انټرنېټ ته لاسرسی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

انټرنېټ ته لاسرسی د کمپيوټري ټرمینالونو، کمپیوټرونو او نورو ډیوایسونو یا دستګاوو له لارې انټرنېټ او د ایمېل او وب نړیوالې شبکې په څېر خدمتونو ته د افرادو او سازمانو وړتیا ته ویل کېږي. انټرنېټ ته لاسرسی د انټرنېټي خدمتونو د وړاندې کوونکو له‌خوا پلورل کېږي چې اتصال یا پیوستیا د ډېټا د لېږد په بېلابېلو کچو سره د شبکې د بېلابېلو ټکنالوژيو له لارې وړاندې کوي. د ښاروالۍ د ګڼو بنسټونو په ګډون ډېری سازمانونه په وړیا ډول انټرنېټ ته د بې سیمه یا وایرلېس لاسرسي خدمتونه وړاندې کوي.

یو وخت انټرنېټ ته لاسرسی محدود و خو ډېره ژر یې وده وکړه. په ۱۹۹۵ ز کال کې د نړۍ یوازې ۰.۰۴ سلنه نفوس انټرنېټ ته لاسرسی درلود چې تر نیمايي زیات یې په متحدو ایالتونو کې اوسېدل او د مستهلکینو یا مصروفوونکو استفاده هم د ډایل اپ له لارې وه. د یوویشتمې پېړۍ په لومړۍ لسیزه کې په پرمختللو هېوادونو کې ډېرو مصرفوونکو د «براډ بنډ» چټکه ټکنالوژي کاروله او تر ۲۰۱۴ ز کال پورې د نړۍ ۴۱ سلنه نفوس لاسرسی ورته درلود، براډ بنډ کابو په ټوله نړۍ کې خپور و او د نړیوال اتصال د چټکتیا منځنۍ کچه په ثانیه کې تر یوه مېګابایټ لوړه وه.[۱][۲][۳]

تاریخچه[سمول]

انټرنېټ د ارپانېټ (ARPANET) پرمختللې بڼه ده چې د متحدو ایالتونو دولت به د دولت دننه او په پوهنتونونو او څېړنیزو لابراتورونو کې د پروژو د ملاتړ لپاره کاراوه – خو د وخت په تېرېدو سره یې وده وکړه او د نړۍ ډېری لوی پوهنتونونه او د ټکنالوژیکو شرکتونو ډېری څېړنیزې برخې یې په منګول کې واخیستې. د ډېرو مخاطبانو له‌خوا یې استفاده په ۱۹۹۵ کال هغه مهال عامه شوه چې د سوداګریزو ترافیکو د لېږد لپاره د انټرنېټ د کارولو محدودیتونه لرې شول.[۴][۵][۶][۷]

د ۱۹۸۰یمې لسیزې له لومړیو څخه تر منځنیو کلونو پورې انټرنېټ ته ډېری لاسرسی د شخصي کمپیوټرونو او هغو کاري سټېشنونو له لارې و چې په مستقیم ډول له ځايي شبکو (LAN) سره وصل وو، یا هم د موډمونو او انالوګ ټېلېفوني کرښو په مرسته د ډایل اپ اتصالاتو یا نښلونونو له لارې و. ځايي شبکو به معمولاً په ثانیه کې په ۱۰ مېګابایټه چټکتیا سره کار کاوه، په داسې حال کې چې د ۱۹۸۰یمې لسیزې په لومړیو کې د موډم د ډېټا کچه په ثانیه کې له ۱۲۰۰ بایټ څخه د ۱۹۹۰یمې لسیزې په وروستیو کې په ثانیه کې ۵۶ کیلوبایټ ته ورسېده.

په ۱۹۹۰یمه لسیزه کې په متحدو ایالتونو کې د معلوماتو د ملي زېربنا طرحې د براډ بنډ انټرنېټ ته لاسرسی د عمومي پالیسۍ پر ستونزه بدل کړ. په ۲۰۰۰ کال کې کورونو ته ډېری انټرنېټ د ډایل اپ په مرسته رسېدلی و، خو ډېرو کاروبارونو او ښوونځیو د براډ بنډ انټرنېټ کاراوه. په ۲۰۰۰ کال کې «ډایل اپ» د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان (OECD) په ۳۴ غړو هېوادونو کې څه کم ۱۵۰ میلیونه ګډونوال او «براډ بنډ» بیا څه کم ۲۰ میلیونه ګډونوال لرل. تر ۲۰۰۵ کال پورې «براډ بنډ» وده وکړه او «ډایل اپ» مخ پر ځوړ شو چې د ګډونوالو شمېر یې کابو برابر و او د هر یوه لپاره ۱۳۰ میلیونه کسان کېدل. په ۲۰۱۰ کال کې د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان په غړو هېوادونو کې د انټرنېټ څه باندې ۹۰ سلنه کاروونکو «براډ بنډ» کاراوه چې په دې سره د براډ بنډ ګډونوال څه باندې ۳۰۰ میلیونو ته لوړ شول او د «ډایل اپ» ګډونوال تر ۳۰ میلیونو هم کم شول.[۸][۹][۱۰]

