بريالی صمدي
بريالی صمدي | |
---|---|
شاليد | |
زېږون نوم | بريالی |
زېږېدنه | March 7, 1978 ننگرهار, افغانستان |
دندې | سندرغاړی |
د موسيقۍ آلات | باجه |
د فعاليت کالونه | 2003– تر اوسه |
بريالی صمدي (انگرېزي : Baryalai Samadi)د افغانستان يو ځوان سندرغاړی دی . دی د ننگرهار د سره رود ولسوالۍ پورې اړه لري .
مخينه
دی په کال ۱۹۷۸ زېږيز د استاد عبدالصمد په کور کې زېږېدلی دی. پلار ېې هم ولسي سندرغاړی او وېل کېږي چې د سندرو په ډگر کې استاد پاتې شوی او د سندرو د وړتيا او د ويلو له کبله ېې ډېر تکړه ولسي سندرغاړي د افغانستان د سندرو ډگر ته ورسپارلي . بريالی صمدي په درېيم ټولگي کې و چې کله ېې سندرو ويلو باندې پیل وکړ او د سندرو تر څنگ ېې د تبلې او باجې زده کړه هم وکړه ، همدا رنگه ېې شپېلۍ او ډهول هم زده دی . د بريالي صمدي د سندرو لومړی جونگ په کال ۲۰۰۳ ز کې خپور شو. همدا رنگه ېې د افغانستان څخه دباندې گاوندي هېوادونو کې او اروپا کې کنسرټونه ورکړي . ښاغلی صمدي په کال ۲۰۰۲ م زېږيز کې واده کړی او دوه ځامن لري چې يو ېې مراد صمدي او بل ېې مريد صمدي نومېږي .
زده کړې
هنري ژوند
د سندرو ټولگې
- د شملو وطن (۲۰۰۳)
- د شپېلۍ غږ (۲۰۰۵)
- ماته جانان ووايه ()
- جانان ()
- گران وطن ()
- اکاخېل اتڼ ()
- د اروپا کنسرټ د سندرو جوگ
- د دوبۍ کنسرټ د سندرو جوگ
ستاينېزې
- په جرمني کې د پښتنو ټولنيز ولسوليز گوند لخوا د باچاخان جايزه او ستاينلیک :