ايبوپروفېن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

Ibuprofen
ايبوپروفېن
کیمیایی فورمول C13H18O2
عمومی نوم Ibuprofen
molecular_weight 206,28 g/mol

ايبوپروفېن (په انگرېزي: Ibuprofen) غیر ستروئیدی درمل دی چې د سپک او متوسط دردونو، پارسوب، د سکلیټی عضلاتو د گډوډيو د علاج لپاره ور څخه کار اخيستل کېږي.

تاريخ

تر ۶۰ کلو کی داکټرانو د دردونو او ريوماتايډ ارترايټس د علاج لپاره یوازې درملونه چی سالیسیلیک اسید او ستروئیدونه لري، کارول. دغه درملونه د انسانانو پر معدې باندی آزار ور کونکی تاثیر لري. د دی لپاره په ۵۰ کلو کی پروفېسور Stewart S. Adams د بوټس په شرکب کی د Nottingham په ښار کی یو قوی غیر ستروئیدی او د معدې لپاره غیر آزار ور کوونکي درمل جوړ کړ. دغه نوی درمل په ۱۹۶۱ کال کی ثبت شو. په اوس وخت کی ايبوپروفېن د نړي تر ټولو گن شمیر لرونکی او استعمالور غیر ستروئیدی مسکن دي. [۱]

مېکانيزم

ايبوپروفېن د انسانانو په بدن کی د سیکلواکسیجېناز اېنزیم COX 1 او COX 2 بندوی او د پروستاگلندینونو او نورو التهاب کونکی توکو د جوړولو کم کوی. ايبوپروفېن ترخوړلو وروسته د هاضمې د سیستم څخه وينو ته حذبېږي. نوموړي درمل د وينو په پلازما کی د پروتئينونو سره بندېږي (تړل کېږي) او تر ټولو زیات تمرکز (غلظت) یی په وینه کی تر ۴۵ دقیقو وروسته اوج ته ورسېږي. دغه درمل په ینه کی په غیر فعلی توکو تبدیل شوی دی او تر دوو ساعتو وروسته د بدن څخه د متیازی سیستم په مرسته جلا شوی دی.

څنگ اغېزې

ماشومان چې له يو کال څخه لوی وي د تبې او درد په خلاف د ایبوپروفین څخه کار اخلي. دغه درمل په هغو کسانو کې چې د معدې پیپټیک زخم لري مضاد استطباب دی. که ناروغ ته د معدې او کولمو ستونزې د دې درملو د کارولو له سبب پېښېږي نو باید ایبوپروفین بې له ځنډه ورباندی قطع شي. که ناروغ د ایبوپروفین حساسیت ولري نو ور کول ئې مضاد استطباب دی.[۲]

اندازه

د درملنې په سر کې ۴٠٠ ملیگرامه درې یا څلور وارې په ورځ کې له خواړو وروسته ور کول کېږی. وروسته بيا کېدلای شی چې د اړتيا پر وخت دغه اندازه تر ٢۴٠٠ میلیگرامه پورې په ورځ کې لوړ شی.[۳] ماشومانو ته په ورځ کې ٢٠ میلیگرامه د بدن د هر کیلو وزن په حساب توصیه کېږی. د غټانو لپاره ددی درملو تعقیبیه اندازه په ورځ کې ١٢٠٠-٦٠٠ میلیگرامه پورې دی. په داروخانې کې د ٢٠٠ ،۴٠٠ او ٦٠٠ میلیگرامونه گولیو، شربت /د ماشومولپاره / او شاف هم پیدا کېږی. درمل چې ایبوپروفین او افدرین شامل کوی د گریپ د علاج لپاره استعمالېږی. افدرین طبیی ماده ده چې د ټوخو او زکامو د علاج لپاره کارېږی. د دغه درمل په هغو کسانو کې چې د رړې مرض لری مضاد استطباب دی. حامله ښځو ته اجازه نه ده چې ايبوپروفېن وخوری.

انځورتون

سرچینې

  1. http://www.laskave-noviny.cz/news/historie-ruzove-pilulky/[مړه لينکونه]
  2. AISLP, Ibalgin ref. Zentiva a.s.
  3. AISLP