د براډ بنډ ټکنالوژۍ چې تر ټولو ډېرې کارول کېږي، ډي.اېس.اېل، اې.ډي.اېس.اېل او انټرنېټ ته کېبلي لاسرسی په کې شاملېږي. په لا نویو ټکنالوژيو کې وي.ډي.اېس.اېل او نوري فایبر راځي چې په دواړو یعنې ټېلېفوني او کېبلي دستګاوو کې ګډونوالو ته نږدې دي. د نوري فایبر اړیکو په اوږدو واټنونو کې د ډېټا د لېږد چټکتیا ډېره لوړه کړه چې د مسي سیم تر ټکنالوژۍ ډېر ارزانه دی او د براډ بنډ انټرنېټ ته د لاسرسي په شوني کولو کې یې مهم رول ادا کړی دی.

په هغو سیمو کې چې اې.ډي.اېس.اېل یا کېبل کار نه کوي، ځینې ټولنیز سازمانونه او ځايي دولتونه د وای-فای شبکې نصبوي. بې سیمه، سپوږمکیز او مایکرو وېو انټرنېټ په کلیوالو، شاته پاتې یا نورو هغو سیمو کې کارول کېږي چې هلته خدمتونه ستونزمن دي او سیمي انټرنېټ په اسانۍ سره کار نه کوي.

لاسرسی[سمول]

پر کور، ښوونځي او کارځای سربېره انټرنېټ ته لاسرسی ښايي د کتابتونونو او قهوه خانو په څېر په هغو عمومي ځایونو کې موجود وي چې هلته انټرنېټ ته تړل کېدونکي کمپيوټرونه د لاسرسي وړ وي. په ځینو کتابتونونو کې داسې سټېشنونه موجود وي چې د کاروونکو لپ ټاپونه په فزیکي ډول له ځايي شبکو سره نښلوي.

بې سیمه یا وایرلېس انټرنېټ ته د لاسرسي ځایونه د هوايي ډګر د سالونونو په څېر په عمومي ځایونو کې موجود وي چې په ځینو مواردو کې په ولاړ حالت کې یوازې د لنډمهالې استفادې لپاره وي. انټرنېټ ته د لاسرسي په نورو ځایونو کې ښايي هغه کمپیوټرونه موجود وي چې د سیکو په ور اچولو سره کار کوي. بېلابېل نومونه ورته کارول کېږي چې «د عمومي انټرنېټ کیوسک»، «د عمومي لاسرسي ټرمینال» او «وېب پې فون» یې د بېلګې په توګه یادولی شو. ډېری هوټلونه هم عمومي ټرمینالونه لري چې معمولاً لګښت لرونکي وي.

کافي شاپونه، د پېر مرکزونه یا شاپېنګ مالونه او نور ځایونه د هغو کاروونکو لپاره کمپیوټري شبکو ته د هاټ‌سپاټ په نامه وایرلېس یا بې سیمه لاسرسی برابروي چې د لپ‌ټاپ او پي.ډي.اې په څېر وایرلېس لرونکي ډيوایسونه یا دستګاوې له ځان سره لري. دا خدمتونه ښايي د ټولو لپاره وړیا وي، یا ښايي یوازې د مشتریانو لپاره وي او یا هم لګښت لرونکي وي. د وای فای یو هاټ سپاټ باید په یوه واړه ځای پورې محدود نه شي، ځکه چې څو ګڼ هاټ سپاټونه کولای شي د پوهنتون یا پارک ټوله ساحه راونغاړي یا حتا ټول ښار هم فعالولی شي.

