توماس اېډورډ لارېنس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
د عربي نړۍ لارېنس

توماس اېډورډ لارېنس (په انگرېزي ژبه : Thomas Edward Lawrence) (۱۶م د آگست . ۱۸۸۸م زېږدي ـ ۱۹م د مې ۱۹۳۵م زېږدي)د برتانيې د پوځ يو سرتېری و چې په ځانگړي توگه د سنايي او فلسطینيانو عربو ترمنځ د اړیکو شهرت لري او د عثماني تورکانو په مقابل د عربانو بلوا چې په کال ۱۹۱۶م زېږديز ـ ۱۹۱۸م زېږديزه راولاړه کړه ډېر شهرت پیدا کړ. د ده د لاسوهنيزو فعالیتونو لمن دومره پراخه شوه چې په نړېواله کچه د (لارېنس اف عربيا)ـ(د عربي نړۍ لارېنس) په نوم ټولو وپېژنده . په کال ۱۹۶۲م زېږديز کې د همدغه تر نامه يو فلم هم جوړ شو چې د دوهمې نړېوالې جگړې په سیاسي او پوځي فعالیتونو راڅرخي . لارېنس د سر توماس چپمن او سېرا جونر په کاله کې په ناروا توگه کال ۱۸۸۸م زېږدي کې د وېلز په سیمه ټرېماډوگ کې وزېږېد . د لارېنس مور هم په ناروا توگه يانې له نکاح دمخه زېږېدلې وه . چپمن خپلې مخکينۍ ښځې سره پرېژه کړېوه او بيا يې په لومړي ځل يوې آيرلنډۍ ښځې چې سېرا جونر نومېده پرته له واده ورسره واړول او يو بل يې د لارېنس تر نامه د ماندينې او خاوند په توگه ومنل . په ۱۸۹۶م زېږدي کال په اوړي کې دواړه لارېنسيان آکسفورډ ته کډه شول چې په ۱۹۰۷م زېږدي ـ ۱۹۱۰م زېږدي کې ځوان لارېنس د (د جيسس کالج ) په نوم پوهنتون کې د تاریخ په زده کړې پیل وکړ او له هماغه ځایه په بري سره په لومړۍ درجه فارغ شو . دی په منځينۍ آسيا کې يو فعال لرغونپوه په توگه کار پیل کړ چې له مخې یې په رازو رازو ځايونو کې د ډېوېډ جيورج هوگارت او ليونارډ وولي سره يوځای لرغونې کندنې کولې . په کال ۱۹۰۸م زېږدي کې ده د آکسفورډ پوهنتون د تمریناتو پوځي ټولي کې ورگډ شو او هلته یې د دوه ؤ کالونو په لړ کې پوځي کورسونه ترسره کړل . د ۱۹۱۴م زېږدي کال په جنورۍ مياشت کې مخکې د لومړي نړېوالې جگړې څخه لاورېنس د برتانوي پوځ په مشورې د پوځي سروې لپاره په کار ولگېده چې دغه سروې د نيگېو ډيسرټ په نوم يادېږي هممهاله یې د لرغونپوهنې لپاره څېړنې پرمخ تلې . د لاورېنس انځور د امريکني ژورنالسټ لاوېل توماس لخوا په رسنیو کې ډېر وځلول شو او همدارنگه دغه انځور د لاورېنس د ژوند لیک څخه اخیستل شوی چې (اووه د هوښيارۍ ستنې)ـ(Seven Pillars of Wisdom) نومېږي ۱۹۲۲م ز کې لیکل شوی .

مخینه

لارېنس د آگست په ۱۶مه نېټه کال ۱۸۸۸م زېږدي کې ټریمېډاگ ، گيېرنرفونشير سیمې چې وېلز کې دی وزېږېد . د زېږېدو کور یې د سنوډن لاج په نوم مشهوره دی . د لارېنس پلار دوه رگه انگرېز او آیرلنډی و چې ورته انگلوـ آيرش وايي . نوم یې توماس رابرټ ټای چپمېن و . ده خپله ښځه د بلې ښځې سره د اړیکو درلودو له شامته پرېښوده . چپمېن او مېسېس جونر د پينځو ماشومانو ټبر و . لارېنس پخپله ټینگار لاره چې دی په کوچنيوالي کې کال ۱۹۰۵م زېږدي کې د څو وونیو لپاره له کور څخه تښتېدلی و او د برتانوي سلطنتي پلي پوځ کې د هلک سرتېري په توگه دنده ترسره کړې چې له هغه ځایه بيا ښايي دی د کارنوال په سیمه په پیسو خرڅ شوی وي چې ددغې خبرې زبات لا څېړونکو ته په لاس ندی ورغلی .

زده کړې

د عربو لارېنس ډېرې زده کړې درلودې او لومړنۍ زده کړې یې په وېلز کې کړي وې بيا وروسته چې آکسفورډ ته کډه شول نو په ۱۹۰۷م زېږدي ـ ۱۹۱۰م زېږدي کې ځوان لاورېنس د د جيسس کالج په نوم فاکولتې کې د تاریخ په زده کړې پیل وکړ او له هماغه ځای په بري سره په لومړۍ درجه فارغ شو .

