تاماس وينټورت هيګنسن
تاماس وينټورت هيګنسن | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)
ديموکراتيک ګوند (۱۸۸۸–) |
رکن | د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي ، امریکا د هنرونو او ادبیاتو اکاډمي |
عملي ژوند | |
تعلیم | هروارد پوهنتون |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | |
پوځي خدمت | |
لاسليک | |
سمول |
تماس وینټورت هیګینسن (دسمبر ۲۲، ۱۸۲۳ - می ۹، ۱۹۱۱ز کال) د امریکا د متحدو ایالتونو يو مذهبي مشر، لیکوال، د مرییتوب د له منځه وړلو غوښتونکی او سرتیری و. هغه د ۱۸۴۰ او ۱۸۵۰ز لسیزو پر مهال د امریکا د مرییتوب د نابودۍ په غورځنګ کې فعال و، خپل ځان یې د بې اتفاقۍ او د اورپکو له منځه وړونکي په توګه معرفي کاوه. هغه د «سیکریټ سکس» غړی و چې د «جان براون» ملاتړ یې کاوه. د کورنۍ جګړې په اوږدو کې، هغه له ۱۸۶ ز کال څخه تر ۱۸۶۲ز کال پورې د لومړۍ سویلي کارولینا رضاکارانو، د لومړي فدرالي مجاز تور کنډک د ډګروال په توګه دنده ترسره کړې. له جګړې وروسته «هیګنسن» د خپل پاتې ژوند ډېره برخه د آزادو خلکو، ښځو او نورو محرومو خلکو د حقوقو لپاره مبارزې ته وقف کړه. [۱]
د ژوند لومړي کلونه او زده کړه
[سمول]هیګنسن د ۱۸۲۳ ز کال د ديسمبر په ۲۲ مه نېټه د میساچوسیټس په کیمبرج ښار کې زیږیدلی و. هغه د فرانسیس هیګینسن زوی و، د پیوریتان مذهبي مشر او د میساچوسټس خلیج کډوال و. د هغه پلار «سټیفن هیګنسن» (په سالم، میساچوسټس کې د نومبر په ۲۰، ۱۷۷۰ز کې زیږیدلی؛ په کیمبرج، میساچوسیټس کې، د فبروري په ۲۰، ۱۸۳۴ ز کال کې مړ شوی) د ۱۸۱۸ز څخه تر ۱۸۳۴ز کال پورې، په بوستون کې یو سوداګر او مخور او د هارورډ پوهنتون سرپرست و. د هغه نیکه، چې د سټیفن هیګنسن په نوم هم نومول شوی، د کانټینینټل کانګريس غړی و. هغه د «هینري لی هیګنسن» لرې تربور و، څوک چې د «بوسټن سمفوني آرکسټرا» بنسټ ایښودونکی و، د هغه د نیکه کړوسی و. د هغه درېیم غور نیکه د« نیو هیمپشایر» نايب والي «جان وینټورت» و.[۲][۳][۴]
زده کړې او د مرییتوب د ختمولو چارې
[سمول]هیګنسن په دیارلس کلنۍ کې په هارورډ کالج کې داخل شو او په شپاړس کلنۍ کې «فای-بیټا-کاپا» ته وټاکل شو. هغه په ۱۸۴۱ز کالکې کې فارغ شو او دوه کاله د ښوونځي سر ښوونکی و. په ۱۸۴۲ز کې هغه د «ميری الیزابیت چانینګ» سره واده وکړ. [۴][۵]
هغه بیا د هارورډ ډیوینټ ښوونځي کې الهیات ولوستل. د الهي روزنې د لومړي کال په پای کې، هغه د ښوونځي څخه ووت، ترڅو خپل پام د مرییتوب د لغوه کولو خوا ته واړوي. هغه راتلونکی کال په زده کړه کې تېر کړ او د موحدينو د مذهبي مشر «تیوډور پارکر» په مشرۍ یې د مکسیکو سره د متوقع جګړې پروړاندې مبارزه وکړه. په دې باور و چې جګړه یواځې د مریيتوب او مريانو د ځواک پراخولو لپاره یوه پلمه وه، هیګنسن د جګړې ضد شعرونه وليکل او د جګړې ضد غوښتنو لپاره د لاسلیکونو د ترلاسه کولو په موخه کور په کور وګرځېد. په ۱۸۴۰ز لسیزه کې د مریيتوب ضد غورځنګ د وېشلو سره، هیګنسن د «ډیسونین» د مرييتوب لغوه کوونکو سره يو ځای شو، کوم چې په دې باور و چې تر هغه چې مريانو لرونکي دولتونه د اتحادیې یوه برخه وي، د مریيتوب لپاره د اساسي قانون ملاتړ هیڅکله نه شي تعدیل کېدای.
