توماس ووډرو ویلسون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
توماس ووډرو ویلسون
(انګلیسي: Woodrow Wilson د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
توماس ووډرو ویلسون

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Woodrow Wilson د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۸ ډيسمبر ۱۸۵۶[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
مړینه 3 فبروري 1924 (68 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۱۵][۶][۷][۸][۱۶][۱۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واشنګټن ډي سي[۱۶]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د اولادو شمېر 3   د (P1971) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
تعلیمی اسناد د فلسفې ډاکتر[۱۷][۱۸]  د (P512) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دنده سياستوال[۱۹]
ليکوال[۲۰]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۲]
آلماني ژبه  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې لومړنۍ نړېواله جګړه  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
توماس ووډرو ویلسون

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

توماس ووډرو ویلسون (د ۱۸۵۶ز کال د ډسمبر په ۲۸مه زېږېدلی او د ۱۹۲۴ز کال د فبروري په درېیمه مړ شوی) یو امریکایې سیاستوال او اکاډمیک شخصیت و، چې له ۱۹۱۳ز کال نه تر ۱۹۲۱ز کال پورې یې د متحده ایالاتو د ۲۸م ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې. نوموړی د ډیموکراټ ګوند غړی او د پرنسټن پوهنتون د رئیس په توګه یې هم دنده ترسره کړې. د ۱۹۱۲ز کال ولسمشریزو ټاکنو ګټلو نه مخکې یې د نیو جرسي د والي په توګه دنده لرله. د ولسمشر په توګه، ویلسون د هېواد اقتصادي تګلارې بدلې کړې اوپه ۱۹۱۷ز کال کې یې امریکا لومړۍ نړیواله جګړې ته داخله کړه. هغه د ملتونو د لیګ مخکښ معمار و او د بهرنۍ تګلارو په اړه د هغه پرمختللی دریځ د ویلسونیزم په نامه پېژندل کېږي.

ویلسون د امریکا د سویل جورجیا ایالت په اګسټا سیمه کې د کورنۍ جګړې او بیا رغونې په لړ کې لوی شوی. ویلسون له جانز هاپکنز پوهنتون نه د سیاسي علومو په برخه کې د دوکټورا ترلاسه کولو وروسته او د پرنسټن پوهنتون رئیس او په لوړو زده کړو کې د پرمختګپالنې ویاندویي دمخه، په بېلابېلو کالجونو کې د ښوونکي په توګه پاتې شوی. ویلسون له۱۹۱۱ز کال نه تر ۱۹۱۳ز کال پورې د نیو جرسي د والي په توګه د ګوند له مشرانو نه جلا شو او ډېری پرمختللي اصلاحات یې تصویب کړل. د ولسمشرۍ ټاکنو د ګټلو لپاره هغه په ۱۹۱۲ز کال کې د ډیموکراټ ملي کنوانسیون پرمختګ غوښتونکې او سویلي خلک منظم کړل. ویلسون جمهوري غوښتونکي ویلیم هاوارډ ټافت او د درېیم ګوند نوماند تیوډور روزولټ ته ماتې ورکړه او په دې توګه یې په خورا اسانۍ سره د ۱۹۱۲ز کال ولسمشریزې ټاکنې وګټلې.

ویلسون د ولسمشر په توګه د خپل لومړي کال په لړ کې د فدرالي بیوروکراسۍ دننه د دندو د جلاوالي هر اړخیز تطبیق ته اجازه ورکړه. د هغه لومړۍ دوره تر ډېره د هغه دپرمختللې نوې آزادۍ کورنې اجنډا (progressive New Freedom domestic agenda) ته وقف شوې وه. د ویلسون لومړی ستر لومړیتوب د ۱۹۱۳ز کال د عوایدو قانون و، چې تعرفې یې راټیټې کړې او د عصري عایداتو مالیه یې پیل کړه. ویلسون د فدرال ریزرو قانون (Federal Reserve Act) د تصویب په اړه هم چټک ګامونه پورته کړل، چې د فدرالي ریزرو سیسټم یې رامنځته کړ. دوه لوی نور قوانین، چې د فدرالي سوداګرۍ کمیسیون قانون او د کلیټون د انحصار ضد قانون و د سوداګرۍ سیالۍ ته وده ورکولو او له سخت کارپوریټ ځواک سره د مبارزې لپاره نافذ کړه. په ۱۹۱۴ز کال کې د لومړۍ نړیوالې جګړې په پیل کې متحده ایالاتو بې طرفي اعلان کړه ځکه، چې ویلسون هڅه کوله، تر څو د متحدینو او مرکزي قدرتونو ترمنځ د سولې د خبرو منځګړیتوب وکړي.

