکمني وکړه او د خپل ناسکه پلار(د روم د لومړي سترواک اګوستوس) ځایناستی شو. 

تبریوس له میلاد نه مخکې په ۴۲ م کال کې په روم کې نړۍ ته راغی. پلار یې سیاستوال تیبریوس کلودیوس نېرو (Tiberius Claudius Nero) او مور یې لیویا دروسیلا (Livia Drusilla) وه چې په پای کې يې پلار ته طلاق ورکړ او له میلاد نه مخکې په ۳۸ م کال کې يې له سترواک اګوستوس سره واده وکړ. د اګوستوس د دوو لمسیانو او هغه وارثانو د ناڅاپي مړینې له امله چې په زوی‌ولۍ یې نیولي وو، تیبریوس د اګوستوس ځای ناستی شو. تر دې مخکې تیبریوس ځان یو پیاوړی دیپلومات او بریالی رومي جنرال څرګند کړی و: د هغه فتوحات په پانونیا (Pannonia)، دالماتیا(Dalmatia)، رائتیا (Raetia) او په لنډمهالي ډول د المان په ځینو برخو کې وو چې د سترواکۍ د شمالي کرښې پایې یې جوړې کړې. تیبریوس د خپل کار په لومړیو کې په خوشحالۍ سره د اګوستوس د ملګري ممتاز جنرال او موخن وارث مارکوس ویپسانیوس اګریپا (Marcus Vipsanius Agrippa) له لور وېپسینیا (Vipsania) سره واده وکړ. هغوی د ډروس ژولیوس قیصر (Drusus Julius Caesar) په نامه  زوی درلود. د اګريپا تر مړینې وروسته اګوستوس ټینګار وکړ چې له ويپسانیا نه طلاق واخلي او د هغه د خپلې لور جولیا سره چې د تیبریوس ناسکه خور وه واده وکړي. تیبریوس په جبر تسلیم شو. دا دویم واده بدمرغه ناخوښه او بې اولاده ثابت شو. جولیا جلاوطنۍ ته ولېږل شوه. تیبریوس خپل وړ او مشهور وراره ژرمنیکوس (Germanicus) د وارث په توګه ومانه. له میلاد نه وروسته په ۱۴ م کال کې د اګوستوس تر مړینې وروسته تیبریوس د ۵۵ کلونو په عمر شهزاده شو.   

داسې برېښي چې، تیبریوس د اګوستوس په پرتله د دولت د رئیس مسؤلیتونه په وړتیا، پر نفس باور او کارېزماتیک، له جبر سره او ښايي په دې رول کې د حقیقي کمترۍ له احساس سره پر غاړه اخیستي وو. تیبریوس له لومړي سر نه له مشرانو جرګې سره له کینې ډکه ستونزه او اړیکه لرله او د هغو پر وړاندې په ډېرو دسیسو شکمن و. سره له دې هغه ثابته کړه چې یو اغېزمن مدیر او د کار سړی دی. په هر حال له میلاد نه مخکې په ۱۹ م کال کې د خپل وراره جرمنیکوس (Germanicus') او په ۲۳م کال کې د هغه د زوی دروسس (Drusus) تر مړینې وروسته، تیبریوس نور هم یوازې او لرې شو. له میلاد نه وروسته په ۲۶ م کال کې هغه ځان له روم نه ګوښه کړاو مدیریت يې په لویه کچه خپل لانجمن سالار پریتورین پریفکټس سیجانوس (praetorian prefects Sejanus) ته چې وروسته د خیانت په جرم اعدام شو او تر هغه وروسته د سیجانوس ځای ناستي مکرو (Macro) ته پرېښود، کله چې تیبریوس مړ شو، وراره یې د جېرمنیکوس (Germanicus') زوی کاليګولا (Caligula) چې په لمسیتوب یې هم نیولی و، د هغه ځای ناستی شو، چې ويې کولی شوی، په عمومي خزانه او سترواکۍ کې له تبیریوس نه پاتې ډېره شتمني په خپلو بریاليو نظامي هڅو او د لویو ساختماني پروژو په برخه کې ولګوي.   

