Jump to content

تانزانيا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له تانزانیا نه مخ گرځېدلی)
  
تانزانيا
تانزانيا
تانزانيا
بیرغ
تانزانيا
تانزانيا
نښان

تانزانيا
تانزانيا

ملي ترانه:
ځمکه او استوګنه
کوارډينېټ ۶°۱۸′۲۵″سویل ۳۴°۵۱′۱۴″ختیځ / 6.3069444444444°سويل 34.853888888889°ختيځ / -6.3069444444444; 34.853888888889   ويکيډاټا کې (P625) ځانګړنې بدلې کړئ[۱]
ټيټه سيمه هندي سمندر (0 متر )  ويکيډاټا کې (P1589) ځانګړنې بدلې کړئ
پراخوالی 947303 کیلومتره مربع   ويکيډاټا کې (P2046) ځانګړنې بدلې کړئ
پلازمېنه دودوما   ويکيډاټا کې (P36) ځانګړنې بدلې کړئ
رسمي ژبې سواهيلي ژبه [۲]،  انګرېزي ژبه [۲]  ويکيډاټا کې (P37) ځانګړنې بدلې کړئ
مشرتابه
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
خپلواکۍ نېټه ۲۶ اپرېل ۱۹۶۴  ويکيډاټا کې (P571) ځانګړنې بدلې کړئ
د عمر محدودیتونه
د واده عمر 18 کلن   ويکيډاټا کې (P3000) ځانګړنې بدلې کړئ
بې کارۍ کچه 3 سلنه (۲۰۱۴)[۳]  ويکيډاټا کې (P1198) ځانګړنې بدلې کړئ
نور مالومات
پیسې د تانزانیا شیلینګ   ويکيډاټا کې (P38) ځانګړنې بدلې کړئ
بېړنۍ ټليفون
شمېره
۱۱۲ (ساتونکی )[۴]  ويکيډاټا کې (P2852) ځانګړنې بدلې کړئ
تګلوری کيڼ [۵]  ويکيډاټا کې (P1622) ځانګړنې بدلې کړئ
رسمي وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
هېواد کوډ TZ
د زنګ وهنې نړیوال کوډ +255  ويکيډاټا کې (P474) ځانګړنې بدلې کړئ
Map

تانزانیه یا تانزانیا په ختیځ افریقا کې پروت یو هېواد دۍ. د تانزانیا پلازمینه د دودوما ښار دی، مساحت یې ۲۰۳'۹۴۷ کیلومتره مربع او د وګړو شمیر یې ۷۴۷'۸۹۰'۵۵ نفره دی. په تانزانیا کې رسمی ژبي انګلیسي او سواحلي ژبه دي. د یاد هیواد د پیسو واحد د تانزانیا شیلینګ او لوی ښار یې دارالسلام دی.

تانزانيا (/ˌtænzəˈniːə/؛ سواهيلي: [tanzaˈni.a]) چې په رسمي ډول د تانزانيا جمهوريت (سواهيلي: Jamhuri ya Muungano wa Tanzania) دی، د ختيځې افريقا د افريقا د سترو جهيلونو سيمې دننه هېواد دی. شمال ته له يوګندا، ختيځ ته له کامرو ټاپوګانو او هند سمندر، شمال ختيځ ته له کينيا، سويل ته له موزمبيق او مالاوې، سوdل لويديځ ته له زمبيا او لويديځ ته له راوندا (Rwanda)، بروندي (Burundi) او د کانګو ديموکراتيک جمهوريت سره ګډه پوله لري. “Mount Kilimanjaro” چې د افريقا تر ټولو لوړ غر دی، د تانزانيا په شمال ختيځ کې دی. [۶][۷]

تانزانيا کې د هومو لړۍ (hominid) زيات مهم فوسيلونه لکه د ۶ ميليون پخوا د “Pliocene” دورې هومينيډ فوسيلونه، موندل شوي دي. د “Australopithecus” جنس د ۴ او ۲ ميليون پخوا کالونو تر منځ په افريقا کې لړۍ شو او د هومو (Homo) جنس لرغونې پاتې شونې د “Olduvai” جهيل ته نږدې وموندل شوې. ۱،۸ ميليون کالونه پخوا د “Homo erectus” له راپورته کېدنې څخه وروسته په ټوله لرغونې نړۍ او وروسته په نوې نړۍ او اسټراليا کې د “Homo sapiens” تر نوعو لاندې انسانيت خپور شو. هومو ساپينس افريقا هم ونيوله او د انسانيت پخوانۍ نوعې يې وزغملې (جذب کړې).

