بين کارلين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
بين کارلين
(انګلیسي: Ben Carlin د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بين کارلين
بين کارلين

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Frederick Benjamin Carlin د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۷ جولای ۱۹۱۲
مړینه 7 مارچ 1981 (69 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پرت  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت آسټراليا  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده ليکوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې دويمه نړېواله جګړه  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
فريډرک بينجمين کارلين (۲۷ جولای ۱۹۱۲ –د ۷ مارچ ۱۹۸۱) ديو استراليايي خطرمنونکی او لومړی هغه څوک و چې په وچه او اوبو چلېدونکي يو موټر کې په ټوله نړۍ راوڅرخېد. کارلين د لوېدېځې استرالیا په «نارتام» کې زېږېدلی و، په «پرت» کې د « Guildford Grammar» ښوونځي کې داخل شو او وروسته يې د کانونو په « Kalgoorlie» ښوونځي کې د کان کېندنې د انجنيرۍ زده کړې وکړې. د يو انجنير په توګه له وړتيا تر لاسه کولو وروسته، هغه د « Goldfields» لپاره کار وکړ، وروسته په ۱۹۳۹ز کال کې چين ته کډوال شو، څو د برتانيې د ډبرو سکرو په کان کې کار وکړي. د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال، کارلين د هندوستاني پوځ د انجنيرۍ په قول اردو کې په دنده وګورمال شو، په هندوستان، ايټالېې او په ټول منځني ختيځ کې يې خدمت وکړ. په ۱۹۴۶ز کال کې له دندې څخه تر وتلو وروسته، له خپلې امريکايې مېرمنې «الينر» (چې اصلي نوم يې ارون و) سره متحده ايالاتو ته کډوال شو.

په پوځ کې د خدمت پر مهال له يو پيدا شوي فکر سره، کارلين وړانديز وکړ چې ده او مېرمنې ته دې اجازه ورکړل شي د عسل مياشتې د تېرولو لپاره په « Ford GPA» ډوله موتر (دا Ford GPA جيپ موټر و چې په اوبو او وچه دواړو کې يې سفر کولای شو) کې له اتلانيتک بحر څخه تېر شي، کوم موټر ته چې دوی « Half-Safe» نوم ورکړی و. دوی خپل سفر د کاناډا د کيوبيک په مونټريال کې پيل کړ، دوی له بحرونو څخه د اوښتلو خپل دا سفر په ۱۹۵۱ز کال کې له برياليو هڅو وروسته پای ته ورساوه. له دې ځايه اروپا ته ولاړل، د لنډې مودې لپاره په برمنګهم کې د پيسو تر لاسه کولو لپاره پاتې شول. په ۱۹۵۴ز کال کې يې بيا سفر پيل کړ، له منځني ختيځ څخه د ځمکې لارې واوښتل، څو کلکتې ته ورسېږي. استراليا ته د تګ لپاره د پیسو تر لاسه کولو له لنډ سفر وروسته، د کارلين مېرمن د متحده ايالاتو پر لور روانه شوه. هغه له خپلو نويو ملګرو سره بيا سفر پیل کړ، د سويل لوېديځې اسيا او لرې ختيځ له لارې ولاړل، تر څو د جاپان شمالي څوکې پورې ورسېدل او بيا الاسکا ته ورسېدل. د متحده ايالاتو او کاناډا څخه د يوې اوږدې لیدنې څخه وروسته هغه او د هغوی Half-Safe مونټريل ته ستانه شول، د دې لس کاله اوږد سفر پر مهال يې په سمندر کې له ۱۷۰۰۰ کيلومتره (۱۱۰۰۰ ميله) او په وچه کې له ۶۲۰۰۰ کيلو متره (۳۹۰۰۰ ميله) څخه زيات سفر کړی و. په ۱۹۸۱ز کال کې د کارلين له مړينې وروسته، Half-Safe د ګالډفورډ ګرامر ښوونځي واخيست، دا د هغه پخوانی ښوونځی و، چېرته چې هغه اوس هم نندارې ته ايښی.