واده او کورنۍ
[سمول]هیګنسن په ۱۸۴۷ز کې د الهی ښوونځي څخه له فارغېدو وروسته له «ميری چانینګ» سره واده وکړ. ميری د ډاکټر «والټر چانینګ» لور وه، د نسایی او نسایی علومو په برخه کې مخکښه وه چې په هارورډ پوهنتون کې یې تدریس کاوه، نوموړې د توحيد پلوي مذهبي مشر، «ویلیم ایلری چانینګ» وریره، او د «هنری ډیویډ تورو» د ملګری «ایلری چانینګ» خور وه. هیګنسن او ميري چانینګ هیڅ اولاد نه درلود، خو «مارګریټ فلر چانینګ» یې رالویه کړه چې د «ایلن فلر» او «ایلری چینینګ» مشره لور وه. «ایلن» د ماوراء الطبيعة د فلسفې د ماهرې او ښځینه لیکوالې «مارګریټ فلر» خور وه. ميری چانینګ په ۱۸۷۷ز کې مړه شوه. دوه کاله وروسته هیګنسن له «ميری پوټر تاچر» سره واده وکړ، له هغې څخه هغه دوه لوڼې درلودې، چې یوه یې تر ځوانۍ ژوندۍ پاتې شوه. [۶][۷]
هیګنسن د «هیریټ هیګنسن» سره هم تړاو درلود، د چا وډډیل، ایلینوس، کور چې په ۱۹۳۴ز کې د نامتو معمار «برټرینډ ګولډبرګ» لومړی ماموريت و.
مسلک
[سمول]مذهبي مشرتوب
[سمول]د الهی ښوونځي له پریښودو یو کال وروسته، د مرییتوب ختمولو لپاره مخ په زیاتیدونکې لیوالتیا د دې لامل شوه چې هیګنسن الهي زده کړې بیا پیل کړي. هغه په ۱۸۴۷ز کال کې فارغ شو او د نیوبیریپورټ په لومړۍ مذهبي ټولنه، میساچوسټس د یونیټیریانو کلیسا کې د پادري په توګه وبلل شو، کومه چې د لیبرال عیسویت لپاره پیژندل کیده. هغه د «ایسیکس» سيمې د مریيتوب ضد ټولنې ملاتړ وکړاو د«نیوبیریپورټ» د پنبې په فابریکه کې له کارګرانو سره په ناوړه چلند يې نیوکه وکړه. سربیره پردې، ځوان پادري «تیوډور پارکر» او تښتیدلي مريي «ویلیم ویلز» براون ته بلنه ورکړه چې په کلیسا کې وینا وکړي او په ويناوو کې یې د مریيتوب په وړاندې د شمالي بې رحمۍ غندنه وکړه. د «نیوبیریپورټ لیسیم» د پلاوي د غړي په توګه د خپلې دندې او د پلاوي د اکثریت د هیلو خلاف، هیګنسن «رالف والډو ایمرسن» د خبرو لپاره راوست. هیګنسن د دې مجلس لپاره بنسټپاله ثابت شو او په ۱۸۹۸ز کال کې استعفا ته اړ شو. [۸][۹][۱۰][۱۱]
سیاست او د وسله والو له منځه وړل
[سمول]۱۸۵۹ز کال جوړجاړي د بې دندې پادري لپاره نوې ننګونې او نوې هیلې راوړې. هغه په ۱۸۵۰ز کال کې د میساچوسټس درېیم کانګرس ولسوالۍ کې د آزادې خاورې ګوند نوماند په توګه ودرېد، مګر و یې بایلوده. هیګنسن په خلکو غږ وکړ چې د خدای قانون وساتي او د تښتیدلي غلام قانون ونه مني. هغه د بوسټن د څارنې کمیټې سره یوځای شو، هغه سازمان چې موخه یې د تعقیب او نیولو څخه د تښتیدليو مريانو ساتنه وه. نوموړی د ازاد تورپوستي «فريډريک جينکينز» له نيولو او محاکمې اغېزمن او له دې ډلې سره يو ځای شو. د مرییتوب ختمولو غوښتونکو د هغه سره کاناډا ته په تیښته کې مرسته وکړه. هغه د «وینډیل فیلیپس» او «تیوډور پارکر» سره د جورجیا د مريي «توماس سمس» د خوشې کولو په هڅه کې برخه اخیستې وه، څوک چې بوستون ته تښتیدلی و. په ۱۸۵۴ز کال کې کې، کله چې تښتیدلی «انتوني برنز» د فراري غلام قانون له مخې د ورسپارلو له ګواښ سره مخ و، هیګنسن د هغې کوچنۍ ډلې مشري وکړه چې په بوسټن کې يې په فدرالي محکمه د خنډونو د ماتوونکو، تبرونو، ساتولونو او توفنګچو په مټ برید وکړ. دوی ونه توانیدل بیرته سویل ته د «برنز» د وړلو مخه ونیسي. هیګینسن په زنه باندې د کرچ ګوزار وخوړ او د ژوند تر پايه يې دا زخم په وياړ سره پر بدن وساته.
