اندرېس چيډېنیوس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اندرېس چيډېنیوس
(سونسکا: Anders Chydenius د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اندرېس چيډېنیوس
اندرېس چيډېنیوس

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۶ فبروري ۱۷۲۹[۱][۲][۳]
مړینه 1 فبروري 1803 (74 کاله)[۱][۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت سويډن   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
فیلسوف
پادري [۲]
ليکوال [۲]
طبیب   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه سویډني ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) سویډني ژبه [۴]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فلسفه   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

اندرېس چیډېنیوس ( په سویډني ژبه: ânːdɛʂ kʏˈděːnɪɵs]; ] د ۱۹۲۷ ز کال د فبرورۍ په ۲۸ زېږېدلی او د ۱۸۰۳ ز کال د فېبرورۍ په لومړۍ نېټه مړ شوی) یو لوټري فلاندی کشیش او د سویډن د رېکسډک (د سويډڼ د قانون جوړوونې او پرېکړو ملي او تر ټول عالي بنسټ) غړی و، چې د نورودیک تاریخ د وتلې لرغوني لېبرال په توګه پېژندل کېږي.[۵]

چيډېنیوس د فېنلاند په سوتکامو کې ( هغه مهال د سویډن یوه برخه وه) زېږېدلی او د پهر کالم تر نظر لاندې د زده کړو تر بشپړولو وروسته د Åbo په سلطنتي اکادمۍ کې کشیش او د روښانګرۍ فلیسوف شو. هغه د ۱۷۶۵ - ۶۶ ز کلونو تر منځ د سویډن رېکسډک د کلیسایي غړي په توګه وټاکل شو. چې په هغه کې د نوموړي ګوند اکثریت دولت ترلاسه کړ او د لویې بریتانیا او ۷ متحدو ایالتونو  تر څنګ یې د سویډن د مطبوعاتو د ازادۍ له لومړني قانون څخه چې په ټوله نړۍ کې تر ټولو لېبرال قانون و ملاتړ وکړ. هغه چې په شدید ډول د مېرکانتلیزم (یوه اقتصادي پالیسي ده چې د وادراتو پر کموالي او د صادراتو پر ډېروالي تمرکز لري، ژباړن) له مداخله ګرو افراطي سیاستونو سره چې لسیزې مخکې د خولۍ د واکمن ګوند په واسطه تبلیغېدل مخالف و په پای کې د خولۍ/ کپ  دولت د رادیکال مقرراتو د لرې کولو پر سیاستونو د نیوکې او د هغه د سیاسي او ټولنیزو پایلو له امله تقاعد ته اړ شو.

چیډې نیوس په ۱۷۷۲ ز کال کې د درېیم ګوستاو تر کودتا وروسته چې د یوې بلې پېړۍ لپاره د پارلماني ټاکنو د پای په معنا و د لنډې مودې لپاره شهرت ته راستون شو چې د ګوستاو د روښانګرۍ د ظالمانه اوصولو د یوې برخې په توګه یې د اقتصادي او مدني ازادیو د زیاتولو لپاره هڅه وکړه. د پوښتنې ګروېګنې په معنا یې د شکنجې په له منځه وړلو کې برخه واخیسته، چې د اعدام سزا یې محدوه کړه له سویډن څخه بهر یې د یهودیانو او کاتولیکانو مهاجرتونو ته قانوني اجازه ورکړه او په پای کې د پاچا د زورواکۍ زیاتېدلو چیډینیوس بېرته له خپل موقف څخه لرې او په استروبوتنیا کې خپل شخصي ژوند ته تقاعد شو او همالته د ۷۳ کلنۍ په عمر مړ شو.

د نړیوالو معیارونو(سټنډردونو) پر بنسټ، یو له لومړنیو مخکښانو څخه او د اقتصادي لېبرالیزم، د بیان آزادۍ، د مهاجرت او مذهب آزادۍ پلوی (د ملتونو د شتمنۍ په نوم کتاب تر چاپ یوه لسیزه مخکې یې د پټ او ناڅرګند لاس په نوم یوه رساله ولیکله) و، هغه د لېبرالیزم له فلیسوفانو څخه لومړنی کس و چې بشپړ او جامع و. [۶][۷][۸]

ژوندلیک[سمول]

لومړنی ژوند[سمول]

اندرېس چیډېنیوس په ۱۷۲۹ ز کال کې د اوستروبوتنیا په سوتکامو (اوس‌مهال د کاینویو سیمې یوه برخه ده) کې نړۍ ته راغلی، چې پلار یې یاکوب هلته کشیش و. د هغه کورنۍ په ۱۷۳۴ ز کال کې کوسامو ته کډه وکړه او پلار یې هلته مشر کشیش شو. د اندرېس د ماشومتوب دوران د فنلنډ په شمال کې د بایر په سیمه کې تېر شو. هغه او ورور یې سمیول په ځانګړې ډول له خپل پلار څخه زده‌کړې وکړې او وروسته د اولو د ګرامر ښوونځي (Uleåborg trivialskola) ته لاړ. د روسیې او سویډن تر جګړې وروسته (۱۷۴۱-۱۷۴۳ ز کلونه) یې زامنو په خصوصي ډول په تورنیو کې زده‌کړې وکړې او په ۱۷۴۵ ز کال کې یې د Åbo سلطنتي اکادمۍ ته لار ومونده. هغوی همدارنګه د اوپسالا په پوهنتون کې هم زده‌کړې وکړې. اندرېس د ریاضیاتو، طبیعي علومو، لاتین او فلسفې په برخه کې زده‌کړې وکړې. په ۱۷۴۶ ز کال کې يې پلار جکوب او کورنۍ کوکولا ته کډه شول. [۹]

