برتا ون ستنر
| برتا ون ستنر | |
|---|---|
| [[language|]]: Bertha von Suttner | |
| د شخص مالومات | |
| زېږون نوم | [[language|]]: Berta Gräfin Kinsky von Wchinitz und Tettau |
| پيدايښت | ۹ جون ۱۸۴۳[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹] پراګ [۲۰][۲۱][۲۲][۷][۱۲][۲۳][۱۷] |
| مړینه | 21 جون 1914 (71 کاله)[۲۴][۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹] وين [۲۱][۷][۱۲][۲۳] |
| د مړینې لامل | د معدی سرطان |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | ليکوال [۱۷][۲۵][۱۹]، ژباړن/ه ، خبريال ، سمونګر [۷] |
| مورنۍ ژبه | جرمني ژبه |
| کاروونکې ژبه | جرمني ژبه [۲۶] |
| لاسليک | |
| سمول |
|
برتا سوفی فليسيټيس فرایفرا ون ستنر (۹ جون ۱۸۴۳ – ۲۱ جون ۱۹۱۴ز کال) یوه طريشۍ-بوهميايي سوله خوښې ناول ليکونکې وه. په ۱۹۰۵ز کال کې هغه دويمه ښځه وه چې د نوبل جايزه يې تر لاسه کړې وه (په ۱۹۰۳ ز کال کې له ماري کوري وروسته)، هغه لومړۍ ښځه وه چې د نوبل سولې جايزه ورکړل شوې وه او لومړۍ اطريشۍ ښځه وه چې دا جايزه تر لاسه کوي.[۲۷][۲۸][۲۹]
د ژوند لومړي کلونه
[سمول]برتا کينسکي د ۱۸۴۳ز کال د جون مياشتې په نهمه نېټه د پراګ د «اوبيکني ديور» ولسوالۍ په «کينسکي ماڼۍ» کې زېږېدلې وه. د هغې پلار اطريشي ډګرجنرال (المانی: فيلډمارشال بريدمن) « Franz Michael de Paula Josef Graf Kinsky von Wchinitz und Tettau » (۱۷۶۹-۱۸۴۳ز کلونه) نومېده چې د هغې د زېږېدو څخه لږه موده مخکې مړ شوی و، مور يې « Sophie Wilhelmine von Körner » (۱۸۱۵-۱۸۸۴ز کلونه) نومېده، مور يې له پلار څخه شا او خوا پنځوس کاله کشره وه.[۳۰][۳۱][۳۲]
د هغې پلار د «کاونټ وليم کينسکي» (۱۵۷۴-۱۶۳۴ز کلونه) له لارې د نوميالۍ کينسکي کورنۍ غړی و. د «برتا» مور د داسې يوې کورنۍ غړې وه چې ښکته حيثيت يې درلود او د کوم لقب لرونکې نه وه، د خپل مېړه د ملګري «جوزف ون کارنر» (په شاهي پوځ کې د سپرو ځواکونو قوماندان) لور وه، څوک چې د شاعر «تيودور کورنر» لرې خپلوان و. «برتا» د خپلې مور د نسب له لارې هم د «تيودور کورنر ادلر ون سيګرينګن» خپلوانه وه چې د دې شاعر همنومی او د ورور له لمسيانو څخه يې و، چا چې وروسته د اطريش د څلورم ولسمشر په توګه کار وکړ، د فلم جوړوونکي، ليکوال او مصنف «جيسن ايل. کويرنر» (په ۱۹۷۲ کې زېږېدلی) سره يې هم خپلوي درلوده.[۳۳]
«برتا» د ټول ژوند لپاره د اطريش د لوړ درناوي له دايرې څخه له دې امله ايستل شوې وه چې هغې مخلوط نسب درلود، د بېلګې په ډول: يواځې هغه خلک په شاهي دربار کې د حاضرېدو وړ بلل کېدل، چې له سکه غورو نيکونو څخه يې سوچه اشرافي نسب درلود. سربېره پر دې له هغې څخه دا امتياز ځکه هم اخستل شوی و چې د خپلو والدينو د درېيم زوی په توګه د هغې پلار ډېره شتمني او مالي سرچينې هم نه درلودې، چې هغې ته يې په وصیت سره په میراث پرېږدي. «برتا» ته د پراګ په (Church of Our Lady of the Snows) کليسا کې مذهبي غسل ورکړل شوی و، نه د اشرافو لپاره غوره شوی دوديز تعميدي غسل.[۳۴]
د «برتا» له زېږېدو ډېر ژر وروسته، د هغې مور د «برتا» د پالونکي «لينډګراف فردرش مايکل زو فورستنبرګ-ټايکويتز» (۱۷۹۳-۱۸۶۶ز کلونه) سره نژدې په برنو کې د استوګنې لپاره ولاړه. د هغې مشر ورور « Count Arthur Franz Kinsky von Wchinitz und Tettau » (۱۸۲۷-۱۸۶۶) په شپږ کلنۍ کې پوځي ښوونځي ته استول شوی و او له کورنۍ سره يې ډېره کمه اړيکه کېده. په ۱۸۵۵ز کال کې د هغې مورنۍ ترور « Charlotte (Lotte) Büschel, née von Körner » (چې کونډه هم وه) او د هغې لور «الويرا» له دوی سره په دې کور کې یو ځای شوې. د الويرا پلار يو شخصي پوهاند او د هغې د پلار « Count Johann Carl August von Huyn» له مړينې وروسته د هغې رسمي پالونکی هم وګرځېد، هغه او برتا نژدې همزولې وې او د فکري پوهې په تر لاسه کولو کې يې لېوالتيا درلوده، هغې خپله ترله له ادب او فلسفې سره اشنا کړه. له خپلې زده کړې ورهاخوا «برتا» په ځوانۍ کې د يو شمېر خصوصي ښوونکو تر څارنې لاندې په فرانسوي، ايټالوي او انګليسي کې هم پوهه تر لاسه کړه، هغه يوه شوقي پيانو غږوو نکې او سندرغاړې هم وه.[۳۵][۳۶][۳۷]
