ایمانویل مکرون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له اېموانوېل مکرون نه مخ گرځېدلی)
ایمانویل مکرون
(فرانسیسی: Emmanuel Macron)[۱]  د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ایمانویل مکرون
ایمانویل مکرون

د شخص معلومات
زیږون نوم (فرانسیسی: Emmanuel Jean-Michel Frédéric Macron)[۱]  د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۱ ډيسمبر ۱۹۷۷[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
تابعیت فرانسه[۱]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 1.73 متر[۹]  د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهب اګنوسټېزم[۱۰]  د (P140) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند خپلواک کاندید (۲۰۰۹–۲۰۱۶)  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
طبی کیفیت کویډ–19[۱۱]  د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
دنده سياستوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه فرانسوي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) فرانسوي[۱۲][۱۳]
انگليسي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سياست[۱۴]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
ایمانویل مکرون
ایمانویل مکرون

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (فرانسوي)  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

اېمانوېل ژان میشل فرېډریک مکرون (په فرانسوي ژبه: [emanɥɛl ʒɑ̃ miʃɛl fʁedeʁik makʁɔ̃]؛ چې د ۱۹۷۷م کال د ډسمبر پر ۲۱مه زیږېدلی) یو فرانسوی سیاستوال دی او د ۲۰۱۷م کال د مې له ۱۴مې راهیسې د فرانسې ولسمشر دی.

مکرون د فرانسې په امینس ښار کې زیږېدلی. نوموړي په 'پاریس نانتر پوهنتون' کې فلسفه لوستې او وروسته یې بیا په 'ساینس پو' پوهنتون کې په عامه چارو کې ماسټري کړې او په ۲۰۰۴م کال کې د ادارې له ملي پوهنتون (École nationale d'administration) څخه فارغ شوی. هغه د مالیې عمومي پلټونکې یا تفتیش اداره کې د لوړپوړي ملکي مامور په توګه کار وکړ او وروسته بیا په روتسچایلډ (Rothschild & Co) کمپنۍ کې د پانګونې د برخې بانکي مامور و.

کله چې د ۲۰۱۲م کال په مې میاشت کې فرانسوا اولاند د فرانسې ولسمشر وټاکل شو، له ټاکل کېدو لږ وروسته یې مکرون د ولسمشرۍ د سرمنشي مرستیال وټاکه او په دې توګه نوموړی د ولسمشر اولاند یو لوړپوړی سلاکار شو. وروسته بیا د لومړي وزیر مانوېل والز له خوا د ۲۰۱۴م کال په اګست کې د اقتصاد، صنعت او ډیجیټل چارو د وزیر په توګه د فرانسې په کابینه کې وټاکل شو. په دغه رول کې، مکرون د یو شمېر سوداګرۍ-خوښو اصلاحاتو ملاتړ وکړ. هغه د ۲۰۱۶م کال په اګست میاشت کې له کابینې څخه استعفا وکړه او د فرانسې د ۲۰۱۷م کال د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره یې کمپاین پیل کړ. که څه هم مکرون له ۲۰۰۶م څخه تر ۲۰۰۹م کال پورې د سوسیالیست ګوند غړی و، خو د 'لا ریپبلیک این مارچې' (La République En Marche!) تر بیرغ لاندې یې په ټاکنو کې برخه واخیسته، چې یو منځلاری او اروپایي اتحاد پلوه سیاسي غورځنګ دی او نوموړي د ۲۰۱۶م کال په اپریل کې جوړ کړ.

تر یوې کچې د فیلون افېر (Fillon affair) د قضیې له کبله هم وه چې ماکرون د رایې اچونې په لومړي پړاو کې تر نورو مخکې و، او بالاخره یې د ټاکنو په دویم پړاو کې له ۶۶.۱ سلنه رایو سره مارین لي پین ته ماتې ورکړه او د ۲۰۱۷م کال د مې په ۷مه د فرانسې ولسمشر وټاکل شو. مکرون د ولسمشر کېدو پر مهال ۳۹ کلن و او په دې توګه د فرانسې په تاریخ کې تر ټولو ځوان ولسمشر شو. نوموړي ایډوارډ فیلیپ د لومړي وزیر په توګه وټاکه او یوه میاشت وروسته د فرانسې د ۲۰۱۷م کال په پارلماني ټاکنو کې د مکرون ګوند، لا ریپبلیک این مارچې (LREM)، په ملي شورا کې اکثریت څوکۍ وګټلې. مکرون د خپلې ولسمشرۍ پر مهال د کار په قوانینو او مالیاتو کې د څو اصلاحاتو څارنه کړې ده. د هغه د اصلاحاتو مخالفت، په ځانګړې توګه د تېلو اړوند وړاندیز شوې مالیې پر وړاندې، د ۲۰۱۸م کال د ژېړ واسکټو په لاریونونو او ځینو نورو لاریونونو سره پای ته ورسېد. په ۲۰۲۰م کال کې، نوموړي د فیلیپ تر استعفا وروسته جین کاسټیکس د لومړي وزیر په توګه وټاکه. له ۲۰۲۰م کال راهیسې نوموړي له کووید-۱۹ وبا سره د فرانسې د مبارزې او د واکسین بهیر رهبري پر غاړه لرلې ده.

