د اقليم بدلون کمښت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اقليم بدلون کمښت هغه کړنې دي چې پر مټ يې نړيواله تودوخه او له هغې سره نښتي اغېزې محدوديږي، په دې کې د انسانانو له خوا د شنو خونو د ګازونو د خوشې کولو (GHGs) په برخه کې د کمښت تر څنګ هغه کارونه هم شامل دي چې په اتموسفير کې د دې ګازونو راټولېدل کموي. دا د ښه پر لور د بدلون تر څنګ د اقليمي بدلونونو په وړاندې د ځواب ويلو له طريقو څخه يوه ده.[۱][۲][۳]

فوسيلي سون د توکي (هغه سون توکي چې د ژویو او بوټو د پاتې شونو څخه منځ ته راځي) په ټوليز ډول تر ټولو زيات کاربن ډای اکسايډ (CO2) او د شنو خونو ګاز خارجوي. تر ټولو مهمه ننګونه دا ده چې د ډبرو سکرو، تيلو او ګازونو سوځول ودرول شي او يواځې پاکه انرژي وکارول شي. په نرخونو کې د لوړې کچې د کمېدو له امله، د هوا انرژي او لمريز فوټوولټکس (PV) (د لمر له وړانګو انرژي اخستل) په تېزۍ سره د ډبرو سکرو، ګاز او تيلو سره په سيالۍ کې دي، خو دا په خپل وار سره د انرژۍ زېرمه کولو او غوره برېښنايي شبکو ته اړتيا لري. له دې امله چې کمه وتونکې انرژي په پراخه کچه مصرف کړای شوې وي، شونې ده چې نقل و حمل او د تودوخې نظام تر ډېره بريده د برېښنايي سرچينو پر لور ولېږدول شي.[۴][۵][۶]

شونې ده چې په اقلیمي بدلونونو کې کمښت په کرنه کې د بدلونونو له لارې تر لاسه شي (په دې ډول چې له کرنې څخه د شنو خونو ګاز خوشې کول کم کړای شي)، همدا راز د ترانسپورت، ځنګلي مديريت (د ځنګونو بيا کرل او ساتل)، پراخه انتظام، ودانيو او صنعتي نظامونو له لارې. د ميتان خپرېدل، کوم چې د لنډې مودې لوړ اغېز لري، د لبنياتو د مصنوعاتو او غوښې په مصرف کې د کمي له لارې په نښه کېدای شي.[۷]

تر اوسه په سياسي او اقتصادي غبرګونونو کې د کاربن د مالياتو او کاربن د ايستلو د سوداګرۍ په مټ د کاربن د نرخونو ټاکنه، د فوسيلونو سون توکو په نرخ کې کمی، دولتي ژمنې او قوانينو، مرستو، د کم کاربن د انرژۍ د يو ځای کولو لپاره اسانې تګلارې او فوسيلي سون توکو له کاروبار څخه مخ اړول شامل دي.

نږدې ټول هېوادونه د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون په اړوند د تړون چوکاټ (UNFCCC) برخه دي. د UNFCCC وروستۍ موخه دا ده چې د GHGs اتموسفيري غلظت (ټينګوالی/راغونډېدل) په داسې یوه کچه کې ثابت وساتي چې وکولای شي، په اقليمي نظام کې د خطرناکې انساني لاسوهنې مخه ونيسي. په ۲۰۱۰ز کال کې، د UNFCCC اړخونو موافقه وکړه چې له صنعتي کچې څخه مخکې وخت په تناسب سره، راتلونکې نړيواله تودوخه بايد له 2 °C (3.6 °F) کمه محدوده کړای شي. په ۲۰۱۵ز کال کې د پاريس په تړون کې له دې سره موافقه وشوه.[۸][۹][۱۰][۱۱]

په نړيواله کچه د شنو خونو د ګازونو د ايستل کېدو اوسنۍ چټکتيا نړيواله تودوخه له 1.5 يا 2 °C څخه کمې درجې پورې محدود ساتلو سره مطابقت نه لري، سره له دې چې دا اندازه په نړيواله کچه د اقتصاد له اړخه ګټوره ده او په ځانګړي ډول په لوړه کچه د زيات GHG خارجوونکو هېوادونو لپاره، لکه: چين او هندوستان.[۱۲][۱۳]