د برتا مور او ترور چې ځانونه يې روښانفکره بلل، د ۱۸۵۶ز کال په دوبي کې «وايزبيډن» ته په دې هيله د قمار لپاره ولاړې، چې له شتمنۍ سره به راستنې شي. د دوی تاوان دومره دروند ثابت شو چې دوی «ويانا» ته تګ لپاره اړ شوې. د دې سفر پر مهال له «برتا» څخه شهزاده «Philipp zu Sayn-Wittgenstein-Berleburg» (۱۸۳۶-۱۸۵۸) څخه د واده غوښتنه وکړه، هغه د شهزاده « August Ludwig zu Sayn-Wittgenstein-Berleburg» (د ناسو دوک د دولت وزير) او « ranziska Allesina genannt von Schweitzer» (۱۸۰۲-۱۸۷۸) درېيم زوی و، خو د واده داغوښتنه د «برتا» د کم عمرۍ له امله رد شوه. دا کورنۍ په ۱۸۵۹ز کال کې «وايزبيډن» ته راستنه شوه، دويم سفر يې هم په ورته توګه بريالی شو او دوی په «کلوسټرنيوبرګ» کې په يو کوچني ملکيت کې ميشت شول. له دې لږ وروسته برتا د « novella Erdenträume im Monde» په نوم خپل لومړی خپور شوی اثر وليکه چې په « Die Deutsche Frau » خپور شو. د کمزورو مالي شرايطو له امله «برتا» د شتمن « Gustav, Baron Heine von Geldern» سره د لنډې مودې لپاره کوژده وکړه چې له هغې څخه يو دېرش کاله مشر او د بانکدارې «هين» کورنۍ غړی و، دا کوژه د هغې لپاره د خوښې وړ نه وه او رد يې کړه، د هغې په يادښتونو کې ثابته شوې چې هغې له دې کرکه کوله چې يو زوړ سړی د هغې د ښکلولو هڅه وکړي.[۳۸]
په ۱۸۶۴ز کال کې، دې کورنۍ دوبی په «بيډ هومبرګ» کې تېر کړ، کوم چې د هغه مهال د اشرافو تر منځ د قمار يو په زړه پوری ځای و. «برتا» د جورجيا له شريفزاده د «مينګريلا» د شهرادګۍ «ايکاترين ډاډياني» سره ملګرتيا پیدا کړه او له «دويم سکندر تزار» سره يې وليدل. هغې چې د پيسو پیدا کولو لپاره د اوپرا (اوپرا د موسيقۍ ننداره وړاندې کول) د سندرغاړې د دندې پيدا کولو په لټه کې وه، هغې د زده کړو يوه ژوره دوره پيل کړه چې په يوه ورځ کې به يې له څلور ساعته زيات په خپل اواز کار کاوه. سربېره پر دې چې په ۱۸۶۷ز کال کې يې په پاريس کې د نوميالي «ګلبرټ ډوپريز» او په ۱۸۶۸ز کال کې په «بيډن بيډن» کې له «پولين ويارډوټ» څخه زده کړې کولې، هېڅکله يې يو مسلکي مصروفيت ونه موند. هغه په دريځ باندې د وېرې له احساس سره مخ وه او نه يې شول کولای چې ښه تمثیل وکړي. د ۱۸۷۲ز کال په دوبي کې، د شهزاده « Adolf zu Sayn-Wittgenstein-Hohenstein» (۱۸۳۹-۱۸۷۲ ز کلونه) سره د هغې کوژدنه وشوه، څوک چې د شهزاده «Alexander zu Sayn-Wittgenstein-Hohenstein» (۱۸۰۱-۱۸۷۴ ز کلونه) او « Countess Amalie Luise von Bentheim-Tecklenburg-Rheda» (۱۸۰۲-۱۸۸۷ ز کلونه) زوی و. د همدې کال د اکتوبر په مياشت کې شهزاده اډولف په سمندر کې هغه مهال مړ شو، کله چې هغه هڅه کوله، له خپلو پورونو څخه امریکا ته وتښتي.[۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]
د سټنر په کور کې روزنه، په جورجيا کې ژوند
[سمول]د «برتا» پالونکی (سرپرست) (لينډ ګريو فريډرک زو فرسټن برګ) او د هغې ترله الويرا دواړه په ۱۸۶۶ز کال کې مړه شول او هغې (چې اوس يې د واده عمر تېر شوی و) خپل ځان د خپلې مور د نااشنا طبيعيت او د کورنۍ د ناوړه مالي حالت له امله زيات تړلی وموند. په ۱۸۷۳ز کال کې، هغې د «کارل، فراير ون سوتنز» د څلورو لوڼو د ښوونکې او ملګرې دنده تر لاسه کړه چې د هغوی عمرونه د پنځلسو او شلو کلونو تر منځ وو. د «ستنر» کورنۍ د کار په درې موسمونو کې د ويانا په « Innere Stadt» کې ژوند کاوه او د دوبي موسم يې د ښکته اطريش په « Harmannsdorf» کلا کې تېراوه. هغې له خپلو څلورو ځوانو زده کوونکو سره له مينې ډکه اړیکه درلوده، چا چې هغې ته د «بولوټ Boulotte» (چاغه) لقب له دې امله ورکړی و چې هغه ډېره غټه وه، دا هغه نوم و چې هغې وروسته د خپل ادبي مستعار نوم په توګه غوره کړ او په دې ډول به يې لیکو « B. Oulot».[۴۴][۴۵][۴۶]
