بینجامین هاریسون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
بینجامین هاریسون
(انګلیسي: Benjamin Harrison د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بینجامین هاریسون
بینجامین هاریسون

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۰ اگسټ ۱۸۳۳[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
مړینه 13 مارچ 1901 (68 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل سینه بغل  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د اولادو شمېر 3   د (P1971) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
دنده سياستوال
پوځي افسر
ليکوال[۱۰][۱۱]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
مقام جنرال  د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې د امریکا کورنۍ جګړه  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
بینجامین هاریسون
بینجامین هاریسون

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

بینجامین هاریسون (۱۸۳۳ ز اګست ۲۰مه – ۱۹۰۱ ز کال ، د مارچ ۱۳مه) یو امریکایي قانون پوه او سیاستوال و، چې له ۱۸۸۹ز کال نه تر ۱۸۹۳ز کال پورې یې د امریکا د ۲۳م ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې. هغه د نهم ولسمشر ویلیم هنري هریسون لمسی، د  څلورم بینجامین هریسون کړوسی او د امریکا د بنسټ ایښودونکی حیثیت یې درلود، چې د متحده ایالاتو د خپلواکۍ اعلامیه یې لاسلیک کړه.

هریسون د اوهایو سیند په غاړه په یوه کرونده کې زېږېدلی او د اوهایو په اکسفورډ سیمه کې د میامي پوهنتون نه فارغ شوی. هریسون انډیاناپولیس ته له تګ وروسته ځان د یوه نامتو محلي څارنوال، د پروتست کلیسا مشر او د انډیانا سیاستوال په توګه ثابت کړ. د امریکا د کورنۍ جګړې په لړ کې، هغه په پوځ کې د ډګروال په توګه دنده ترسره کوله. نوموړی په ۱۸۸۷ز کال کې د انډیانا د والي ټاکل کېدو سیالۍ کې ناکام شو، چې وروسته د انډیانا د عمومي اسامبلې له خوا د متحده ایالاتو په سنا کې د شپږ کلنې مودې لپاره وټاکل شو، چې له ۱۸۸۱ز کال نه تر ۱۸۸۷ز کال پورې یې دا دنده ترسره کړه. هریسون د جمهوري غوښتونکو له ګوند نه د ۱۸۸۸ز کال ولسمشریزو ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند واکمن ګروور کلیولینډ ته ماتې ورکړه. د هریسون د حکومت له ځانګړتیاوو نه بې ساری اقتصادي قوانین، لکه: د مک کینلي تعرفې، چې په تاریخي محافظتي سوداګریو باندې مالیات وضع کول او د شرمین د انحصار ضد قانون وو. هریسون د ۱۸۹۱ز کال د ځمکې بیا ارزونې قانون کې د تعدیل له لارې د ملي ځنګلونو زېرمو رامنځته کول هم اسانه کړل.

سربېره پردې، هریسون د متحده ایالاتو سمندري ځواک خورا پیاوړی او عصري کړ او فعاله بهرنۍ تګلاره یې پلي کړه، خو د هغه وړاندیزونه د فدرالي زده کړو د بودیجې تمویلولو لپاره او د افریقایې امریکایانو لپاره د رایې(ووټ) اچونې اړوند رد شول. په لویه کې له تعرفو نه د اضافي عایداتو له امله، د لومړي ځل لپاره فدرالي لګښتونه یو میلیارد ډالرو ته ورسېدل، چې دغه مسئله د ۱۸۹۰ز کال په منځمهاله ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو د ماتې لامل هم شوه.

هریسون په ۱۸۹۲ز کال کې د لوړو تعرفو او لوړو فدرالي لګښتونو د زیاتېدونکي غیر مقبولیت له امله، د کلیولینډ پر وړاندې ماتی وخوړه. وروسته له ماتی هغه ​​​​انډیاناپولیس ته ولاړ، شخصي ژوند یې پیل کړ او بېرته وکالت ته راستون شو. هغه په ۱۹۰۱ز کال کې په انډیاناپولیس کې په خپل کور کې د انفلونزاي  اختلاطاتو له امله مړ شو. ډېرو د افریقایي امریکایانو د رایې اچونې حقونو ته د هیریسون د ژمنتیا ستاینه کړې، خو محققین او تاریخپوهان په عمومي ډول د هغه حکومت د فساد او د مک کینلي  تعرفو د لاسلیک کولو له امله له منځنينه په ټیټه کچه کې شمېري.

