ايوا پيرون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ايوا پيرون
(لاتيني امريکايي هسپانوي: María Eva Duarte de Perón د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ايوا پيرون
ايوا پيرون

د شخص معلومات
زیږون نوم (لاتيني امريکايي هسپانوي: María Eva Duarte د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۷ مې ۱۹۱۹[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
مړینه 26 جولای 1952 (33 کاله)[۱۲][۲][۳][۴][۵][۶][۸][۹][۱۳][۱۱][۱۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بوئنوس آيرز[۱۵][۳]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت ارجنټاین[۱۶]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال
فلم لوبګر  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) هسپاني[۱۷][۱۸][۱۹]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سياست[۲۰]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک د ښځو حقونه  د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
ايوا پيرون
ايوا پيرون

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ماريا ايوا ډوارټي ډي پيرون (Maria Eva Duarte de Peron) چې کورنی نوم يې ماريا ايوا ډوارټي دی او يوازې د ايوا پيرون يا ايويټا “Evita” په وړ نوم باندې ښه پېژندل کېږي، د ۱۹۱۹ ز کال د می پر ۹ مه نېټه وزېږېده او د ۱۹۵۲ ز کال د جولای پر ۲۶ مه نېټه وفات شوه. نوموړې يوه ارجنټاينۍ فلمي اداکاره، سياستپوه، فعاله او انسان دوسته وه، چې د ولسمشر جوان ډومينګو پيرون “Juan Domingo Peron” (۱۸۹۵ – ۱۹۷۴) مېرمن وه او د ۱۹۴۶ ز کال له جون څخه تر خپلې مړينې پورې يې د ارجنټاين د لومړۍ مېرمنې په توګه خدمت وکړ. نوموړې په پامپاس “Pampas” کې د لوس ټولډوس “Los Toldos” په يوه کليوالي سيمه کې په بې وزلۍ کې زېږېدلې وه او د پينځو ماشومانو تر ټولو کشرۍ وه. په ۱۹۳۴ ز کال د ۱۵ کلنۍ په عمر د دريځ، راډيو او فلمي ادارکارې په توګه د مسلک تعقيبولو په موخه د هېواد پلازمېنې بونيس ايريس ته لاړه.

نوموړې د ۱۹۴۴ زکال د جنوري پر ۲۲ مه نېټه د ارجنټاين په سان جوان “San Juan” کې د زلزلې قربانيانو ته د مرستې په موخه په “Luna Park Stadium” کې د مرستندويه غونډې پر مهال له ډګروال جوان پيرون “Colonel Juan Peron” سره وکتل. دواړو راتلونکی کال يو له بل سره واده وکړ. جوان پيرون د ۱۹۴۶ ز کال په جون کې د ارجنټاين ولسمشر وټاکل شو. د راتلونکو شپږ کالونو په موده کې ايوا پيرون پلويو سوداګريزو اتحاديو دننه په ځانګړي ډول د کارکوونکو د حقونو په اړه د خبرې کولو له امله ځواکمنه شوه. نوموړې د کار او روغتيا وزارتونو چارې هم پر مخ ويوړې، د ايوا پيرون مرستندويه بنسټ يې رامنځته او پر مخ وېوړ، ارجنټاين کې د ښخو د رايې کارونې حق اتله شوه او د پيرون پلوي ښځينه ګوند “Female Peronist Party” په نوم يې په پراخه کچه د هېواد لومړنی ښځينه سياسي ګوند رامنځته او اداره کړ.

