برېښنايي موټر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
برېښنايي موټر
څنګزنې وېشنيزېbattery electric vehicle، موټر
برخه دelectromobility
Has useد اقليم بدلون کمښت
Powered byالکتریکي موتور
HashtagElektroauto
Source of energyبرېښنا
Opposite ofQ124351225

برېښنایي موټر (بیټرۍ لرونکي برېښنایي موټر یا پوره-برېښنایي موټر) داسې یو موټر دی چې د یوه یا ډېرو برېښنایي ماشینونو په وسیله حرکت کوي او یوازې په بیټریو کې د زېرمه شوې انرژي څخه کار اخلي. برېښنایی موټرونه د داخلي احتراق انجن وسایطو په پرتله ډېر کم غږه دي، ګازونه نه خپروي او په ټولیز ډول د ګاز ټیټه خپرېدنه لري. د ۲۰۲۰ کال څخه په متحده ایالاتو او اروپایی ټولنه کې د تېلو او ساتنې (ترمیم) د کم لګښتونو له امله، د وروستیو برېښنایي وسایطو د ملکیت ټول لګښت د ورته ICE موټرو په پرتله ارزانه دی. برېښنایي موټر په بېلابېلو چارج سټیشنونو کې چارج کېدای شي؛ چې دا چارج سټیشنونه هم په کورونو او هم په عامه ځایونو کې نصب کېدای شي.   [۱][۲][۳][۴]

په ټوله نړۍ کې ۶،۶ مېلیون چارجي برقی موټرونه په ۲۰۲۱ کال کې وپلورل شول، چې د ۲۰۲۰ کال د پلور څخه دوه چنده زیات وو او د نوي موټر نړیوال د بازار ۹ سلنه برخه یې ترلاسه کړه. ټول-برېښنايي موټرونو په ۲۰۲۱ کال کې د چارجي موټرونو د خرڅلاو ۷۱ سلنه برابر کړ. د ۲۰۲۱ کال د دسمبر میاشتې څخه د نړۍ په سړکونو ۱۶ مېلیونه چارجي برېښنايي موټرونه موجود وو. زیاتره هېوادونو د چارجي برېښنايي وسایطو لپاره حکومتی هڅونې، مالیاتي اعتبار، مالي مرستې او نور غیر پولي هڅونې پيل کړې، په داسې حال کې چې ګڼ شمېر هېوادونو د فوسیل سوند موټرونو د پلور تدریجي بندلو لپاره قانون تصویب کړ، ترڅو د هوا ککړتیا کمه او د اقلیم بدلون محدود کړي.   [۵][۶][۷][۸][۹]

ټسلا موډل ۳ د  ۲۰۲۰ کال په پیل کې د نړۍ ترټولو غوره پلورل شوی بریښنایی موټر شو او د ۲۰۲۱ کال په جون کې لومړی برېښنایی موټر شو چې په نړواله کچه یې پلور له یو مېلیون څخه تېر کړ. مخکیني موډلونه چې په پراخه کچه منل شوي، جاپاني میتسوبیشي i-MiEV او نیسان لیف موډلونه دي.  [۱۰][۱۱]

اصطلاح پېژندنه [سمول]

عموماً د "برېښنايي موټر" اصطلاح په ځانګړي ډول د بیټري لرونکو برېښنایي وسایطو (battery electric vehicles) یا (BEVs) یا پوره-بریښنایي موټرو ته اشاره کوي، داسې یو ډول بریښنایي واسطه (EV) ده چې د چارج وړ بیټرۍ داخلي کڅوړه لري، چې د برېښنایي شبکې سره نښلول او له هغې څخه چارج کېدای شي. په واسطه کې زېرمه شوې برېښنا د انرژي یوازینۍ سرچینه ده چې د ټایرونو لپاره محرکه ځواک برابروي. دا اصطلاح عموماً هغو موټرونه ته اشاره کوي چې د لویې لارې وړتیا ولري، خو د ټیټ سرعت بریښنایي موټرونه هم شته چې د وزن، ځواک او اعظمي سرعت له پلوه د محدودیتونه لري، چې دوی ته په عامه سړکونو باندې د حرکت کولو امکان ورکوي. یاد وروستني موټر په متحده ایالاتو کې د ګاونډ بریښنایي موټرو(Neighborhood Electric Vehicles) یا (NEVs) او په اروپا کې د په ماشین سمبال بریښنایي څلور څرخه یا کواډریسیکلونو (motorised quadricycles) په توګه طبقه بندي کېږي.  [۱۲][۱۳]

تاریخچه [سمول]

لومړني پرمختګونه [سمول]

د ۱۸۳۲ او ۱۸۳۹ کلونو ترمنځ د لومړي برېښنایی موټر اختراع اکثراً رابرټ انډرسن ته نسبت ورکول کېږي.   [۱۴]

لاندې تجربوي برېښنايي موټرونه د ۱۸۸۰ کال لسیزې په اوږدو کې څرګند شول: 

