اېچ. اېل. مېنکن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اېچ. اېل. مېنکن
اېچ. اېل. مېنکن
اېچ. اېل. مېنکن

د شخص معلومات
پيدايښت
مړینه
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)
مؤثر روډیارډ کیپلېنګ ،  فرېدرېک وېلهېلم نېتشي ،  جوزف کونراد ،  مارک ټوېن ،  هربرټ سپېنسر   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

هېنري لویي مېنکن (زېږېدنه د ۱۸۸۰ کال د سېپټمبر ۱۲مه - مړینه د ۱۹۵۶ کال د جنوري ۲۹مه) یو امریکایي ژورنالېست، مقاله لیکونکی، طنز لیکونکی، فرهنګي نقاد او انګرېز امریکایي عالم و. هغه د ټولنیزو علومو، ادبیاتو، موسیقۍ، معاصرو غورځنګونو او وتلو سیاسي څېرو په اړه په پراخ ډول نظر وړاندې کړ. د سکوپ د محکمې (په امریکا کې یوه حقوقي قضیه ده، ژباړن) په اړه د هغه طنزي راپور چې د "بيزو محکمه" یې نومولی وه هم په خلکو کې د هغه د ډېرې پاملرنې د راجلبولو لامل شو.[۱]

مېنکن د یو پوه په توګه په امریکایي ژبه کې د یو څو اړخیزې مطالعې لپاره او دا  چې په متحده ایالاتو کې څه ډول په انګریزي ژبه خبرې کېږي پېژندل شوی. د جرمني فلیسوف فرېدرېک نيچه د ستایونکي په توګه، نوموړی د تنظیم شوي مذهب، پر خدای د باور او استازې دیموکراسۍ څرګند مخالف و. د یو سیستم په توګه د هغه وروستی کتنه دا وه چې تر لاس لاندې نارینه وو پر خپلو لوړ پوړو برلاسی درلود. مېنکن د علمي پرمختګ ملاتړی و او پر اوستیوپتي (یوه طریق چې له فزیکي فشار سره د عضلاتو او هډوکو پر درملنه ټينګار کوي، ژباړن) او کایروپرکتیک/شکسته بندۍ نیوکه لرله. هغه همدارنګه د اقتصاد له ښکاره منتقدانو څخه هم و.[۲]

مېنکن، دواړو لومړۍ او دویمې نړیوالې جګړې ته د امریکا د داخلېدلو مخالف و. د هغه د خاطراتو په خصوصي کتابچه کې ځینې اصطلاحات د یو شمېر څېړونکو له خوا د یهودیت ضد او له نژاد پالنې سره مل یاد شوي. که څه همدا توضیحات  تر مناقشې لاندې راغلي. لاري  اېس. ګېبسون استدلال وکړ چې د نژاد په اړه د مېنکن لیدلوري د هغه د لومړنیو او وروستیو لیکنو تر منځ د پام وړ  بدلون کړی او غوره به وي چې مېنکن د نژاد پال پر ځای د خواصو یو حکومت پال یاد کړو. داسې برېښېده چې هغه له مېلیتاریزم سره واقعي لېوالتیا لرله خو دا لېوالتیا هېڅکله د هغه په امریکایۍ بڼه نه وه. هغه یو ځل ولیکل، "جګړه ښه څیز ده، ځکه هغه صادقه ده او د انسان د طبیعت اصلي واقعیت مني … هغه ملت چې په اوږدمهاله سوله کې وي په یو ډول لویې زړې ښځې بدلیږي.[۳][۴][۵]

د بالتیمور د لویدیځ په ګاونډيتوب کې د یونین په څلور لارې کې د هغه له مودو راهیسې پخوانی کور د ښار په موزیم کې  د اېل. اېچ. مېنکن په کور بدل شو. د هغه مقالې د ښار او پوهنتونو په بېلابېلو کتابتونونو کې وویشل شوې او تر ټولو لویه ټولګه یې د اونک پرات بالتیمور خپلواک کتابتون په مرکزي څانګه کې د مېنکن په اتاق کې ساتل کېده.[۶]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

مېنکن د ۱۸۸۰ کال د سېپټمبر په ۱۲مه د مېرلنډ په بالتیمور کې نړۍ ته راغئ. هغه د اننا مارګاريت (ابهو) او د سيګرټو د فابریکې د څښتن اګوست مېنکن زوی و. هغه د جرمنیانو له کرړې څخه و او په ماشومتوب کې يې په جرمني ژبه خبرې کولې. کله چې هېنري درې کلن و، کورنۍ يې د هولینیز په ۱۵۲۴ سړک د زاړه لويديځ بالتیمور په ګاونډيتوب کې د یونین څلور لارې پارک ته مخامخ په یونین څلور لارې کې نوي کور ته کډه شوه. تمه کېده چې مېنکېن به د واده له پنځه کلن ژوند پرته د عمر تر پایه په هغه کور کې ژوند وکړي. [۷][۸]