د بینجامین هریسون ولسمشرۍ دوره (۱۸۸۹ز کال -۱۸۹۳ز کال)[سمول]

لوړه[سمول]

هریسون د دوشنبې په ورځ د ۱۸۸۹ز کال د مارچ په ۴مه د قاضي القضات میلویل فلر له خوا لوړه وکړه. د هغه وینا لنډه او د خپل نیکه ویلیم هنري هریسون په پرتله نیمایې وه، کوم چې د متحده ایالاتو د ولسمشرانو له منځه ترټولو اوږده پرانیستې وینا کړې وه. په خپله وینا کې، بینجامین هریسون د هېواد پرمختګ د زده کړو او مذهب پوروړی وباله او د محافظتي تعرفو ژمنه یې هم وکړه. [۱۲][۱۳]

هریسون په بهرنیو چارو کې د مونرو نظریه د بهرنۍ تګلارې د اصلي بنسټ په توګه تایید او د سوداګریز سمندري ځواک د عصري کولو غوښتنه یې هم  وکړه. هغه د بهرنیو دولتونو چارو کې د نه لاسوهنې له لارې د نړیوالې سولې لپاره خپله ژمنه څرګنده کړه.[۱۴][۱۵]

ټیکنالوژي او سمندري ځواک عصري کول[سمول]

د هریسون د واکمنۍ پر مهال، متحده ایالاتو د ساینس او ​​​​ټیکنالوژۍ په برخه کې خورا پرمختګ وکړ. هریسون د لومړي ځل لپاره د اډیسون برېښنا شرکت له خوا په سپینه ماڼۍ کې برېښنا نصب کړه، خو هریسون او د هغه مېرمن به  د برېښنا د نیولو له وېرې د څراغونو سویچونو ته لاس نه وروړ او ډېری وختونه به د څراغونو په رڼا کې ویده کېدل. هریسون د خپلې  واکمنې پر مهال د هېواد  د سمندري ځواک د لا پیاوړتیا په موخه له ټکنالوژي نه لویه ګټه پورته کړه. کله چې هغه ولسمشر شو په سمندر کې یوازې دوه جنګي بېړۍ وې. هغه په ​​خپله پرانیستونکې وینا کې وویل:« د کافي شمېر جنګي بېړیو او د هغوی د اړتیا  وړ وسلو جوړول باید په چټکۍ سره پرمختګ وکړي ». د هریسون د سمندري ځواکونو وزیر بینجامین ایف ټریسي د بېړیو د ګړندی جوړولو مشري کوله او د یوه کال په اوږدو کې یې د انډیانا، ټیکساس، اوریګون او کولمبیا د جنګي بېړیو د جوړولو لپاره د کانګرس تصویب ترلاسه کړ. د کارنیګي شرکت په مرسته، څه کم لس پولادي عصري جنګي بېړۍ جوړې شوې، چې په دې ډول متحده ایالات په یو لوی سمندري ځواک بدل شول. له دې بېړیو نه اووه یې د هیریسون د مودې په لړ کې پیل شوي وې.[۱۶][۱۷][۱۸]

بهرنۍ تګلاره[سمول]

لاتینې امریکا او ساموا[سمول]

هریسون او د بهرنیو چارو وزیر بلیین تر منځ ډېره دوستانه اړیکه نه وه، خو په بهرنۍ تګلاره او له نورو هېوادونو سره سوداګریز متقابل عمل کې همغږي وو. د امریکايي هېوادونو لومړی نړیوال کنفرانس په ۱۸۸۹ز کال کې په واشنګټن کې تر سره شو. هریسون یاد کنفرانس ته  دوه اړخیزه پلاوي، چې مشري یې جان بی هینډرسن او انډریو کارنیګي کوله معرفي کړل. کنفرانس د شکمنې فضا له امله چې د ارجنټاین پلاوي له خوا رامنځته شوي وه، د ډیپلوماټیک پرمختګ په ترلاسه کولو کې پاتې راغی، خو د معلوماتو د مرکز(information center) په جوړولو کې، چې د پان امریکن ټولنې په نوم یادېږي بریالی شو. د یادې ډیپلوماتیکې ماتې په ځواب کې، هریسون او بلیین په ډیپلوماټیک ډول حرکت وکړ او له لاتینې امریکایي هېوادونو سره یې د متقابل عمل په ترڅ کې صلیبي جګړه پیل کړه، له بل لوري هریسون، فریډریک ډګلاس، هایټي ته د سفیر په توګه واستاوه، خو هلته د سمندري اډې  جوړولو په هڅو کې پاتې راغی.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