  • په ۱۸۸۱ کال کې، ګوستاو تووره (Gustave Trouvé) د پاریس په نړیوال الکتریکي نندارتون (Exposition internationale d'Électricité de Paris) کې یو بریښنایي موټر وړاندې کړ.  [۱۵]
  • توماس پارکر د فورډ موډل T څخه څه باندې ۲۰ کاله وړاندې، په ولورهمپټون (Wolverhampton) کې د چارج وړ لوړ ظرفیت بیټریو په کارولو سره چې هغه په ځانګړي ډول په خپله طراحي کړې وې، په ۱۸۸۴ کال کې یو برېښنایي موټر جوړ کړ، که څه هم یوازینی سند یې د ۱۸۸۵ کال یو انځور دی.  [۱۶][۱۷][۱۸]
  • آلماني اندریاس فلوکین په ۱۸۸۸ کال کې فلوکین الېکتروواګن (Flocken Elektrowagen) موډل طراحي کړ، چې یو شمېر کسان یې لومړی "ریښتینی" برېښنایي موټر ګڼي.  [۱۹][۲۰][۲۱]

برېښنا د ۱۹ پېړۍ په وروستیو او د ۲۰ پېړۍ په لومړیو کې د موټر محرکه ځواک لپاره له غوره میتودونو څخه وه، چې د هوساینې کچه او د کار آسانتیا یې برابروله چې دا امکانات د هغه وخت د پټرولي موټرونو په وسیله د لاسته راوړنې وړ نه وو. د شلمې پېړۍ په لومړیو کښې د برېښنایي موټرو بېړۍ نږدې ۳۰۰۰۰ وسایطو ته خپل اوج ته ورسېدې.  [۲۲][۲۳]

د برېښنایي موټرونو څخه په برېتانیه او متحده ایالاتو کې په ۱۸۹۷ کال کې په لومړي ځل په سوداګریزه کارونه کې د ټکسي په توګه ګټه واخیستل شوه. په لندن کې، د والټر بیرسي برېښنایي ګاډۍ (Walter Bersey's electric cabs) د کرایې لپاره لومړني وسایط وو چې شخص په خپله چلولې او په هغه وخت کې ګاډۍ د آسونو په وسیله کش کېدلې. په نیویارک ښار کې، د دوهم الکټروباټ (Electrobat II) طرحې پربنسټ د دولس هانسوم ګاډیو (hansom cabs) او یوه بروم (brougham) څخه جوړ فليټ د هغه پروژې یوه برخه جوړه کړه، چې تر یوه حده د فلاډیلفیا د برېښنا ذخیره کولو بیټرۍ شرکت له لوري تمویل شوه. په متحده ایالاتو کې د شلمې پېړۍ په اوږدو کې د برېښنایي وسایطو اصلي جوړونکو کې انتوني الکټریک، بیکر، کولمبیا، انډرسن، اډیسن، ریکر، ملبورن، بیلي الکټریک او ډیټرویټ الکټریک شامل وو. د دوی برېښنایی وسایط د پټرولي وسایطو په پرتله کم غږه وو او د ګېر بدلولو ته یې اړتیا نه درلوده.  [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

شپږو برېښنايي موټرونو په ۱۹ پېړۍ کې د ځمکني سرعت ریکارډ خپل کړی ؤ. د دوی وروستی لا جمیس کانټینټ (La Jamais Contente) ؤ او د راکټ بڼه یې درلوده، چې د کامیل جیناتزي له خوا چلول کېد، یاد موټر په ۱۸۹۹ کال کې په ساعت کې ۱۰۵،۸۸ کیلومتره (۶۵،۷۹ مایل في ساعت) لوړ سرعت ته په رسېدو سره د ۱۰۰ کیلومتر\ساعت (۶۲ مایل في ساعت) سرعت خنډ مات کړ.   [۲۸]

برېښنایي موټرونه تر هغه مهاله چې د داخلي احتراق انجن (ICE) موټرونو پرمختګ او د پټرولي او ډیزلي ارزانه موټرونو زیات تولید د کمېدو لامل شو، مشهور پاتې شول. د ICE موټرونه د سوند ډېر ګړندي اخیستلو مراتب او د تولید ارزانه لګښتونه له وجهې ډېر مشهور شول. که څه هم  پرېکنده شیبه په ۱۹۱۲ کال کې د سټارټر برېښنایی ماشین په معرفي سره راورسېده، چې د ICE د پیلولو نورو میتودونو لکه د لاس سره تاوول، چې اکثراً سخت وو، ځای ونیو.   [۲۹]

عصري برېښنايي موټرونه [سمول]

د کالیفورنیا د هوایي سرچینو شورا (California Air Resources Board) یا (CARB) د ۱۹۹۰ کال لسیزې په لومړیو کې د بې له خپرېدنې موټرونو لکه برېښنایي موټرو ته د رسېدو آخري موخې سره، د تېلو کم مصرف او د ټیټې خپرېدنې موټرونو لپاره هڅې پیل کړې. په ځواب کې موټر جوړونکو برېښنایي موډلونو ته وده وکړه. د برېښنایي موټرونو مفکورې د بدنامولو لپاره د متحده ایالاتو د موټر جوړونکو د لوی کمپاین له امله دا لومړني موټرونه په نهایت کې د متحده ایالاتو له بازار څخه وایستل شول.  [۳۰][۳۱][۳۲]

