اډوارډ کولیس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اډوارډ کولیس
اډوارډ کولیس
اډوارډ کولیس

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۵ ډيسمبر ۱۷۸۶[۱][۲][۳]
مړینه 7 جولای 1868 (82 کاله)[۱][۲][۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ډیموکرات-جمهوریت غوښتونکی ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال [۴]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
اډوارډ کولیس
اډوارډ کولیس

اډوارډ کولس د ۱۷۸۶ ز کال د دسمبر له ۱۵مې د ۱۸۶۸ ز کال د جولای تر ۷مې ژوند کړی دی. نوموړی د امریکا و، بزګري او سیاست یې کاوه او په ۱۸۲۲ــ ۱۸۲۶ کلونو کې د ایلینوس دویم والي و. کولس د ورجینا له یوې زړې کورنۍ څخه و، کله چې ځوان و، نو د ولسمشرانو توماس جیفرسن او جیمز مونرو همکار و او همدارنګه له ۱۸۱۰ ز کال نه تر ۱۸۱۵ پورې د ولسمشر جیمز میډیسن منشي و.

بلوغ دوره کې، کولس د غلامۍ ضد مدافع وکیل و او ددې ژوند په اوږدو کې په میراث کې کښت او غلامان په لاس ورغلل؛ خو په اخر کې د خپلو غلامانو د ازادولو لپاره د ویرجینیا ایلینوس سیمې ته ولاړ. ​​۱۸۱۹ ز کال و، چې نوموړي ۱۹ غلامان ازاد کړل او دوی یې د ځمکې خاوندان کړل. نوموړی په الینوس کې دوه ځله د سیاسي کمپاینونو مشر شو، څو په نوي دولت کې ددې مخه ونیسي، چې غلامي قانوني نه شي. کولس له جیفرسن او میډیسن دواړو سره په تماس کې و او د غلامۍ د ختمولو د ملاتړ او د غلامانو د ازادولو  مشوره یې وکړه. کله چې په فلاډیلفیا پنسلوانیا کې د نوموړي ​​وروستي کلونه وو، نو دا مرسته یې وکړه، چې د ولسمشرانو د جمهوري غوښتونکو نظریاتو په اړه د پخوانیو تاریخ پوهانو نظرونه جوړ کړي.

لومړنی ژوند او زدکړه[سمول]

د کولس د زېږېدنې نېټه د ۱۷۸۶ ز کال د دسمبر ۱۵مه ده او د زېږېدنې ځای یې اینیسکورتي و. اینیسکورتي د مرکزي ویرجینیا په البمارل کاونټي کې یوه کرونده وه او د هارډویر سیند او د جیمز سیند یوه برخه ده. نوموړی د جان کولس ( ۱۷۴۵ــ۱۸۰۸) او ربیکا ټکر (۱۷۵۰ــ۱۸۲۶) تر ټولو کوچنی نارینه ماشوم و، چې دې دواړو لس نور ماشومان هم لرل. مشهور وکیل ویلسن کیري نیکولاس او ښاغلی (شاید ریو) وایټ د ځوان کولس لومړني ښوونکي وو، دوی په ډایر سټور کې ژوند کاوه. کولیس د ویرجینیا د هیمپډن سیډني په کالج کې و او یو څه وخت وروسته د ویرجینیا په ویلیامسبرګ کې د ویلیم او مریی کالج ته بدل شوی و.[۵][۶][۷][۸]

د ویلیم او ماري په وخت کې د روښانتیا ایډیالوژیو پر کولس ډېر اغېز کړی و، چې دغې ایډیالوژۍ ورته د ار ټي ریورډ جیمز میډین (د ویرجینیا د ډیوسیس لومړی ایپسکوپل بشپ او د کالج رییس) له خوا تدریس شوې وې. ښوونکي او ملا وايي، چې له اخلاقي اړخه غلامي بې دفاع ده؛ خو له واضح لاره ورته پیدا نه شي، نو بیا یوه ستونزه ده. د ځوان کولس تصمیم دا و، چې نه به غلام کېږي او چېرته چې غلامي منل شوې وي، په هغه ځای کې به ونه اوسېږي. په هر حال نوموړي ته دا نظرونه له خپل پلاره ورپاتې وو، د هغه د پلار ناروغي (او د هغه مشر ورور) ددې لامل شوه، چې کولس د ۱۸۰۷ ز کال په دوبي کې خپلې رسمي زده کړې پای ته ورسوي، ځکه چې د هغه د وروستي وصیت د لیکلو په وخت کې به یې پلار د غلامانو لپاره د نورو ملکیتونو ځای ونیسي. کله چې په ویرجینیا کې غلامان قانوني شول، په نورفولک کې د هغه لیسانس تره ټریوس او جان ټکر غلامان ازاد کړل او د کولس پلار جان یادونه وکړه، چې ځینې غلامان چې د ټراویس (یو دینداره میتودیسټ) له خوا خوشې شوي او اوس له ډېرې لوږې سره مخ دي. که چپ پاتې شي، نو دا یقیني کوي چې کولس به د غلامانو میراث لاسته راوړي، په دې ډول نوموړي ته دا فرصت برابروي، چې غلامان ازاد کړي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

