ايډيت کاوون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ايډيت کاوون
ايډيت کاوون
ايډيت کاوون

د شخص معلومات
پيدايښت ۲ اگسټ ۱۸۶۱[۱][۲][۳]
مړینه 9 جون 1932 (71 کاله)[۱][۲][۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت آسټراليا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال [۴]
د رای حق غوښتونکی (سفراګېټ)   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ايډيت ډارکيسکي کاوون OBE (د ۱۸۶۱ز کال د اګست په دوېمه نېټه زېږېدلې – ۱۹۳۲ز کال، د جون ۹) استراليايي تبعه د ټولنیزو چارو اصلاحګره وه چې د ښځو او ماشومانو د ښېګڼې او حقوقو لپاره يې کار کړی. هغه له دې امله زيات شهرت لري چې د لومړۍ استراليايۍ په توګه يې د پارلمان د غړې په توګه کار کړی. له ۱۹۹۵ز کال راهيسې د استراليا د پنځوس ډالري نوټ په شا د هغې انځور کښل شوی دی.

کاوون د لويديځې استراليا د «ګيرالډټن» سره نژدې په «ګلينډګيري سټيشن» کې زېږېدلې وه. نوموړې د  دې مستعمرې د دوو لومړيو اوسېدونکو هر يو تاماس براون او جان ويټنوم لمسۍ وه. کله چې هغه اووه کلنه وه، مور يې مړه شوه او بيا هغه په «پرت» کې ښوونځي ته واستول شوه. کله چې کاوون پنځلس کلنه وه، پلار «کينيت براون» يې د خپلې ميرنۍ مور د وژلو په جرم اعدام شو او هغه يتيمه شوه. وروسته هغه د ختيځې استراليا په «ګيلفورډ» کې له خپلې نيا سره و اوسېده، تر څو په اتلس کلنۍ کې واده شوه. هغې پنځه بچيان  درلودل چې کله به د «ويست پرت» او کله به د «کوتسلو» په کور کې اوسېدل.

په ۱۸۹۴ز کال کې، کاوون د «کراکاټا کلب» له بنسټ اېښودونکو يوه وه، کوم چې په استرالیا کې د ښځو لومړۍ ټولنه وه. هغه د ښځو د رايې حق تر لاسه کولو په خوځښت کې يوه مخښکه ښځه شوه، چا چې په ۱۸۹۹ز کال کې په لويديځه استراليا کې ښځو ته د رايې حق ورکول په خپلو سترګو ولیدل. کاوون د عامې زده کړې او ماشومانو د حقوقو يوه مخښکه پلوۍ وه (په ځانګړي ډول د هغو لپاره چې د بې مېړه مور څخه زېږېدلي دي). هغه لومړۍ ښځه وه چې د زده کړې په سيمه ييزه اداره کې يې دنده تر سره کړې وه، په ۱۹۰۶ز کال کې يې د ماشومانو د خونديتابه د ټولنې په جوړولو کې مرسته وکړه، د همدې ټولنې د هلو ځلو په پايله کې یو کال وروسته د ماشومانو محکمه جوړه شوه. کاوون همدا راز په ۱۹۰۹ز کال کې د ښځو د خدماتو صنفي ټولنې شريکه بنسټګره وه او په ۱۹۱۱ز کال کې يې د ښځو د ملي شورا د ايالتي څانګې په جوړولو کې مرسته و کړه.

کاوون د «ښځو لپاره د کينګ ايډوارډ يادګاري روغتون» په جوړېدو کې مهمه څېره وه او کله چې دا روغتون په ۱۹۱۶ز کال کې پرانيستل شو، نوموړې يې د سلاکاري پلاوي غړې شوه. نوموړې په ۱۹۱۵ز کال کې د ماشومانو د محکمې قاضۍ وټاکل شوه او په ۱۹۲۰ز کال کې د سولې قاضۍ وټاکل شوه (justice of the peace يا د سولې قاضي يا محکمه هغه وي چې کوچنۍ قضيې او به عمومي توګه د کورنۍ اړوند مسئلې اخلي او پرېکړه کوي). په ۱۹۲۱ز کال کې، کاوون د ملتپال ګوند د يوې غړې په توګه د لويديځې استراليا د قانون جوړونکي مجلس ته وټاکل شوه او په دې ډول په استراليا کې د پارلمان لومړۍ غړې وګرځېده. له يوې دورې وروسته يې په ټاکنو کې ماتې وخوړه، خو د خپلې کاري مودې پر مهال يې لوړ مقام درلود او د يوه غړي په وړانديز د ګڼو مقررو په تصويب بريالۍ شوه (د يو غړي وړانديز دا معنا چې د کوم قانون وړانديز د پارلمان يو غړی وکړي او ومنل شي).[۵][۶]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