په ۱۹۵۱ ز کال کې ايوا پيرون د ارجنټاين د مرستيال ولسمشرۍ دفتر لپاره د پيرون پلوې ټاکنې لپاره خپله نوماندي اعلان کړه، د پيرون پلوي سياسي بنسټ له لورې يې پراخه ملاتړ تر لاسه کړ. د ياد بنسټ ډېری غړي د ټيټ عايد لرونکي او کاري ټولګي ارجنټايني وګړي وو، چې “descamisados” يا بې کميسه وګړي بلل کېدل. د هېواد فوځ او بورژوا يا پانګه والې طبقې له لورې د مخالفت او خپلې خرابېدونکې روغتيا له امله اړ شوه، چې له نوماندۍ څخه لاس واخلي. په ۱۹۵۲ ز کال کې د ۳۳ کالو په عمر د سرطان له امله له مړينې څخه لږه موده مخکې ورته د ارجنټاين د کانګرس له لورې «د هېواد د معنوې مشرې» وړ نوم ورکړل شو. د جنازې مراسم يې په رسمي يا دولتي دود تر سره شول، چې دا ځانګړی امتياز يوازې د دولت د مشرانو لپاره په پام کې نيول کېده. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

ايوا پيرون د ۱۹۷۶ زکال د موزيکال “Evita” د موضوع په توګه په خورا نامتو ډول د نړيوال نامتو کلتور يوه برخه ګرځېدلې ده. کرسټينا الواريز روډريګيز “Cristina Alvarez Rodriguez” ادعا کوي، چې ايويټا د ارجنټايني وګړو ډله ايز شعور هيڅکله نه دی پريښی. کرسټينا فيرنانډيز ډي کېچنر “Cristina Fernandez de Kirchner” چې د ارجنټاين لومړنۍ ښځينه ټاکل شوې ولسمشره ده، ادعا کوي چې د ايوا د نسل ښځې د نوموړې د جذبې او مبارزې د بېلګې پوروړې دي. [۲۵][۲۶][۲۷]

د ژوند لومړي وختونه[سمول]

د ماشومتوب لومړي وختونه[سمول]

د (La Razón de mi Vida) تر سرليک لاندې د ايوا ژوند ليک د ماشومتوب د پېښو په اړه هيڅ نېټې يا حوالې نه لري او د نوموړې د زوکړې د ځای يا د زوکړې د نوم يادونه نه کوي. د “Junin” د ملکي ثبت د کتاب له مخې د زوکړې يو سند ښيي، چې يوه ماريا ايوا ډوارټي د ۱۹۱۹ ز کال د می پر ۷ مه نېټه زېږېدلې وه. د هغې د تعميد غسل او نوم ورکولو تاييد پاڼه د نوموړې د زېږېدنې نېټه د “Eva Maria Ibarguren” تر نوم لاندې د ۱۹۱۹ زکال د می ۷ مه نېټه يادوي. داسې فکر کېږي چې په ۱۹۴۵ ز کال کې پېغلې ايوا پيرون د خپل واده لپاره د خپلې زېږېدنې جعلي سند جوړ کړ. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

ايوا پيرون خپل ماشومتوب د بونيس ايريس ولايت په جونين “Junin” سيمه کې تېر کړ. پلار يې جوان ډوارټي “Juan Duarte” (۱۸۷۲ – ۱۹۲۶) د فرانسوي باسک کډوالو له نصب څخه و. مور يې جوانا ايبارګورين “Juana Ibarguren” (۱۸۹۴ فبروري ۹ – ۱۹۷۱ فبروري ۱۱) د هسپانوي باسک کډوالو له نصب څخه وه. جوان ډوارټي چې د نږدې “Chivilcoy” سيمې يو شتمن شپون و، وار له مخه يې په چيويکوی کې مېرمن او کورنۍ درلوده. هغه وخت د ارجنټاين په کليوالي سيمو کې د شتمن سړي لپاره له يوه څه د زياتو کورنيو درلودل عام نه وو. [۳۳][۳۴][۳۵]