ډيجيټلي درز[سمول]

له فوق العاده ودې سره سره انټرنېټ ته لاسرسی د هېوادونو تر منځ یا د هېوادونو دننه په مساوي ډول نه وېشل کېږي. ډيجيټلي درز "د هغو افرادو تر منځ درز ته ویل کېږي چې د معلوماتو او اړیکو ټکنالوژۍ ته پوره لاسرسی لري او هغه افراد چې لاسرسی یې محدود دی یا هېڅ لاسرسی نه لري". د هغو افرادو تر منځ واټن چې انټرنېټ ته لاسرسی لري او هغه چې انټرنېټ ته لاسرسی نه لري، د ډيجیټلي درز د ګڼو اړخونو له ډلې یو دی. دا چې یو شخص انټرنېټ ته لاسرسی لري که نه، کېدای شي تر ډېره حده یې په مالي وضعیت، جغرافیايي موقعیت او دولتي پالیسیو پورې تړاو ولري. "کم عایده او کلیوال وګړي او اقلیتونه د ټکنالوژيکو نېستمنو په توګه په ځانګړي ډول څېړل شوي دي."[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

دولتي پالیسۍ د خپلو اړوندو ډلو، سیمو او هېوادونو لپاره انټرنېټ ته د لاسرسي په رامنځته کولو او محدودولو کې فوق العاده رول لري. د بېلګې په توګه پاکستان د خپل اقتصاد د عصري کولو لپاره د انګېزې د پیاوړي کولو په موخه د معلوماتي ټکنالوژۍ تېریګره یا تهاجمي پالیسي پر مخ بیایي، له دې امله په دغه هېواد کې په ۲۰۰۰ کال کې د انټرنېټ د کاروونکو شمېر ۱۳۳۹۰۰ (د ټول نفوس ۰.۱ سلنه) و چې په ۲۰۱۱ کال کې ۳۱ میلیونو (د ټول نفوس ۱۷.۶ سلنه) ته پورته شو. په شمالي کوریا کې له سیاسي بې ثباتۍ څخه د دولتونو د وېرې په دلیل انټرنېټ ته نسبتاً کم لاسرسی موجود دی. د متحدو ایالتونو سوداګریز بندیز هغه خنډ دی چې په کیوبا کې یې انټرنېټ ته لاسرسی محدود کړی دی.[۱۵][۱۶][۱۷]

کمپیوټرونو ته لاسرسی یو هغه مهم عامل دی چې انټرنېټ ته د لاسرسي کچه مشخصوي. په ۲۰۱۱ کال کې په مخ پر وده هېوادونو کې ۲۵ سلنه کورنیو کمپیوټر او ۲۰ سلنه کورنیو بیا انټرنېټ ته لاسرسی درلود، په داسې حال کې چې په پرمختللو هېوادونو کې ۷۴ سلنه کورنیو کمپیوټر او ۷۱ سلنه کورنیو بیا انټرنېټ ته لاسرسی درلود. د مخ پر وده هېوادونو اکثریت وګړي انټرنېټ ته لاسرسی نه لري. په ټولیز ډول په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۴ میلیارده وګړي انټرنېټ ته لاسرسی نه لري. کله چې په ۲۰۰۷ کال کې په کیوبا کې د کمپیوټر پېر قانوني شو، د کمپیوټرونو خصوصي مالکیت ډېر شو (په دې جزیره کې په ۲۰۰۸ کال کې ۶۳۰۰۰۰ کمپیوټرونه موجود وو چې د ۲۰۰۷ کال په نسبت یې ۲۳ سلنه ډېروالی درلود.)[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

انټرنېټ ته لاسرسي د ډېرو خلکو د فکر بڼه بدله کړې ده او د خلکو د اقتصادي، سیاسي او ټولنیز ژوند پر نه بېلېدونکې برخه بدل شوی دی. د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې په نړۍ کې لا ډېرو خلکو ته د انټرنېټ د لاسرسي زمینه برابرول له دوی سره مرسته کوي چې په انټرنېټ کې له شته "سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، ښوونیزو او وظیفوي فرصتونو" څخه ګټه واخلي. د معلوماتي ټولنې په نړیواله غونډه کې چې په ۲۰۰۳ کال کې په جینیوا کې د ملګرو ملتونو له‌خوا جوړه شوه، د ۶۷ تصویب شویو اصولو ګڼه برخه اصول د ډيجيټلي درز په اړه دي. د اقتصادي پراختیا او ډيجیټلي درز د کمولو لپاره د براډ بنډ ملي پلانونه په دې موخه په ټوله نړۍ کې پراخ شوي او د پراخېدو په حال کې دي چې چټک او ارزانه انټرنېټ ته لاسرسی ډېر کړي.[۲۳][۲۴]

سرچينې[سمول]