کورنۍ[سمول]

د کولس نیکه والټر کولس نومېده او په ایرلینډ کې یې د ګمرک افسري کوله، د کولس کورنۍ د ویرجینیا له لومړنیو کورنیو څخه وه نیکه یې ریچمنډ ویرجینیا ته ولاړ او د سوداګرۍ له لارې یې ځان نېکمرغه کړ. د نوموړي نیکه جان نومېده او د هغو غوښتونکو له ډلې و، چې غوښتنه یې وکړه ریچمنډ دې د نوي ښار په توګه وپېژندل شي. نوموړي د کوکر سوداګر اسحاق وینسټن له کوچنۍ لور سره واده وکړ او له دې لارې یې کورنۍ سوداګري او ټولنیزې اړیکې پراخې کړې. د اډوارډ کولس پلار جان یا دویم جان و، چې انیسکارتي یې د ښکار له کمپ نه په ګټور فارم بدل کړ او ټولنیز بریالیتوب او کورنۍ سوداګري پسې نوره هم وغځوله.[۱۶]

د اډوارډ کولز د مورني نیکه د زېږېدنې ځای برمودا دی او د ویرجینیا د فقیه سینټ جورج ټکر په نسب کې راځي. د هغه د مور اجداد «په زاړه جیمزټاون کې لومړني او باعزته اوسېدونکي» وو.[۱۷]

کله چې د دوی د ادارې وخت و، د اډوارډ مشر ورور اسحاق ای کولس هم له توماس جیفرسن او هم له جیمز میډیسن سره د خصوصي سکرتریت دنده پر مخ وړې وه. توماس جیفرسن په مونټیسیلو کې کرونده لرله، چې په البمرل کاونټي کې نږدې وه. پردې سربېره د جیمز میډیسن مېرمن ډولي پیین ټوډ میډیسن نومېده او د کولس د تره لور وه، کولس د دوی له مونټپیلیر کروندې سره نږدې مېلمه شو. جیمز منرو د ګرین ماونټین په بله خوا کې د ایش لان - هایلینډ د کروندې(تر هغه چې په ۱۸۲۵ ز کال کې د مالي ستونزو له امله وپلورل شو) خاوند و، چې ۲۴ کاله ترې برخمن و. ځوان کولس ته یې وړاندیز وکړ، چې د هغه له کتابتون نه ګټه واخلي، په هر حال کله چې په لوډون کاونټي کې وو، نو د اوک هیل په کښت کې یې د مونرو د وخت له وېشلو راهیسې له دې کورنۍ سره اړیکې کمې وې.[۱۸]

مسلک[سمول]

په سپینه ماڼۍ کې خدمت[سمول]

کله چې جیمز میډیسن ولسمشر شو، څو میاشتې وروسته یې کولس ته بلنه ورکړه، چې د هغه خصوصي سکرتر شي. د هغه ورور اسحاق دا او همدارنګه د کوریر نازک چارې (په ځانګړې توګه په هغو ورځو کې چې له فرانسې سره د ۱۸۱۲ ز کال جګړې ته رسېدلي) پرمخ وړلې . په هر حال اسحاق کولس ښايي په نامناسب ډول د خپل پخوانی نظامي مسلک خوبونه لیدلي وي، د مریلینډ استازی راجر نیلسن یې وواهه، کله چې د پېښې په اړه د کانګرس مهم راپور ورکړل شو، له دې وروسته د ۱۸۰۹ ز کال د دسمبر په ۲۹مه  دې اړ شو، چې استعفا وړاندې کړي. ګاونډی جیمز مونرو ( به ډېر ژر د دولت سکرتر شي) اډوارډ کولس ته قناعت ور کړ، چې د سکرتریت مقام قبول کړي، سره له دې چې کولس وقفه‌يي ناروغي لرله، بیا یې هم د ۱۸۱۰ ز کال د جنوري نه د ۱۸۱۵  ز کال تر مارچ پورې دنده ترسره کړه.[۱۹][۲۰]

کله چې کولس د ولسمشر منشي شو، نو دې دورې د نوموړي د غلامانو د ازادولو پلانونه وځنډول. په هر حال کولس له میډیسن یعنې هغه چا سره ښې اړیکې جوړې کړې، چې هغه به زیاتره وخت په «بشپړ اخلاص» خبرې کولې او د ولسمشر تلپاتې ستاینه یې کوله. په داسې حال کې چې د میډیسن سکرتر کولس له توماس جیفرسن سره  شخصي لیکنې شروع کړې او په لیکنو کې به یې د غلامۍ د مسلې په اړه یو بل ته معلومات ورکول لکه په اړه یې چې لاندې بحث شوی دی. کولس د میډیسن مرستیال شو او په دې ډول یې سیاسي تجربه ترلاسه کړه، لومړني سفیر و، چې ګانګرس ته یې د هغه د لومړي سفیر په توګه دنده ترسره کړه او د ۱۶۲ کارمندانو د اجرایوي څانګې د ملاتړ ډېره برخه یې مدیریت کړه. دا چې کولس نوې دندې هم ترسره کړې، یوه یې دا وه، چې د ملي ارشیف لپاره یې د ولسمشر رسمي مکتوبونه په لاس کاپي کړل.[۲۱][۲۲]

