اېسټروجن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اېسټريول. د دوه هايډروآکسيل (-OH) ډلې ته چې د D کړۍ (د ښي لور کړۍ) سره تړلې ده پام وگرځوۍ.
اېسټراډيول. د يوه هايډروآکسيل ډلې ته چې د D کړۍ سره تړلې ده پام وگرځوۍ. د 'di' يا ډای مختاړی د دواړو همدغه هايډروآکسيل او د A کړۍ هايډروآکسيل ډلې لور ته اشاره کوي (تر ټولو کيڼ لور ته).
اېسټېرون. د کېټون (=O) ډلې ته چې د D کړۍ سره تړلې پام وگرځوۍ.

اېسټروجن (په انگرېزي: Estrogen) يو ښځينه جنسي هورمون دی چې په ښځينه جنسي غدې اووېريوم (Ovarium) کې ترشح کېږي. د کيميايي جوړښت له مخې له سټېروئيډونو له ډلې نه گڼل کېږي او د ترکيب منځني توکي يې له پروجېسټرون نه عبارت دی. د پروجېسټرون هورمون په دواړو ښځينه او نارينه جنسي غدو کې شته دي. اېسټروجن د کولېسټرول نه مېنځ ته راځي.

په ښځو کې د اېسټروجن او اندروجن دواړه هورمونونه شته، خو د اېسټروجن کچه يې د اندروجن په پرتله ډېره ده. د مونث جنس د هورمونو نه اېسټراډيول ډېر فعال دی. همدارنگه د اسټريول، اېسټران او د اېسټراډيول سټېروئيډي هورمونونه چې په پلاسېنټا (Placenta) او زهدان کې ترشح کېږي، د همدې هورمونو له ډلې نه گڼل کېږي. اېسټروجن په ډېره لږه اندازه د اډرېنال غدې په پوټکي او ټېسټېس (Testes) (خوټې) کې ترکيبېږي. په ډېرو بوټو کې سټېروئيډي هورموني مرکبات د اېسټروجن د هورمون په شان ځانگړنې لري. په اورگانيزم کې د اېسټروجن ژوندپوهنيزې اغېزې عبارت دی له مياشتني دوران، بلاربښت او د شيدو توليد، په جنسي غړو او زهدان کې د ځانگړو بدلونونو، د شيدو د غُدې د ودې او د دويمو جنسي نښو او علامو، لکه د ښځو د تيو د اورگانيزم جوړښت، د وېښتانو کموالی او نورو سبب گرځي. د حُجروي انقسام او د هډوکو توليدولو عمليې تحريکوي، د فوليکول (Folicle) په پخېدلو سره د زهدان (زيلان) د محاطې غشاء په وده او ژېړ جسم په ساتلو کې مرسته کوي. د زهدان په ووبونو (انساج) کې مېټابوليزم لوړوي او د آکسيجن لگښت او د نيوکليک اسيدونو او پروټينو ترکيب پياوړی کوي. وروسته له ۴۰ - ۴۵ کالونو نه په ښځو کې د اېسټروجن ترشح کمېږي، چې د دې په پايله کې د ښځو مياشتنی دوران بې نظمه کېږي او په ورو ورو له منځه ځي. د مياشتني دوران له مېنځه تللو سره ځينې ناکرارۍ لکه ميالجيا (Myalgia) (د عضلاتو دردونه)، عصبانيت او نورې نښې راپېدا کېږي. اېسټروجن د وينې له بهېدلو د گړنديتوب وړتيا لري، نو ځکه د وريد په داخل کې د ۲۰ ملي گرامه اېسټروجن اېسټر سلفېټ نه کار اخيستل کېږي. اېسټروجن د پروسټاټ د سرطان په درملنه کې چې د جراحۍ اسباب نه لري، هم کارېږي.