د شنو خونو د ګازونو د غلظت ثابت ساتلو موخې[سمول]

د UNFCCC موخه دا ده چې په اتموسفير کې د شنو خونو ګاز (GHG) غلظت په هغه کچه ثابت وساتي، په کومه کې چې چاپېرياليز نظام په طبيعي ډول د اقليمي بدلونونو سره مطابقت پیدا کړي، د خوراک د توليد په وړاندې ګواښ نه وي او اقتصادي پرمختګ په پايدونکي ډول مخ په وړاندې ولاړ شي. اوسمهال انساني فعاليتونه په اتموسفير کې CO2 په دومره چټکتيا سره اضافه کوي، څومره چې طبيعي پروسې دا له منځه وړلای شي.[۱۴]

په ۲۰۱۸ز کال کې، د اټکل له مخې انساني فعاليتونه نږدې د 1.0 °C نړيوالې تودوخې لامل ګرځېدلی و، کوم چې د صنعتي پړاو له کچې څخه لوړ دی چې ممکنه کچه يې له 0.8 °C څخه تر 1.2 °C ده.[۱۵]

په خارجولو کې د کمښت اړتيا[سمول]

تر 1.5 °C پورې د تودوخې د محدودې ساتلو لپاره د ملګرو ملتونو د چاپېريال ساتنې پروګرام د اخراج د توپير د راپور تر مخې، د GHG اخراج د ۲۰۲۰ ز کال له کچې څخه تر ۲۰۳۰ پورې بايد ۷۶ سلنه کم شي.[۱۶]

د ساينسپوهانو يوې کوچنۍ ډلې د IPCC د شپږمې ارزونې له راپور څخه د کاري ډلې III (د اقلیم بدلون کمښت) د پايلو په اړوند يو څه معلومات خپاره کړل. له دې امله چې حکومتونه د IPCC راپورونو لپاره د تګلاره جوړونکو (SPM) لنډيزونو ته بدلونونه ورکولای شي، ساينسپوهانو وېره درلوده چې شونې ده سياستوال په لنډيز کې دا معلومات کمزوري کړي (بې اغېزې کړي). د خپرو شويو معلوماتو تر مخې، انسان بايد تر ۲۰۳۰ز کال پورې د GHG په اخراج کې ۵۰٪ سلنه کمښت راولي، تر ۲۰۵۰ پورې يې بايد په بشپړ ډول کم کړي او تر ۲۰۲۵ز کال پورې يې خپل اوج ته ورسوي، تر څو تودوخه تر 1.5 °C درجې پورې محدوده پاتې شي.[۱۷]

د نړيوالې تودوخې په اړوند د ځانګړي راپور له مخې:  له 1.5 °C څخه کم يا د 1.5 °C (2.7 °F) ته نژدې حد پورې تودوخه د ۲۰۱۰ له کچې څخه تر ۲۰۳۰ پورې د خالص CO2 په خارجولو کې نږدې ۴۵٪ کمي او تر ۲۰۵۰ز کال پورې تر خالص صفر پورې د رسېدلو اړتيا شته.  له 2 °C (3.6 °F) څخه کم حد پورې د نړیوالې تودوخې د محدودولو لپاره، د CO2 په اخراج کې تر ۲۰۳۰ز کال پورې ۲۵٪ او تر ۲۰۷۵ز کال پورې ۱۰۰٪ د کمي اړتيا ده. په دواړو حالتونو کې، اړتيا ده چې غېر- CO2 اخراج په يو ډول سطحو په سختۍ سره کم کړای شي.[۱۸]

د کاربن کمي[سمول]

د کاربن درول، د يوې اوږدې مودې لپاره په يو جامد او حل شوي بڼه کې د کاربن ډای اکسايډ د زېرمه کولو پروسه ده. دا يوه فوق العاده عمل دی، کوم چې کولای شي په يو ثابت حالت کې د انساني کاربن اغېزې کمې کړي، خو د دې پروسې لګښت بې اغېزې کېدای شي او په نورو چاپيرياليزو جرياناتو کې د دې عمل ساتنه ناڅرګنده ده.[۱۹][۲۰][۲۱]

محاسبات[سمول]

