افدرين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اېفېدرا فراجيليس
افدرین

افدرين (په انگرېزي: Ephedrine) د القلويد د موادو څخه يو درمل دی چې د افدرا له بوټي جوړېږي. دغه توکه په طبابت کې کارېږي او په اوس وخت کې په آزمېښتون کې جوړېږي. افدرين د کرېستال سپين توکه ده چې خوند يې تريخ دی. افدرين د سېمپاټومېمېټيک درمل دی چی پر عصبی مرکزی سیستم آغېزه لری. افدرین هم د زکام د علاج لپاره کارېږی.

تاريخ

د افدرا نبات په پخوانیو زمانو کی په چین کی د علاج لپاره کارېده. دغه نبات په چین کی د 麻黄 په نوم یادېږی. د افدرا نبات یو نبات دی چی په آسیا، اروپا او امریکا کی شنه کېږی. دغه نبات عموما په وچ ډاگ کې شنه کېږی. په نړی کی تقریبا ۶۵ د افدرینو ډولونه دی. په اوس وخت کی افدرین په لابوراتاری کی جوړېږی.

د مخدره جوړول

د چېک په جمهوریت کی نشیان د افدرین څخه یو خطرناکه نشه یی توکه جوروی چه په نړی کی د پېرویټین په نوم یادېږی. دغه نشه یی توکه د پیچکاری په مرسته بدن ته داخلېږی. دغه نشه یی توکه هم دچېک د جمهوریت څخه اروپا ته قاچاقوی. پېرویټین پر عصبی مرکزی سیستم آغېزه لری. نشیان د پېرویټین تر استعمالو وروسته هېڅ ستړیا نه احساسوی.