کاوون د ۱۸۶۱ز کال د اګست مياشتې په دويمه نېټه په «ګلينډګيري» کې زېږېدلې وه، کوم چې د لوېديځې استراليا د «ګيرالډټن» سره نژدې د پسونو د رمې يو پنډغالی و. هغه د «کينيت براون» دويم بچی و، پلار يې يو شپون او د يارک د لومړيو استوګنو هر یو «تاماس» او «اليز براون» زوی و، مور يې د «کينت براون» لومړۍ مېرمنه وه چې «ميری اليزا ډيرسکسي ويټنوم» نومېده، مور يې ښوونکې او د استعماري پادري «جی. بي. ويټينوم» لور وه. د هغې مور په ۱۸۶۸ز کال کې هغه مهال مړه شوه، کله چې هغه يواځې اووه کلنه وه. هغه د «پرت» ښوونځي ته ولاړه چې د «ميسيس کاوون» له خوا پر مخ وړل کېده، نوموړې د کاوون د راتلونکي مېړه خور وه. د هغې پېغلتوب په ۱۸۷۶ز کال کې د خپلې دويمې مېرمنې د قتل په جرم کې د هغې د پلار د محاکمو او بيا په همدې کال کې د هغه د اعدام له امله ويجاړه شوه. نوموړي خپله مېرمنه داسې مهال په ډزو  ووژله، کله چې دوی د سامان په ټولولو بوخت وو. کاوون يو ځانله شوی شخص و، له دې سره سره د ټولنيزو سمونونو لپاره ژمنه وه، کومو چې د ښځو درنښت او مسئوليت ته وده ورکړه او د مېندو او ماشومانو لپاره يې مناسبه پاملرنه تر لاسه کړه.[۷]

د پلار له مرګ وروسته، هغې ښوونځی پرېښود، تر څو په «ګيلډفورډ» کې له خپلې نيا سره و اوسيږي. په دې ځای کې، هغې له «کينن سويټنګ» څخه شخصي زده کړې وکړې، څوک چې د «بيشپ هال ښوونځي» پخوانی سرښوونکی و، نوموړي د «جان فورسټ» او «سيپټيمس برت» په ګډون ګڼو نورو نومياليو سړيو ته هم زده کړې ورکړې وې. د هغې د ژوند ليکونکي په وينا: د «سويټنګ» ښوونې د ژوند تر پايه په بروان «د زده کړې په ارزښت له باور او د کتابونو په لوستلو کې د لېوالتيا اغېزې پرېښودې».

ټولنيز کارونه[سمول]

کاوون په ټولنيزو موضوعاتو او حقوقي نظام کې د بې عدالتيو (ظلمونو) اړوندو موضوعاتو کې ښکېله وه، په ځانګړي ډول د ښځو او مېرمنو په اړه. په ۱۸۹۴ز کال کې، هغې د «کاراکاټا ټولنې» د جوړولو په برخه کې مرسته وکړه، دا یوه ډله وه، په کومه کې چې «ښځو د داسې ژوند لپاره خپل ځان په ښوونه سمبال کړی و چې دوی باور درلود، کولای شي دا ډول ژوند ولري». يو مهال نوموړې د دې ټولنې مشره، د ټول عمر لپاره غړې او امانتداره شوه. «کاراکاټا ټولنه» د ښځو د رايې د حق په مبارزاتو کې ښکېله وه او په برياليتوب سره يې په  ۱۸۹۹ ز کال کې ښځو ته د رايې ورکولو حق وګاټه.[۸]