  1. Robinson, Zachary A. (2015-06-26). The world transformed : 1945 to the present. د کتاب پاڼې 431. OCLC 907585907. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199371020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Robinson, Zachary A. (2015-06-26). The world transformed : 1945 to the present. د کتاب پاڼي 431–432. OCLC 907585907. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199371020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Akamai Releases Second Quarter 2014 'State of the Internet' Report". Akamai. 30 September 2014. مؤرشف من الأصل في ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اکتوبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Ben Segal (1995). A Short History of Internet Protocols at CERN. http://www.cern.ch/ben/TCPHIST.html. 
  5. Réseaux IP Européens (RIPE)
  6. "Internet History in Asia". 16th APAN Meetings/Advanced Network Conference in Busan. مؤرشف من الأصل في ۰۱ فبروري ۲۰۰۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ ډيسمبر ۲۰۰۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Retiring the NSFNET Backbone Service: Chronicling the End of an Era" Archived 2011-07-19 at the Wayback Machine., Susan R. Harris and Elise Gerich, ConneXions, Vol. 10, No. 4, April 1996
  8. Jeffrey A. Hart; Robert R. Reed; François Bar (November 1992). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The building of the Internet: Implications for the future of broadband networks"]. Telecommunications Policy 16 (8): 666–689. doi:10.1016/0308-5961(92)90061-S. 
  9. The 34 OECD countries are: Australia, Austria, Belgium, Canada, Chile, the Czech Republic, Denmark, Estonia, Finland, France, Germany, Greece, Hungary, Iceland, Ireland, Israel, Italy, Japan, Korea, Luxembourg, Mexico, the Netherlands, New Zealand, Norway, Poland, Portugal, the Slovak Republic, Slovenia, Spain, Sweden, Switzerland, Turkey, the United Kingdom and the United States. OECD members Archived 2011-04-08 at the Wayback Machine., accessed 1 May 2012
  10. The Future of the Internet Economy: A Statistical Profile Archived 2012-06-16 at the Wayback Machine., Organization for Economic Co-Operation and Development (OECD), June 2011
  11. "Internet Users" Archived 2013-03-03 at the Wayback Machine., Key ICT indicators for the ITU/BDT regions, International Telecommunication Union (ITU), Geneva, 16 November 2011
  12. Amir Hatem Ali, A. (2011). "The power of social media in developing nations" Archived 2012-11-14 at the Wayback Machine., Human Rights Journal, Harvard Law School, Vol. 24, Issue 1 (2011), pp. 185–219
  13. Wattal, S.; Yili Hong; Mandviwalla, M.; Jain, A., "Technology Diffusion in the Society: Analyzing Digital Divide in the Context of Social Class Archived 2013-04-28 at the Wayback Machine.", Proceedings of the 44th Hawaii International Conference on System Sciences (HICSS), pp.1–10, 4–7 January 2011, کينډۍ:ISBN
  14. McCollum, S., "Getting Past the 'Digital Divide'" Archived 2011-11-04 at the Wayback Machine., Teaching Tolerance, No. 39 (Spring 2011), pp. 46–49, and Education Digest, Vol. 77 No. 2 (October 2011), pp. 52–55
  15. Definitions of World Telecommunication/ICT Indicators, March 2010 Archived 2014-12-20 at the Wayback Machine., International Telecommunication Union, March 2010. Accessed on 21 October 2011.
  16. (په October 23, 2006 باندې). LINK BY LINK; The Internet Black Hole That Is North Korea. The New York Times.
  17. The state of the Internet in Cuba, January 2011 Archived 2012-04-25 at the Wayback Machine., Larry Press, Professor of Information Systems at California State University, January 2011
  18. "The World in 2011: ITC Facts and Figures" Archived 2012-05-10 at the Wayback Machine., International Telecommunication Union (ITU), Geneva, 2011
  19. "Most people in developing countries have no Internet access: Facebook- Technology News, Firstpost". Tech2. 2015-02-25. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "4 Billion People Still Not Online". PCMAG (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۰ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Changes in Cuba: From Fidel to Raul Castro" Archived 2017-01-09 at the Wayback Machine., Perceptions of Cuba: Canadian and American policies in comparative perspective, Lana Wylie, University of Toronto Press Incorporated, 2010, p. 114, کينډۍ:ISBN
  22. "Cuba to keep internet limits". Agence France-Presse (AFP). 9 February 2009. مؤرشف من الأصل في ۱۲ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Amir Hatem Ali, A. (2011). "The power of social media in developing nations" Archived 2012-11-14 at the Wayback Machine., Human Rights Journal, Harvard Law School, Vol. 24, Issue 1 (2011), pp. 185–219
  24. "Declaration of Principles" Archived 2013-10-15 at the Wayback Machine., WSIS-03/GENEVA/DOC/4-E, World Summit on the Information Society, Geneva, 12 December 2003