د فرانسې ولسمشر[سمول]

مکرون د ۲۰۱۷ کال د اپرېل په ۲۳مه د ټاکنو له لومړي پړاو وروسته دویم پړاو ټاکنو ته ځان نوماند کړ. هغه د مې پر ۷مه د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنې د لومړنیو پایلو له مخې په پراخه کچه وګټلې او د ملي جبهې نوماندې مارین لي پین پکې خپله ماتې ومنله. په ۳۹ کلنۍ عمر کې له ولسمشر کېدو سره، هغه د فرانسې په تاریخ کې ترټولو ځوان ولسمشر او تر ناپلیون وروسته د فرانسې ترټولو ځوان د دولت مشر شو. نوموړی همدا راز د فرانسې لومړنی هغه ولسمشر هم دی چې په ۱۹۵۸ کال کې د پنځم جمهوریت له جوړېدو وروسته زېږېدلی دی.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

مکرون په رسمي توګه د مې پر ۱۴مه ولسمشر شو. نوموړي پیټریک سټرزودا د خپل دفتر د مشر په توګه او اسماعیل ایمیلین د ستراتیژۍ، اړیکو او ویناوو په برخه کې د خپل ځانګړي سلاکار په توګه وټاکه. د مې پر ۱۵مه یې د جمهوري غوښتونکو ایډوارډ فیلیپ د لومړي وزیر په توګه وټاکه. په همدې ورځ یې خپل لومړی رسمي بهرنی سفر هم وکړ او په برلين کې یې د جرمني له صدراعظمې انګلا مېرکل سره وکتل. دواړو مشرانو د اروپایي اتحادیې لپاره د فرانسې او جرمني د اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ. دوی همدا راز د اروپا لپاره د یوې "مشترکې لار نقشې" پر چمتو کولو هم سره سلا شول او ټینګار یې وکړ چې یو یې هم د اروپایي اتحادیې په تړونونو کې د بدلون مخالف نه دی.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د ۲۰۱۷ کال په پارلماني ټاکنو کې د مکرون ګوند ‘لا ریپبلیک این مارچې’ او د هغه د دیموکراتیک غورځنګ متحدینو اکثریت ترلاسه کړ او له ۵۷۷ څوکیو څخه یې ۳۵۰ هغه وګټلې. خو کله چې جمهوري غوښتونکي د سنا په ټاکنو کې د ګټونکو په توګه راڅرګند شول، د حکومت ویاند کریسټوف کاسټنر وویل چې ټاکنې د هغه د ګوند لپاره یوه "ناکامي" وه.[۲۷][۲۸]

د ۲۰۲۰ کال د جولای په ۳مه، مکرون ښي اړخی منځلاری ژان کاسټیکس د فرانسې د لومړي وزیر په توګه وټاکه. کاسټیکس یو سوسیال محافظه کار بلل کېږي او د جمهوري غوښتونکو د ګوند غړی و. دغه ټاکنه "د هغه مسیر دوه چنده کول وبلل شول چې په پراخه کچه په اقتصادي شرایطو کې د ښي اړخي منځلاري په توګه لیدل کیږي".[۲۹][۳۰]

کورنی سیاست[سمول]

مکرون د ولسمشر په توګه په خپلو لومړیو څو میاشتو کې د عامه اخلاقیاتو، د کار قوانینو، مالیاتو، او د قانون پلي کوونکو ادارو په واکونو کې د اصلاحاتو د یوې ټولګې د تصویب لپاره فشار راوړ.