د پېړۍ په بدليدو سره، هغې د ښېګڼې د موضوعاتو  لور ته مخه کړه. هغې د ښځو د روغتيا او هغو ډلو د ښېګڼې په اړه په ځانګړې ډول اندېښنې درلودې، چې له نظره غورځول شوي، لکه له پامه غورځول شوي ماشومان او فاحشې. هغه په فوق العاده ډول د ښځو او ښېګڼو په سازمانونو کې فعاله شوه او په ګڼو کميټو کې يې خدمات وړاندې کول. په ۱۹۱۶ز کال کې د «ښځو لپاره د پرټ کينګ ايډوارډ يادګاري روغتون» تر ډېره بريده د هغې د هڅو پايله وه. هغې په ۱۹۰۹ز کال کې د ښځو د خدماتو له ټولنې څخه مرسته وکړه او د لوېديځې استرالیا د ښځو ملي شورا شريکه بنسټګره وه، له ۱۹۳۱ ز کال څخه په ۱۹۲۱ز کال کې تر مرګه يې د دې ټولنې د مشرې او مرستيالې مشرې په توګه کار وکړ. کاوون همدا راز د نولسو کلونو لپاره ولسي جرګې ته د لويديځې استراليا استازي وه. [۸]

په ۱۹۱۶ز کال کې هغه ماسوني شوه (د فري ميسن غړې) او د استراليا «ډرويټ هومين» فدراسيون ته ومنل شوه.[۹]

هغې باور درلود، چې ماشومان بايد د بالغانو په څېر ونه ازمايل شي او په همدې بنسټ يې د ماشومانو د خونديتابه ټولنه جوړه کړه. دې ټولنې د ماشومانو د محکمو په جوړولو کې مهمه ونډه درلوده. په ۱۹۱۵ز کال کې، هغه د يوې نوې محکمې په پلاوي کې وټاکل شوه او د اتلسو کلونو لپاره يې په دې دنده کار وکړ. په ۱۹۲۰ز کال کې، هغه د سولې له لومړيو ښځينه قاضيانو يوه شوه. د هغې د لمسي لمسی «ډايويډ مالکولم» د هغې په قدم قدم کېښود او د ۱۹۸۸ز کال کې د لويديځې استراليا د سترې محکمې قاضي القضات شو.[۵][۶]

د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال، هغې د لومړۍ ليکې سرتېرو ته خوراک او لباس راټولول او داسې هڅې يې کولې، څو د راستنو شويو سرتېرو پالنه وکړي. هغه د سره صليب د استئناف کميټې رئيسه وټاکل شوه او په ۱۹۲۰ز کال کې هغه مهال په جايزه ونازول شوه، کله چې هغه د بیرتانوي سترواکۍ د نظم (OBE) د افسرې په توګه وټاکل شوه.[۱۰]

د ژوند په وروستيو کلونو کې، هغه په ۱۹۲۵ز کال کې په متحده ايالاتو کې د ښځو نړيوال کنفرانس ته د استراليا له خوا استازې وه. هغې په ۱۹۲۶ز کال کې د لويديځې استراليا شاهي تاریخي ټولنې په جوړولو کې مرسته وکړه او په ۱۹۲۹ز کال کې يې د لوېدېځې استراليا د سلمې کليزې د لمانځلو لپاره نقشه جوړه کړه. که څه هم هغه په ټولنيزو مسائلو کې ښکېله پاتې شوه، ناروغۍ اړ کړه چې د ژوند په وروستيو کلونو کې د څه وخت لپاره له عام ژوند څخه ګوښه شي.

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6rj5spj — subject named as: Edith Cowan — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/14189672 — subject named as: Edith Cowan — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ subject named as: Edith Cowan — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=6524 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. Australian Dictionary of Biography ID: https://adb.anu.edu.au/biography/cowan-edith-dircksey-5791 — د نشر نېټه: ۲۵ مارچ ۲۰۲۴ — سرليک: Australian Dictionary of Biography — خپرونکی: Melbourne University Publishing
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ (په 10 June 1915 باندې). News and notes. The West Australian.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ (په 31 July 1915 باندې). Mainly About People. Daily News.
  7. (په 20 February 1869 باندې). Review. The Herald.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ (په 5 July 1929 باندې). CENTENARY PERSONALITIES..
  9. "Female Freemasons". International Order of Freemasonry for Men & Women - Australian Federation. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ نومبر ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. It's an Honour: OBE Archived 2016-03-04 at the Wayback Machine.. Retrieved 16 December 2015