اکدي واکمنۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اکدي واکمنۍ
2334 زېږديز–2193 زېږديز
Location of
پلازمینه اکاد
دولت ټولواکمني
پاچا سارگن اکاد
تاریخ
 - پیل 2334 زېږديز
 - پای 2193 زېږديز

اکدي واکمنۍ د ۲۳۳۴ کال (ق.م.) څخه تر ۲۱۵۴ کال (ق.م.) پورې د فرات او دجله د سیندونو په منځ کی یوه پخوانۍ سامی واکمنۍ وه پلازمېته یی اکاد وه او رسمی ژیه اکادي ژبه وه چی د مېخي لیکدود په مرسته لیکل کېده. اکدي واکمنۍ د پخوانی واکمنیو څخه وه چی په ۲۳۳۰ کال (ق.م.) کی د سارگن اکاد لخوا جوړه شوه.[۱]

تاریخ[سمول]

په ۲۳۳۴ کال (ق.م.) د بین البحرین په سیمې کی څو د ښار دولتونه پراته ول دغه ښارونه په اوس وخت کی د کيش، اوروک، اور، امت، لاگاش ، ماري او ابلا په نومونو یادېږي او د سومېري حکمرانانو په لاس کی ول. په ۲۳۳۴ کال (ق.م.) د کيش یو کارمند سیاسی او پوځی قدرت حاصل کړ. په ۲۳۴۰ کال کی دغه کارمند چی په اوس وخت کی سارگن اکدي په توم یادېږي د سومېر حکمران شو. سارگن اکاد په بین النهرین کی په تاریخ کی لمړنی د مرکزیت دولت جوړ کړ. سارگن اکاد نوی پایتخت اکاد هم تاسیس کړ. سارگن اکاد د حکومت په وخت کی اکدي واکمنۍ پراخه کړه. په دی وخت کی علام او دیلمون د سارگن لاس ته ورغلل. د سارگن لمسۍ نرام سین د خکومت په وخت کی د کدي واکمنۍ اوج ته ورسېدله. په دی وخت کی سوریه، قبرس او ترکیه هم ونیول شول. په ۲۱۴۰ (ق.م.) اکدي واکمنۍ د گوتیانو لاس ته ورغله او په ۲۱۱۶ (ق.م.) د اور حکمران اتوحیکال د گوتیانو واکمنۍ ته ماته ورکړه. تر جگړې وروسته بین النهرین د اور واکمنۍ لاس ته ورغله.[۲]

سرچينې[سمول]

  1. https://cs.wikipedia.org/wiki/Akkadsk%C3%A1_%C5%99%C3%AD%C5%A1e
  2. https://cs.wikipedia.org/wiki/Sargon_Akkadsk%C3%BD