باکمېنسټر فولر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
باکمېنسټر فولر
(انګلیسي: Richard Buckminster Fuller د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
باکمېنسټر فولر
باکمېنسټر فولر

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Richard Buckminster Fuller د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۲ جولای ۱۸۹۵[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
مړینه 1 جولای 1983 (88 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاس انجلس [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای مین   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات [۲۱][۲۲]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم هروارد پوهنتون   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک ليکوال
شاعر [۲۳][۱۶]
فیلسوف   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۲۴]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر برټرانډ راسل   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې لومړنۍ نړېواله جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ريچارډ باکمېنسټر فولر (/ˈfʊlər/؛ زوکړه د ۱۸۹۵ کال د جولای ۱۲مه، مړينه ۱۹۸۳ کال د جولای ۱) یو امريکایی معمار، د سیستمونو د نظریو وړاندې کوونکی، لیکوال، مخترع، فلیسوف او وړاندې ويونکی و. هغه په خپلو کتابونو کې خپل نوم ار. بوکمېنسټر فولر کېښود او له ۳۰ څخه زیات شمېر کتابونه يې خپاره کړل او د «فضايي ځمکې»، ډایمکشن/Dymaxion (د مثال په ډول؛ ډایمکشن کورنه، ډایمکشن موټرونه، ډایمکشن نقشې)، ايفيمېرلایزېشن (د یو کار د ترسره کولو لپاره د تېکنالوژۍ د پرمختګ وړتیا، ژباړن)، سینېرجتیک (د نويو مطالعاتو په برخه کې د بدلون په حال کې سیستمونو تجربوي مطالعه، ژباړن) او ټینسېګرېټي (په یو جوړښتي اصل کې د لامبوزن انقباضي فشار بشپړتيا، ژباړن) په څېر اصطلاحات يې عام کړل.  [۲۵]

فولر بېلابېلو نوښتونو ته پراختيا ورکړه چې تر ډېره د معمارۍ طرحې او جيودوزیکي ګومبۍ په‌کې شاملې وې؛ د فلورین په نوم کاربني مالیکولونه وروسته د نورو پوهانو له‌خوا د ساختماني او ریاضیکي جوړښت له مخې جيودوزیکي متحدالمرکزونو ته د ورته‌والي له امله ونومول شول. هغه همدارنګه له ۱۹۷۴ څخه تر ۱۹۸۳ کال پورې د مېنسا نړيوالې ټولنې د دویم نړیوال رییس په توګه خدمت وکړ.   [۲۶][۲۷]

فولر د متحده ایالاتو د ۲۸ اختراعاتو د ثبت امتياز او ډېرې وياړلې/افتخاري دوکتورا درجې ترلاسه کړې. هغه ته په ۱۹۶۰ کال کې د فرانکلېن مؤسسې له‌خوا د فرانک پي براون مډال ورکړل شو. هغه په ۱۹۱۷ کال کې په هاوارډ پوهنتون کې د خپلو ټولګیو د ۵۰ کلنې بیاغونډېدنې په پار په ۱۹۶۷ کال (چې په‌خپل لومړي کال کې له هغه ځای څخه اخراج شو) د في بېتا کپا (په متحده ايالاتو کې تر ټولو پخوانۍ ویاړلې پوهنتوني ټولنه، ژباړن) د افتخاري غړي په توګه وټاکل شو. هغه په ۱۹۶۸ کال کې د علومو او هنرونو اکادمۍ د غړي په توګه وټاکل شو. په هم‌هغه کال کې د طراحۍ/دیزان د ملي اکادمۍ د مرستیال غړۍ په توګه وټاکل شو. په ۱۹۷۰ کال کې یو بشپړ اکادميسین شو او په هم‌هغه کال کې يې د امريکا د معمارانو له مؤسسې څخه د سرو زرو مډال ترلاسه کړ. په ۱۹۷۶ کال کې يې د سېنټ لویس له کتابتون څخه د سېنټ لویس ادبي جایزه ترلاسه کړه. هغه په ۱۹۷۷ کال کې د امریکا د علمي/اکادمیکو لاسته راوړنو جایزه ترلاسه کړه. هغه همدارنګه بېلابېلې نورې جایزې لکه د ولسمشرۍ د ازادۍ مډال چې د ۱۹۸۳ کال د فبرورۍ په ۲۳مه د ولسمشر رونالد ريګان له‌خوا هغه ته ورکړل شو. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

کار او ژوند[سمول]