سیاسي دریځونه[سمول]

مکرون ته تر ډېره بریده د یوه منځلاري په سترګه کتل کېږي. ځینې کتونکي هغه یو سوسیال لیبرال بولي او نور یې بیا یو سوسیال ډیموکرات ګڼي. د فرانسې په سوسیالست ګوند کې د غړیتوب پر مهال، نوموړي د ګوند د منځدریځې څانګې ملاتړ وکړ، چې سیاسي دریځ یې د بل کلنټن، ټوني بلیر، او ګیرارډ شروډر له خوا پر مخ وړونکي دریمې لارې سیاست سره تړاو لري او مخکښ ویاند یې پخوانی لومړی وزیر مانویل والز و.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹]

اقتصاد[سمول]

مکرون د آزاد بازار او د عمومي بودجې د کسر کمولو ملاتړ کړی دی. هغه لومړی ځل په ډاګه له لي مونډ (Le Monde) سره د ۲۰۱۵ کال په یوه مرکه کې د ځان لپاره د لیبرال کلمه وکاروله. هغه وویل چې "نه ښي اړخی او نه هم کیڼ اړخی" دی او دا چې هغه د "ټولنیز پیوستون" پلوي کوي. د ۲۰۱۶ کال په اګست کې له فیلیپ ډي ویلیرز سره په وېنډي کې د پوی دو فو د لیدنې پرمهال، هغه وویل: "صداقت ما دې ته اړ باسي چې ووایم زه سوسیالیست نه یم." مکرون څرګنده کړه چې هغه د "کیڼ اړخي حکومت" برخه و، ځکه چې هغه غوښتل د هر وزیر په څېر "د خلکو ګټو ته کار وکړي." په خپل کتاب انقلاب کې، چې د ۲۰۱۶ کال په نومبر کې خپور شوی، مکرون خپل ځان هم "کیڼ اړخي" او هم "لیبرال... که د لیبرالیزم معنا یو څوک پر انسان باندې باور ګڼي" بللی دی. [۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴][۵۵]

بهرنی سیاست[سمول]

مکرون په ۲۰۱۷ کال کې د فرانسې له لوري د الجزایر استعمار د "بشریت ضد جرم" وباله. هغه دا هم وویل: "دا واقعیا وحشیانه ده او دا د هغه تېر تاریخ برخه ده چې له کبله یې موږ باید له هغو کسانو بښنه وغواړو پر کومو چې موږ دا کړنې ترسره کړې دي." د ۲۰۲۱ کال په جنوري کې، مکرون وویل چې د فرانسې له لوري د الجزایر د استعمار، استعماري سرغړونو یا د الجزایر د خپلواکۍ په جګړه کې د فرانسې د ښکیلتیا له کبله "هېڅ پښېماني او بښنه" نشته. پرځای به یې هڅې د پخلاینې لپاره وي.[۵۶][۵۷][۵۸][۵۹][۶۰][۶۱][۶۲][۶۳][۶۴][۶۵]

شخصي ژوند[سمول]

ماکرون له بریګیټ تروګنیکس (Brigitte Trogneux) سره واده کړی، چې ۲۴ کاله تر هغه مشره او په امینس کې د هغه د لا پروویډنس عالي لیسې پخوانۍ ښوونکې وه. دوی دواړو د تیاتر په یوه ورکشاپ، چې د نوموړې له لوري وړاندې کېده، سره ولیدل چې هغه مهال نوموړی ۱۵ کلن زده کوونکی و او نوموړې ۳۹ کلنه ښوونکې وه، او کله چې نوموړی ۱۸ کلن شو، سره جوړه شول. د هغه مور او پلار په پیل کې هڅه وکړه چې دوی سره جلا کړي او په همدې موخه یې نوموړی پاریس ته ولېږه چې د زده کړو وروستی کال بشپړ کړي، ځکه دوی احساس کاوه چې د نوموړي د کم عمرۍ او ځوانۍ له کبله دا یوه نامناسبه اړیکه جوړه شوې ده. خو بیا هم، دا جوړه د مکرون له فراغت وروسته بېرته سره یوځای شوه او بالاخره یې په ۲۰۰۷ کال کې واده وکړ. د نوموړي مېرمن له پخواني واده څخه درې ماشومان لري خو نوموړی بیا خپل اولاد نه ترې لري. د ۲۰۱۷ کال د ولسمشرۍ په کمپاین کې د تروګنیکس رول خورا مهم وګڼل شو او د مکرون د نږدې متحدینو په وینا، ټروګنیکس له ماکرون سره د وینا کولو په څېر مهارتونو په وده کې مرسته کړې ده.[۶۶][۶۷][۶۸][۶۹][۷۰][۷۱][۷۲][۷۳]

