Jump to content

تاماس مانتسر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
توماس مونتسر
Thomas Müntzer (جرمني ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۴۸۹ (Gregorian)[۳][۴][۵] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۲۷ مې ۱۵۲۵[۶] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
مړينې ځای
مړينې لامل
زدکړنځی
ژبې
دنده
  لړۍ...
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
دین
اړين مالومات
جګړه
جوړښت
د معماري سټایل
نور مالومات
وېب‌پاڼه

تاماس مانتسر (شا او خوا 1489 – 27 مۍ 1525) یو المانی واعظ (مبلغ) او د اصلاحاتود لومړيو کلونو دينپوه و، چې د مارټين لوتر او رومي کاتولیکي کليسا دواړو سره د هغه مخالفت، په مرکزي المان کې د وروستۍ فيوډالي واکمنۍ  (ملوک الطوائفي) څخه د څرګندې سرغړونې لامل وګرځېدل. مانتسر د هغو سمونپالانو په سر کې ځای درلود چا چې له فيوډالي واکمنۍ سره د لوتر د جوړجاړي (تنازل) پر موضوع نيوکه وکړه. نوموړی په 1525ز کال کې د الماني کروندګرو او ولسي بغاوت رهبر و، چې عموماً د المان د کروندګرو د جګړې په نوم پېژندل کېږي.

په 1514ز کال کې، مانتسر په «براونشويګ» کې پادري شو، هلته نوموړي د کاتولیکې کليسا د ښوونو او کړنو په اړه پوښتنې پيل کړې. له دې وروسته هغه مارټين لوتر وپېژند او د هغه پيرو شو، چې چا نوموړی په «زويکاو» کې یوې دندې ته وړانديز کړ. د هغه باورونه په تېزۍ سره روحاني او اخر الزمانې (هغه عقيده او باور چې نړۍ پای ته رسېږي) شول؛ په 1523ز کال کې «السټيډ» ته په رسېدو سره، نوموړی له لوتر سره په بشپړ ډول اړيکې پرې کړې وې. په 1525ز کال کې د کروندګرو د بغاوتونو په منځ کې، مانتسر په «مالهاوزن» کې وسله واله مليشه تنظیم کړه. نوموړی د «فرانکن هاوزن» له جګړې وروسته ونيول شو،شکنجه شو او بالاخره اعدام شو.

د الماني اصلاحاتو يو شمېر نورو څېرو د مانتسر په څېر شخړې راپورته کړې، چې تر نن ورځې روانې دی. نوموړی چې د يو پېچلي او غېر معمولي شخصيت لرونکی و، اوس د الماني اصلاحاتو د لومړيو کلونو او اروپايي انقلابي تاریخ کې د يو مهم شخص په توګه بلل کېږي. نږدې ټول عصري علوم د دينپوهنې په پايله کې د هغه پر انقلابي اقداماتو د پوهېدو پر اړتيا ټينګار کوي: مانتسر باور درلود چې نړۍ ژر پای ته په رسېدو ده، او دا د رېښتونو مؤمنانو کار دی چې د تاريخ د يو نوي پړاو په پيل کې د خدای مرسته وکړي. [۱۰][۱۱][۱۲]

د ژوند لومړي کلونه او زده کړه

[سمول]

تاماس مانتسر د 1489ز کال په وروستيو (یا ښايي د 1490 په لومړيو کې)، د منځني المان د «هارز» غرونو په يو کوچني ښارګوټي «سټولبرګ» کې زېږېدلی و. دا افسانه ناسمه ده چې ګوندې د هغه پلار فيوډالي واکمنو اعدام کړی و. د دې اټکل د مخالفت لپاره هر دليل شته چې مانتسر په پرتليز ډول هوسا مخينه او پالنه درلوده، لکه چې د هغه له اوږدې زده کړې معلومېږي. د هغه مور او پلار دواړه په 1520ز کال کې ژوندي وو، مور يې د همدې وخت پا شا او خوا کې مړه شوې ده.[۱۳][۱۴]