هغه ډېره ژر د دې نجونو په مشر ورور « Baron Arthur Gundaccar von Suttner» ميئنه شوه، څوک چې له هغې اووه کاله کشر و. دوی کوژده وکړه، خو د هلک د پلار او مور د مخالفت له امله يې واده ونه کړ. په ۱۸۷۶ز کال کې د هغې استخدامونکو په هڅونه، هغې د یوې ورځپاڼې اعلان ته ځواب ورکړ او د لنډې مودې لپاره په پاريس کې د «الفريد نوبل» منشۍ او د کور ساتونکې شوه. د خپل کار په څو اونيو کې، د هغې او «نوبل» تر منځ ملګرتيا پيدا شوه او شونې ده چې «نوبل» د مينې وړانديزونه ورته کړی وي، خو هغه «ارتور» ته وفاداره پاتې شوه او ډېر ژر ويانا ته ستنه شوه، تر څو «ګمپينډورف» په «ايجيډ» کليسا کې له هغه سره په پټه واده وکړي.[۴۷][۴۸][۴۹]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12566900g — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6dz1j5f — subject named as: Bertha von Suttner — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ ISFDB author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?253765 — subject named as: Bertha von Suttner — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Bertha-Freifrau-von-Suttner — subject named as: Bertha Freifrau von Suttner — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ subject named as: Bertha von Suttner — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=26495 — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ https://brockhaus.de/ecs/julex/article/bertha-von-suttner — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ ۷٫۳ ۷٫۴ https://www.wechanged.ugent.be/wechanged-database/
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Frauen in Bewegung 1848–1938 ID: https://fraueninbewegung.onb.ac.at/node/1271 — subject named as: Bertha von Suttner — سرليک: Frauen in Bewegung 1848–1938 — خپروونکی: د اتريش ملي کتابتون
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0064715.xml — subject named as: Bertha Kinsky von Suttner — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=kinskyvonwcb — subject named as: Bertha Von Suttner
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=bertha;n=kinsky+von+wchinitz+und+tettau — subject named as: Bertha Kinsky von Wchinitz und Tettau
- ↑ ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ۱۲٫۲ ۱۲٫۳ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=bertha;n=kinsky+von+wchinitz+und+tettau — subject named as: Bertha Kinsky von Wchinitz und Tettau — ليکوال: Susanne Blumesberger — سرليک: Handbuch der österreichischen Kinder- und Jugendbuchautorinnen — ورځپاڼه: 2 — پاڼه: 1124-1129 — ISBN 978-3-205-78552-1 Invalid
<ref>tag; name "1562ba36e40920ec341cc6aa3430ce15cff1684c" defined multiple times with different content - ↑ ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Encyclopedia of Brno History person ID: https://encyklopedie.brna.cz/home-mmb/?acc=profil_osobnosti&load=2311 — subject named as: Berta Felicie Sofie Suttner — سرليک: Encyklopedie dějin města Brna