د کالیفورنیا بریښنایي موټر جوړونکې کمپنۍ تسلا موټورز (Tesla Motors) په ۲۰۰۴ کال کې د تسلا روډسټر (Tesla Roadster) پراختیا پیل کړه او په ۲۰۰۸ کال کې یې په لومړي ځل موټر پېرودونکو ته تولید کړ. روډسټر د لویې لارې لومړی قانوني ټول-برېښنایي موټر ؤ، چې د لیتیم آیون بیټرۍ پيلونو څخه یې کار واخیست او ټول-برېښنایي موټر لومړی تولید ؤ چې په هر چارج کې یې له ۳۲۰ کیلومترو (۲۰۰مایل) څخه ډېره مسافه تېروله. مېسټوبشي آی-مای اېو (Mitsubishi i-MiEV) چې په ۲۰۰۹ کال کې په جاپان کې په لاره واچول شو، د لویې لارې د قانوني سلسله اي تولید لومړنی برېښنایي موټر ؤ او همدارنګه لومړنی ټول- بریښنایی موټر ؤ چې له ۱۰۰۰۰ څخه ډېر دستګاه موټرونه یې وپلورل. څو میاشتې وروسته، د نیسان لیف (Nissan Leaf) چې په ۲۰۱۰ کال کې په لاره واچول شو، د هغه مهال د غوره پلورل شوي برېښنایي موټر په توګه له i MiEV څخه مخکې شو.   [۳۳][۳۴][۳۵]

د برېښنایي وسایطو په تولید کې رنسانس، چې په ۲۰۰۸ کال کې پیل شو، د بیټریو کې د پرمختګ، د شنو خونو د ګازونو خپرېدو د کمولو او د ښار د هوا کیفیت د ښه کولو لېوالتیا له امله پېښ شو. د ۲۰۱۰ کال د لسیزې په اوږدو کې د حکومت په ملاتړ سره د چين د برېښنايي وسايطو صنعت ډېر پراخ شو. که څه هم د چین حکومت له خوا وړاندې شوې مالي مرستې به له ۲۰ څخه تر ۳۰ سلنې پورې کمې شي او د ۲۰۲۳ کال څخه وړاندې به په بشپړ ډول له منځه یوړل شي. یو شمېر موټر جوړونکو کمپنیو لکه تسلا، ولکس واګن او په ګوانګژو که مېشته GAC ګروپ، چې فیاټ، هونډا، اسوزو، مېتسوبیشي او ټویوټا د بهرنیو شریکانو په توګه کڼي، د مالي مرستو تنظیم ته د تیاري په پار د خپلو برېښنایي وسایطو نرخونه لوړ کړل.  [۳۶][۳۷][۳۸]

په متحده ایالاتو کې مېشته موټور ټرنډ (Motor Trend) مجلې د ۲۰۱۹ کال په جولای کې د بشپړ-برېښنایي تسلا موډل S ته د "د کال وروستی موټر" لقب ورکړ. د ۲۰۲۰ کال په مارچ کې د تسلا موډل ۳ (Tesla Model 3) د نیسان لیف څخه مخکې شو او د نړۍ غوره پلورل شوی برطښنایي موټر شو، چې له ۵۰۰۰۰۰ څخه ډېر دستګاه موټرونه یې تولید کړل؛ د ۲۰۲۱ کال په جون کې د یو مېلیون نړیوال پلور عطف ټکي ته ورسېد.  [۳۹][۴۰][۴۱]

د ۲۰۲۱ کال په دریمه ربع کې، د موټر نوښت لپاره پیوستون (Alliance for Automotive Innovation) راپور ورکړ چې د برېښنایي موټرونو پلور د متحده ایالاتو د ټولو کم کاره موټرونو پلور شپږ سلنې ته رسیدلی ؤ، چې د بریښنایي وسایطو پلور ترټولو لوی حجم چې تر اوسه ثبت شوی، ۱۸۷۰۰۰ دستګاه موټرونه دي. دا په پلور کې ۱۱ سلنه زیاتوالی ؤ، برعکس په پټرولي او ډیزلي دستګاوو کې ۱،۳ سلنه زیاتوالی ؤ. راپور په ډاګه کړه چې کلیفورنیا د متحده ایالاتو نږدې ۴۰ سلنې پېرود سره، په بریښنایي وسایطو کې د متحده ایالاتو مخکښ ایالت ؤ، فلوریډا – ۶ سلنه، ټکزاس – ۵ سلنه او نیویارک ۴،۴ سلنه ورپسې ؤ.  [۴۲]