فولر د ۱۸۹۵ کال د جولای په ۱۲مه د ماساچوسېت په مېلټون کې زېږېدلی، د ریچارډ باکمېنسټر او کارولين وولکاټ اندریو زوی او د مارګاريټ فولر او د امريکا د ماورائيت غورځنګ اړوند د ښځو د حقونو د مدافع او منتقدې ورځپاڼه ليکونکې وراره و. د هغه غیر معمول دویم نوم باکمېنسټر يې له نيکونو څخه ورپاتې کورنی نوم و. ریچارد باکمېنسټر فولر په ماشومتوب کې خپل بېلابېل نومونه وازمویل. هغه به هر کال د مېن د بېر په ټاپو کې د کورنۍ د اوړنیو رخصتیو د مېلمستیاو په نوم‌لړ کې خپل نوم ته په بېل ډول بدلون ورکاوه. هغه په پای کې له ار. باکمېنسټر فولر له نوم سره رضایت وښود. [۳۵]

فولر د خپلې ځوانۍ ډېره برخه په مېن کې د پنوبسکوت خليج په بېیر ټاپو کې تېره کړه. هغه د فوربلېن په وړکتون کې زده‌کړې وکړې. هغه په ښوونځي کې د هندسې د تدریس له بڼې او له دې نظریې څخه چې په توره تخته له سپین تباشیر سره یو تش ریاضیکي ټکی ښودل کېږي ناراض و او له دې سره هم مخالف و چې یو خط دې تر لایتناهۍ پورې کش کړل شي. د هغه لپاره دا غيرمنطقي وو او دا  د هغه په کار کې اغېزمنه وه. هغه به تر ډېره په ځنګل کې د پیدا کېدونکو توکو څخه وسایل جوړول او ځینې وختونه به یې خپل وسایل جوړول. هغه د انساني قوې پر بنسټ د کوچنیو بېړیو د چلېدلو یوه کوچنۍ طرحه جوړه او وازمویله. هغه په ۱۲ کلنۍ کې د پارويي بېړۍ د حرکت لپاره د فشاري ټېل وهلو یو سیستم د پترۍ سره د نښلېدلې یوې معکوسې چترۍ له کارولو سره اختراع کړ چې ګټه‌اخیستونکي ته يې اجازه ورکوله بېړۍ د هدف په لور مخ پر وړاندې حرکت ورکړي. فولر وروسته په خپل ژوند کې ځان د اختراع له کلیمې څخه مستثنا کړ.   [۳۶]

کلونه وروسته هغه دې پایلې ته ورسېد چې دغې ډول تجربې نه یوازې هغه طراحۍ ته لېوال کړی بلکې د هغو موادو سره يې هم عادت او اشنا کړی چې نوموړي په‌خپلو نورو پروژو کې ورته اړتیا لرله. فولر د مستریتوب په برخه کې بری لیک ترلاسه کړ او په‌دې پوهېده چې څه ډول فشاري برېک، کش‌کوونکی برېک او د فلزاتو په سوداګرۍ کې کارېدونکي نور تجهیزات وکاروي. [۳۷]

زده‌کړې[سمول]

فولر د ماساچوسېټ په مېلټون اکادمۍ کې زده‌کړې وکړې او تر هغه وروسته يې په هاروارډ کالج کې زده‌کړې پيل کړې او هلته يې له ادامز هاوز سره تړاو پیدا کړ. هغه دوه ځله له هاروارډ څخه وايستل شو: لومړی ځل د ووډايول (یو ډول تفریحي ننداره، ژباړن) له ډلې سره په یوه مېلمستیا د خپلو ټولو پیسو د لګولو له امله او بېرته تر منل کېدو وروسته د لېوالتيا د نه موجودیت او بې‌مسؤلیتۍ له امله. د هغه د خپلې ارزونې پر بنسټ هغه د وروګلوی په چاپېریال کې ځان راحت نه باله. [۳۸]

د جګړې د دوران تجربې[سمول]

په هاروارډ کې يې د خپلو جلساتو تر منځ په کاناډا کې د نساجۍ د یوې کارخونې د مستري په توګه کار کاوه او وروسته يې د غوښې د بسته‌بندۍ په صنعت کې کار وکړ. هغه همدارنګه د لومړۍ نړيوالې جګړې په بهیر کې د متحده ایالاتو په سمندري ځواک کې هم د بېړۍ د رادیو چلوونکي، د یوې نشریې د منشي او د الوتکې د نسکورېدو د ژوغورنې بېړۍ اېس اېس اونکا د قومندان په توګه خدمت وکړ. د مدیریت په برخه کې له تجربې سره تر، ترخیص کېدو وررسته بېرته د غوښې د بسته‌بندۍ په صنعت کې بوخت شو. په ۱۹۱۷ کال کې يې له هيولټ سره واده وکړ. هغې د ۱۹۲۰ لسیزې په لومړيو کې له خپل خسر سره د سپک، د اوبو او هوا ضد او د اور لګېدنې ضد مېشت ځای لپاره د سټوکاډ د ودانیو سیستم ته پراختيا ورکړه- په هر حال دا شرکت په ۱۹۲۷ کال کې ناکام او له ماتې سره مخ شو. [۳۹]