هغه د هپي ډېس/خوشحاله ورځو په نوم د خپل ماشومتوب د خاطراتو په ډېر پلورل شوي کتاب کې، په بالتیمور کې خپل د ماشومتوب دور «ارام، خوندي، بې جوړې او خوښ» یاد کړی. [۹]

کله چې نهه کلن و د هاکلبري فېن په نوم یې د مارک تواین اثر ولوست، چې وروسته یې هغه «زما د ژوند تر ټولو فوق العاده پېښه» په نوم یاد کړ. هغه هوډ وکړ چې لیکوال شي او په حریصانه ډول یې لوستل پيل کړل. کله یې چې په ښوونځي کې زده‌کړې کولې یو ژمی يې وېلیم مېک‌پيس ولوست او ورپسې يې د «اډيسون، سټيل، پوپ، سوېفت، جانسون او د اتلسمې پېړۍ د نورو ویاړلو په لور مخته لاړ.» هغه د شکسپير ټول قانون ولوست او د روډیارډ کېپلېنګ او توماس هکسلي کلک مينه‌وال شو. مېنکن د یو هلک په توګه په ځانګړې ډول د عکاسۍ او کيمیا له برخې سره هم عملي مينه لرله او په پای کې يې د کيميا یو کورنی لابراتوار درلود، چې په هغه کې يې خپل طرحه شوي ازمویښتونه تر سره کول او ځينې یې په بې واک ډول خطري وو.  [۱۰][۱۱]

هغه خپلې لومړنۍ زده‌کړې د ۱۸۸۰ لسیزې په منځنۍ برخه کې د پروفیسور کنپ په ښوونځي کې د هاليډې سړک په ختيځه برخه کې د ختيځ های لګسینګتون او فایت سړک تر منځ د هاليډې سړک تياتر ته څېرمه د بالتیمور ښار نوي جوړ شوي تالار ته مخامخ پيل کړې. دا ځای اوس‌مهال د جګړې څلی او د ښاري تالار ډګر دی چې د لومړۍ نړيوالې جګړې د مړو په یاد په ۱۹۲۶ کال کې جوړ شوی. د ۱۸۹۶ کال په جون کې د ۱۵ کالو په عمر د بالتیمور د پولي تخنیک له مؤسسې څخه فارغ شو، چې هغه مهال یوازې د نارینه‌وو لپاره د ریاضیاتو تخنیکي او علوم -محوره دولتي ښوونځی و.

درې کاله یې د پلار د سيګرټو په فابریکه کې کار وکړ. هغه له دې کار او په ځانګړي ډول یې د خرڅلاو له جنبې څخه کرکه لرله او پرېکړه يې وکړه چې د پلار له دعا سره یا یې له دعا پرته خپل پلار پرېږدي. هغه د ۱۸۹۸ کال په لومړیو کې د مکاتبو په یو وړیا ښوونځي کې په نړیوال پوهنتون کې د لیکوالۍ په یوه ټولګي کې ګډون وکړ. دا د ورځپاڼې لیکلو یا بلې هرې موضوع په برخه کې د مېنکن ټولې زده‌کړې وې. په هم‌هغه کال کې تر کرېسمېس څو ورځې وروسته د هغه د پلار تر مړينې وروسته سوداګري د هغه تره ته پاتې شوه او مېنکن خپلواک و تر څو د ورځپاڼې لیکلو په برخه کې خپلې دندې ته دوام ورکړي. هغه د ۱۸۹۹ کال په فبرورۍ کې د مارنېنګ هېرالډ ورځپاڼې (چې په ۱۹۰۰ کال کې د بالتیمور د مارنېنګ هېرالډ په ورځپاڼه بدله شوه) ته غوښتنلیک ورکړ او د نیمې ورځې کارکوونکي په توګه وګمارل شو، خو د څو میاشتو لپاره يې په کارخونه کې هم خپل موقف خوندي کړ. په جون کې د پوره ورځې کارکوونکي خبریال په توګه وګمارل شو. [۱۲]

دنده[سمول]

مېنکن د شپږو کالونو لپاره په هېرالډ کې د خبریال په توګه خدمت وکړ. د بالتیمور تر لویې اورلګېدنې دوه‌نیم کاله وروسته د ۱۹۰۶ کال په جون کې ورځپاڼه د جین د څښتن او خپرندوی د سیال چارلېز. اېچ ګراسټي له خوا واخیستل شوه چې له ۱۸۹۲ کال څخه د دنیوز/خبرونو ورځپاڼې سموونکی او څښتن و. فلیکس اګنوس د ښار له پخوانیو (۱۷۷۳) او بالتیمور امریکن له لویو ورځپاڼو څخه وه. هغوی د هېرالډ کارکوونکي، شتمنۍ او سرچينې سره ووېشلې. مېنکن بالتیمورسن ته لاړ او هلته یې د چارلېز. اېچ ګراسټي لپاره کار وکړ. هغه تر ۱۹۴۸ کال پورې د پوره ورځې کارکوونکي په توګه له سن، اېونېنګ سن (چې په ۱۹۱۰ کال کې يې بنسټ کېښودل شو) او سنډې سن  ورځپاڼو سره کار وکړ او تر مغزي سکتې وروسته يې له لیکلو څخه لاس واخیست.