د منځني ختیځ برېښنايي کمپنۍ د برېښنایي موټرونو طراحۍ لري. د عمان میز موټورز (Mays Motors) میز آی اي ۱ (Mays i E1) وده ورکړه، چې تمه کېږي په ۲۰۲۳ کال کې تولید پیل کړي. یاد موډل د کاربن فایبر څخه جوړ شوی او شاوخوا ۵۶۰ کیلومتره (۳۵۰ مایل) واټن لري او کولی شي په شاوخوا ۴ ٍثانیو کې د ۰ – ۱۳۰ کیلومتره في ساعت (۰ – ۸۰ مایل فی ساعت) سرعت واخلي. په ترکیه کې د بریښنایي وسایطو شرکت ټاګ (Togg) د خپلو برېښنايي وسایطو تولید پیلوي. بیټرۍ به د چینایي شرکت، فاراسیس انرژی (Farasis Energy) سره په ګډه جوړې شي.  [۴۳][۴۴]

اقتصاد  [سمول]

د تولید لګښت [سمول]

د برېښنایي موټر ترټولو ګرانه برخه بیټرۍ ده. په ۲۰۱۰  کال کې يې قیمت په هر کیلوواټ في ساعت کې له ۶۰۵ یورو څخه ۱۷۰ یورو ته په ۲۰۱۷ کال کې، ۱۰۰ یورو ته په ۲۰۱۹ کال کې راټیټ شو. کله چې تولید کونکي برېښنایي موټر طرحه کوي، ممکن پام یې وشي چې د ټیټ تولید لپاره د موجوده پلټ فارمونو بدلول ممکن ارزانه وي، ځکه چې د پراختیا لګښت ټیټ دی؛ خو د لوړ تولید لپاره ممکن یو اختصاصي پلټ فارم ته چې په طرحه او لګښت کې ښه والی شي، ترجیح ورکړل شي. [۴۵][۴۶][۴۷]

د مالکیت ټول لګښت [سمول]

د سوند او ساتنې د کم لګښتونو له امله، په اروپايي ټولنه او متحده ایالاتو کې د وروستیو برېښنایي موټرونو د مالکیت ټول لګښت د ورسته پټرولي موټرونو په پرتله ارزانه دی، خو په چین کې لا تر اوسه  داسې نه دی.   [۴۸][۴۹][۵۰]

هر څومره چې په کال کې زیات واټن وچلول شي، هغومره به د ورته ICE موټر په پرتله د برېښنایي موټر د مالکیت ټول لګښت لږ وي. حتي په هر هېواد کې د دمې فاصله توپیر لري او دا په مالیاتو، مالي مرستو او د انرژۍ په مختلفو لګښتونو پورې اړه لري. په ځینو هېوادونو کې ښايي دا پرتله په ښارونو کې توپیر ولري، ځکه چې یو ډول موټر ممکن مختلف ښارونو ته د ننوتلو لپاره مختلف لګښتونه ولري. مثلا، په انګلستان کې د ICE موټرونه څخه لندن د برمینګام په پرتله ډېر لګښت اخلي.   [۵۱][۵۲]

پیرود لګښت [سمول]

یو شمېر ملي او سیمه ییز حکومتونو د برېښنایي وسایطو لپاره هڅونې پیل کړې دي ترڅو د برېښنایي موټرونو او نورو پلګ ان موټرونو د پیرود نرخ کې کموالی راولي.  [۵۳][۵۴][۵۵][۵۶]

له ۲۰۲۰ کال را پدې خوا، د برېښنایي وسایطو د بیټرۍ لګښت د موټر ټول لګښت له څلورمې برخې څخه زیات دی. تمه کېږي که چېرې د بیټرۍ لګښت په هر کیلوواټ في ساعت کې ۱۰۰ امریکايي ډالرو ته راښکته شي، د پیرود نرخونه به د ICE نوو موټرونو نرخونو څخه ښکته راټیټ شي، اټکل کېږي چې دا به د ۲۰۲۰ کال لسیزې په منځ کې وي.  [۵۷][۵۸][۵۹]

په یو شمېر هېوادونو کې ګرو یا د ګډون لګښت مروج دي، چې یوه حده په ملي مالیاتو او مالي لګښتونو پورې اړه لري او د اجارې د پای موټرونه د دوهم لاس بازار پراخوي.  [۶۰][۶۱][۶۲][۶۳]

د الیکس پارټنرز (AlixPartners) د ۲۰۲۲ کال د جون په یوه راپور کې راغلي، په اوسط ډول په برېښنايي وسایطو کې د خامو توکو لګښت د ۲۰۲۰ کال په مارچ کې له ۳۳۸۱ ډالرو څخه د ۲۰۲۲ کال په مې کې ۸۲۵۵ ډالرو ته لوړ شو. د لګښت د زیاتوالی نظر اصلا لیتیم، نکل او کوبالټ ته نسبت ورکړل شوی.  [۶۴]

ورځني لګښتونه [سمول]

