اولیور کروموېل
| اولیور کروموېل | |
|---|---|
| [[language|]]: Oliver Cromwell | |
| د شخص مالومات | |
| پيدايښت | ۲۵ اپريل ۱۵۹۹[۱][۲][۳][۴] |
| مړینه | 3 سېپتمبر 1658 (59 کاله)[۱][۵][۳][۴] |
| د مړینې لامل | ملاريا |
| تابعیت | |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | پوځ مشر ، سياستوال |
| مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۶] |
| د کړنې څانګه | کرهڼه |
| پوځي خدمت | |
| مقام | ډګروال |
| جګړه/جګړې | د انګليس کورنۍ جګړه |
| لاسليک | |
| سمول |
|
اولیور کروموېل (زوکړه: د ۱۵۹۹ زکال د اپرېل ۲۵ مه – مړینه: د ۱۶۵۸ زکال د سپټمبر ۳ مه) د کمبریج شایر یو له ځمکه لرونکو اشرافو څخه و چې د انګلستان په تاریخ کې یو له مخکښو دولتي چارواکو څخه ګڼل کېږي. نوموړی له ۱۶۳۹ زکال څخه تر ۱۶۵۱ زکال پورې د دریو پاچاهیو په جګړو کې د پارلماني پوځ له مخکښو قوماندانانو څخه و چې بیا یې د یو سیاستوال په توګه شهرت وموند. کروموېل د ۱۶۴۹ زکال په جنوري میاشت کې د لومړي چارلز د اعدام کولو یو له اصلي مدافعینو څخه و چې له امله یې د انګلستان د ټول ګټو هېوادونو دولت یا د انګلستان جمهوریت رامنځته شو؛ نوموړي د ۱۶۵۳ زکال له ډسمبر میاشتې څخه د ۱۶۵۸ زکال تر سپټمبر میاشتې پورې د نایب لارډ په توګه واکمني وکړه. نوموړي د بي بي سي له خوا د ۲۰۰۲ زکال په نظر پوښتنه کې د مخکښو ۱۰۰ لرغونو بریتانویانو په ډله کې ۱۰م ځایګی خپل کړ، خو د سیاسي واک ترلاسه کولو په موخه له پوځ څخه ګټنې او همدارنګه په ۱۶۴۹ زکال کې د ایرلنډ د نیولو پر مهال د هغه ظالمانه چارو نوموړی په بریتانیا او ایرلنډ کې په یوه بحث پارونکې څېره اړولی. [۷]
په داسې حال کې چې کروموېل په ۱۶۲۸ زکال کې د هانټینګډون څخه د پارلمان غړی وټاکل شو، د هغه د ژوندانه لومړي څلوېښت کلونه تر ډېره پورې معلوم نه دي او یو مهال یې هم نیوانګلنډ ته د کډوالۍ هوډ درلود. نوموړی په ۱۶۳۰ زکال په خپلواک مذهبي کس واوښت او له دې وروسته پر دې باوري و چې بریاوې یې د خدای په مرسته دي. په داسې حال کې چې هغه په ټولیزه توګه د هغه مهال مختلفو پروتستانت ډلو ته د آسانتیاو له برابرولو ملاتړ کاوه، خو وروسته یې له یو شمېر ډلو سره چې هغه بدعت کوونکې بللې لکه له کواکرانو او پنځمو سلطنت غوښتونکو سره مخالفت وکړ. په ۱۶۴۰ زکال کې کروموېل د کمبرېج د استازي په توګه د انګلستان لنډ مهالي او اوږد مهالي پارلمانونو ته لار ومونده چې د ۱۶۴۲ زکال په اګست میاشت کې د انګلستان د لومړنۍ کورنۍ جګړې په پیل کېدو سره له پارلماني پوځ سره یوځای شو. هغه په ډېرې چټکتیا سره خپلې پوځي وړتیاوې څرګندې کړې او په ۱۶۴۵ زکال کې د توماس فیرفکس تر مشرۍ لاندې د نوې نښې لرونکي سواره پوځ قوماندان وټاکل شو چې د انګلستان د لومړۍ او دویمې کورنۍ جګړې پر مهال یې د سلطنت غوښتونکو په ماتولو کې کلیدي رول ولوباوه. [۸]
د لومړي چارلز له مړینې او د هغه د زوی له تبعید وروسته له ۱۶۴۹ زکال څخه ۱۶۵۱ زکال پورې په ایرلنډ کې او همدارنګه د سکاټلنډیانو پر وړاندې د هغه بریاوې لامل وګرځېدې څو نوموړی د ټول ګټي دولت په نوي رژیم کې خپل ځایګی تثبیت کړي. د ۱۶۵۳ زکال په ډسمبر میاشت کې هغه د مشترک المنافع هېوادونو نایب لارډ شو، هغه ځایګی چې د ۱۶۵۸ زکال په سپټمبر میاشت کې یې د خپلې مړینې تر مهاله وساته. هغه مهال چې زوی یې ریچارډ د نوموړي ځای ناستی شو، د هغه د کمزورتیا له امله په واک کې تشه راغله. دغه چاره د ستورات لړۍ د بېرته په پښو ولاړېدو لامل وګرځېده چې په ۱۶۶۰ زکال کې اوج ته ورسېدل؛ هغه مهال چې دویم چارلز بېرته واک ته ورسېد د کروموېل مړۍ یې د ویسټ منېسټر له مقبرې راویوست او په ټایبورن کې یې نندارې ته کېښود. د هغه سر یې د لندن د برج په تیغو کې رابند کړ او ۳۰ کاله هلته پاتې شو؛ تر هغه چې د کمبرېج په سیدني ساکس کالج کې بېرته دفن شو.