ژور خفګان او تجلا[سمول]

بوکمېنسټر فولر ۱۹۲۷کال د خپل ژوند د مهم کال په توګه یادوي. د هغه لور الکسانهدرا په ۱۹۲۲ کال کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ او نخا‎عي منېنجایټس له امله د خپلې څلور کلنۍ له کلیزې څخه لږ مخکې ومړه. بري کاټز د سټېنفورډ پوهنتون څېړونکي چې د فولر په اړه یې لیکل وکړل، داسې نښې يې وموندې چې د دې ښودنه يې کوله چې فولر د خپل عمر په دې پړاو کې پر ژور خفګان اخته و. فولر د خپلې لور د مړينې په اړه غلی و او ګومان يې کاوه دا مړينه د هغه د ژوند له نمجنو شرایطو سره تړاو لري. دې فولر ته د سټوکاډ د ودانیو په سیستم کې د ګډون انګېزه ورکړه چې موخه يې د ارزانه او اغېزمنو مېشت ځایونو چمتو کول وو. [۴۰][۴۱][۴۲]

فولر په ۱۹۲۷ کال کې د ۳۲ کلنۍ په عمر خپله دنده له لاسه ورکړه. د فولر کورنۍ هېڅ سپما نه لرله او په ۱۹۲۷ کال کې د دوی د لور الېګرا زېږون د دوی اقتصادي ستونزې لا زیاتې کړې. فولر ډېر زیات څښاک څښل او د شیکاګو په پليو لارو کې يې د خپلو کورنیو ستونزو د هواري لپاره مبارزه کوله. د ۱۹۲۷ کال په مني کې فولر په مشیګان سیند کې له ځان غرقولو سره د ځان‌وژنې په فکر کې شو تر څو يې کورنۍ د ټول عمر له بیمې څخه برخمنه شي. [۴۳]

فولر وويل هغه یوه ژوره پېښه تجربه کړې چې د ژوند لپاره د هغه لوری او موخه جوړوي. هغه احساس وکړ چې له ځمکې څخه څو فوټه پورته سطحه ځوړنده/معلقه ده او په يوه سپینه نور لرونکي کره کې پوښل شوې ده. یو غږ په مستقیم ډول له فولر سره خبرې وکړې او ويې ویل:

تر دې وروسته باید هېڅکله د خپلو افکارو لنډمهالي شهادت ته په تمه نه وې. ته د حقیقت په اړه فکر وکړه. [۴۴]

سرچينې[سمول]