واک[سمول]

شخصیت[سمول]

سرچینۍ[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ GND ID: https://d-nb.info/gnd/1089164025 — د نشر نېټه: ۳ مې ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb17020443x — د نشر نېټه: ۳ مې ۲۰۱۷ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  3. https://brockhaus.de/ecs/julex/article/macron-emmanuel — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  4. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/macron-emmanuel — subject named as: Emmanuel Macron — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  5. GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=macrone — subject named as: Emmanuel Macron
  6. Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=emmanuel;n=macron — subject named as: Emmanuel Macron
  7. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000030108 — subject named as: Emmanuel Macron — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. Who's Who in France biography ID: https://www.whoswho.fr/bio/-_68216 — سرليک: Who's Who in France
  9. Benoît Hamon, François Fillon, Emma­nuel Macron : Quelle est la taille des candi­dats à la prési­den­tielle ? — د نشر نېټه: ۲۵ مې ۲۰۱۷
  10. https://www.thelocal.fr/20180625/meeting-with-pope-puts-macrons-religious-views-in-spotlight
  11. https://www.cnn.com/2020/12/17/europe/emmanuel-macron-covid-positive-france-intl/index.html — د نشر نېټه: ۱۷ ډيسمبر ۲۰۲۰
  12. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo2018995932 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  13. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/317006947
  14. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo2018995932 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  15. Plowright, Adam (7 May 2017). "Emmanuel Macron: a 39-year-old political prodigy". MSN. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په 7 May 2017 باندې). En direct, Emmanuel Macron élu président : " Je défendrai la France, ses intérêts vitaux, son image ".
  17. . Emmanuel Macron becomes France's youngest president.
  18. Schnur, Dan (29 April 2017). "Anger underlying French elections is roiling California too". San Francisco Chronicle. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Macron the mould-breaker – France's youngest leader since Napoleon". Reuters. 7 May 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. C.Sa (په 8 May 2017 باندې). Passation de pouvoir : François Hollande passera "le flambeau" à Macron dimanche 14 mai.
  21. (په 14 May 2017 باندې). Patrick Strzoda, ancien préfet de Bretagne, directeur de cabinet d'Emmanuel Macron. France 3 Bretagne.
  22. (په 14 May 2017 باندې). Le parcours fulgurant d'Ismaël Emelien, le nouveau conseiller spécial d'Emmanuel Macron. BFM TV
  23. (په 15 May 2017 باندې). France's Macron names Republican Philippe as PM. BBC News.
  24. (په 15 May 2017 باندې). Le premier ministre Philippe prépare " un gouvernement rassembleur de compétences ".
  25. (په 15 May 2017 باندې). French President Macron heads to Berlin for his first official foreign visit. CNN
  26. (په 15 May 2017 باندې). Emmanuel Macron and Angela Merkel pledge to draw up 'common road map' for Europe.
  27. l'Intérieur, Ministère de. "Résultats des élections législatives 2017". interieur.gouv.fr/Elections/Les-resultats/Legislatives/elecresult__legislatives-2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Macron’s government admits French Senate elections a ‘failure’ South China Morning Post
  29. (په 3 July 2020 باندې). France's Macron picks Jean Castex as PM after Philippe resigns. BBC News.
  30. (په 3 July 2020 باندې). Picking low-profile French PM, Macron bets big on himself. Politico.
  31. "France's Macron Joins Presidential Race to 'Unblock France'". BBC, UK. 16 November 2016. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اپرېل ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. (په 24 April 2017 باندې). French election: Far right Marine Le Pen and centrist Emmanuel Macron through to final round. London Evening Standard.
  33. (په 21 February 2017 باندې). France's Fillon overtakes centrist Macron in election ratings – poll. Reuters.
  34. (په 24 April 2017 باندې). Centrist Macron and far-right Le Pen in French presidency fight. The Scotsman.
  35. (په 4 February 2017 باندې). France election: Centrist rising star Macron urges unity. BBC News.
  36. (په 23 April 2017 باندې). Right-wing Le Pen claims victory alongside centrist Macron for French presidential runoff, with E.U. future at stake. The Washington Post.
  37. Gaël Brustier . Macron ou la "révolution passive" des élites françaises. Slate.
  38. (په 27 August 2014 باندې). Valls II: social-démocrate ou social-libéral ?. Libération.
  39. (په 26 August 2014 باندې). Emmanuel Macron, un banquier social-libéral à Bercy.