له 1490ز کال ژر وروسته، دا کورنۍ ګاونډي او يو څه ستر ښارګوټي «کويډلينبرګ» ته وکوچېده، او نوموړي د «Thomas Munczer de Quedlinburgk» په نوم په 1506ز کال کې د «لايپزيک» په پوهنتون کې داخله واخيسته. ښايي نوموړي په دې ځای کې فنون او الاهيات لوستي وي: د دې اړوند تاریخچې ورکې دي، او کره نه ده چې ايا مانتسر په رښتيا هم له «لايپزنګ» څخه فارغ شوی و که نه. نوموړی وروسته د 1512ز کال په وروستيو کې د « Frankfurt an der Oder» د «وياډريانا» پوهنتون کې داخله وکړه. نه ده معلومه چې هغه تر 1514ز کال پورې کوم سند تر لاسه کړی و، کله چې هغه په کلیسا کې يوه دنده وموندله: تقريباً باوري ده چې په دينپوهنه او/يا فنونو کې يې د لسانس سند تر لاسه کړی دی؛ او ښايي چې په فنونو کې يې ماستری تر لاسه کړې وي، خو کره نه ده. يوځل بيا، په دې اړه د پوهنتون سوانح نه دي موجود. د خپل ژوند په دې ناروښانه پړاو کې، ښايي چې په فرانکفورټ کې د خپل تعلیم څخه مخکې، نوموړی د «هالي» او «سچرسلبين» په ښوونځيو کې د مرستيال ښوونکي په توګه ګومارل شوی وي، چې د هغه د وروستي د اعتراف سره سم، په دې وخت کې، نوموړي تورن دی چې به «ماګډبرګ» کې يې د پادریانو د مشر پر ضد يوه ټولنه جوړه کړې وه – خو دا په بشپړه نامعلومه ده چې دا ټولنه په کومه موخه جوړه شوې وه.[۱۵][۱۶]

د دندې لومړي کلونه او د وټنبرګ اړيکې

[سمول]

د 1514ز کال د مۍ په مياشت کې، نوموړي د «براونشوايګ» (برنزويک) په ښارګوټي کې د يو پادري په توګه دنده تر لاسه کړه، چېرته چې هغه د راتلونکو څو کلونو لپاره په پرله پسې ډول په کار بوخت و. په همدې ځای کې نوموړي د کاتوليکې کليسا د کړنو په اړه پوښتنې او اعتراضونه پيل کړل، د بېلګې په ډول، د بښنې د ليکونو پر پلور. د دې مهال په لیکونو کې، نوموړی د خپلو ملګرو له خوا د "پر ګناهونو اعتراض کونکي" په توګه مخاطب شوی دی. د 1515 او 1516ز کلونو تر منځ، نوموړي له «اشرسليبن» سره نږدې د «فرز» په سيمه کې د ښځينه راهبانو په يو ښوونځي کې د سرښونکي په توګه دنده پیدا کړه.[۱۷]