په هر کیلو متر سفر کې برېښنا معمولا د پټرولو څخه لږ لګښت لري، خو د برېښنا بیه اکثراً په دې پورې اړه لري چې موټر چېرې او د ورځې په کوم وخت کې چارج کېږي. د لګښت سپما هم د پټرولو د لګښت تر اغېزې لاندې دی، چې کېدای شي د موقعیت له مخې توپیر ولري.  [۶۵][۶۶][۶۷]

چاپېریالي اړخونه  [سمول]

برېښنایي موټرونه د ICE موټرونو د ځایناستي کېدو پرمهال د سیمه ییزې هوا په ککړتیا کې د پام وړ کمښت په ګډون، ډېرې ګټې لري، ځکه چې دوی د ګازونو ککړونکي لکه بخار کېدونکي عضوي مرکبات، هایدرو کاربن، کاربن مونو اکسایډ، اوزون ، سرب او د نایتروجن بېلابېل اوکسایدونه نه خپروي. برېښنایي موټرونه د ICE موټرونو په څېر د ټایرونو او بریک سولولو څخه ذرات خپروي، چې ممکن روغتیا ته زیان ورسوي، که څه هم په برېښنایي موټرونو کې احیا کوونکی بریک د بریک کمې دوړې په معنی دی. د نا خپرېدونکو ګازي ذراتو په اړه لا زیاتو څېړنو ته اړتیا ده. د فوسیل سوند توکو (د تېلو څاه څخه د پټرول ټانک ته) د سرچينو بابرول د زیاتو زیاتونو او همدارنګه د استخراج او تصفیې د پروسو په جریان کې د سرچینو د کارولو لامل کېږي.  [۶۸][۶۹][۷۰][۷۱][۷۲]

د ګازونو خپرېدنه چې د تولید په پروسه او د واسطې چارج کولو لپاره د برېښنا په سرچینه پورې تړاو لري، ممکن تر یوه حده د ښارونو څخه هغو کارخونو ته چې بریښنا او موټر تولیدوي، ولېږدول شي او همدارنګه د توکو لېږد ته ولېږدول شي. د خپاره شوي کاربن ډای اکسایډ مقدار د برېښنایي سرچینې د ګازونو په خپرېدنه او د واسطې په مؤثریت پورې تړاو لري. د شبکې د برېښنا لپاره، د ژوند دوران د ګازونو خپرېدنه د ډبریز سکرو د بریښنا په تناسب پورې توپیر لري، خو تل د ICE موټرونو څخه کمه ده.  [۷۳][۷۴]

اټکل شوی دی چې د چارج زېربنا د نصبولو لګښت د ۳ کلونو څخه لږ وخت کې د روغتیا لګښت سپمولو سره تادیه کېږي. د 2020 مطالعې په وینا، د پاتې پیړۍ لپاره د لیتیم عرضه او تقاضا توازن کول به د ری سائیکل کولو ښه سیسټمونو، د موټرو څخه تر گرډ ادغام، او د ترانسپورت ټیټ لیتیم شدت ته اړتیا ولري.  [۷۵][۷۶]

ځینو فعالانو او جورنالیستانو د نورو کم مروجو میتودونو په پرتله د اقلیم د بدلون د کړکېچ په حل کولو کې د بریښنایی موټرونو د نااغېزمن اوسېدو په هکله اندېښنې راپورته کړې دي. دا اندېښنې تر ډېره حده د ترانسپورت په کم صرفه کاربني او په ډېر اغېزمنو ډولونو لکه فعال خوځښت، ډله ییز ټرانزیټ او اي-سکوټرونو موجودیت او هغه سیسټم په دوام باندې چې لومړی د موټرونو لپاره طرحه شوی، تمرکزه دي.  [۷۷][۷۸][۷۹][۸۰]

عامه نظر [سمول]

د ۲۰۲۲ کال سروې ښودلې چې په اروپا کې  ۳۳ سلنه موټر پیرودونکي کله چې د نوې واسطه اخلي، پټرولي یا ډیزلي موټر غوره کوي. ۶۷ سلنه ځواب ویونکو د هایبرېډي یا برېښنایي نسخو غوره کول یاد کړي. په ځانګړې توګه، یادې سروې وموندله چې یوازې  ۲۸ سلنه اروپایان برېښنایي موټرونه ته ترجیح ورکوي، چې د وسایطو ترټولو کم غوره واسطه جوړوي. ۳۹ سلنه اروپایان د هایبرېډي وسایطو ته ترجیح ورکوي پداسې حال کې چې ۳۳ سلنه پټرولي یا ډیزلي وسایطو ته ترجیح ورکوي.  [۸۱][۸۲][۸۳][۸۴]

له بل پلوه ډېر احتمال لري چې ۴۴ سلنه چینایي موټر پیرودونکي برېښنایي موټرونه واخلي، پداسې حال کې چې ۳۸ سلنه امریکایان د هایبرېډي موټر غوره کوي، ۳۳ سلنه به پټرولي یا ډیزلي غوره کړي، پداسې حال کې چې یوازې ۲۹ سلنه به برېښنایي موټرونه غوره کړي.  [۸۵][۸۶]