په ۱۸۵۲ز کال کې، هیګنسن په «ورسیسټر» کې د وړیا کلیسا پادري شو. د هغه د کار پر مهال، هیګنسن نه یواځې د مرییتوب د لغوه کولو ملاتړ وکړ، بلکې د اعتدال، د کار حقوقو او د ښځو د حقوقو ملاتړی هم و.
د خپلې مېرمنې د روغتیا لپاره اروپا ته د سفر څخه بیرته له راستنیدو څخه وروسته چې مېرمنې يې نامعلومه ناروغي درلوده، هیګنسن د نوي انګلینډ کډوالۍ مرستې شرکت په استازیتوب د نارینه وو یوه ډله جوړه کړه، څو د سوله ییزولارو څخه کار واخلي، ځکه چې د کانساس - نیبراسکا قانون ۱۸۵۴ز له تصويب وروسته تاوتریخوالی زیات شو. دې قانون دا سیمه د کنساس او نیبراسکا په ځمکو ویشلې، تر څو يې اوسیدونکي په جلا توګه رایه ورکړي چې ایا د هرې واکمنۍ په پولو کې مريتوب ته اجازه ورکوي که نه. د مرییتوب ختمونکو او پلويانو دواړو دې سیمو ته کډوالي پيل کړه. د هغه له راستنیدو وروسته، هیګینسن په نوي انګلینډ کې د وینا کولو، مرستو راټولولو، او د میساچوسیټس کانساس مرستې کمیټې په منظمولو کې د مرستې له لارې د فعالیت زياتولو لپاره کار وکړ. هغه د کنساس د ملي مرستې کمیټې د استازي په توګه د کنساس سیمې ته راستون شو، کومې چې د تلن لارې د بیارغولو او مېشت ځایونو ته د توکو وېشلو لپاره کار کاوه. هیګنسن په دې باور و چې د مرییتوب له منځه وړل، د سوله ایزو لارو چارو په مټ نه شي تر لاسه کېدای.[۱۲][۱۳]
سرچينې
[سمول]- ↑ "Firebrand of Liberty, the Two Black Regiments that Changed the Course of the Civil War", by Stephen Ash
- ↑ Mary Thacher Higginson, Thomas Wentworth Higginson - The Story of His Life (Boston & New York, Houghton Mifflin Company, 1914) pp.2-3
- ↑ کينډۍ:Cite Appletons'
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Chisholm 1911.
- ↑ Wilson, Susan. Literary Trail of Greater Boston. Boston: Houghton Mifflin Company, 2000: 119. ISBN 0-618-05013-2
- ↑ the family tree of Thomas Wentworth Higginson
- ↑ Frederick T. McGill, Jr., Channing of Concord: A Life of William Ellery Channing II, Rutgers University Press, 1967.
- ↑ Broaddus, Dorothy C. Genteel Rhetoric: Writing High Culture in Nineteenth-Century Boston. Columbia, South Carolina: University of South Carolina, 1999: 70. ISBN 1-57003-244-0.
- ↑ Owen, Barbara. "History of the First Religious Society" Archived December 29, 2008, at the Wayback Machine., First Religious Society (Unitarian Universalist), Newburyport, MA. Accessed on 2010-08-14.
- ↑ Beck, Janet Kemper. Creating the John Brown Legend: Emerson, Thoreau, Douglass, Child and Higginson in Defense of the Raid on Harpers Ferry. McFarland, 7 Apr 2009 p85-87
- ↑ Broaddus, Dorothy C. Genteel Rhetoric: Writing High Culture in Nineteenth-Century Boston. Columbia, South Carolina: University of South Carolina, 1999: 70–71. ISBN 1-57003-244-0.
- ↑ Higginson, Thomas Wentworth "A Ride through Kanzas". Letters to the New York Times, 1856 (via archive.org)
- ↑ Sanborn, F.B. "Thomas Wentworth Higginson (Tributes)" The Massachusetts Magazine, Vol IV (1911), No 3, pg 142 (via archive.org)