د منځيني ختيځ لرغونکیندنې

لېونارډ وولي او لارېنس
لېونارډ وولي او لارېنس د برتانيې ملي موزيم اواستخباراتي ډلې سره


د ۱۹۰۹م زېږدي کال په اوړي کې لارېنس په يوازې سر د عثماني پېر سوريې پر مهال ، صلیبي ماڼۍ ته په پلي سفر درې مياشتې تېرې کړې چې له مخې یې ۱۰۰۰ ميله (۱۶۰۰ کیلومیتره) په پښو سفر وکړ. لارېنس د يوې سروې په ترسره کولو سره چې د پوهنتون د زده کړو په لړ کې ترسره کړې وه د (The influence of the Crusades on European Military Architecture—to the end of the 12th century) ـ (د اروپايي پوځ په جوړښت کې د صلیبي پوځ اغېزې تر۱۲مې پېړۍ تر پايه ) په نوم ونوموله . دغه رساله یې د بیسن سره په فرانسې کې د تېرمهال ځايي څېړنوپر بنسټ لیکلې وه . د يادونې وړ ده چې څېړنه په چولس نومي ځای کې په منځيني ختيځ کې په يوازې سر ترسره شوې وه .په په ۱۹۱۰م زېږدي کې يې خپله زده کړه پای ته ورسوله بیا یې د لا زياتو ماسټرۍ زده کړو لپاره د ډبرود پېر د لرغوني کنډولي ټوټو پرسر څېړنې وکړې . دغه څېړنې يې د سينير ډیمي په نوم تعلیمي بورس په مرسته د مگډېلن کالج (آکسفورډ) کې پرمخ وړلې چې د لرغونپوهنې ستاژ لپاره په منځيني ختيځ کې د کار موقع کاچمېش کې وربرابره شوه . دا د موندنو او کیندنو کار د برتانيې ملي موزيم لخوا چمتو شوی و . لارېنس يو پولیگلاټ (څو ژبه ییز) انسان و چې د لرغوني يونان ، عربي او فرانسوي ژبو کې یې برلاسیتوب درلود . په ۱۹۱۰م زېږديز کال د ډسمبر په مياشت کې بېروت ته سفر وکړ او د رسېدو سره جیبېل (بیبلوس) ته د عربي ژبې زده کړې په موخه ورغی. د عربي ژبې له زده کړې وروسته د سوريې شمالي سیمو ته ورغی او هلته یې د جېرابوس په نوم ځای کې کیندنې پیل کړې چې هلته یې د آرـ کېمپبل تومپسن او هوگارت سره يوځای د برتانيې ملي موزیم ته کار پرمخ ووړ . لارېنس خپله هره بريا او لاسته راوړنې د هوگارت له اړخه گڼلې . لکه څنگه چې دغه د کیندنې ځای د بغداد پټلۍ غبرگلارې اهمه لار وه نو د سیمې څخه لرغوني مالومات راټولول د برتانيې پوځي او استخباراتي ادارو ته ډېر د اهمیت وړ و . لارېنس په همدې سیمه د گرټروډ بېل سره ولیدل چې د برتانیې د وخت استخباراتو غړی و او بیا وروسته یې د عراق په خاوره د لرغونو اثارو لپاره ورسره مل و . په کال ۱۹۱۱م زېږديز کې لارېنس بېرته د لنډې مودې لپاره انگلنډ ته ولاړ . د هماغه کال په نومبر کې دی بېروت خواته په دوهم ځل وخوځېد او د کارکمېش سیمې د کیندنې دوهمې دورې کار ته يې ځان ورساوه چې هلته بيا لیونارډ وولي سره يې کار پیل کړ . همدارنگه یې د فلينډرس پيټرې او کفر آممر سره په مصر کې پروژه کړې وه . د ۱۹۱۲م زېږدي تر ۱۹۱۳م زېږدي پورې لارېنس د کارکېمېش سیمې کې د څلورمې دورې کیندنې لپاره ووسېد. په ۱۹۱۳م زېږديز کې لارېنس او وولي آکسفورډ ته وروغوښتل شول چې ډاهوم ته او هاموډي تگ ته تیاری ونیسي. په جنورۍ ۱۹۱۴م زېږدي کې وولي او لارېنس دواړه د برتانيې په پوځ کې د مرستيالې دندې لپاره وغوښتل شول او دوی يې د لرغونپوهنې چتر لاندې په پوځي پروژې نیگیف ډیسرټ ته د سروې لپاره وگومارل. د دوی مالي مرسته د پوځ لخوا د فلسطین اثارموندنې ادارې لخوا په غاړه واخیستل شول ځکه چې دغې سیمې ته په انجیل کتاب کې د سنايي بېديا په نوم نغوته شوې وه چې د مذهبي فکر تر اغېزې مهمه گڼل کېده . نگېف سیمه په ستراتيژيکې توگه ځکه برتانوي پوځ ته ډېره د اهمیت وړ سیمه وه چې پدغه سیمه عثماني پوځ هر کله غوښتل چې خپل تر ولکې لاندې یې ونیسي چې د انگرېزانو لاس لنډ کړي او وکولای شي مصر ته لار هواره کړي. وولي او لارېنس ځینې سروېگانې خپرې کړې خو ورسره یې د برتانيې پوځ لپاره د سیمې په هکله بشپړه نخشه جوړه کړه او د اوبو د زېرمې لخوا یې هم د اهمیت وړ وبلله چې د برتانيې پوځ ورته نور هم پام واړاوه . لارېنس اقابه او پېترا ته هم د سروې لپاره ورغلی . د ۱۹۱۴م زېږدي کال د مارچ میاشتې څخه تر مۍ میاشتې پورې لارېنس په کارکېمش سیمې کې بيا په کار پیل وکړ چې په ترڅ کې یې هماغه وخت د اگست په میاشت کې توده جگړه پیل شوه چې له مخې یې برتانيوي پوځ دی په بېړنۍ توگه پوځ ته ونه غوښت خو د اېس ـ اېف ـ نیوکامبي په سپارښتنه دی د هماغه روان کال تر اکتوبره په پوځ کې د جگړې مکلفیت لپاره ونیول شو ، د جگړې څخه سمدستي وروسته یې دی د استخباراتو دندې ته د مصر په پلازمېنې قاهرې کې تر پای د کاله وگوماره .