ايوا يو کلنه وه، چې ډوارټي خپلې قانوني کورنۍ ته په تل پاتې ډول راوګرځېد او جوانا ايبارګيورين او د هغې ماشومان يې د بې وزلې پر وړاندې پرېښودل. ايبارګيورين او ماشومان يې اړ شول، چې د جونين تر ټولو بېوزله سيمې ته لاړ شي. لوس ټولډوس “Los Toldos” د لاس پامپاس “Las Pampas” په ګردجنه سيمه کې يو کلی و، چې د بېوزلې پر وړاندې د ويجاړ يا زړه تنګوونکي ځای په توګه پېژندل کېده. ايبارګيورين د خپل ځان او ماشومانو د ملاتړ په موخه د ګاونډيانو جامې وګڼدلې. ياده کورنۍ د ارجنټاين د قانون له مخې د پلار د پرېښودلو او د ماشومانو د ناقانونه دريځ له امله تورنه (بدنامه) شوې او په پايله کې يو څه څنګ ته (ګوښه) شوې وه. د خپل ژوند د دې برخې د سپينولو په موخه هيله کېدای شي دا انګېزه وه، په ۱۹۴۵ ز کال کې يې د خپل زېږون اصلي سند کې لاسوهنه وکړه. [۳۶][۳۷]

کله چې ډوارټي په ناڅاپي ډول مړ شو او معشوقه او ماشومانو يې غوښتل د جنازې دود کې يې ګډون وکړي، د کليسا په دروازو کې يوه ناخوښه پېښه يا صحنه وه. که څه هم جوانا او ماشومانو ته يې ډوارټي ته د ننوتلو او خپل درناوي وړاندې کولو په موخه اجازه ورکړل شوه، مګر په سمدستي ډول له کليسا څخه وويستل شول. اغلې جان ډوارټي په جنازه کې د خپل خاوند معشوقه او ماشومان نه غوښتل او دا چې هغه يې قانوني مېرمن وه، نو ځکه يې امر ته درناوی کېده. [۳۸]

جونين “Junin”[سمول]

د جوانا ايبارګيورين له پرېښودلو څخه مخکې جوان ډوارټي د هغې د ملاتړ يوازينۍ وسيله وه. ژوند ليک ليکونکی جان بارنيس “John Barnes” ليکي، چې له دې پرېښودنې څخه وروسته ټول هغه څه چې ډوارټي کورنۍ ته پرېښودل يوازې يو سند و، چې له مخې يې ماشومان د هغه وو او په دې ډول يې د ډوارټي “Duarte” کورنی نوم د ځان لپاره کارولی شو. له دې څخه لږه موده وروسته جوانا خپل ماشومان په جونين کې يوې خونه لرونکې ودانۍ ته وېوړل. د خپل يوې کوټې کور د کرايې ورکولو لپاره مور او لورګانو د ځايي استنکيايانو “Estancias” په کورونو کې د پخوونکو په توګه دندې پيل کړې. [۳۹]

په پای کې د ايوا د مشر ورور د مالي مرستې لپاره د پور له لارې کورنۍ يو څه غټ کور ته کډه لاړه، چې وروسته يې په ليليه کور بدل کړ. په دې وخت کې پېغلې ايوا زياتره وختونه د ښوونځي په لوبو او کنسرتونو کې ګډون وکړ. د نوموړې د خوښې يوه وخت تيري سينما وه. که څه هم د ايوا مور د هغې لپاره يو څو پلانونه درلودل او غوښتل يې چې له يو سيمه ايز لېسانس سره يې واده وکړي، مګر ايوا په خپله د يوې نامتو اداکارې جوړېدلو خوب ليده. د تمثيل کولو لپاره د ايوا مينه د ۱۹۳۳ ز کال په اکتوبر کې هغه مهال پياوړې شوه، چې د “Arriba Estudiantes” (زده کوونکي راپورته کېږي) په نوم د ښوونځي په يوه ننداره کې يې کوچنې ونډه ولوبوله، چې بارنيس “Barnes” يې د يوې احساساتي، هېوادپاله او بېرغ خوځونکې په توګه يادوي. [۴۰][۴۱]

بونيس ايريس ته تګ[سمول]