په ځانګړې توګه احتمال لري په اروپايي ټولنه کې ۴۷ سلنه موټر پیرودونکي چې عمر یې ۶۵ کالو څخه زیات دی، هایبرېډي واسطه وپیري، پداسې حال کې چې ۳۱ سلنه ځوان ځواب ویونکي هایبرېډي وسایط ښه ټاکنه نه ګڼي. ۳۵ سلنه به ترجیع ورکړي چې پټرولي یا ډیزلي موټر غوره کړي او ۲۴ سلنه به د هایبرېډي موټر پرځای برېښنایي موټر غوره کړي.   [۸۷][۸۸]

د اروپايي اتحادیې د ټول نفوس یوازې ۱۳ سلنه خلک اصلا نیت نه لري چې واسطه ولري.   [۸۹]

سرچينې[سمول]

  1. "Reducing Pollution with Electric Vehicles". www.energy.gov (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۱۲ مې ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Preston, Benjamin. "EVs Offer Big Savings Over Traditional Gas-Powered Cars". Consumer Reports (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Electric Cars: Calculating the Total Cost of Ownership for Consumers" (PDF). BEUC (The European Consumer Organisation). 25 April 2021. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۶ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. . How to charge an electric car. Carbuyer.
  5. Paoli, Leonardo (January 30, 2022). "Electric cars fend off supply challenges to more than double global sales – Analysis". IEA (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۷ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Jose, Pontes (2022-01-30). "World EV Sales — Tesla Model 3 Wins 4th Consecutive Best Seller Title In Record Year". CleanTechnica. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) "The top 3 global best selling plug-in electric cars in 2021 were the Tesla Model 3 (500,713), the Wuling Hongguang Mini EV (424,138), and the Tesla Model Y (410,517). Nissan Leaf sales totaled 64,201 units and Chery eQ 68,821 units."
  7. "Governor Newsom Announces California Will Phase Out Gasoline-Powered Cars & Drastically Reduce Demand for Fossil Fuel in California's Fight Against Climate Change". California Governor (په انګلیسي ژبه کي). 2020-09-23. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 2020-09-29 باندې). U.S. EPA chief challenges California effort to mandate zero emission vehicles in 2035. Reuters.
  9. (په 2021-07-14 باندې). EU proposes effective ban for new fossil-fuel cars from 2035. Reuters
  10. (په 2020-02-10 باندې). Tesla Passes 1 Million EV Milestone & Model 3 Becomes All Time Best Seller.
  11. Shahan, Zachary (2021-08-26). "Tesla Model 3 Has Passed 1 Million Sales". CleanTechnica. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Citizens' summary EU proposal for a Regulation on L-category vehicles (two- or three-wheel vehicles and quadricycles)" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "US Department of Transportation National Highway Traffic Safety Administration 49 CFR Part 571 Federal Motor Vehicle Safety Standards". مؤرشف من الأصل في ۲۷ فبروري ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اگسټ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Roth, Hans (March 2011). Das erste vierrädrige Elektroauto der Welt [The first four-wheeled electric car in the world] (په الماني ژبه کي). د کتاب پاڼي 2–3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Wakefield, Ernest H (1994). History of the Electric Automobile. Society of Automotive Engineers. د کتاب پاڼي 2–3. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-5609-1299-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. کينډۍ:Cite conference
  17. "Electric Car History". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ جنوري ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په 2009-04-24 باندې). World's first electric car built by Victorian inventor in 1884.
  19. Boyle, David (2018). 30-Second Great Inventions. Ivy Press. د کتاب پاڼې 62. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781782406846. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Denton, Tom (2016). Electric and Hybrid Vehicles. Routledge. د کتاب پاڼې 6. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781317552512. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Elektroauto in Coburg erfunden" [Electric car invented in Coburg]. Neue Presse Coburg (په الماني ژبه کي). Germany. 2011-01-12. مؤرشف من الأصل في ۰۹ مارچ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Electric automobile". Encyclopædia Britannica (online). مؤرشف من الأصل في ۲۰ فبروري ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. (په 2012-05-11 باندې). The Global Electric Vehicle Movement: Best Practices From 16 Cities.
  24. Says, Alan Brown. "The Surprisingly Old Story of London's First Ever Electric Taxi". Science Museum Blog (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۳ اکتوبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Handy, Galen (2014). "History of Electric Cars". The Edison Tech Center. مؤرشف من الأصل في ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Some Facts about Electric Vehicles". Automobilesreview. 2012-02-25. مؤرشف من الأصل في ۱۱ اگسټ ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په 2019-01-05 باندې). 171 Years Before Tesla: The Evolution of Electric Vehicles. Bloomberg.