IPCC د يو ټاکلي کاربن اخراج د بوديجې له تصور سره کار کوي. که چېرې اخراج د ۴۲  GtCO2 په اوسنۍ کچه پاتې شي، نو د 1.5 °C لپاره د کاربن بوديجه په ۲۰۲۸ز کال کې ختمېدای شي. تر دې کچې پورې د تودوخې درجه کې زياتوالی د ۲۰۳۰ او ۲۰۲۵ز کلونو تر منځ به له يو څه ځنډ سره مل وي. ان که دا ممکنه وه چې په راتلونکي کې منفي اخراج تر لاسه شي، د چاپېرياليز نظام له زیان څخه د خوندي کولو لپاره هر وخت بايد له 1.5 °C څخه زيات نه شي.[۲۲][۲۳][۲۴]

د 1.5 °C په اړوند د نړيوالې تودوخې په ځانګړي راپور کې، IPCC د نړيوالې تودوخې له دې کچې څخه لاندې ساتلو پر ګټو ټينګار کړی. پرته يا د محدود زيات خپرېدلو لارې به د انرژۍ، ځمکې ښارياتو او زېربناوو، د حمل او نقل او ودانيو او صنعتي نظامونو په ګډون کې چټکو او پراخو بدلونونو ته اړتيا ولري. هغه لارې چې موخه يې تر ۲۱۰۰ پورې د لنډمهالي تودوخې درجه کې له زياتېدو وروسته تر 1.5 °C پورې د تودوخې محدود ساتل دي، د کاربن ډای اکسايډ د لرې کولو (CDR) کړنو په پراخه کچه ټاکنې پورې اړه لري، کوم چې يقيني نه دي او د څرګندو ګواښونو سره مخ دي.[۲۵][۲۶][۲۷]

په ۲۰۱۱ز کال کې يوې څېړنې وړانديز کړی چې د نهه مليارده خلکو لپاره د خوراک د توليدولو لپاره د خارجولو د فضا جوړولو څخه وروسته، په نړيواله تودوخه کې د زياتوالي له 2 °C څخه د کم ساتلو لپاره، دا لازمي ده چې په پرمختللې نړۍ کې (يا هغه هېوادونه چې په ۱ ضميمه کې نه دي ثبت شوي) اخراج نږدې په سملاسي ډول خپل اوج ته ورسېږي، د ۲۰۲۰ز کال په شا او خوا کې خپل اوج ته ورسېږي او هر کال نږدې له ۱۰٪ کچې څخه ښکته شي، څو د ۲۰۳۰ز کال په شا اوخوا کې تر صفر اخراج پورې ورسېږي، په داسې حال کې چې په ۲۰۳۰ز کال کې به د هغو هېوادونو چې په ۱ ضميمه کې نه دي ثبت شوي اخراج په خپل اوج کې وي (د ټولنيزې او اقتصادي ودې او بې وزلۍ له منځه وړلو له کبله، چې دا به لومړي او غالب لومړيتوبونه وي).[۲۸]

اغېزې[سمول]

که چېرې اخراج کم او صفر ته ورسول شي، نو له لسو څخه تر شلو کلونو پورې په تودوخه کې د زیاتېدو مخه نيول کېدای شي. د بالقوه غبرګونونو اغېزې په هر ډول اټکل کې د لوړې درجې د غېريقيني حالت لامل ګرځېدای شي. د IPCC د پنځمې ارزونې راپور څخه اقليمي بدلون د کمښت حالتونه د يوويشتمې پېړۍ تر پای پورې تر 1.5 °C (2.7 °F) حد تودوخې درجې ته پوښښ ورکوي، که چېرته اخراج کم شي او ۲۰۵۰ ز کال پورې خالص صفر ته ورسېږي، يا 4.8 °C (8.6 °F) ته ورسېږي، که چېرته اخراج مخ په بره روان وي، تر دې چې دوی د اوسنۍ کچې درې چنده ته نه وي رسېدلی.[۲۹][۳۰]

سرچينې[سمول]

