تورموروس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په لرغونو زمانو كې د افغانستان يوه نوميالۍ او مېړنۍ ټولواكمنه توموروس ( تهموروس ) نومېده . د هېروډوټ په كتاب كې د يوه پښتون قوم نوم د ماساگيت په نامه ، چې جنگيالي او مېړني خلك دي ، ياد شوى ، چې له امو ( جيحون ) نه دې خواته اوسي . دوى او سكائيان يو قوم بلل كيږي . سكا خو هماغه ساك دى چې اوس هم شته ، بيا يې ساكستان جوړ كړ او خلك يې سكزي وو . ماساگيت د دوى اړوند يو قوم دى . د هېردوډوت له قوله ، خزر او د قفقاز ختيځه خوا كې پراخې سيمې دي ، چې پاى يې څرگند نه دى . ددغو سيمو ډېره برخه د ماساگيت هستوگنځى دى ، چې د پارس پاچا كوروش غوښتل هغه لاندې كړي . په دغه مهال د ماساگيت ټولواكمنه ، چې تورموروس نومېده ، د خپل مېړه له مړينې وروسته د پادشاهۍ پر پلاز ناسته وه . دا ډېره باتدبيره او مېړنۍ ښځه وه . كوروش هغې ته پيغام واستاوه ، چې غواړي له دې سره واده وكړي ، خو سم ځواب يې تر لاسه نه كړ ، ځكه ټولواكمنه پوهېده ، چې د كوروش قصد دا نه دى ، بلكې غواړي ، چې د هغې هېواد لاندې كړي . كله چې ټولواكمنې منفي ځواب وركړ ، نو كوروش وليدل چې دده مطلوب تر لاسه نه شو ، هغه وو چې نظامي او د جگړې لاره يې غوره كړه . ټولواكمنې تورموروس كوروش ته داسې پيغام واستاوه : ((اى پادشاه تاته نصيحت كوم ، له دې كاره لاس واخله ، ځكه په هېڅ توگه ته پخپل مقصود نشې بريالى كېداى . پخپل قوم او ملت چې حكومت كوې ، خوشال اوسه او زما سلطنت زما خلكو ته پرېږده . افسوس چې زما خبره به ونه منې ، نو واوره ، كه غواړې له ماساگيتانو سره خپل طاقت وازمويي ، نو پل پر رود مه جوړوه ، چې گران چار دى . زما لښكرې به له رود نه درې ورځې لاره شاته ولاړې شي او ته وړاندې راشه! يا دغومره لار ته شاته ولاړ شه ، چې زه درشم! )) كوروش له خپلو مشاورينو سره مشوره وكړه . په پاى كې كوروش ته خپلو مشاورينو مشوره وركړه ، چې پرېږده دا درې ورځې لار شاته ولاړه شي . (( كوروش چې د يوې ورځې لاره ووهله ، څه لښكر يې هلته پرېښود . پخپله بېرته د سيند په لوري ولاړ . د ماساگيت لښكرو پر دغو پارسي لښكرو حمله وكړه ، ټول يې مړه كړل . سپارگاپيښ د ټولواكمنې زوى د ماساگيت د لښكرو مشر او سپاه سالار وو . هلته يې وليدل ، چې ښه خواړه او مشروبات دي ، هغه يې له خپلو سپاهيانو سره وخوړل ، مست او خراب شول ، په دې وخت كې پارسيان راغلل او شاهزاده ، چې حالت يې خراب وو ، ونيوه . كله چې شاهزاده په سد راغى ، ويي ليدل چې اسير دى ، ځان يې له غيرته مړ كړ . كله چې ټولواكمنه د خپل زوى له مرگه خبره شوه ، له خپل ټول طاقت سره په كوروش باندې راغله او سخته جگړه ونښته . د كوروش لښكرو ماته وكړه او پخپله كوروش اسير شو ، چې په افسانوي توگه يې مړ كړ . دغې محترمې ملكې د پسونو او غوايو له وينو ، چې په هماغه ورځ قصابانو حلال كړي وو ، يو لوى لوښى ډك كړ او امر يې وكړ ، چې د كوروش سر په وينو كې ډوب كړي . بيا يې كوروش ته وويل : (( وڅكه ظالمه چې وينې دې ډېرې خوښېدې !)) د كوروش سر تر هغو په وينو كې وو ، څو چې يې ساه وخته . دا د ايران يا پارس لومړنى لوى پادشاه دى ، چې د افغانانو په لاس ومړ . له نېكه مرغه دغه پښتانه قومونه اوس هم له خپلو نومونو سره شته او د دوى د جيحون دواړو غاړو ته اوسېدل . دا د غزنويانو تر مهال پورې همداسې وو . په دې ډول په وياړ سره ويلاى شو ، چې زموږ په هېواد كې دغسې يوې مېړنۍ او هېوادپالې ټولواكمنې پاچاهي كړې ، چې نوم يې بايد د تل لپاره په تاريخ كې ژوندى پاتې شي .

اخځونه

  1. قدرت الله حداد ( فرهاد ) ، د افغان ملي تاريخ ، ۶۱۷ - ۶۱۸ ، ۶۶۷ مخونه ، د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مركز د ۱۳۸۳ لمريز كال چاپ .

دا هم وگورئ