- ↑ ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/152248 — subject named as: 1843-1914) Suttner Bertha von (i.e. Baroness Bertha Felicie Sophie von Suttner
- ↑ subject named as: Suttner Bertha — سرليک: Biographien der österreichischen Dichterinnen und Schriftstellerinnen — پاڼه: 54
- ↑ ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ د ټولټال کار کتنه په: https://library.oapen.org/handle/20.500.12657/29399 — ليکوال: Marianne Baumgartner — سرليک: Der Verein der Schriftstellerinnen und Künstlerinnen in Wien — موضوع: 133 — خپروونکی: Böhlau Verlag — ISBN 978-3-205-20168-7 او 978-3-205-79702-9 — https://dx.doi.org/10.7767/9783205201687
- ↑ ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ ۱۷٫۲ ۱۷٫۳ abART person ID: https://cs.isabart.org/person/78167 — خپرېدونېټه: ۱ اپريل ۲۰۲۱
- ↑ ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ پیوستون : 143445002 — خپرېدونېټه: ۲۸ نومبر ۲۰۲۴
- ↑ ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ ۱۹٫۲ Biographical Dictionary of Georgia ID: http://www.nplg.gov.ge/bios/en/00009184/ — خپرېدونېټه: ۲۱ مارچ ۲۰۱۸ — سرليک: საქართველოს ბიოგრაფიული ლექსიკონი
- ↑ پیوستون : 118620126 — خپرېدونېټه: ۱۰ ډېسمبر ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ پیوستون : 118620126 — خپرېدونېټه: ۲۸ سېپتمبر ۲۰۱۵ — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Зутнер Берта фон — خپروونکی: The Great Russian Encyclopedia Invalid
<ref>tag; name "a9c7dc615662d90502306329a34247cf5344a3f1" defined multiple times with different content - ↑ http://www.nobelprize.org/nobel_prizes/peace/laureates/1905/suttner-bio.html
- ↑ ۲۳٫۰ ۲۳٫۱ subject named as: Suttner, Bertha Freiin v. — ليکوال: Sigrid Schmid-Bortenschlager او Hanna Schnedl-Bubeniček — سرليک: Österreichische Schriftstellerinnen 1880–1938 — پاڼه: 177-179 — ISBN 978-3-88099-123-1
- ↑ پیوستون : 118620126 — خپرېدونېټه: ۹ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/54633827
- ↑ کينډۍ:German title Freifrau
- ↑ جرمني ژبه: Gräfin Kinsky von Wchinitz und Tettau
- ↑ List of female recipients of the Nobel Prize
- ↑ Hamann, p. 1
- ↑ Hamann, p. 2
- ↑ Smith, Digby; Kudrna, Leopold (2008). "Biographical Dictionary of All Austrian Generals During the French Revolutionary and Napoleonic Wars, 1792–1815: Kinsky von Wchinitz und Tettau, Franz de Paula Joseph Graf". napoleon-series.org.
- ↑ Kempf, pp. 7–8.
- ↑ Hamann, p. 2
- ↑ Playne, p. 16
- ↑ Hamann p. 5
- ↑ Hamann pp. 9–10
- ↑ Hamann pp. 5–6
- ↑ Hamann p. 11
- ↑ Playne, p. 29
- ↑ Kemf, p. 9
- ↑ Hamann p. 13
- ↑ Hamann p. 15
- ↑ Playne, p. 28
- ↑ Hamann pp. 18–19
- ↑ Playne, p. 45
- ↑ Hamann, p. 24
- ↑ Hamann, p. 26
- ↑ Hamann, p. 27
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1477
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P19
- 1914ز مړينې
- 21 جون مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P20
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- مخونه د غبرګونيزي تيروتنې سره
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني
- ليکنې چې ويوکي په جرمني اوتريشي
- ليکنې چې ويوکي په کتلونيايي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P535
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- مخونه د اي اس بي ان جادوګر لينکونو سره