تبیریوس د روم په ختیځو ولایتونو کې د خدای(divus)  په توګه یوازې په یوه معبد کې خپل عبادت ته اجازه ورکړه. په داسې حال کې چې هغه په ټوله سترواکۍ کې د مړ اګستوس دیني کلتور ته وده ورکړه. کله چې تبیریوس مړ شو، د هغه له درېځ سره سم د جنازې پرتمین مراسم ورته ونیول شول، خو له هېڅ خدایي ویاړ نه برخمن نه و. هغه د یوه تیاره، متواضع او ګوښه شوي  واکمن په توګه یادېږي، چې هېڅکله یې نه غوښتل سترواک وي. لوی پلیني هغه "تر ټولو  غمجن کس" ونوماوه. [۴]

لومړی ژوند[سمول]

کورنۍ او ځواني[سمول]

تبیریوس له میلاد نه مخکې د ۴۲ م کال د نومبر په ۱۶ مه په روم کې نړۍ ته راغی. د هغه بیولوژیکي مور او پلار دواړو د کلودیا له کورنۍ سره چې د جمهوریت په لومړیو کې شهرت ته رسېدلې وه،  تړاو درلود. د هغه مور د لیوي کورنۍ غړې وه چې یوه لرغونې پلبي ،خو نامتو  کورنۍ وه او د خپل مورني نیکه له خوا په زوی‌ولی نیول شوی و.[۵][۶][۷][۸]

د تبیریوس د لومړني ژوند په اړه ډېر لږ معلومات ثبت شوي دي. مور یې له میلاد نه مخکې په ۳۹ م کال کې له بیولوژیکي پلار نه طلاق واخیست او په داسې حال کې چې بیاځلي له تبیریوس نېرو نه امیندواره وه، د دویم ځل لپاره یې له اکتاویان (Octavian) سره چې وروسته د اګسوستوس په نوم وپېژندل شو واده وکړ. له میلاد نه مخکې په ۳۸ م کال کې یې ورور نېر کلودیوس دراسوس (Nero Claudius Drusus) نړی ته راغی. تبیریوس په نهه کلنی کې له میلاد نه مخکې په ۳۲ م کال کې د خپل  بیولوژیکي پلار په روسترا کې ستاین غونډه وکړه. له میلاد نه مخکې په ۲۹ م کال کې له  خپل ناسکه پلار اوکتاویان سره په اکتیوم (Actium) کې د انتوني  او کلیوپاترا (Cleopatra) د ماتې نمانځلو په جشن کې د بریا په ګاډۍ کې سپور شو.[۹][۱۰]

د هغه د ځای ناستي په اړه پوښتنې[سمول]

له میلاد نه مخکې په ۲۳ م کال کې اګستوس سخت ناروغ شو او د هغه احتمالي مړینه د کورنیو جګړو له لارې د روم نړۍ د له منځه تللو لپاره ګواښ و. تاريخ پوهان په دې باور دي چې دا هغه وخت و چې اګوستوس د وارث مسئله لا پېچلې شوه، هغه مهال داسې برېښېده چې د هغه تر مړینې وروسته به مارسلوس (Marcellus ) او اګریپا به د هغه درېځ مخته وړي. د ځای ناستي ابهام اګوستوس ته په اصلي ستونزه بدل شوی و. په ځواب کې يې داسې ښکارېده، چې یو شمېر پياوړي وارثان ټاکل شوي، چې تیبریوس او ورر یې هم په منځ کې و، تیبریوس په اوولس کلنۍ کې د اګوستوس په لارښوونه، له میلاد نه مخکې په ۲۴ م کال کې سیاست ته ننوت او د قانوني عمر تر پوره کولو پنځه کاله مخکې ورته د قونصل  او پريتور په توګه د ټاکنې اجازه ورکړل شوه. ورته صلاحیتونه درسوس (Drusus) ته هم برابر شول.  [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د مدني او پوځي ژوند لاره[سمول]

لومړی مسلک[سمول]

له لږ ځنډ ورورسته تبیریوس په محکمه کې د مدافع وکیل په توګه څرګند شو، په  احتمالي ډول دا هغه وخت و چې له یوناني فصاحت او بلاغت سره یې مینه پیدا شوه.

