انټوني فلیو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

انټوني گاررارډ نیوټن فلیو (۱۹۲۳زېږد تر ۲۰۱۰ز کال) برېټانوي فیلسوف چې د تحلیلي فلسفې سرلاری و په خدای باورۍ اعتراف وکړ!

له بې خدایۍ تر خدای باورۍ:[سمول]

فلیو په ۱۹۵۰ز کال کې خپله مشهوره مقاله (الهیات او باطلېدنه) د دیني عباراتو د تحقیق مبحث په ځانگړي توگه (خدای شتون لري) له سره پرانېست. له هغه مهاله تر نیمه پېړۍ پورې فلیو د اکسفورډ، آبردین، کیل او ریدینگ پوهنتونونو کې د ښوواند او پروفیسر په توگه دنده ترسره کړې . همدارنگه یې په ډېری امریکایي او کاناډایي پوهنتونونو کې د ویناوال په توگه په علمي مباحثو، کتابونو ویناوو او خپلو لیکنو کې له بې خدایۍ څخه دفاع کوله، او پس له مرگه ژوند باندې به یې هر وخت نیوکه کوله.

لیکنۍ اثار[سمول]

مهمترین اثار یې په دې اړه اروایي څېړنو باندې نوی څېړنې، خدای او فلسفه، په لویدیځه فلسفه مقدمه، عاقل حیوان او د هیوم اعتقادي فلسفه شامل دي.

په ۲۰۰۴ز کال د ۸۱ کلنۍ په عمر یې رسما د عقیدوي بدلون په ښکاره کولو سره د خپل دین فلسفه روښانه کړه چې دا نړۍ د یوه خالق له خوا پنځول (خلق) شوې ده.

لږه موده نه وه وتلې چې فلیو د (خدای شتون لري) تر نامه لاندې کتاب ولیکو: څرنگه د نړۍ تر ټولو رسوا بې خدایه خپل فکر ته بدلون ورکړ! اړوند کتاب له ډېرو انتقادونو سره مخ شو او نیویارک ټایمز لا ولیکل چې انټوني فلیو د زړښت له لامله عقلي زوال سره مخ دی او ددې کتاب لیکوال یې Roy Abraham Varghese وگڼلو. همدارنگه د انټوني فلیو تېر مهال (د الحاد او خدای باورۍ ژوند)، د انتقادونو سره او د د فلیو عقیدوي بدلون او د نقادانو ځوابونو سره چاپ شوی دی. په بل کتاب کې چې (خدای شتون لري) چاپ شوی، ددې کتاب مقدمه گیري هابرماس (د لیبرټي پوهنتون پروفیسر) لیکلې ده.

مړینه[سمول]

انټوني فلیو د اپریل په ۸مه، ۲۰۱۰ز کال په داسې حال کې ومړ چې په څښتن تعالی بشپړ گروهمن و!

لیکنې[سمول]

  • A New Approach to Psychical Research (1953)
  • New Essays in Philosophical Theology (1955) editor with السدیر مک‌اینتایر
  • Essays in Conceptual Analysis (1956)
  • Hume's Philosophy of Belief (1961)
  • Logic And Language (1961) editor
  • God and Philosophy (1966)
  • Logic & Language (Second Series) (1966) editor
  • Evolutionary Ethics (1967)
  • An Introduction to Western Philosophy - Ideas and Argument from Plato to Sartre (1971)
  • Body, Mind and Death (1973)
  • Crime or Disease (1973)
  • Thinking About Thinking (1975)
  • Sociology, Equality and Education: Philosophical Essays In Defence Of A Variety Of Differences (1976)
  • Thinking Straight (1977) (ISBN 978-0-87975-088-6)
  • A Dictionary of Philosophy (1979) editor, later edition with Stephen Priest
  • Philosophy, an Introduction (1979)
  • Libertarians versus Egalitarians (c.1980) pamphlet
  • The Politics of Procrustes: contradictions of enforced equality (1981)
  • Darwinian Evolution (1984)
  • * The Presumption of Atheism (1976). reprinted as God, Freedom and Immortality: A Critical Analysis. (1984)
  • Examination not Attempted in Right Ahead, newspaper of the Conservative Monday Club, Conservative Party Conference edition, October 1985.
  • God: A Critical Inquiry (1986) - reprint of God and Philosophy (1966) with new introduction
  • Agency and Necessity (Great Debates in Philosophy) (1987) with Godfrey Norman Agmondis Vesey
  • Did Jesus Rise From the Dead? The Resurrection Debate (1987) with Gary Habermas
  • Power to the Parents: Reversing Educational Decline (1987)
  • Prophesy or Philosophy? Historicism or History? in Marx Refuted, edited by Ronald Duncan and کالین ویلسون, Bath, (UK), 1987, ISBN 0-906798-71-X
  • Readings in the Philosophical Problems of Parapsychology (1987) editor
  • God, A Critical Inquiry (1988)
  • Does God Exist?: A Believer and an Atheist Debate (1991) with Terry L. Miethe
  • A Future for Anti-Racism? (Social Affairs Unit 1992) pamphlet
  • Atheistic Humanism (1993) (ISBN 978-0-87975-847-9)
  • Thinking About Social Thinking (1995)
  • Education for Citizenship (Studies in Education No. 10) (Institute of Economic Affairs, 2000)
  • Merely Mortal? (2000)
  • Equality in Liberty and Justice (2001) Transaction Publishers.
  • Does God Exist: The Craig-Flew Debate (2003) with William Lane Craig (ISBN 978-0-7546-3190-3)
  • Social Life and Moral Judgment (2003)
  • God and Philosophy (2005) - another reprint of God and Philosophy (1966) with another new introduction
  • There is a God: How the World's Most Notorious Atheist Changed His Mind (2007) with Roy Abraham Varghese (ISBN 978-0-06-133529-7)

لمنلیک[سمول]

بهرنۍ تړنې[سمول]