تانبه:روسيه/غوره ښار/۱

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Moscow International Business Centre, Marc 2008
د ماسکو ښار يو انځور چې د مسکو نړيوال سوداګريز سنټر څخه په مارچ 2008 کال اخيستل شوی

مسكو (ماسكو) د روسيې د فدراسيون پلازمېنه، د روسيې د مركزي فدرالي حوزې اداري او د ماسكو ولايت منځی دی. د وګړو د شمېر له پلوه د روسيې او اروپا تر ټولو لویې ښار دى. د ۲۰۰۹ز كال د جولاى د مياشتې د لومړۍ نېټې د شمارنو له مخې، په دغه ښار كې لس ميليونه پینځه لكه اووه ويشت زره وګړي ژوند كوي. ماسكو د نړۍ د لسو تر ټولو لويو ښارونو په کتار كې شامل دى. مسكو ښار د نړۍ له سیاحتي ښارونو ګڼل کيږي.