  28. Cub Scout Car Show (PDF), January 2008, مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۴ مارچ ۲۰۱۶, د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اپرېل ۲۰۰۹ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Laukkonen, J.D. (1 October 2013). "History of the Starter Motor". Crank Shift. مؤرشف من الأصل في ۲۱ سپټمبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۱۹. This starter motor first showed up on the 1912 Cadillac, which also had the first complete electrical system, since the starter doubled as a generator once the engine was running. Other automakers were slow to adopt the new technology, but electric starter motors would be ubiquitous within the next decade. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Sperling, Daniel; Gordon, Deborah (2009). Two billion cars: driving toward sustainability. Oxford University Press. د کتاب پاڼي 22–26. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-537664-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Boschert, Sherry (2006). Plug-in Hybrids: The Cars that will Recharge America. New Society Publishers. د کتاب پاڼي 15–28. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-86571-571-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. See Who Killed the Electric Car? (2006)
  33. Shahan, Zachary (2015-04-26). "Electric Car Evolution". Clean Technica. مؤرشف من الأصل في ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) 2008: The Tesla Roadster becomes the first production electric vehicle to use lithium-ion battery cells as well as the first production electric vehicle to have a range of over 200 miles on a single charge.
  34. (په 2010-03-30 باندې). Mitsubishi Motors lowers price of electric i-MiEV. Reuters.
  35. . Best-selling electric car. Guinness World Records.
  36. David B. Sandalow, المحرر (2009). Plug-In Electric Vehicles: What Role for Washington? (الطبعة 1st.). The Brookings Institution. د کتاب پاڼي 1–6. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8157-0305-1. مؤرشف من الأصل في ۲۸ مارچ ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ فبروري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)See Introduction
  37. "Automakers raise prices for NEVs in China ahead of subsidy cuts". KrASIA (په انګلیسي ژبه کي). 2022-01-03. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "DRIVING A GREEN FUTURE: A RETROSPECTIVE REVIEW OF CHINA'S ELECTRIC VEHICLE DEVELOPMENT AND OUTLOOK FOR THE FUTURE" (PDF). مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۷ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. (په 2019-07-10 باندې). 2013 Tesla Model S Beats Chevy, Toyota, and Cadillac for Ultimate Car of the Year Honors. MotorTrend.
  40. (په 2020-02-10 باندې). Tesla Passes 1 Million EV Milestone & Model 3 Becomes All Time Best Seller.
  41. Shahan, Zachary (2021-08-26). "Tesla Model 3 Has Passed 1 Million Sales". CleanTechnica. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. (په 23 March 2022 باندې). More Americans are buying electric vehicles, as gas car sales fall, report says. The Hill.
  43. (په 22 May 2022 باندې). Turkey's all electric Togg EV. Green Prophet.
  44. (په 23 March 2022 باندې). Oman makes first electric car in the Middle East. Green Prophet.
  45. Ward, Jonathan (2017-04-28). "EV supply chains: Shifting currents". Automotive Logistics. مؤرشف من الأصل في ۰۳ اگسټ ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. (په 2018-07-31 باندې). Trotz fallender Batteriekosten bleiben E-Mobile teuer. Umwelt Dialog.
  47. (په 2019-03-08 باندې). Wir arbeiten mit Hochdruck an der Brennstoffzelle. Neue Zürcher Zeitung.
  48. Preston, Benjamin. "EVs Offer Big Savings Over Traditional Gas-Powered Cars". Consumer Reports (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. "Electric Cars: Calculating the Total Cost of Ownership for Consumers" (PDF). BEUC (The European Consumer Organisation). 25 April 2021. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۶ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. Ouyang, Danhua; Zhou, Shen; Ou, Xunmin (2021-02-01). "The total cost of electric vehicle ownership: A consumer-oriented study of China's post-subsidy era". Energy Policy (په انګلیسي ژبه کي). 149: 112023. doi:10.1016/j.enpol.2020.112023. ISSN 0301-4215. S2CID 228862530. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  51. "Large Auto Leasing Company: Electric Cars Have Mostly Lower Total Cost in Europe". CleanTechnica. 9 May 2020. مؤرشف من الأصل في ۲۱ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  52. (په 13 March 2019 باندې). Birmingham clean air charge: What you need to know. BBC.
  53. "Fact Sheet – Japanese Government Incentives for the Purchase of Environmentally Friendly Vehicles" (PDF). Japan Automobile Manufacturers Association. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۶ ډيسمبر ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ ډيسمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  54. (په 2010-06-02 باندې). China to Start Pilot Program, Providing Subsidies for Electric Cars and Hybrids. The New York Times.
  55. "Growing Number of EU Countries Levying CO2 Taxes on Cars and Incentivizing Plug-ins". Green Car Congress. 2010-04-21. مؤرشف من الأصل في ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اپرېل ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  56. "Notice 2009–89: New Qualified Plug-in Electric Drive Motor Vehicle Credit". Internal Revenue Service. 2009-11-30. مؤرشف من الأصل في ۲۸ مارچ ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اپرېل ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  57. "EV-internal combustion price parity forecast for 2023 – report". MINING.COM (په انګلیسي ژبه کي). 2020-03-13. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  58. "Why are electric cars expensive? The cost of making and buying an EV explained". Hindustan Times (په انګلیسي ژبه کي). 2020-10-23. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  59. (په 2020-12-16 باندې). Batteries For Electric Cars Speed Toward a Tipping Point. Bloomberg.com.