  1. IPCC AR5 WG3 2014, p. vii
  2. "Responding to Climate Change". NASA. 21 December 2020. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ جنوري ۲۰۲۱ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Olivier & Peters 2020, p. 12
  4. "Falling Renewable Power Costs Open Door to Greater Climate Ambition". IRENA. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Ram et al. 2019, p. 1
  6. IPCC AR4 WG3 SPM 2007, p. 10
  7. Pérez-Domínguez, Ignacio; del Prado, Agustin; Mittenzwei, Klaus; Hristov, Jordan; Frank, Stefan; Tabeau, Andrzej; Witzke, Peter; Havlik, Petr; van Meijl, Hans; Lynch, John; Stehfest, Elke (December 2021). "Short- and long-term warming effects of methane may affect the cost-effectiveness of mitigation policies and benefits of low-meat diets". Nature Food (په انګلیسي ژبه کي). 2 (12): 970–980. doi:10.1038/s43016-021-00385-8. ISSN 2662-1355. PMC 7612339 تأكد من صحة قيمة |pmc= (مساعدة). PMID 35146439 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. UNFCCC (5 March 2013). "Introduction to the Convention". UNFCCC. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. UNFCCC (2002). "Full Text of the Convention, Article 2: Objectives". UNFCCC. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Paris Agreement" (PDF). unfccc.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. UNFCCC. Conference of the Parties (COP) (15 March 2011). "Report of the Conference of the Parties on its sixteenth session, held in Cancun from 29 November to 10 December 2010. Addendum. Part two: Action taken by the Conference of the Parties at its sixteenth session" (PDF). Geneva, Switzerland: United Nations. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), p. 3, paragraph 4. Document available in UN languages and text format.
  12. (په 26 November 2019 باندې). UN calls for push to cut greenhouse gas levels to avoid climate chaos.
  13. "Cut Global Emissions by 7.6 Percent Every Year for Next Decade to Meet 1.5°C Paris Target – UN Report". United Nations Framework Convention on Climate Change. United Nations. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. IPCC AR4 WG3 Ch1 2007, p. 99
  15. IPCC SR15 SPM 2018, p. 4
  16. "Cut global emissions by 7.6 percent every year for next decade to meet 1.5°C Paris target - UN report". United Nations Environmental Programm. United Nations. 26 November 2019. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په 12 August 2021 باندې). Greenhouse gas emissions must peak within 4 years, says leaked UN report. The Guardian.
  18. Summary for Policymakers. In: Global Warming of 1.5°C. An IPCC Special Report on the impacts of global warming of 1.5°C above pre-industrial levels and related global greenhouse gas emission pathways, in the context of strengthening the global response to the threat of climate change, sustainable development, and efforts to eradicate poverty (PDF). IPCC. 2018. د کتاب پاڼې 12. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۳ جولای ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Farrelly, Damien J.; Everard, Colm D.; Fagan, Colette C.; McDonnell, Kevin P. (2013-05-01). "Carbon sequestration and the role of biological carbon mitigation: A review". Renewable and Sustainable Energy Reviews (په انګلیسي ژبه کي). 21: 712–727. doi:10.1016/j.rser.2012.12.038. ISSN 1364-0321. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. tdus (2021-08-21). "Carbon Sequestration". UC Davis (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Carbon Sequestration". Conservation in a Changing Climate. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ اگسټ ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. IPCC SR15 SPM 2018, A.3.2
  23. IPCC SR15 Ch1 2018, p. 66
  24. IPCC SR15 Ch2 2018, p. 96
  25. IPCC SR15 SPM 2018, p. 15
  26. IPCC SR15 Technical Summary 2018, p. 33
  27. IPCC SR15 Technical Summary 2018, p. 31
  28. Anderson, Kevin; Bows, Alice (13 January 2011). "Beyond 'dangerous' climate change: emission scenarios for a new world". Philosophical Transactions of the Royal Society A. 369 (1934): 20–44. Bibcode:2011RSPTA.369...20A. doi:10.1098/rsta.2010.0290. PMID 21115511. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Bamber, Jonathan L.; Oppenheimer, Michael; Kopp, Robert E.; Aspinall, Willy P.; Cooke, Roger M. (2019-06-04). "Ice sheet contributions to future sea-level rise from structured expert judgment". Proceedings of the National Academy of Sciences (په انګلیسي ژبه کي). 116 (23): 11195–11200. doi:10.1073/pnas.1817205116. ISSN 0027-8424. PMC 6561295. PMID 31110015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. IPCC SR15 2018, p. 12