هغه په ​​لږ توپېرسره د متحده ایالاتو د ۱۹۱۶ز کال ولسمشریزې ټاکنې وګټلې او ویاړ یې کاوه، چې هېواد یې په اروپا او مکسیکو کې له جګړو نه لرې ساتلی. د ۱۹۱۷ز کال په اپرېل کې ویلسون دالمان د اوبتلونو د جګړیزې تګلارې پر وړاندې، چې د امریکا سوداګریزې بېړۍ یې ډوبې کړې وې، له کانګرس نه د جګړې د اعلان غوښتنه وکړه. ویلسون د جګړې د نظم مشري کوله او پوځي چارې یې جنرالانو ته پرېښودې او پرځای یې په ​​ډیپلوماسۍ تمرکز وکړ. هغه په دې اړوند څوارلس وړاندیزونه وکړل، چې له جګړې وروسته د متحدینو او د المان له خوا د سولې د اساس په توګه ومنل شول. هغه غوښتل چې د ۱۹۱۸ز کال ټاکنې د هغه د تګلارو د تایید لپاره ټولپوښتنه وي، خو د دې پرځای جمهوري غوښتونکو د کانګرس کنټرول ترلاسه کړ. د ۱۹۱۸ز کال د نومبر په میاشت کې د متفقینو له بریا وروسته ویلسون پاریس ته ولاړ او هلته یې د بریتانیا او فرانسې له مشرانو سره د پاریس د سولې د کنفرانس مشري وکړه، په دغه کنفرانس کې ویلسون په بریالیتوب سره د ملګرو ملتونو په نوم د څو مليتي سازمان له جوړولو نه دفاع وکړه او دا یې د ورسای په تړون کې، چې هغه لاسلیک کړ، شامل کړ. ویلسون د پاریس کنفرانس ته د مخکښو جمهوري غوښتونکو له راوستلو ډډه کړی وه اوله بېرته راستنېدو سره سم یې د جمهوري غوښتونکو هغه جوړجاړی رد کړ، چې سنا ته یې اجازه ورکوله، تر څو د ورسای تړون تصویب کړي او په دې توګه د دغه تړون غړی شي.

ویلسون غوښتل، تر څو د درېیمې دورې لپاره هم ولسمشرۍ ته نوماند شي، خو د ۱۹۱۹ز کال په اکټوبر میاشت کې هغه د مغزي سکتې سره مخامخ شو، چې له امله یې نوموړی معیوب شو، په عین وخت کې د هغه تګلارو د المان او ایرلینډ ډیموکراتان له ځان نه لرې کړل او جمهوري غوښتونکو د ۱۹۲۰ز کال ولسمشریزې ټاکنې وګټلې. پوهانو په عمومي ډول ویلسون د متحده ایالاتو د ولسمشرانو په لوړ پوړکې ډلبندي کړې، که څه هم پر هغه د نژادي تبعیض له امله پراخې نیوکې هم شوی دي. د نوموړي لیبرالیزملا هم د امریکا په بهرنۍ تګلاره کې د یو لوی عامل په توګه دوام لري او د توکمیز ځان بسیاینې په اړه د هغه لید په نړیواله کچه مینه وال لري.

