تانبه:روسيه/Intro

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

روسیه یا روس ياهم د روسې فدرال جمهوریت (په روسي: Российская Федерация ) د نړۍ تر ټولو لوي هېواد دی.دغه هېواد لویدیځي آسیا او اروپا کې پروت دی چې پلازمینه یې د مسکو ښار دی. له بلي لوري د لویدیځ آرام سمندر، شمالي کنګل سمندر،د توره سمندرګی ،بالتیک سمندر او تور سمندرګی ته څیرمه پروت دی.روسیه د ۱۴ اسیايي او اوروپايي هیوادونو سره ځمکنۍ پوله لرې ،د اوبو له پلوه د جاپان سمندر، ،توره سمندرګی، او د بالیتک سمندر سره سره پوله لري. روسیه د کاناډا ،چین او یا هم د امریکا متحده آیالاتو دوه برابره مساحت لري. د ۲۰۱۳م کال د احصايي له مخې روسیه ۱۴۳ میلیونه وگړي لري. د وگړو له پلوه په نړۍ کې د ډیرو وگړو هیوادونو په نوملړ کې ۹ ځای لری.