وروسته د ډبرې او برونز دوره کې تانزانيا ته له ليکلي تاريخ څخه مخکې کډوالۍ د سويلي “Cushitic” ويونکو، ختيځو کوشيتيک وګړو او د “Datoog” په ګډون د سويلي “Nilotes” وګړو وي. د سويلي “Cushitic” ویونکي له نننۍ ايتوپيا څخه د هېواد سويل ته او ختيځ کيوشيتيک نږدې ۲۰۰۰ او ۴۰۰۰ کالونه پخوا د “Turkana” جهيل له شمال څخه تانزانيا ته کډوال شول. د يادونې وړ ده چې د سويلي Nilotes د “Datoog” وګړي په اصل کې د ۲۹۰۰ او ۲۴۰۰ پخوا کالونو تر منځ د نني سويلي سوډان او ايتوپيا تر منځ د پولې (سرحدي) سيمې اوسېدونکي وو. ياد خوځښتونه په ويکتوريا او تانګانيکا (Tanganyika) جهيلونو په سيمو کې د لويديځې افريقا د “Mashariki Bantu” توکم له استوګن کېدنې سره په ورته وخت کې وشول. دوی په پای کې د ۲۳۰۰ او ۱۷۰۰ پخوا کالونو تر منځ د تانزانيا پاتې ټوله برخه کې ځای پر ځای شول. [۸][۹]

د هېواد په اصلي خاوره کې د المان حکومت د ۱۹ پېړۍ په وروستيو کې هغه مهال پيل شو، چې المان «د المان ختيځه افريقا: German East Africa» جوړه کړه. له لومړۍ نړيوالې جګړې څخه وروسته په کې برتانوي حکومت واګې تر لاسه کړې. اصلي خاوره د “Tanganyika” په نوم اداره کېدله او د “Zanzibar Archipelago” سيمه د بېل استعماري واک په توګه پاتې شوه. په ۱۹۶۱ او ۱۹۶۳ کې د خپلو ځان ځاني خپلواکيو څخه وروسته، دواړه هستې د تانزانيا متحد جمهوريت (United Republic of Tanzania) د جوړولو په موخه په ۱۹۶۴ ز کال کې يو ځای شوې. ياد هېوادونه په ۱۹۶۱ ز کال کې له بریتانوي ګډو ګټو (British Commonwealth) سره يو ځای شوي وو او تانزانيا اوس هم د يو جمهوريت په توګه د ګډو ګټو غړی هېواد دی. [۱۰][۱۱]

ملګرو ملتونو د تانزانيا نفوس ۵۶،۳۱ ميليون تنه اټکل کړ، چې د سويلي افريقا په پرتله لږ کم او د نفوس له مخې دويم ګڼ نفوسه هېواد دی، چې په بشپړ ډول د استوا په سويل کې پروت دی. ياد نفوس له نږدې ۱۲۰ توکميزو، ژبنيو او مذهبي ډلو څخه جوړ شوی دی. د تانزانيا خپلواک هېواد د اساسي قانون له مخې ولسمشريز جمهوري نظام لري او له ۱۹۹۶ راهيسې يې رسمي پلازمېنه ډوډوما (Dodoma) ده، چې د ولسمشر دفتر، ملي جرګه او ټول حکومتي وزارتونه په کې پراته دي. پخوانۍ پلازمېنه يانې «دارالسلام» خورا حکومتي دفترونه لري او د هېواد تر ټولو لوی ښار، اصلي بندر او مخکښ سوداګريز مرکز دی. دا هېواد په حقيقت کې يو ګوندې دولت دی، چې ديموکراتيک سوسياليست چاما چا ماپېندوزي “Chama Cha Mapinduzi” ګوند په کې واک لري. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