په ۱۸۸۹ز کال کې متحده ایالات، بریټانیا او د المان سترواکي د سامون ټاپوګانو د کنټرول په اړه په شخړه کې ښکېل شول. تاریخپوه جورج ایچ ریډن په ډاګه کړه، چې هریسون د ساموا کنفرانس د خبرو اترو په هر اړخ کې د ټینګ درېځ په درلودلو سره د ارام سمندر د پوستې د حالت په ټاکلو کې کلیدي رول لوبولی دی. دې کنفرانس په ارام سمندر کې د متحده ایالاتو د راتلونکي واکمن ځواک لپاره لاره هواره کړه. [۲۴]

د هاوایي الحاق[سمول]

 هریسون د خپلې واکمنۍ په وروستیو ورځو کې د هاوایي الحاق مسئلې ته مخ واړوه. د ملکې لیلیوکلاني پر وړاندې له کودتا وروسته، د سانفورډ ډول په مشرۍ د هاوايي نوي حکومت له متحده ایالاتو سره د یو ځای کېدو غوښتنه وکړه. هریسون په هاوایي کې د امریکا د نفوذ پراخولو او په پرل هاربر کې د سمندري اډې په جوړولو کې لېوالتیا درلوده، خو هغه مخکې له دی د ټاپوګانو د الحاق په اړه نظر نه و څرګند کړی. په هاوايي کې د امریکا قونسل جان ایل سټیونز د ۱۸۹۳ز کال د فبرورۍ په لومړۍ نېټه نوی حکومت په رسمیت وپېژنده او خپل وړاندیزونه یې واشنګټن ته ولېږل. د هریسون د واک له پای ته رسېدو یوازې یوه میاشت پاتې وه، چې حکومت د فبرورۍ په ۱۴مه یو تړون لاسلیک کړ او د هاریسون په سپارښتنه یې بله ورځ مشرانو جرګې ته وړاندې کړ. مشرانو جرګه په عمل کې پاتې راغله، ځکه ولسمشر کلیولینډ د واک تر اخیستلو وروسته تړون بېرته واخیست.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

له ولسمشرۍ نه وروسته (۱۸۹۳ز کال– ۱۹۰۱زکال)[سمول]

وروسته له هغه نه چې هریسون دنده پرېښوده، د ۱۸۹۳ز کال په جون میاشت کې په شیکاګو کې د کولمبیا نړیوال نندارتون ته لاړ، له نندارتون نه وروسته هریسون په انډیانا پولیسو کې خپل کور ته راستون شو. د  ۱۸۹۳ ز کال د مې په درېیمه د اوهایو د قوماندان په توګه وټاکل شو. په ۱۸۹۴ ز کال کې یې د څو میاشتو لپاره د کالیفورنیا په سان فرانسیسکو کې ژوند وکړ او هلته یې په سټینفورد پوهنتون کې د قانون لیکچر ورکاوه. په ۱۸۹۶ ز کال کې، په جمهوری غوښتونکي ګوند کې د هریسن ځینو ملګرو هڅه وکړه، چې هغه په دې قانع کړی چې بیا ځان ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند کړي، خو هغه رد کړه اود ویلیم مک کینلی د نوماندۍ په ملاتړ یې د هېواد په ګوټ ګوټ کې ویناوې وکړې. [۲۹][۳۰][۳۱]

د ۱۸۹۵ زکال کې د جولای نه تر د ۱۹۰۱ز کال  تر مارچ  پورې هریسون د پوردو پوهنتون د غړو بورډ کې دنده تر سره کړه، چې هلته د هغه په ویاړ یوه لیلیه  د هریسون هال په نوم ونومول شوه. هغه د فدرالی حکومت او د ولسمشرۍ په اړه یو لړ مقالې لیکلې وې، چې په ١٨٩٧ زکال کې زموږ د هېواد په نوم د کتاب په بڼه خپور شو. په ۱۸۹۶ زکال کې هریسون په ۶۲ کلنۍ کې د دویم ځل لپاره  له ۳۷ کلنې کونډې مري لورډ ډیمیک سره، چې د نوموړي د پخوانۍ ښځې خورزه او سکرتره وه واده وکړ. د هریسون دوه بچیان راسل  چې په هغه وخت کې ۴۱ کلن و او مری میکی، چې ۳۸ کلنه وه، له واده نه  د مخالفت په پار واده کې ګډون و نه کړ. بینجامین او مري یو ماشوم  د الیزابت په نامه ( ۲۱ فبروري ۱۸۹۷زکال– ۲۶ ډسمبر ۱۹۵۵زکال ) درلود.[۳۱][۳۲]