[1] د ديناميک فشار اعظمي کچه (dynamic maximum tension)، ژباړن 

[2]  د لوړ هوښ لرونکو کسانو نړیوال غیر انتفاعي سازمان، ژباړن

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118694251  — د نشر نېټه: ۲۴ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12455896f — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12455896f — د نشر نېټه: ۲۲ اگسټ ۲۰۱۷ — پیدا کوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Richard Buckminster Fuller
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/R-Buckminster-Fuller — subject named as: R. Buckminster Fuller — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6nc62pk — subject named as: Buckminster Fuller — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1403 — subject named as: R. Buckminster Fuller — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?23728 — subject named as: Buckminster Fuller — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/fuller-richard-buckminster — subject named as: Richard Buckminster Fuller
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ subject named as: R(ichard) Buckminster Fuller — سرليک: Fuller, R(ichard) Buckminster — نشرونه لخوا د: Grove Art Online — https://dx.doi.org/10.1093/GAO/9781884446054.ARTICLE.T030180
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0028477.xml — subject named as: Richard Buckminster Fuller — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  12. Le Delarge artist ID: https://www.ledelarge.fr/31414_artiste_BUCKMINSTER_FULLER_Richardj — subject named as: Richard BUCKMINSTER FULLER — دوتنه: Jean-Pierre Delarge — خپرونکی: Gründ او Jean-Pierre Delarge — ISBN 978-2-7000-3055-6
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=fullerr — subject named as: Buckminster Fuller
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/190230 — subject named as: Richard Buckminster Fuller
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/22300 — subject named as: Richard Buckminster Fuller — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ ۱۶٫۲ https://cs.isabart.org/person/72844 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  17. پیوستون : 118694251  — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  18. http://navy.togetherweserved.com/usn/servlet/tws.webapp.WebApp?cmd=ShadowBoxProfile&type=EventExt&ID=227935
  19. http://navy.togetherweserved.com/usn/servlet/tws.webapp.WebApp?cmd=ShadowBoxProfile&type=Person&ID=522732
  20. http://www.nytimes.com/1983/07/02/nyregion/news-summary-saturday-july-2-1983.html
  21. http://www.nytimes.com/2011/10/03/arts/design/can-anybody-be-a-designer.html
  22. Museum of Modern Art artist ID: https://www.moma.org/artists/2030 — د نشر نېټه: ۴ ډيسمبر ۲۰۱۹ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  23. http://www.boston.com/news/globe/ideas/articles/2005/10/23/buckys_world
  24. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12455896f — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  25. Encyclopædia Britannica. (2007). "Fuller, R. Buckminster". Encyclopædia Britannica Online.  
  26. Serebriakoff, Victor (1986). Mensa: The Society for the Highly Intelligent. Stein and Day. د کتاب پاڼي 299, 304. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8128-3091-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Staff (2010). "The History of Mensa: Chapter 1: The Early Years (1945-1953)". Mensa Switzerland. مؤرشف من الأصل في March 8, 2019. د لاسرسي‌نېټه March 8, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Partial list of Fuller U.S. patents". د لاسرسي‌نېټه April 18, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Catalogue of Members: Harvard members elected from 1966-1981" (PDF). Harvard College Phi Beta Kappa. د لاسرسي‌نېټه January 31, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Sieden, L. Steven (2011). "Biography of R. Buckminster Fuller - Section 4: 1947–1976". BuckyFullerNow.com. د اصلي آرشيف څخه پر February 26, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 31, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Book of Members, 1780–2010: Chapter F" (PDF). American Academy of Arts and Sciences. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر May 27, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 7, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "Website of St. Louis Literary Award". د اصلي آرشيف څخه پر April 27, 2019 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 25, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Saint Louis University Library Associates. "Recipients of the Saint Louis Literary Award". د اصلي آرشيف څخه پر July 31, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 25, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "Golden Plate Awardees of the American Academy of Achievement". www.achievement.org. American Academy of Achievement. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Sieden, Steven (2000). Buckminster Fuller's Universe: His Life and Work. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0738203799. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Provenzo, Eugene F. (2009). "Friedrich Froebel's Gifts: Connecting the Spiritual and Aesthetic to the Real World of Play and Learning". American Journal of Play (په انګلیسي ژبه کي). 2 (1): 85–99. ISSN 1938-0399 – عبر ERIC. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Pawley, Martin (1991). Buckminster Fuller. New York: Taplinger. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8008-1116-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Pawley, Martin (1991). Buckminster Fuller. New York: Taplinger. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8008-1116-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Sieden, Lloyd Steven (2000). Buckminster Fuller's Universe: His Life and Work. New York: Perseus Books Group. د کتاب پاڼي 84–85. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7382-0379-9. However, in 1927 his own financial difficulties forced Mr. Hewlett to sell his stock in the company. Within weeks Stockade Building Systems became a subsidiary of Celotex Corporation, whose primary motivation was akin to that of other conventional companies: making a profit. Celotex management took one look at Stockade's financial records and called for a complete overhaul of the company. The first casualty of the transition was Stockade's controversial president [Buckminster Fuller, who was fired]. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Fuller, R. Buckminster, Your Private Sky, p.27
  41. James Sterngold (په June 15, 2008 باندې). The Love Song of R. Buckminster Fuller.
  42. Sieden, Lloyd Steven (1989). Buckminster Fuller's Universe: His Life and Work. Basic Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7382-0379-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. Sieden, Lloyd Steven (1989). Buckminster Fuller's Universe: His Life and Work. Basic Books. د کتاب پاڼې 87. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7382-0379-9. during 1927, Bucky found himself unemployed with a new daughter to support as winter was approaching. With no steady income the Fuller family was living beyond its means and falling further and further into debt. Searching for solace and escape, Bucky continued drinking and carousing. He also tended to wander aimlessly through the Chicago streets pondering his situation. It was during one such walk that he ventured down to the shore of Lake Michigan on a particularly cold autumn evening and seriously contemplated swimming out until he was exhausted and ending his life. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. (په June 15, 2008 باندې). Design – A Three-Wheel Dream That Died at Takeoff – Buckminster Fuller and the Dymaxion Car.