د 1517ز کال د مني په موسم کې، نوموړی په «وټنبرګ» کې و، له مارټين لوتر سره وليدل، او د لوتر د پنځه نوي (95) مقالو له خپرېدو مخکې په سختو بحثونو کې ښکېل شول. نوموړی په دې ځای کې د پوهنتون درسونو کې شريک شو، او د لوتر تر څنګ د نورو بشرپالو له نظرياتو څخه خبر شو، چې په هغوی کې «اينډرياس بوډنسټاين وان کارلسټډټ» هم شامل وو، څوک چې وروسته د لوتر يو سخت دريځی مخالف وګرځېد. مانتسر د زيات وخت لپاره په «وټنبرګ» کې پاتې نه شو، او د «تورنګيا» او «فرانکونيا» په ډېرو نورو سيمو کې هم وليدل شو. نوموړي د 1519ز کال تر لومړيو پورې د «براونشويګ» کې د دندې معاش ورکول کېدو، کله چې هغه د «وټنبرګ» په شمال ختيځ کې د «يوتربرګ» ښارګوټي ته راغی، چېرته چې له هغه غوښتل شوي و، څو د واعظ «فرانتس ګونتر» ځای ونيسي. «ګونتر» له مخکې څخه د اصلاح شوي انجيل تبليغ کاوه، خو سيمه ييزو «فرانسسکانو» پر هغه بريدونه پيل کړل؛ کله چې هغه د غېر حاضرۍ د رخصتۍ غوښتنه وکړه، له دې ځايه ووت، او پر ځای يې مانتسر داخل کړای شو. مانتسر هغه مهال غوره کړای شو، کله چې ګونتر دا ځای خوشې کړ. له دې مخکې، د سيمه يیزې کليسا خلکو د مانتسر د بدعتي مضامينو په اړه په سختۍ سره شکايتونه کول، کومو چې د کليسا تعليم او د کليسا ادارې دواړه ننګول. تر دې وخته، مانتسر يوازې د لوتر په ښوونو عمل نه کاوه؛ هغه له مخکې څخه د «هنري سوسو» او «يوهانس ټاولر» د عرفاني اثارو په مطالعه هم پيل کړی و، او هغه د خوبونو او الهام په مټ د روښانتيا د شونتيا په اړه په جديت سره فکر کاوه، د مسيحي کليسا د تاریخ لومړي کلونه يې په ښه ډول پلټلي و، او د «کارلشټډټ» په څېر د نورو سخت دريځو سمونپالو سره يې ليکونه تبادله کول.

د 1519ز کال د جون په مياشت کې، مانتسر په «لايپزګ» کې د «وټنبرګ» د سمونپالانو (هر يو لوتر، کارلشټډټ، او فيليپ نيلنګټن) او د کاتوليکې کليسا د مسئولينو (چې يوهان آيک يې استازولي کوله) تر منځ يوې مناظرې ته حاضر شو. دا د لومړيو اصلاحاتو د اوج يوه نقطه وه. مانتسر د لوتر له پاملرنې پاتې نه شو، چا چې نوموړی د «زويکاو» په ښارګوټي کې يوې لنډمهالې دندې ته وړانديز کړ. په هر حال، د دې کال په پای کې، نوموړي لا هم د «وايسنفيلز» سره نږدې د «بيوډټز» د ښځينه راهبانو په يو ميشت ځای کې خپله دنده درلوده. نوموړي د ژمي ټول موسم د صوفيانو، بشرپالو او کليسا د تاريخ پوهانو د اثارو په مطالعه کې تېر کړ.[۱۸]

سرچينې

[سمول]
  1. Bibliothèque nationale de France ID: 119163459.
  2. دوتنې ټوليزه پېژندنه: 118585533.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ذکر کېدنه: BnF authorities. Bibliothèque nationale de France ID: 119163459. Retrieved: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
  4. ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. دوتنې ټوليزه پېژندنه: 118585533. Retrieved: ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۵. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  5. ذکر کېدنه: Early Modern Letters Online. Early Modern Letters Online person ID: 29da3400-9b01-4fcc-9681-2b6d2b491079. Subject named as: Thomas Müntzer. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ذکر کېدنه: Encyclopædia Britannica Online. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: biography/Thomas-Muntzer. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ سرچينې تړی: https://www.planet-franken-online.de/muentzer/muentzer.html. Retrieved: ۵ مې ۲۰۲۲.
  8. Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه). نه اخيستل شوی 10 October 2015.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  9. CONOR.SI ID: 64604515. ذکر کېدنه: CONOR.SI.
  10. Scribner 1986، م. 47.
  11. Vogler 2003، م. 27.
  12. Scott 1989، م. xvii.
  13. Engels 1969، م. 53.
  14. Scott 1989، م. 2.
  15. Müntzer 1988، م. 437.
  16. Scott 1989، م. 3ff.
  17. Müntzer 1988، م. 6.
  18. Scott 1989، م. 13.