په ۱۸۹۸ زکال کې یې د بریټانیا - ګیانا په سرحدې شخړه کې د وینزویلا جمهوریت  له خوا د وکیل په توګه دنده تر سره کړه، چې په یوې نړیوالې محاکمې باندې هوکړه وشوه او په دې اړه یې یو ۸۰۰ مخیز لنډیز وړاندې کړ او پاریس ته یې سفر وکړ، هلته یې د وینزویلا په استازیتوب په محکمه کې له ۲۵ ساعتونو نه  زیات وخت تېر کړ. که څه هم هغه یاده  قضیه له لاسه ورکړه، خو د هغه قانونی استدلال هغه  ته نړیوال شهرت ورکړ. په ۱۸۹۹ زکال کې هریسون په هاګ کې د سولې په لومړی کنفرانس کې هم ګډون وکړ. [۳۳][۳۴]

هریسون یو فعال پروټیسټ و او د انډیاناپولیس پروټیسټانو په کلیسا کې د مشر او د ملي پروټیسټان په عمومي مجلس کې  د ځانګرې کمېټې د غړي په توګه پاتې شوی ده ، خو مخکې له دې چې په یاده کمېټه کې خپله رایه وکاروي مړ شو.[۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb120694019 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Benjamin-Harrison-president-of-United-States — subject named as: Benjamin Harrison — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6vd6x5d — subject named as: Benjamin Harrison — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/451 — subject named as: Benjamin Harrison — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p32287.htm#i322867 — subject named as: Benjamin Harrison — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/harrison-benjamin — subject named as: Benjamin Harrison — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=harrisonb — subject named as: Benjamin Harrison
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=benjamin;n=harrison;oc=1 — subject named as: Benjamin Harrison
  9. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=24468 — subject named as: Benjamin Harrison — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  10. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  11. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: R. E. Banta — سرليک: Indiana Authors and Their Books 1819-1916 — خپرونکی: Wabash College
  12. Socolofsky & Spetter، ص. 3.
  13. Socolofsky & Spetter، صص. 1–2.
  14. Socolofsky & Spetter، ص. 83.
  15. Socolofsky & Spetter، صص. 5–6.
  16. Socolofsky & Spetter، ص. 97.
  17. Socolofsky & Spetter، ص. 102.
  18. Moore او Hale 2006، ص. 96.
  19. Socolofsky & Spetter، صص. 126–128.
  20. Socolofsky & Spetter، صص. 117–120.
  21. Moore او Hale 2006، ص. 108.
  22. Calhoun 2005، صص. 119–121.
  23. Calhoun 2005، صص. 74–76.
  24. Socolofsky & Spetter، صص. 115–116.
  25. Moore او Hale 2006، ص. 147.
  26. Calhoun 2005، ص. 132.
  27. Calhoun 2005، صص. 125–126.
  28. Socolofsky & Spetter، صص. 204–205.
  29. Calhoun 2005، صص. 160–161.
  30. Calhoun 2005، ص. 158.
  31. ۳۱٫۰ ۳۱٫۱ Moore او Hale 2006، ص. 150.
  32. Moore او Hale 2006، ص. 153.
  33. Moore او Hale 2006، ص. 155.
  34. Calhoun 2005، صص. 160–163.
  35. Administrator, Joomla!. "Benjamin Harrison". www.presidentbenjaminharrison.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه February 12, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Ringenberg, William C. (1986). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Benjamin Harrison: The Religious Thought and Practice of a Presbyterian President"]. American Presbyterians 64 (3): 175–189. 
  37. "Benjamin Harrison's Obituary:[From page 1 of The New York Times, March 14, 1901] BENJAMIN HARRISON DEAD". starship.python.net. د اصلي آرشيف څخه پر February 3, 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه February 12, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "Benjamin Harrison". www.god-and-country.info. د لاسرسي‌نېټه February 13, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)