  40. Jalabert, Pascal. "La ligne social libérale passe par Macron". Est Républicain (په فرانسیسی ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. V.V. "Macron, l'anti-Montebourg". Le Journal de Dimanche (په فرانسیسی ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. "Nommé à Bercy, l'ancien banquier Emmanuel Macron fait consensus". Le Point. 27 August 2014. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. Biseau, Grégoire; Allemagna, Lilian (26 August 2014). "Valls et les jeunes loups hollandais". Libération. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. Odile Benyahia-Kouider (28 December 2012). "Ils ont marqué 2012: Emmanuel Macron, l'enfant prodige de l'Elysée". Le Nouvel Observateur (په فرانسیسی ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ اگسټ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. "Gauche, droite, centre... qui peut s'allier à Macron?". Bfmtv.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. "C'est la confiance des entreprises que Manuel Valls doit vraiment obtenir". Slate. 17 September 2014. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. "Manuel Valls, c'est le blairisme, mais plus à droite encore". Le Nouvel Observateur. 29 August 2014. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ اگسټ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. Perrineau, Pascal (2016). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Les droites en France à l'horizon de 2017"]. Le Débat 191 (4/191): 113–20. doi:10.3917/deba.191.0113. 
  49. "Valls and Macron have much in common...apart from their poll ratings". Financial Times. 12 January 2016. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. (په 17 September 2012 باندې). Avec Macron, l'Elysée décroche le poupon. Libération.
  51. (په 27 September 2015 باندې). Emmanuel Macron: "Le libéralisme est une valeur de la gauche". Le Monde.
  52. "Emmanuel Macron, l'homme qui excelle pour ne pas répondre aux questions" (په فرانسیسی ژبه کي). Marianne.net. 4 September 2016. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ نومبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  53. (په 20 August 2016 باندې). " Je ne suis pas socialiste " : la déclaration de Macron au Puy du Fou agace la gauche. Le Monde.
  54. "Macron: 'L'honnêteté m'oblige à vous dire que je ne suis pas socialiste'". BFMTV. 22 August 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  55. Toussay, Jade (23 November 2016). "Les premiers extraits de 'Révolution', le livre d'Emmanuel Macron, dévoilés". HuffPost (په فرانسیسی ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ فبروري ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  56. (په 18 February 2017 باندې). Emmanuel Macron loses lead in French election polls after remarks on colonial Algeria and gay marriage spark outrage. The Daily Telegraph.
  57. Genin, Aaron (30 April 2019). "FRANCE RESETS AFRICAN RELATIONS: A POTENTIAL LESSON FOR PRESIDENT TRUMP". The California Review (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  58. (په 16 February 2017 باندې). French presidential hopeful Macron calls colonization a 'crime against humanity. France 24
  59. (په 18 February 2017 باندې). Emmanuel Macron loses lead in French election polls after remarks on colonial Algeria and gay marriage spark outrage. The Daily Telegraph.
  60. (په 20 January 2021 باندې). 'No repentance nor apologies' for colonial abuses in Algeria, says Macron.
  61. (په 20 January 2021 باندې). Macron rules out official apology for colonial abuses in Algeria.
  62. (په 20 January 2021 باندې). Macron Rules Out Apology For Colonial Abuses In Algeria.
  63. (په 20 January 2021 باندې). 'No repentance nor apologies' for colonial abuses in Algeria, says Macron.
  64. (په 20 January 2021 باندې). Macron rules out official apology for colonial abuses in Algeria.
  65. (په 20 January 2021 باندې). Macron Rules Out Apology For Colonial Abuses In Algeria.
  66. کينډۍ:In lang VIDEO. Les images du mariage d'Emmanuel Macron et de Brigitte Trogneux, diffusées. Le Parisien (22 November 2016).
  67. (په 2 February 2017 باندې). Sex and the French Elections. The New York Times.
  68. "Emmanuel Macron – The new French minister of the economy". Cosmopolis. 27 August 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  69. (په 8 February 2017 باندې). Emmanuel Macron's Unexpected Shot at the French Presidency. The Atlantic.
  70. "Subscribe | theaustralian". The Australian. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اپرېل ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  71. . Brigitte Macron – Trogneux : le rôle essentiel de la femme d'Emmanuel Macron. Linternaute.
  72. (په 14 May 2017 باندې). Emmanuel Macron and the Barren Elite of a Changing Continent. Washington Examiner.
  73. FRANCE 24 English (4 May 2018), Macron, one year on: What's changed in France?, د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اگسټ ۲۰۱۸ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)