تانزانيا په شمال ختيځ کې يو غرنی او ګڼ ځنګليز هېواد دی، چې کيليمنجرو غر (Mount Kilimanjaro) هم په کې دی. د افريقا درې ستر جهيلونه د يوې برخې په توګه په دې هېواد کې دي. شمال ته يې د ويکتوريا جهيل پروت دی، چې د افريقا تر ټولو جهيل دی؛ ختيځ ته يې د “Tanganyika” جهيل دی، چې د لويې وچې تر ټولو ژور جهيل دی او د کب د بې سارې نوعو له امله پېژندل کېږي او سوېل ته يې د مالاوې جهيل (Lake Malawi) پروت دی. ختيځ ساحل تود او لوند اقليم لري، مګر “Zanzibar Archipelago” يوازې له غاړې يا ساحل څخه لرې پرته برخه ده. د مينای خليج د ساتنې سيمه (Menai Bay Conservation Area) په زانزيبار پورې اړه لري او له سمندر څخه تر ټولو پراخه خوندي سيمه ده. د کالامبو ځړوبی (Kalambo Falls) د زمبيا په پوله کې پر کالامبو سيند باندې پروت دی، چې په افريقا کې دويم تر ټولو لوړ پرله پسې يا نا پرېکړی ځړوبی دی. [۱۷]

عيسويت په هېواد کې تر ټولو ستر دين دی، مګر بنسټيز يا اصلي مسلمان او هم جنس پالونکي لږه کي هم په کې شته. له ۱۰۰ څخه زياتې ژبې په کې ويل کېږي، چې له امله يې دا هېواد په ختيځه افريقا کې د بېلابېلو ژبو ويونکی هېواد دی. دا هېواد تل پاتې رسمي ژبه نه لري، که څه هم ملي ژبه يې سواهيلي ده. ياده ژبه په پارلماني بحث، ټيټو محکمو او لومړنيو ښوونځيو کې د لارښوونې د وسيلې په توګه کارول کېږي. په باندنۍ سوداګرۍ، سياسي اړيکو، لوړو محکمو او دويمې او عالي زده کړو کې د چارښودنې د وسط په توګه انګليسي ژبه کارول کېږي، که څه هم د تانزانيا حکومت پلان لري چې د چارښودنې د لومړنۍ ژبې په توګه نوره انګليسي ونه کاروي او يوازې د يوې اختياري دورې په توګه يې د لاسرسي وړ کړي. د هېواد نږدې ۱۰ سلنه وګړي په سواهيلي ژبه باندې د لومړنۍ او تر ۹۰ سلنه پرې د دويمې ژبې په توګه خبرې کوي. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

ريښه (ایتمولوژي)

[سمول]

د تانزانيا نوم (Tanzania) د هېواد د جوړولو په موخه د يو ځای شويو دوه دولتونو (Tanganyika او Zanzibar) د نومونو پرې شوی جوړښت دی. ياد نوم د دواړو هېوادونو د نومونو لومړي درې توري (Tan او Zan) او د “ia” وروستاړی لري، چې يو ځای کېدنه يې د “Tanzania” بڼه غوره کوي. [۲۵]

د “Tanganika” نوم له سواهيلي ويي “tanga” او “nyika” څخه اخيستل شوی دی، چې لومړۍ برخه يې د بېړۍ چلولو او دويمه برخه د «نا استوګن شوې درې» يا «بيديا» معنا لري او په ګډه د «په دښته يا بيديا کې د بېړۍ چلول: Sail in the wilderness» نيمګړې غونډله جوړوي. ټانګانيکا ځيني وختونه په همدې نوم جهيل (Lake Tanganyika) ته د يو ماخذ په توګه درک کېږي. [۲۶]

د “Zanzibar” نوم له “Zenji” او عربي “barr” ويوکو څخه تر لاسه کېږي، چې لومړۍ برخه يې د سيمو ايزو خلکو نوم و (ويل کېږي چې د تور پوستي معنا لري) او دويمه برخه يې د ساحل يا د سيند غاړې معنا لري. [۲۷]

ایداري وېش

[سمول]

تاریخ

[سمول]

کلتور

[سمول]

جغرافیه

[سمول]