د ووډرو ویلسون ولسمشرۍ (۱۹۱۳زکال-۱۹۲۱زکال)[سمول]

له ټاکنو ګټلو وروسته ویلسون، ویلیم جینینګ برایند بهرنیو چارو وزیر په توګه وټاکه، چې ویلسون ته یې د کابینې د پاتې غړو په اړه صلاح مشورې ورکولې. ویلیم ګیبس مک اډو د ویلسون یو نامتو ملاتړی و، چې په ۱۹۱۴ز کال کې یې د ویلسون له لور سره واده وکړ، د خزانې وزیر شو او جیمز کلارک مکرینولډز، چې په بریالیتوب سره یې د انحصار ضد څو مهمې قضیې پلټلې وې، د لوی څارنوال په توګه وټاکل شو. [۲۱][۲۲]

جوزیفس ډینیل چې خپروونکی او له شمالي کارولینا نه د ګوند وفادار او نامتو سپین پوستې غړی و، د سمندري ځواکونو د وزیر په توګه، د نیویارک ایالت ځوان څارنوال فرانکلین ډي روزولټ د سمندري ځواکونو مرستیال وزیر په توګه وګومارل شول. د ویلسون د کارکوونکو مشر جوزف پیټریک ټمولټي و، چې له مطبوعاتو سره یې د سیاسي بافر او منځګړي په توګه کار کاوه. د بهرنۍ تګلارې تر ټولو مهم سلاکار یې اډوارډ ایم هاوس ټاکلی و. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

په لومړۍ نړیواله جګړه کې بې پریتوب[سمول]

لومړۍ نړیواله جګړه د ۱۹۱۴ز کال په جولای میاشت کې د مرکزي قدرتونو نه (جرمني، اطریش- هنګري، عثماني سترواکي او وروسته بلغاریا) د متحدو قدرتونو (بریتانیې، فرانسې، روسیې، سربیا او څو نورو هېوادونو) په وړاندې پیل شوه. جګړه د فرانسې په لوېدیځه جبهه کې له خورا زیاتو تلفاتو سره پر یو اوږد کړکېچ بدله شوه. دواړو خواوو د ویلسون وړاندیزونه رد کړل،چې د شخړې د پای ته رسولو لپاره منځګړیتوب وکړي. له۱۹۱۴ز کال نه تر ۱۹۱۷ز کال پورې د ویلسون د بهرنۍ تګلارې لومړۍ موخې په اروپا کې د جګړې نه، د متحده ایالاتو ساتل او د سولې تړون رامنځته کول و.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

ویلسون ټینګار کاوه چې: د متحده ایالاتو د حکومت ټولې کړنې بې طرفه دي او ویې ویل چې: امریکایان « باید په فکر او عمل کې ناپېيلي پاتي شي». په هر حال بریتانوي شاهي سمندري ځواک د المان محاصره وضع کړه او د واشنګټن د خوشحالولو لپاره یې د لندن موافقه وکړه، چې پر بنسټ یې د ځینو لویو امریکایي اجناسو پېرودو ته دوام ورکړ، تر هغه چې یوه امریکایي سوداګریزه بېړۍ له قاچاقي شیانو سره ونیول شوه، نو شاهي سمندري ځواکونو دغه توکي ضبط او بېړۍ یې بېرته خوشې کړه. ویلسون په غیر مستقیم ډول له دې کار سره همغږي وښودله.

د بریتانیې د کلابندۍ په غبرګون کې، المان د بریتانوي ټاپوګانو په سواحلو کې د سوداګریزو بېړیو په وړاندې د اوبتلونو عملیات پیل کړ. د ۱۹۱۵ز کال په لومړیو کې المانیانو درې امریکايي بېړۍ ډوبې کړې، چې ویلسون د ځینو معتبرو شواهدو پر بنسټ پېښه تصادفي وبلله او د شخړې هوارول یې د جګړې تر پایه پورې وځنډول. د ۱۹۱۵ز کال په می کې یوې الماني اوبتلې د بریتانوي سمندري (RMS Lusitania)بېړۍ ډوبه کړه، چې په پای کې یې د۱۲۸امریکایی اتباعو په ګډون ۱۱۹۸مسافر ووژل شول. ویلسون پر المان غږ وکړ، چې د المان حکومت دې د لوسیتانیا د ډوبیدو په څېر د پېښو د بیا تکرارد مخنیوي لپاره سملاسي ګامونه پورته کړي. په غبرګون کې براین، چې د بهرنیو چارو وزیر و، باور درلود چې ویلسون د امریکا د سوداګرۍ د حقونو دفاع د بې طرفۍ نه پورته ګڼي، د کابینې نه استعفا وکړه.[۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