له میلاد نه مخکې په ۲۰م کال کې تبیریوس د مارکوس ویپسانیوس اګرپیا تر څار لاندې ختیځ ته ولېږل شو. د پارټیانو سترواکۍ د کاره Carrhae) ) په جګړه کې له میلاد نه مخکې په ۵۳ م کال کې د مارکوس ليسینیوس، له میلاد نه مخکې په ۴۰م کال کې دیسایدوس ساکساDecidius Saxa) ) او له میلاد نه مخکې په ۳۶م کال کې د مارک انتوني تر قومانده لاندې د پوځي غونډ ستندردونه نیولي وو. تر یو کال مذاکرې وروسته تبیریوس ارمنستان ته د نسبتاً ډېر ځواک مشري وکړه، تر څو هلته په احتمالي ډول د روم لاسپوڅی دولت  رامنځته او د روم - پارټیانو په سرحد کې رامنځته شوی ګواښ پای ته ورسوي. اګستوس وکولی شوی، جوړ جاړي ته ورسېږې چې له مخې یې ستندردونه بېرته راوګرځېدل او ارمنستان د دوو قدرتونو  تر منځ د یوه بې طرفه قلمرو په توګه پاتې شو.[۱۵]

واده[سمول]

تبیریوس د اګوستوس د ډېر نږدې ملګری او مشهور جنرال مارکوس وېپسانیوس اګریپا (Marcus Vipsanius Agrippa) له لور وېپسینا اګريپا (Vipsania Agrippina) سره واده وکړ. هغه د پرېټور (praetor) درېځ ته غوره شوی و او په لویدیځ کې د کمپاین لپاره د خپل ورور دروسیوس سره د همکارۍ لپاره عسکري غونډ ته لېږل شوی و. په داسې حال کې چې دروسیوس خپل ځواکونه په ګالیا ناربوننس (Gallia Narbonensis) او د المان د پولې په اوږدو کې متمرکز کړل، تبیریوس د الپ په غرونو (Alps ) او د الپ د غرونو بل پلوټرانسالپين ګال (Transalpine Gaul) کې له قبایلو سره جګړه وکړه او رايټا (Raetia) یې فتح کړه. هغه له میلاد نه مخکې په ۱۵م کال کې د دانیوب سیند سرچینه او تر هغه لږ وروسته د یې د منځنۍ لارې پېچومی کشف کړ. له میلاد نه مخکې په ۱۳م کال کې روم ته د راګرځېدو پر مهال تبیریوس د قونسل  په توګه منصوب شو او همغه مهال یې زوی ډروسس جولیوس قیصر (Drusus Julius Caesar) وزېږېد. [۱۶][۱۷][۱۸]

سرچینې[سمول]

  1. http://penelope.uchicago.edu/Thayer/E/Roman/Texts/Suetonius/12Caesars/Tiberius*.html#5 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۱۸
  2. http://www.newadvent.org/cathen/14717b.htm — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۱۸
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ http://www.newadvent.org/cathen/14717b.htm — سرليک: Tiberius — نشرونه لخوا د: Real'nyj slovar' klassicheskih drevnostej po Ljubkeru
  4. Pliny the Elder, Natural Histories XXVIII.5.23; Capes, p. 71
  5. "Tiberius | Roman emperor". Encyclopedia Britannica. 
  6. Suetonius, The Lives of Twelve Caesars, Tiberius, 5.
  7. Suetonius, The Life of the Twelve Caesars, Tiberius, 1.
  8. Suetonius, The Life of the Twelve Caesars, Tiberius, 3.
  9. Levick, p. 15
  10. Suetonius, The Lives of the Twelve Caesars, Tiberius 6
  11. Southern, pp. 119–120.
  12. Velleius Paterculus, Roman History II.94
  13. Suetonius, The Lives of Twelve Caesars, Life of Tiberius 9
  14. Seager, p. xiv.
  15. Suetonius, The Lives of Twelve Caesars, Life of Tiberius 9
  16. Suetonius, The Lives of Twelve Caesars, Life of Tiberius 7
  17. Strabo, 7. I. 5, p. 292
  18. Levick, p. 42.