ایوفیمیا هاینز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ایوفیمیا هاینز
ایوفیمیا هاینز
ایوفیمیا هاینز

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت ۱۱ سپټمبر ۱۸۹۰[۱]
واشنګټن ډي سي   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 25 مې 1980 (90 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واشنګټن ډي سي [۲]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نسل امریکی افریقی [۳][۴]  د (P172) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
د کړنې څانګه شمېرپوهنه   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

مارتا ایوفیمیا لُفتون هاینز (۱۱ سپتمبر ۱۹۸۰ – ۲۵ جولای ۱۹۸۰ ز کال) امریکايي ریاضي پوهه او ښوونکې وه. هغه لومړنۍ افریقايي الاصله امریکايي وه چې د دوکتورا علمي درجه یې ترلاسه کړه، هغې خپله دوکتورا په ۱۹۴۳ ز کال کې د امریکا له کاتولیک پوهنتون څخه ترلاسه کړه.

ژوند[سمول]

ایوفیمیا لُفتون د غاښونو د ډاکټر او مالي سلاکار، ویلیام اس. لفتنون او د وړکتون د ښوونکې ولاوینیا دې لفتون یوازنۍ اولاد و. هغې په ۱۹۰۷ ز کال کې د ام.سټریټ په عالي ښوونځي کې د ښوونځي د دورې د پای وینا وکړه او په ۱۹۰۹ ز کال کې یې د رنګین پوستو له نورمال ښوونځي (Normal School for Colored Girls) څخه چې اوس مهال د کلمبیا د منطقې د پوهنتون په نوم یادېږي په عالي درجه د ښوونې او روزنې په برخه کې دیپلوم ترلاسه کړ. له هغې وروسته نوموړې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او په ۱۹۱۴ ز کال کې یې د ریاضي په اصلي څانګه (او ارواه پوهنې په فرعي څانګه کې) له سمیت کالج څخه لیسانس ترلاسه کړ. هغې په ۱۹۱۷ ز کال کې له آپو هاینز سره چې ښوونکی و واده وکړ. په ۱۹۳۰ ز کال کې یې له شیکاګو پوهنتون څخه د ښوونې او روزنې په برخه کې ماسټري واخیسته او په ۱۹۴۳ ز کال کې یې د امریکا له کاتولیک پوهنتون څخه خپله دوکتورا ترلاسه او د لون لاندري تر نظر لاندې یې، د مشخصو متقارنه تناظرونو په ګډون د خپلواکو شرایطو لرونکو ټولګو (The Determination of Sets of Independent Conditions Characterizing Certain Special Cases of Symmetric Correspondences.)تر عنوان لاندې خپله رساله بشپړه کړه.[۵]

هاینز "په پراخ ډول د کلمبیا سیمې د ښوونې او روزنې له سیستم سره مرسته وکړه". هغې د ۴۷ کلونو لپاره د واشنګټن ډي سي په دولتي ښوونځیو کې درس ورکړ او په ۱۹۶۶ ز کال لومړنۍ هغه ښځه وه چې د ډي سي د ښوونې او روزنې د پلاوي مشري یې پر غاړه واخیسته، نوموړې تر ۱۹۶۷ ز کال پورې په دغه څوکۍ خدمت وکړ. هغې په دغه مهال چې د ډي سي د ښوونې او روزنې د پلاوي مشري یې پر غاړه لرله په کلکه یې د وړتیاوو له مخې د زده کوونکو د جلا کولو د سیستم په شتون نیوکې وکړې، هغې استدلال کاوه چې د دغه سیستم له مخې په ځانګړو ډلو کې د افریقايي – امریکايي زده کوونکو ځای پر ځای کول هغوی د کالج دورې ته په سمه توګه نشي چمتو کولای. دغه چارې په ۱۹۶۷ ز کال کې د هان سن پر واړندې د هاب سن د قضیې د ثبت لامل وګرځېدې او په پایله کې په ډي سي کې د زده کوونکو د ډل بندۍ سیستم پای ته ورسېد. هغې په ګاریسون او ګارفیلډ ښوونځیو کې د لومړي صنف زده کوونکو او په ارمسترنګ عالي ښوونځي کې یې د ریاضي درس ورکړ. هغې په دنبار عالي ښوونځي کې د ریاضي درس ورکړ او د دغه ښوونځي د ریاضي ډیپارټمنټ مشري یې پر غاړه لرله. هاینز د کلمبیا سیمې په پوهنتون کې (University of the District of Columbia) د ریاضي ښوونکې/فروفیسوره وه، هلته یې د ریاضي او سوداګریزو زده کړو د پوهنځۍ بنسټ کېښود او د هغو ریاست یې پر غاړه درلود. دغه پوهنتون د افریقايي- امریکايي ښوونکو د روزنې لپاره ځانګړی شوی و.[۶]