د عربو پاڅون

لارېنس د عربو دودیزو کالو کې

کله چې جگړه رامنځته شوه لارېنس د پوهنتون د ماسټرۍ زده کړو د څېړنې د ډلې غړی و چې کلونه کلونه یې د عثمانيې واکمنۍ تر ولکې ولایاتو ته سفرونه کړي وو چې تجربه یې خورا ډېره وه . دغو ولایاتو کې د اردون او فلسطین شاوخوا سیمې چې لیوانت نومېدې او مېسوپوتاميا (سوريه او عراق) پخپلو نومانو شاملې دي . د ساري په توگه هغه د عثماني واکمنۍ د کورنيو چارو د وزارت چارواکو او د هغوی د جرمني تخنيکي سلاکارانو سره چې د اورگاډو د پټليو جوړولو باندې او مالي لگښت ورکولو اخته عاملين و وپېژندل شو. د لارېنس د هراړخیزو تجربو په مرسته د برتانيې د باندنیو چارو وزارت د عربو بېرو څانگې يې دا کشف کړي ول چې د عثماني واکمنۍ په مقابل پخپله منځينۍ آسيا کې دننه د اورپکو د رامنځته کول د دوی په گټه او پکار دي . د برتانیا عربي بېرو مخکې له مخکې د قومونو او قبایلو تر منځ د ستونزو او نفاق رامنځته کولو ته لاسرسی درلود چې له مخې یې ورته عربي بېرو جوړه شوې وه او دغه عمل د تورکانو په مقابل د عثمانيې واکمنۍ حکومت په منځ کې او سیمې ته لويه ننگونه وه . د دغې تگلارې له کبله په سیمې کې لویې وېشنې رامنځته شوې چې د وخت اړتيا یې وگرځوله . همدې عربي بېرو چې د برتانيا په مالي ملاتړ رامنځته شوی و د دوه متجانسو لوريو په توگه د جگړې ستراتيژې سمبالوله . د عثماني پېر واکمنۍ ته يې داسې لوی خنډ رامنځته کړ چې د سلو څخه لا زرو ځلو هلو ځلو ته باید مخه شوې وای چې د عثماني واکمنۍ دننه دغه سېک د منځينیو بډوالو (مخالفتونو) له کبله کمزوری شوی و . د لارېنس د لومړنیو برلاسو تجربو پر بنسټ چې د سوريې ، لیوانټ او مېسوپوتاميه په هکله یې درلودل ( دی د پوځ جنايي څارگریزو څانگو کې برلاسی څارگر و ) دی یې قاهرې ته په کال ۱۹۱۴م زېږدي ولېږه او هلته دی د منځينۍ اسيا د GOC ادارې څارگر مشاور وټاکه . برتانيوي حکومت دی مصر ته د هاشمي پوځونو سره څنگ په څنگ کار لپاره حجاز ته کال ۱۹۱۶م زېږدي کې لېږلی و . هلته دی د هيربرټ گېرلاند سره ولیدل او يوځای يې سره کار پیل کړ.د جگړې پر مهال لارېنس د عربو اوپکو سره يوځای په بې قانونه توگه د امیر فیصل په بولۍ (قومانده) چې د مکې ښار د شریف حسين ځوی و په غلچکيو جگړې کې د عثماني واکمنۍ په مقابل برخه واخیسته. لارېنس د برتانيې د سمندري پوځ څخه د عثماني واکمنۍ د پوځيانو د شاته تنبولو هر اړخیز ملاتړ ترلاسه کاؤه . د لارېنس تر ټولو لومړۍ دنده يې دا وه چې د عربو مشران (فیصل او عبدالله) د برتانيې د مرستو سره همغږي د هغوی د پوځي ستراتيژۍ ملاتړ ته وهڅوي .

سرچينې