لاس وهونکو، د تیوډور روزولټ په مشرۍ له المان سره د جګړې غوښتنه وکړه او د جنګ په موخه د پوځ جوړولو لپاره یې د ویلسون د انکار پر وړاندې غبرګون وښود. د (RMS Lusitania) له ډوبیدو او د براین له استعفا وروسته ویلسون په عامه توګه هغه څه ته ژمن شو، چې د« تیاري غورځنګ» په نامه پېژندل کېده او د پوځ او سمندري ځواکونو جوړولو باندې یې پیل وکړ.[۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118643401  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: CC0
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119292736 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Woodrow-Wilson — subject named as: Woodrow Wilson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6pz72jb — subject named as: Woodrow Wilson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1115 — subject named as: Woodrow Wilson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/1324856 — subject named as: Woodrow Wilson (2) — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p32322.htm#i323220 — subject named as: Woodrow (Thomas) Wilson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/wilson-thomas-woodrow — subject named as: Thomas Woodrow Wilson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  9. Gran Enciclopèdia Catalana ID: https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0072259.xml — subject named as: Thomas Woodrow Wilson — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia Catalana
  10. GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=thomaswoodrowwilsont — subject named as: Woodrow Wilson
  11. Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=http://roglo.eu/roglo?&id=p=woodrow;n=wilson — subject named as: Woodrow Wilson
  12. Accademia delle Scienze di Torino ID: https://www.accademiadellescienze.it/accademia/soci/thomas-woodrow-wilson — subject named as: Thomas Woodrow Wilson — د نشر نېټه: ۱ ډيسمبر ۲۰۲۰
  13. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=66206 — subject named as: Thomas Woodrow Wilson — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ https://cs.isabart.org/person/101558 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  15. American National Biography ID: https://doi.org/10.1093/anb/9780198606697.article.0600726 — subject named as: Woodrow Wilson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ Accademia delle Scienze di Torino ID: https://www.accademiadellescienze.it/accademia/soci/thomas-woodrow-wilson — د نشر نېټه: ۱ ډيسمبر ۲۰۲۰
  17. ISSN: https://www.worldcat.org/issn/0034-0375 — ورځپاڼه: 191 — پاڼه: 73 — اعداد: 1141 — نشرونه لخوا د: Reader's Digest — د خپرولو نیټه: ۳۱ مې ۲۰۱۸ — ارزښت: There’s only one president who ... [...] ... earned a PhD: Woodrow Wilson.
  18. ISSN: https://www.worldcat.org/issn/0034-0375
  19. پیوستون : 118643401  — د نشر نېټه: ۲۴ جون ۲۰۱۵ — منښتلیک: CC0
  20. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/library/bios/ — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  21. Cooper (2009), pp. 185
  22. Cooper (2009), pp. 190–192
  23. Campbell, W. Joseph (1999). "'One of the Fine Figures of American Journalism': A Closer Look at Josephus Daniels of the Raleigh 'News and Observer'". American Journalism. 16 (4): 37–55. doi:10.1080/08821127.1999.10739206.
  24. Berg (2013), pp. 263–264
  25. Heckscher (1991), p. 277.
  26. Berg (2013), p. 19
  27. Clements (1992), pp. 123–124
  28. Heckscher (1991), p. 339.
  29. Link (1960), p. 66.
  30. Clements (1992), pp. 119–123
  31. Lake, 1960.
  32. Clements (1992), pp. 124–125
  33. Brands (2003), pp. 60–61
  34. Berg (2013), p. 362
  35. Heckscher (1991), p. 362.
  36. Clements (1992), pp. 125–127
  37. Heckscher (1991), pp 384–387
  38. Berg (2013), pp. 378, 395
  39. Clements (1992), pp. 128–129
  40. Berg (2013), p. 394
  41. Link (1954), p. 179.