Jump to content

تحصيلي بورس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
تحصيلي بورس
عامه معلومات
عمومي معلومات
بورس
ځانګړې وېشنيزه

جايزه، مرسته

هڅونه
نور اړين مالومات
برخه د
ډالۍ

سکالرشيپ يا بورسيه د زده کوونکو يا محصيلينو سره د لګښتونو مرستې ته ويل کېږي، هغه هېوادونه چې له اقتصادي پلوه کمزوري يا ناامنيو ځپلي وي نو د نورو هېوادونو علمي مرکزونه ورسره د زده کړو د لګښتونو په برخه کې مرستې کوي.

افغان محصلینو ته د يو بريتانوي پوهنتون له خوا بورسیه.

ترلاسه کول[سمول]

هغه هېوادونه چې د ناامنیو له امله يې اقتصاد کمزوری شوی وي، اوسېدونکو ته يې د زده کړو لګښتونه هم يو سرخوږی دی.

نو له همدې امله د نورو هېوادونو علمي مراکز او پوهنتونونه له دوی سره مرستې کوي، وېزې ورته لېږي د خپل هېواد پوهنتونونو ته يې ورغواړي، د ژوند چارو او درسونو په برخه کې ورته اسانتیاوې برابروي او په وړیا توګه د زده کړو زمینه ورته برابروي.

دا مهال افغانستان، اوکراین، سوريه، يمن، فلسطين او څو نور... هغه هېوادونه دي چې هر کال يې محصلين په زرګونو بورسیه یا سکالرشيپونه ترلاسه کوي.

د یادونې وړ ده؛ ښايي ډېر داسې هېوادونه شتون ولري چې اقتصاد يې پياوړی وي خو بياهم په بېلابېلو دلايلو محصلين يې د نورو هېوادونو بورسې ترلاسه کولو ته زړه ښه کوي.

ډولونه[سمول]

تحصيلي بورسونه زیاتره حکومتي دي چې ټول لګښتونه يې د دوی پرغاړه دي خو ځينې داسې شخصي پوهنتونونه هم شتون لري چې د خيريه ټولنو او بنسټونو په مرسته د نورو هېوادونو محصلينو ته بورسونه ورلېږي.

موده[سمول]

هر بورس يوه ټاکلې موده لري، ځينې يې کلنۍ او ځينې يې میاشتنۍ وي، د ټاکلي مودې پای ته رسېدو وروسته محصلين بېرته خپل هېواد ته استول کېږي. خو په ځينو هېوادونو کې داسې هم کېږي چې محصل د دايمي استوګنې غوښتنه وکړي.

سرچینې[سمول]

انګرېزي ويکيپېډيا او د پژواک خبري رسنۍ