کروموېل د وینسټون چرچېل له خوا د یو پوځي دیکتاتور او د جان مېلټون، توماس کارلایل او ساموئل راوسون ګاردینر له خوا د آزادۍ د اتل په توګه توصیف شوی، په داسې حال کې چې د نوموړي د تاریخي شهرت اړوند بحثونه لا دوام لري. د لومړي ځل لپاره په ۱۸۵۶ زکال کې د ویسټ مینسټر ماڼۍ بهر د هغه د مجسمې جوړېدو وړاندیز وشو خو دغه مجسمه تر ۱۸۹۵ زکال پورې جوړه نه شوه؛ د دغې مجسمې د جوړولو ډیری لګښت د وخت لومړي وزیر لارډ روزبري په خصوصي بڼه ورکړ. په ۲۰۰۴ زکال کې د پارلمان د غړو یوې ډلې د هغه د مجسمې د بېرته له منځه وړو وړاندیز وکړ خو پاتې راغلل.[۹][۱۰]
لومړني کلونه
[سمول]کروموېل د ۱۵۹۹ زکال د اپرېل په ۲۵ مه په هانټینګټون کې وزېږېد؛ نوموړی د رابرټ کروموېل او د هغه د دویمې مېرمنې الیزابت زوی و؛ مور یې د ولییام سټیوارډ لور وه. د هغوی د کورنۍ املاک د اولیور غور نیکه مورګان آپ ویلیام ته اړوند و چې د ګلامورګان سیمې د وربشو د اوبو (بیرو) تولید کوونکی و او په پوتني (هغه مهال لندن ته څېرمه سیمه وه) کې استوګن و؛ هغه له کاترین کروموېل (زوکړه ۱۸۴۲ زکال) سره واده وکړ چې د توماس کروموېل خور وه، توماس د اتم هنري د واکمنۍ پر مهال یو له مخکښو لومړیو وزیرانو څخه و. په باوري توګه دا ادعا شوې چې د توماس او کاترین پلار والټر، ایرلنډي ریښه لرله. کروموېلانو د توماس د ادارې پر مهال د صومعو له انحلال څخه پام وړ شتمني پیدا کړه. مورګان آپ ویلیام د ولزي ویلیام آپ یوان زوی و. د دوی کورنی نسب د ریچارډ ویلیامز (ملقب په کروموېل) (شاوخوا ۱۵۰۰- ۱۵۴۴ زکال)؛ هنري ویلیامز کروموېل (شاوخوا ۱۵۲۴ – ۶ جنوري ۱۶۰۴ زکال) او بیا د اولیور د پلار رابرټ ویلیامز کروموېل (نږدې ۱۵۶۰ زکال – ۱۶۱۷ زکال) پورې چې له الیزابت سټیوارډ (نږدې ۱۵۶۴- ۱۶۵۴ زکال) سره یې په ډېر احتمال په ۱۵۹۱ زکال کې واده وکړ دوام وموند. دوی لس ماشومان لرل، خو اولیور چې د دوی پنځم ماشوم و یوازنی زوی یې و چې له ماشومتوبه ژوندی پاتې شو. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
د کروموېل نیکه هنري ویلیامز د هانټینګډونشایر یو له بډایه ځمکه لرونکو څخه و. د کروموېل پلار په داسې حال کې چې اشرافي و خو متواضع و. رابرټ ته د کوچني توب او ګڼ شمېر خویندو لرلو له امله په هانټینګډون کې یوازې یو کور او ډېره لږ ځمکه په میراث کې ورسېده. دغې ځمکې د کال ۳۰۰ پونډه عاید درلود چې د هغه د نورو خپلوانو په پرتله تر ټولو لږ و. په ۱۶۵۴ زکال کې کروموېل وویل: «زه په ماشومتوب کې یو ځیرک/جنټلمن وم، نه مې په کومه لوړه کچه او نه مې هم په نوم ورک توب کې ژوند کاوه». [۱۵][۱۶]
اولیور کروموېل ته د ۱۵۹۹ زکال د اپرېل په ۲۹ مه په سنټ جان کلیسا کې د تعمید غسل ورکړل شو او د هانټینګډون ګرامر ښوونځي ته ولاړ. هغه د کمبرېج په سیډني ساسکس کالج کې زده کړو ته دوام ورکړ هغه کالج چې په وروستیو کې د پیاوړو پیورتیني اخلاقو پر بنسټ جوړ شوی و. نوموړي د ۱۶۱۷ زکال په جون میاشت کې د سند له ترلاسه کولو پرته د خپل پلار له مړینې ډېر ژر وروسته کمبرېج پرېښود. د هغه لومړني ژوند لیک لیکونکي ادعا کوي چې وروسته هغه د لینکولن د وکیلانو روزنیز مرکز (Lincoln's Inn) ته ولاړ، خو د دغې مرکز په ارشیف کې د هغه اړوند هېڅ مالومات شتون نه لري. آنتونیا فریزر دا داسې را لنډوي چې هغه په ډېر احتمال دغه مهال په لندن کې د وکالت په یوه مرکز کې زدکړه کړې ده. د هغه نیکه، پلار او دوه ترونو یې په لینکولن اېن کې زدکړې کړې او کرموېل خپل زوی ریچارډ هم په ۱۶۴۷ زکال کې دلته ولېږه.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