  60. (په 2018-01-03 باندې). Why early EV adopters prefer leasing – by far.
  61. Ben (2019-12-14). "Should I Lease An Electric Car? What To Know Before You Do". Steer (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ اگسټ ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  62. "Subsidies slash EV lease costs in Germany, France". Automotive News Europe (په انګلیسي ژبه کي). 2020-07-15. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  63. "To Save the Planet, Get More EVs Into Used Car Lots". Wired (په انګلیسي ژبه کي). ISSN 1059-1028. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  64. (په 2022-06-22 باندې). Raw material costs for electric vehicles have doubled during the pandemic. CNBC.
  65. . Electric Vehicles Cost Less Than Half As Much To Drive.
  66. "How much does it cost to charge an electric car?". Autocar (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  67. Kaminski, Joe (17 August 2021). "The U.S. States Where You'll Save the Most Switching from Gas to Electric Vehicles". www.mroelectric.com. MRO Electric. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  68. "Vehicle exhaust emissions | What comes out of a car exhaust? | RAC Drive". www.rac.co.uk (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  69. "EVs: Clean Air and Dirty Brakes". The BRAKE Report (په انګلیسي ژبه کي). 2019-07-02. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  70. "Tyre pollution 1000 times worse than tailpipe emissions". www.fleetnews.co.uk (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  71. Baensch-Baltruschat, Beate; Kocher, Birgit; Stock, Friederike; Reifferscheid, Georg (2020-09-01). "Tyre and road wear particles (TRWP) - A review of generation, properties, emissions, human health risk, ecotoxicity, and fate in the environment". Science of the Total Environment (په انګلیسي ژبه کي). 733: 137823. Bibcode:2020ScTEn.733m7823B. doi:10.1016/j.scitotenv.2020.137823. ISSN 0048-9697. PMID 32422457. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  72. "Statement on the evidence for health effects associated with exposure to non-exhaust particulate matter from road transport" (PDF). UK Committee on the Medical Effects of Air Pollutants. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  73. "A global comparison of the life-cycle greenhouse gas emissions of combustion engine and electric passenger cars | International Council on Clean Transportation". theicct.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  74. Sperling, Daniel; Gordon, Deborah (2009). Two billion cars: driving toward sustainability. Oxford University Press. د کتاب پاڼي 22–26. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-537664-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  75. (په 2019-05-16 باندې). Electric car switch on for health benefits. Inderscience Publishers
  76. Greim, Peter; Solomon, A. A.; Breyer, Christian (2020-09-11). "Assessment of lithium criticality in the global energy transition and addressing policy gaps in transportation". Nature Communications (په انګلیسي ژبه کي). 11 (1): 4570. Bibcode:2020NatCo..11.4570G. doi:10.1038/s41467-020-18402-y. ISSN 2041-1723. PMC 7486911. PMID 32917866. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  77. Casson, Richard. "We don't just need electric cars, we need fewer cars". Greenpeace International. Greenpeace. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  78. (په December 7, 2018 باندې). Let's Count the Ways E-Scooters Could Save the City. Wired
  79. (په January 29, 2018 باندې). Why is Philly Stuck in Traffic?. The Philadelphia Inquirer
  80. Brand, Christian. "Cycling is ten times more important than electric cars for reaching net-zero cities". The Conversation (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  81. "2021-2022 EIB Climate Survey, part 2 of 3: Shopping for a new car? Most Europeans say they will opt for hybrid or electric". EIB.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  82. fm (2022-02-02). "Cypriots prefer hybrid or electric cars". Financial Mirror (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  83. "2021-2022 EIB Climate Survey, part 2 of 3: Shopping for a new car? Most Europeans say they will opt for hybrid or electric". EIB.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  84. "Germans less enthusiastic about electric cars than other Europeans - survey". Clean Energy Wire (په انګلیسي ژبه کي). 2022-02-01. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  85. "2021-2022 EIB Climate Survey, part 2 of 3: Shopping for a new car? Most Europeans say they will opt for hybrid or electric". EIB.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  86. Rahmani, Djamel; Loureiro, Maria L. (2018-03-21). "Why is the market for hybrid electric vehicles (HEVs) moving slowly?". PLOS ONE (په انګلیسي ژبه کي). 13 (3): e0193777. doi:10.1371/journal.pone.0193777. ISSN 1932-6203. PMC 5862411. PMID 29561860. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  87. "2021-2022 EIB Climate Survey, part 2 of 3: Shopping for a new car? Most Europeans say they will opt for hybrid or electric". EIB.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  88. "67% of Europeans will opt for a hybrid or electric vehicle as their next purchase, says EIB survey". Mayors of Europe (په انګلیسي ژبه کي). 2022-02-02. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  89. "2021-2022 EIB Climate Survey, part 2 of 3: Shopping for a new car? Most Europeans say they will opt for hybrid or electric". EIB.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)