کولس په ۱۸۱۱ کال کې شمال ختیځو ایالتونو ته سفر وکړ او له جان اډمز سره یې ولیدل. کولس له بنیامین رش سره په ګډه کار وکړ، چې د اډمز او توماس جیفرسن ترمنځ تاوتریخوالی کم او اړیکې یې ورغوي. کولس هم په فلاډلفیا کې له ډاکټر فزیک نه درملنه کوله، له نورو سره یې کافي وخت تېر کړ او همدارنګه یې له نیکولاس بیډل سره اوږده ملګرتیا پیل کړه، چې د بانکدار او د غلامۍ ضد مدافع وکیل په توګه جنجالي شو. څرنګه چې د ۱۸۱۲ ز کال جګړه ختمه شوه، کولس دوامداره ناروغي لرله او له همدې امله یې د ۱۸۱۵ ز کال په فبروري کې استعفا ورکړه.[۲۳][۲۴][۲۵]

کولس په جون کې بېرته روغ شو، سمدستي له ۴۰ کلن ملټو غلام او روزونکي رالف کرفورډ سره یوځای شو، د ځمکې په لټه کې شو او د شمال لوېدیځ سیمې ته یې سفر وکړ. کولس ځان ته کور او غلامانو ته ځای اخیستلای شو او وده یې ورکولای شوه، نوموړي تر اوسه هم ددې غلامانو د ازادولو وړاندیز کړی. کولس ولسمشر میډیسن او خپلوانو ته د لیکونو د لیکلو له لارې په اوهایو کې د ځمکې له لوړو نرخونو خپګان څرګند کړی و، لوېدیځې انډیانا ( چې د الینوس سیمه شوه) ته له سفر وروسته یې د بې ځایه شویو، د املاکو د رښتینو محتکرینو او متقلبو سوداګرانو په اړه خبر ورکړ. مخکې له دې چې په سینټ لویس کې د خپل سفر لپاره په یخه کښتۍ کې له مسیسپي سیند نه نیو اورلینز ته سفر وکړي، کولس د میسوري په سیمه کې د پانګې اچونې لپاره یو څه ځمکه وپېرله او کولس بالاخره  له دې ځایه د ویرجینیا په لور روان شو. [۲۶][۲۷][۲۸]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w68g8jmv — subject named as: Edward Coles — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/6826362 — subject named as: Edward Coles — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/6623976 — subject named as: Edward Coles — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. او http://hdl.handle.net/10427/005073 Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — د نشر نېټه: ۲۳ ډيسمبر ۲۰۲۰ — خپرونکی: American Astronomical Society او Tufts University
  5. "National Register of Historic Places : Enniscorthy" (PDF). Dhr.virginia.gov. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "A Guide to the Enniscorthy Collection 1926-1970 Enniscorthy, Collection, 1926-1970 11606". Ead.lib.virginia.edu. 2000-04-01. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Top buyer: Enniscorthy owner waits for Tyco axe | The Hook - Charlottesville's weekly newspaper, news magazine". Readthehook.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ جون ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Contributed by Bruce G. Carveth. "Coles, Edward (1786–1868)". Encyclopediavirginia.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Edward Coles, Patrician Emancipator- IHT 12:1 2005". Lib.niu.edu. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Chapter 3: Slavery". Poemsforfree.com. 2007-11-06. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Document:Coles, Edward. "Autobiography." April 1844. Coles Collection, Historical Society of Pennsylvania
  12. Washburne, 1882 Chapter II, p.16
  13. Contributed by Bruce G. Carveth. "Coles, Edward (1786–1868)". Encyclopediavirginia.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Chapter 6: Rockfish". Poemsforfree.com. 2007-11-06. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Leichtle and Carveth, pp. 25-27.
  16. "Chapter 2: Virginia". Poemsforfree.com. 2007-11-06. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Historical Society of Pennsylvania". Digitallibrary.hsp.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ جنوري ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Isaac A. Coles". www.monticello.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۳ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Leichtle, 2011 pp. 27-28.
  20. Leichtle, 2011 pp. 28-38.
  21. Washburne, 1882 p.21
  22. Washburne, 1882 pp.9-10, 19, 38.
  23. Document:Thomas Jefferson to Benjamin Rush, December 5, 1811, in Ford, Writings of Thomas Jefferson, 298.
  24. Leichtle, 2011 pp. 40-41, 50.
  25. "Chapter 11: The Tomb of Worldly Happiness". Poemsforfree.com. 2007-11-06. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Norton, 1920 p.12
  27. Leichtle, 2011 pp. 50-52.
  28. "Chapter 12: First Visit to Illinois". Poemsforfree.com. 2007-11-06. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)