په ډېر احتمال سره کروموېل د خپل پلار له مړینې وروسته په هانټینګټون کې خپل کور ته وګرځېد. له دې امله چې مور یې کونډه وه او اوه خویندو یې واده نه وکړی ده ته اړتیا وه څو په کور کې د خپلې کورنۍ سره د مرستې په موخه واوسي. [۲۱]
واده او کورنۍ
[سمول]کروموېل د ۱۶۲۰ زکال د اګست په ۲۲ مه له الیزابت بورشیر (۱۵۹۸- ۱۶۶۵ زکال) سره د لندن د فور سټریت په سنت جایلز کلیسا کې واده وکړ. د الیزابت پلار جیمز بورشیر په لندن کې د چرم سوداګر و چې په اسکس کې یې پریمانه ځمکې لرلې او د دغې سیمې له پیوریتن اشرافي کورنیو سره یې پیاوړې اړیکې لرلې. دغه واده لامل وګرځېد څو کروموېل له اولیور سنټ جان او د لندن د سوداګریزې ټولنې له نورو مخکښو غړو سره ارتباط پیدا کړي چې د هغو تر شاه د وارویک او هولنډ ملاتړ شتون درلود. په دغه اغېزمنه شبکه کې د هغه ځای موندنې په نظامي او سیاسي ډګر کې له ده سره ډېره مرسته وکړه. دوی دواړو ۹ ماشومان لرل.[۲۲][۲۳]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ http://www.olivercromwellshouse.co.uk/index.php?page=oliver_cromwell
- ↑ https://books.google.ca/books?id=bveSSImAmSIC&pg=PA369
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Oliver-Cromwell — سکالو پېژند: Oliver Cromwell — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6nc5zdc — سکالو پېژند: Oliver Cromwell — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ https://books.google.ca/books?id=bveSSImAmSIC&pg=PA374
- ↑ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb121696507 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
- ↑ Ó Siochrú 2009، مم. 1-2.
- ↑ Worden 2012، مم. 71-73.
- ↑ Burch 2003، مم. 228-284.
- ↑ Churchill 1956، م. 314.
- ↑ Lauder-Frost, Gregory, F.S.A.Scot., "East Anglian Stewarts" in The Scottish Genealogist, Dec.2004, vol.LI, no.4., pp. 158–9. ISSN 0330-337X
- ↑ Plant, David. "Oliver Cromwell 1599–1658". British-civil-wars.co.uk. خوندي شوی له the original on 31 July 2013. بياځلي په 27 November 2008.
- ↑ Morill, John. Cromwell, Oliver in Oxford Dictionary of National Biography, online article, 17 September 2015. (Requires library access or subscription)
- ↑ Carlyle, Thomas, ed. (1887). Oliver Cromwell's letters and speeches. Vol. 1. p. 17.
- ↑ Gaunt, p. 31.
- ↑ Speech to the First Protectorate Parliament, 4 September 1654, (Roots 1989, p. 42).
- ↑ British Civil Wars, Commonwealth and Proctectorate 1638–1660
- ↑ کينډۍ:Acad
- ↑ کينډۍ:Cite DNB
- ↑ Antonia Fraser, Cromwell: Our Chief of Men (1973), ISBN 0-297-76556-6, p. 24.
- ↑ John Morrill, (1990). "The Making of Oliver Cromwell", in Morrill, ed., Oliver Cromwell and the English Revolution (Longman), ISBN 0-582-01675-4, p. 24.
- ↑ British Civil Wars, Commonwealth and Proctectorate 1638–1660
- ↑ "Cromwell's family". The Cromwell Association. بياځلي په 6 August 2017.
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 1658ز مړينې
- 3 سېپتمبر مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- د عسکري خدمتونو لړليک د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P607
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي

