بی پولی ډاکتران

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
بی پولی ډاکتران
Médecins Sans Frontières
هېواد سويس
پیدایښت ۲۰.۱۲. ۱۹۷۱
د کارکونکو شمیر ۳۴،۱۴۶ تنه
د موسسې ډول غیر حکومتي موسسه
ويب www.msf.org

بی پولی ډاکتران (په فرانسوي: Médecins Sans Frontières) یوه بین المللی، مستقله، طبی بشردوسته اداره ده چی تر ۷۰ زیاتو ملکونو کی و جنگ ځپلو خلکو، سیمه ایزو ناروغانو، د بشری او طبیعی ناورینونو ښکار، دمسلحو کشالو ښکار خلکو ته عاجلی مرستی رسوی.

تارِخ[سمول]

بی پولی ډاکتران غورځنگ په ۱۹۷۱ کال کې په سويس کې د نايجېريا د جگړې په عکس العمل کې د فرانسوي خبریالانو لخوا جوړه شوه. د دي غورځنگ مرکز د جنیوا په ښار کې پروت دي. بی پولی ډاکتران غورځنگ یو بين المللي تنظیم دي چې د ۲۴ ټولنو، ۲۸ ادارو او ۵ عملی مرکزونو څخه جوړ شوي دي. نوموړي تنظیم عملیاتی مرکزونه او طبی پروژې هم رهبري کوي. مهم عملیاتي مرکزونه یی په پاريس، جینوا، بروکسېل، امسټرډام او بارسېلون کې دي. نوموړي تنظیم په نړی کې ۲۶۰۰ همکاری لکه ډاکتران، نرسان او درمل جوړونکی، قابلې او ارواه پوهان (سايكالوجستان) او ۲۵۰۰ کارکونکی لري. بی پولی ډاکتران یوازې د ځانو سرچينو څخه پیسې ترلاسه کوي.بی پولی ډاکتران موسسه په ۱۹۹۹ کال کې د نوبل جايزه هم اخيستې ده.