د ژوند لومړي کلونه او پوځي خدمت[سمول]

فريډريک بينجمين کارلين د ۱۹۱۲ز کال د جولای په اوه ويشتمه نېټه د لويديځې استراليا په نارتام سيمه کې زېږېدلی و، کوم چې د ويټ بيلټ په يالت کې يو کوچنی ښارګوټی دی. مور يې پخوانۍ «چارليټ اميليا برامويل» هغه مهال مړه شوې وه، کله چې کارلين څلور کلن و او پالنه يې پلار فريډريک سيسيل کارن کړې وه، څوک چې يو برېښنايي انجنير و او د لويدېځې استراليا د حکومت د اورګاډي له ادارې سره يې کار کاوه. په لس کلنۍ کې، کارلين په پرت کې د « Guildford Grammar» ښوونځي ته واستول شو. په ۱۹۲۹ز کال کې يې ښوونځی پرېښود، او په «کالګورلي» کې د کانونو په ښوونځي کې شامل شو، چېرته هغه د کانونو د استخراج د انجنيرۍ زده کړې وکړې. کله چې د انجنير په توګه وړ وبلل شو، د ګولفيډل د سيمې په شا او خوا کې يې د يوې مودې لپاره کار وکړ. خو په ۱۹۳۹ز کال کې د چين پکين ته ولاړ چې د برتانيې د ډبرو سکرو د استخراج شرکت لپاره کار وکړي.[۱][۲][۳][۴]

د دويمې نړيوالې جګړې په پيل کېدو سره، کارلين د هندوستان په پوځ کې په دنده وګومارل شو. هندوستان ته له تګ مخکې، نوموړي له «ګرترود پلاتا» سره واده وکړ، څوک چې يوه المانۍ وه او په چين کې له خپلې ترور او اکا سره اوېده. دوی دواړو د ۱۹۴۰ز کال د اپريل په شلمه نېټه په «تينټسين» کې واده وکړ، خو د جګړې له پای ته رسېدو مخکې سره جلا شول. په اصل کې په شانګهای کې په دنده ګومارل شوی و، کارلين وروسته د هندوستان د پوځ د انجنيرۍ په قول اردو کې د هندوستان د مدراس سيپرز ته واستول شو. د ۱۹۴۱ز کال د اګست په مياشت کې، هغه ته د دويم بريدمن رتبه ورکړل شوه چې دا د شخړې په پيل کېدو سره د جوړو شويو ګڼو بېړنيو کميسيونونو يوه برخه وه. د جګړې پر مهال کارلين په هندوستان، عراق، پارس، فلسطين، سوريې او اټاليې کې کار وکړ او د جګړې په پای ته رسېدو سره د تورن پوځي رتبه ورکړل شوه. د جګړې د پای ته رسېدو پر لور، نوموړی د امريکايي سره صليب د يوې رنځورپالې «الينر ارون» سره وکتل، څوک چې په اصل کې د بوسټن اوسېدونکې وه. په ۱۹۴۶ز کال کې د دندې په پای ته رسېدو سره دې دواړو ميري لينډ ته کوچ وکړ، چېرته چې دوی د ۱۹۴۸ز کال د جون په مياشت کې واده وکړ.[۵][۶][۷][۸]

له نړۍ ګردچاپېره سفر[سمول]

هالف سيف او لومړي چمتوالي[سمول]