اقتصاد

[سمول]
  1.   ويکيډاټا کې (P402) ځانګړنې بدلې کړئ {{cite web}}: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link)
  2. https://tanzania.go.tz/home/pages/223
  3. http://data.worldbank.org/indicator/SL.UEM.TOTL.ZS
  4. Script error: The function "Lang" does not exist. — خپرېدونېټه: ۳ جولای ۲۰۱۶ — سمونګر: مخابراتو نړيواله ټولنه
  5. http://chartsbin.com/view/edr
  6. "Tanzania | Define Tanzania at Dictionary.com". Dictionary.reference.com. بياځلي په 19 February 2014.
  7. "Tanzania". Oxford Dictionaries Online. بياځلي په 28 October 2018.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  8. Tishkoff, S. A.; Reed, F. A.; Friedlaender, F. R.; Ehret, C.; Ranciaro, A.; Froment, A.; Hirbo, J. B.; Awomoyi, A. A.; Bodo, J. M.; Doumbo, O.; Ibrahim, M.; Juma, A. T.; Kotze, M. J.; Lema, G.; Moore, J. H.; Mortensen, H.; Nyambo, T. B.; Omar, S. A.; Powell, K.; Pretorius, G. S.; Smith, M. W.; Thera, M. A.; Wambebe, C.; Weber, J. L.; Williams, S. M. (2009). "The Genetic Structure and History of Africans and African Americans". Science. 324 (5930): 1035–44. Bibcode:2009Sci...324.1035T. doi:10.1126/science.1172257. PMC 2947357. PMID 19407144.
  9. Ehret, Christopher (2001). An African Classical Age: Eastern and Southern Africa in World History, 1000 B.C. to A.D. 400. University Press of Virginia. ISBN 978-0-8139-2057-3.
  10. "Tanzania". The World Factbook. Central Intelligence Agency. 29 September 2021.
  11. "United Republic of Tanzania | The Commonwealth". thecommonwealth.org. 15 August 2013.
  12. African Studies Center University of Pennsylvania "Tanzania – Ethnic Groups". East Africa Living Encyclopedia.  
  13. Mosha, Aloysius C. "The planning of the new capital of Tanzania: Dodoma, an unfulfilled dream" (PDF). University of Botswana. خوندي شوی له the original (PDF) on 12 July 2013. بياځلي په 13 March 2013.
  14. "Tanzania". The World Factbook. Central Intelligence Agency. 29 September 2021.
  15. "The Tanzania National Website: Country Profile". Tanzania.go.tz. خوندي شوی له the original on 25 November 2013. بياځلي په 1 May 2010.
  16. "Dar es Salaam Port". Tanzaniaports.com. خوندي شوی له the original on 22 February 2014. بياځلي په 19 February 2014.
  17. "Kalambo Falls". Encyclopædia Britannica.
  18. Religion in Tanzania, Pew Research Center
  19. Godfrey Mugoti (12 June 2009). Africa (a-z). Godfrey books. p. 152.
  20. "Tanzania Country Information – All about Tanzania". expogr.com. بياځلي په 26 April 2020.
  21. Ammon, Ulrich; Dittmar, Norbert; Mattheier, Klaus J. (2006). Sociolinguistics: An International Handbook of the Science of Language and Society. Walter de Gruyter. p. 1967. ISBN 978-3-11-018418-1.
  22. "Tanzania Profile". Tanzania.go.tz. Tanzanian Government. خوندي شوی له the original on 2 اگسټ 2017. بياځلي په 23 جولای 2017.
  23. "Tanzania Ditches English In Education Overhaul Plan". AFK Insider. 17 February 2015. خوندي شوی له the original on 24 February 2015. بياځلي په 23 February 2015.
  24. Ammon, Ulrich; Dittmar, Norbert; Mattheier, Klaus J. (2006). Sociolinguistics: An International Handbook of the Science of Language and Society. Walter de Gruyter. p. 1967. ISBN 978-3-11-018418-1.
  25. کينډۍ:OEtymD
  26. John Knouse: A Political World Gazetteer: Africa Archived 10 June 2011 at the Wayback Machine. website accessed 1 May 2007.
  27. کينډۍ:OEtymD