هغه په ۱۹۵۹ ز کال کې د عامه ښوونځیو له سیسټم څخه تقاعد شوه، خو خپلو چارو ته یې دوام ورکړ او د کلمبیا د سیمې په پوهنتون کې یې د ریاضي پوهنځی تاسیس کړ. هغې کله کله نیم مهال د هاوارد په پوهنتون کې هم درس ورکاوه. هاینز په ګڼ شمېر ټولنیزو چارو کې دخالت درلود. نوموړې په لاندې ټولنیزو برخو کې خدمت کړی: د کاتولیک مېرمنو د آرچیدوشن شورا (کلیسا ته اړونده شورا ده) د لومړۍ مرستیالې په توګه، د فایدز سیمې د کورنو د مشورتي پلاوي مشره، د نړیوالې هوساینې د کمېټې غړې، د هوساینې د ملي شوار په اجرایوي کمېټه، د ډي سي د روغتیا او هوساینې شورا د اجرایو کمېتې غړې او مشره، د متحده خدمتونو د موسسې په ملي او سیمه ییزو کمېټو، د عیسویانو او یهودانو د ملي کنفرانس غړې، په واشنګټن کې په کاتولیک څو نژادي شورا، ښاري ملي اتحادیې، د رنګین پوستو د پرمختګ په ملي کمېټه (NAACP)، د رایو ورکونو ښځو په ټولنه او د امریکايي پوهنتوني ښځو په ټولنه کې. 

ستاینه[سمول]

په ۱۹۵۹ ز کال کې درویشتم پاپ جان هغې ته د پاپ د ویاړ مډال (Pro Ecclesia et Pontifice) ورکړ. په ۱۹۹۸ ز کال کې د امریکا د علومو د پراختیايي ټولنې د غړې په توګه وټاکل شوه.[۷]

میراث[سمول]

هاینز د ۱۹۸۰ ز کال د جولای په ۲۵ مه په خپل ټاټوبي (زېږېدو ځای) واشنګټن ډي سي کې د زړه د سکتې له امله مړه شوه. نوموړې د ښوونې او روزنې په پوهنځي کې د فروفیسرۍ/استادۍ څوکۍ څخه د ملاتړ او د زده کوونکو لپاره د مالي پورونو په موخه یو تراست/مالي صندوق جوړ کړی و چې ۷۰۰ زره ډالر یې کاتولیک پوهنتون ته وروبخښل. د هغې کورنۍ مقالې د کاتولیک پوهنتون په آرشیف کې ساتل کېږي.

په ۲۰۰۴ ز کال کې د اي. ال. هاینز عامه چارتر ښوونځی د هغې په ویاړ د دې په نوم ونومول شو. د امریکا کاتولیک پوهنتون د ایوفیمیا لفتون هاینز جایزه جوړه کوړه، دغه جایزه هغو زده کوونکو ته چې د ریاضي په برخه کې هیله بخښونکي مطالعات او لوړ استعداد ولري ورکول کېږي.

چاپ شوي آثار[سمول]

  • ایوفیمیا لُفتون هاینز. له تاریخي پلوه په لومړنیو او ثانوي ریاضیاتو کې د ارزونو پراختیا. شیکاګو پوهنتون، د ښوونې او روزنې پوهنځی (۱۹۳۰ ز کال).[۸]
  • ایوفیمیا لُفتون هاینز. د مشخصو متقارنه تناظرونو په ګډون د خپلواکو شرایطو لرونکې ټولګې. د امریکا د کاتولیک پوهنتون خپرندوی (۱۹۴۳ ز کال).[۹]

سرچينې[سمول]

  1. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Euphemia-Lofton-Haynes — subject named as: Euphemia Lofton Haynes — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  2. پیدا کوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
  3. BlackPast.org ID: https://www.blackpast.org/african-american-history/haynes-martha-euphemia-lofton-1890-1980/
  4. BlackPast.org ID: https://www.blackpast.org/african-american-history/haynes-martha-euphemia-lofton-1890-1980/
  5. Kelly, Susan E (2017). "Euphemia Lofton Haynes: Bringing Education Closer to the 'Goal of Perfection" (PDF). Notices of the American Mathematical Society. 64: 995–1003. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Euphemia Lofton Haynes, first African American woman mathematician". www.math.buffalo.edu. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Historic Fellows". American Association for the Advancement of Science. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Haynes, Euphemia Lofton (1930). The Historical Development of Tests in Elementary and Secondary Mathematics (په انګلیسي ژبه کي). University of Chicago, Department of Education, August. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Haynes, Euphemia Lofton (1943). Determination of Sets of Independent Conditions Characterizing Certain Special Cases of Symmetric Correspondences (په انګلیسي ژبه کي). Catholic University of America Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)