مېنکن د داسې سرمقالو او نظریو پر لیکنو پیل وکړ چې په سن/لمر کې يې د هغه نوم لوړ کړ. د دې تر څنګ يې لنډې کیسې، ناول او ان شعرونه ولیکل چې وروسته یې ښکاره کړل. په ۱۹۰۸ کال کې هغه د سمارټ سيټ مجلې ادبي منتقد شو او په ۱۹۲۴ کال کې يې له جورج ژان ناتان سره امریکن مېرکیوري مجله چې د الفرډ. اې. ناف له خوا خپره شوې وه سمه او رامنځته کړه. ډېر زر یې یو هېوادنی چاپشمېر رامنځته کړ او په امریکا کې د کالج په ساحو کې ډېر اغېزمن پرېوت. مېنکن په ۱۹۳۳ کال کې له سمونګرۍ څخه استعفا وکړه.

شخصي ژوند[سمول]

واده[سمول]

مېنکن په ۱۹۳۰ کال کې له سارا هارډت سره، چې د بالتیمور په ګوچر کالج کې د انګلیسي ژبې یوه جرمني‌الاصله- امریکايۍ استاده او له هغه څخه ۱۸ کاله کشره وه واده وکړ. هارډت د نولسم سمون/اصلاح لپاره په الاباما کې د نابریاليو هڅو مشري کړې وه. دوی دواړو په ۱۹۲۳ کال کې په ګوچر کې د مېنکن د وینا تر نیوکې وروسته سره وپېژندل؛ یو اووه کلن مینتوب پیل شو. دا واده د ټولو خبرونو په سرټکي بدل شو او ټول پر دې حیران و هغه مېنکن چې یو وخت واده «ناهیلی پای» بللی و او په داسې یو کس مشهور و چې د دوو جنسونو تر منځ اړیکې يې مسخرې بللې، اوس په خپله قرباني شوی و. مېنکن وویل: «سپڅلې اروا ماته الهام راکړ، د نورو ټولو کفارو په څېر زه هم یو خرافاتي سړی او د ګمراهانو په لار روان یم: دا ډېر غوره ښکاري» ان تر دې هم ډېره حیرانوونکې د الاباما له لرغونې اوسېدونکې سره د هغه واده و، له دې سره سره چې هغه د امریکا د سويل په اړه ډېره سپکه مقاله ليکلې وه. هارډېت د خپل کډ ژوند په ټوله دوره کې له توبرکلوز ناروغۍ څخه کړېده چې روغتیا يې کمزورې کړې وه او په ۱۹۳۵  کال کې د مېننجایت (د مغز د سحایا طبقې التهاب، ژباړن) له امله مړه شوه او مېنکن يې غم‌جن کړ. هغه تل د خپلې مېرمنې له لیکنو څخه ملاتړ وکړ او د هغې تر مړینې وروسته یې د سویلي البوم په نوم د هغې د لنډو کیسو  یوه ټولګه خپره کړه. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

سرچينې[سمول]

  1. "Obituary", Variety, February 1, 1956 منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. Mencken, Henry (1926). "Notes on Democracy". New York: Alfred Knopf. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); Cite journal requires |journal= (لارښود)
  3. (په December 5, 1989 باندې). Mencken Was Pro-Nazi, His Diary Shows.
  4. Gibson, Larry S. (Winter 2014). "H.L. Mencken: Racist or Civil Rights Champion?". Menckeniana. 208 (208): 1–12. JSTOR 26485502. If one were to label Mencken's way of looking at mankind, one could rightly call it "elitism". It was not "racism". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Siegel, Fred. The Revolt Against the Masses. New York City: Encounter Books. د کتاب پاڼې 25. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  7. Sowell, Thomas (1996), Migrations and Cultures: A World View, New York: Basic Books, د کتاب پاڼې 82, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0465045891, ... it may be indicative of how long German cultural ties endured [in the United States] that the German language was spoken in childhood by such disparate twentieth-century American figures as famed writer H. L. Mencken, baseball stars Babe Ruth and Lou Gehrig, and by the Nobel Prize-winning economist George Stigler. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Detailed description, Baltimore: Mencken's home, د اصلي آرشيف څخه پر اکتوبر 27, 2005 باندې منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Happy Days, p. vii
  10. St. Petersburg Times – September 23, 1987
  11. Newspaper Days, 1899–1906, p. 58.
  12. Goldberg 1925، م. 93.
  13. Sara Haardt (short biographical sketch), AL منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Alabama rejected the Nineteenth Amendment on September 22, 1919, though it later ratified it as a symbolic gesture on September 8, 1953.
  15. Mencken (bio), Mencken house, د اصلي آرشيف څخه پر February 4, 2012 باندې, د لاسرسي‌نېټه June 17, 2012 منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. "Literary Figures: Sally Haardt", The Real South: Famous People, AL منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)