د ټولې جګړې په اوږدو کې، متحدو ځواکونو يو شمېر مختلف ډوله په وچه او اوبو کې سفر کونکې موټرې وکارولې. يو تر ټولو عام تر استعمال لاندې موټر يې د « Ford GPA» په نوم و، کوم چې د Ford GPA يو ترميم شوي جېپ بڼه وه (د Seep په نوم هم پېژندل کېږي). په هندوستان کې د جګړې د پای ته رسېدو پر لور، کارلين د پوځ د موترو په يو تم ځای کې يو  GPA ډوله موټر ولېد. د خپلو ملګرو انجنيرانو سره د ملنډو په توګه، هغه وړانديز وکړ چې دا موټر کولای شي هغه په ټوله دنيا وګرځوي، هغه د اټکل په کولو سره وويل: «د يو څه هڅونې سره، ته کولای شې د دې شيانو څخه د يو په مرسته ټولې نړۍ ته ولاړ شې». دا نظر له واده وروسته هم له کارلين سره پاتې شو او خپلې مېرمنې ته يې وړانديز وکړ چې دوی دواړه د عسلو مياشتې تېرولو لپاره له اتلانتيک سمندر څخه ها خوا په يو ترميم شوي GPA کې ولاړ شي. د يو لړ ستونزو څخه وروسته، کارلين بالاخره وتوانيد چې د واشنګټن ډي سي په يوه دولتي نيلامۍ کې د ۱۹۴۲ Ford GPA (چې پرله پسې شمېره يې ۱۲۳۹ وه) راونيسي او د دې لپار يې ۹۰۱ امريکايي ډالره (په ۲۰۲۱ز کال کې  له ۱۰۹۳۴ سره برابر نرخ) ورکړل. په اصل کې دا موټر د ميشيګن د روج سمندر په فورډ کارخونه کې جوړ شوی و، کوم چې د جګړې پر مهال د ۱۲۷۷۸ جوړ شويو له منځه يو و. هغه په پيل کې هڅه وکړه چې فورډ قانع کړي، څو د هغه د وړانديز شوي سفر لګښت په غاړه واخلي، خو دې شرکت يې په دې باور وړانديز رد کړ چې دا موټر دومره اوږد سفر ونه شي کولای. دې موټر يو لړ ترميمونو ته اړتيا لرله چې سمندري سفر وړتيا پيدا کړي، په دې ترميمونو کې د کښتۍ ډوله نورو کمانونو، د ګرځولو او تاوولو يوه اله، يوه ستره خونه او دوه د سون توکو نورې زېرمې شاملې وې – چې يوه بايد د کمان پر سر او بله يې د دې موټر د خېټې لاندې په سخته برخه کې وي. د خونې په داخل کې يې يو کټ جوړ کړای شو او د چلولو د مديريت برخه يې هم ترميم شوه چې د الوتکې وسايل او تر څنګ يې د دوه لوريو راډيو هم پکې وه (په دې راډیو کې ۱۹-سيټه ټراسميټر او يو ريسيور هم نصب شول). په ټوله کې د دې ماکو اوږدوالی درې فوټه زيات او اتلس فوټه (۵۰۵ متره) ته لوړ کړای شو او د سون توکو اصلي وړتيا يې چې دولس ګيلنه (۴۵ ليتره) وه دوه سوه ګيلنو ته (۷۶۰ ليتره) ته لوړه کړای شو. د خېټې لاندې د ټانکۍ په جوړېدو سره له دې ماکو سره مرسته وشوه چې د خالې کېدو پر مهال هغه لرې کړي، په دې سره د هغې بشپړ وزن درې ټنه کم شي (چې ۶۷۲۰ پونډ يا ۳۰۴۸ کيلو ګرامه و). دې ماکو ته د Half-Safe نوم ورکړل شو، دا نوم د يو اريډ له نوم څخه اخيستل شوی و، چې د بوی لرې کونکو مايعو يو شعار و - «نيم خوندي مه اوسه – د ډاډ لپاره اريډ وکاروه».[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

سرچينې[سمول]

  1. From the archives: a personal glimpse of Ben Carlin – Guildford Grammar School Weekly Bulletin, Week 1, Term 3, 2011. Published 27 July 2011. Retrieved 1 October 2012.
  2. "NEWSREEL – PERSONALITIES – Honeymoon in Jeep" – The Western Mail. Published 19 August 1948.
  3. History: Ben Carlin and the Half Safe Story Archived 13 December 2012 at the Wayback Machine. – Guildford Grammar. Retrieved 1 October 2012.
  4. "JEEP TOURIST HAS SEEN THE WORLD" – Advocate. Published 15 January 1948.
  5. "FAMILY NOTICES: MARRIAGES" – The Western Mail. Published 20 June 1940.
  6. کينډۍ:London Gazette
  7. "Round the World In a Jeep" – Advocate. Published 12 January 1948. Retrieved 2 October 2012.
  8. Stanton, Kerry (1999). Half Safe, Half Boat, Half Car and Half a Century – Collector C@fe. Originally published in Army Motors magazine, issue 89, 1999. Retrieved 2 October 2012.
  9. Amphibious Jeep Archived 2012-06-23 at the Wayback Machine. – 4wdonline. Retrieved 2 October 2012.
  10. "'Half-Safe' Is Half Way 'Round World" – Sarasota Journal. Published 23 August 2012.
  11. Strohl, Daniel (2011). Ambitious Amphibious: Ben Carlin's round-the-world trek in a Ford GPA – Hemmings Daily. Published 2 March 2011. Retrieved 2 October 2012.
  12. Half safe (1947 1958) Archived 16 May 2016 at the Wayback Machine. – Amphibious Vehicles. Retrieved 2 October 2012.
  13. The Amphibious Jeep 'Half Safe' Archived 23 July 2012 at the Wayback Machine. – 4wdonline. Retrieved 2 October 2012.
  14. The Swimmers: Ducks, Larks, and other "birds" کينډۍ:Cbignore– Digger History. Archived by the National Library of Australia. Retrieved 2 October 2012.