بېریف بې-۲۰۰

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
بريف بې-۲۰۰
Бериев Бе-200
هېواد روسیه
د الوتکې ډول مځکني-سمندري وړونکي او اور وژونکي الوتکه
د الوتکې تولیدونکی ایرکوټ
لمړی الوتنه ۱۹۹۸
د الوتکې استعمالونکی روسيه ۸ الوتکې
آذربایجان ۱ الوتکه

بېریف بې-۲۰۰ (په روسي: Beriev Be-200) د جت څو مقصدي مځکني- سمندري وړونکي الوتکه ده چی په روسیې کی د ایرکوټ د طرحی شرکت لخوا جوړه شوه. دغه الوتکه د اور وژلو مسافرو وړلو او سمندري څارولو لپاره کارېږي. بېريف بې-۲۰۰ ۷۲ مسافران یا د ۱۲ تنو بار انتقالای شی. بريف بې-۲۰۰ الوتکه په ۹۰ کلو کی طرح شوه. لمړني الوتنه یی په ۱۹۹۸ کال کی تر سره شوه. دغه الوتکه لمړني ځل په ۲۰۱۰ کال کی په یونان او اسرائيل د ځنگلی اور د وژلو لپاره کارېده. تر ۲۰۱۲ کال پورې ۹ الوتکې جوړې شوې.