نوموړې په خپل ژوندليک کې بيانوي، چې د خپل ښارګوټي ټول هغه خلک يې چې لويو ښارونو ته تللي وو، يادې ښارونه يې د «هغه نا اشنا ځايونو په توګه بيان کړل، چې له شتمنۍ پرته په کې نور هيڅ شی هم نه ورکول کېده». ايوا په ۱۹۳۴ ز کال د ۱۵ کلونو په عمر هغه مهال له خپل بېوزلۍ ځپلي کلي څخه وتښتېدله، چې د له يو ځوان موسيقيپوه سره د هېواد پلازمېنې بونيس ايريس ته لاړه. د ځوانې جوړې اړيکه لکه څرنګه چې ژر پيل شوې وه، همغومره ژر پای ته ورسېده، مګر ايوا په بونيس ايريس کې پاتې شوه. نوموړې پر دريځ او راډيو کې دندو ته دوام ورکړ او په پای کې فلمي اداکاره شوه. ايوا پيرون خپل طبيعي تور وېښتان زېړ يا طلايي رنګ کړل او دا د وېښتانو دا بڼه يې د پاتې ژوند لپاره همداسې وساتله. [۴۲]

سرچينې[سمول]

  1. پیوستون : 118739980  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12124774g — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ پیوستون : maria-eva-duarte  — د نشر نېټه: ۲۸ مې ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Eva-Peron — subject named as: Eva Peron — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6xs68jw — subject named as: Eva Perón — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1297 — subject named as: Eva Perón — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. subject named as: Eva Perón — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=21782 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/peron-maria-eva — subject named as: María Eva Perón — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0023031.xml — subject named as: Eva Maria Duarte Ibarguren — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  10. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=47700 — subject named as: María Eva Duarte de Perón — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000001121 — subject named as: Eva Peron — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  12. پیوستون : 118739980  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۹ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  13. GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=duartem — subject named as: Eva Peron
  14. https://www.clarin.com/politica/-murio-20-25-comenten-todavia-ultimas-hora-evita-70-anos-despues_0_GZ5EdFICK4.amp.html
  15. پیوستون : 118739980  — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  16. پیوستون : maria-eva-duarte  — د نشر نېټه: ۳۱ مې ۲۰۱۷
  17. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12124774g — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  18. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20000720222 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  19. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/60485475
  20. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20000720222 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  21. کينډۍ:Harvp.
  22. کينډۍ:Harvp, "As Evita's health continued to deteriorate that month, the city of Quilmes resolved to change its name to 'Eva Perón,' and Congress, after a special legislative session, devoted to eulogies of 'the most remarkable woman of any historical epoch', gave her the title Jefe Espiritual de la Nación (Spiritual Leader of the Nation)."
  23. (په 18 November 2002 باندې). A nation seeks salvation in Evita. The Scotsman.
  24. کينډۍ:Harvp, "A week later, on her thirty third birthday, she received from Congress the title of Spiritual Leader of the Nation."
  25. کينډۍ:Harvp, "even she could not have foreseen her sudden transformation, from Latin American politician and religiose national cult figure to late-twentieth-century popular culture folk heroine."
  26. (په 3 July 2006 باندې). In London, a Pious 'Evita' for a Star-Struck Age. The New York Times.
  27. "Interview: Cristina Fernandez de Kirchner of Argentina". Time. 29 September 2007. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ اکتوبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جنوري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Published in Argentina in 1952; subsequently published in English-speaking countries under the titles My Mission in Life and Evita by Evita
  29. Perón (1952).
  30. کينډۍ:Harvp.
  31. Act 495, from the Church "Capellanía Vicaria de Nuestra Señora del Pilar" registry of Baptisms for the year 1919, baptism took place on 78Bold text November FEYFYEfy;eiRE.Com1919
  32. کينډۍ:Harvp.
  33. Prutsch, U.: Eva Perón. Leben und Sterben einer Legende. C.H. Beck, München 2015
  34. (په 28 April 2011 باندې). Evita convenció a Franco para conmutar una pena de muerte.
  35. کينډۍ:Harvp.
  36. . Two Faces of Evita.
  37. کينډۍ:Harvp.
  38. Barnes, John (1 December 2007). Evita, First Lady: A Biography of Evita Peron (الطبعة Reprint). Open Road + Grove/Atlantic, 2007. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780802196521. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. کينډۍ:Harvp.
  40. کينډۍ:Harvp.
  41. کينډۍ:Harvp.
  42. Perón (1952).