نیډرویتېل                                                                                        [سمول]

اندرېس تر فراغت وروسته په ۱۷۵۳ ز کال کې په اوسټروبوتینیا کې د نیډرویټېل (اوس مهال د کرونوبي یوه برخه ده) سیمې اړونده کوچنۍ کشیش او مبلغ وټاکل شو. هغه په ۱۷۵۵ ز کال کې د یاکوبستاد سیمې د یو سوداګر له لور بیاتاماګدالنا ملبرګ سره واده وکړ. دې جوړې ماشومان نه لرل. هغه مهال چې په نیډرویټېل کې و د فاضله اوبو د پاکولو، د بوټو او څارویو د نویو نژادونو ازموینې او کچالو او تنباکو د کرکېلې د نویو په طریقو رامنځته کولو او ډېرو نورو پروژو کې فعال و. د هغه موخه د مثالونو په واسطه بزګرانو ته روښانول وو. چیډېنیوس طبابت کاوه او د چيچک پر وړاندې د عادي وګړو د واکسینولو لپاره وپېژندل شو. هغه د کاترک (یو ډول د سترګو ناروغي) ناروغۍ عملیات هم تر سره کړل. [۹]

له ۱۷۶۵- ۱۷۶۶ز کال پورې د سیاسي درېځ ملکیت رېکسډک[سمول]

د هغه ځینې لومړۍ لیکنې، د عملي موضوعاتو، لکه: په مالڅړونواو چمنونو کې د حشراتو له حده زیاته ودې او د آسونو د ګاډیو د طرحو د پرمختګ په اړه وې. وروسته یې ټولنیزو پوښتنو ته مخه کړه او د یو لیکوال او ویناوال په توګه شهرت ته ورسېد. هغه په ۱۷۶۵ ز کال کې ډایټ (په سیاست کې یوه مشورتي اسامبلې ده) ته ولېږل شو تر څو د اوسټروبوتینیا د ښارګوټو لپاره د ازادې سوداګرۍ حقوق ترلاسه کړي. د ګاملاکارلبي، واسا (په فنلنډي ژبه: وااسا)، بینوربورګ (فنلنډي: پوري) او اولیبورګ ښارونو د بېړیو د آزادو چلېدلو حقونه ترلاسه کړل چې د هغوی د راتلونکي پرمختګ او له ټولې اوسټروبوتینیا سره یې مرسته وکړه.

چیډېنیوس په فعال ډول په ډایټ (په سیاست کې یوه مشورتي اسامبلې ده، ژباړن) کې برخه واخیسته او څو انتقادي مقالې يې خپرې کړې چې د لوی لمسون او پارونې لامل شوې. په ډایټ کې د هغه د فعالیتونو یوه پایله پر دولتي بودیجه د پارلمان سخت کنترول و. هغه د مطبوعاتو د آزادۍ پراختیا له خپلو لویو لاسته راوړنو څخه یوه وبلله. د هغه رادیکال فعالیتونه د دې لامل شول چې په ۱۷۶۶ ز کال کې د خپل سیاسي ګوند له خوا له ډایت څخه لرې شي.  [۹]

کوکولا[سمول]

هغه په ۱۷۷۰ ز کال کې د ګاملاکارلبي د مشر په توګه منصوب شو او هلته یې د کلیسا اړوند سیمې پر کارونو تمرکز وکړ. هغه خپله ارکسترا خوندي کړه او له هغې سره یې تمرین وکړ. د ولسمشر د ښه راغلاست په تالار کې یې کنسرت ورکاوه. پلار یې له ۱۷۴۶ ز کال څخه تر ۱۷۶۶ او اندرېس له ۱۷۷۰ ز کال څخه تر ۱۸۰۳ ز کال پورې په ګاملاکارلبي کې ژوند کاوه.

د ۱۷۷۸ او ۱۷۷۹ ز کلونو تر منځ اندرس چیدنیوس بیاځلې په ډایت کې برخه واخیسته چې په هغه کې د مزدورکارانو موقف مطرح شو. هغه د خدمتګارې طبقې د حقونو مدافع و. هغه د پاچا درېیم ګوستاووس په وړاندیز هغه لایحه وړاندې کړه چې پر بنسټ یې بهرنیانو هم د خپلو دیني مراسمو د تر سره کولو لپاره محدود حقوق تر لاسه کړل. هغه په ۱۷۹۳ ز کال کې بیاځلي په ډایټ کې برخه واخیسته او هغه د یو فعال لیکوال په توګه د کرنې پراختیا، د سلفرو د مالګې سوزېدنې، چيچک او د لاپلانډ مستعمرې ته پوښښ ورکړ. د هغه د عمر په وروستیو کې د کلیسا اړوند سیمه کې پر پخوانۍ کلیسا د یوې الحاقیې پر جوړولو څار د هغه له دندو څخه و. هغه په ۱۸۰۳ ز کال کې مړ شو. [۹]

نظریې[سمول]

آزاده سوداګري[سمول]

چیډېنیوس په ۱۷۶۵ ز کال کې د ملي ګټې (Den nationnale winsten) په نوم یوه رساله خپره کړه چې په هغه کې يې د آزادې سوداکرۍ او صنعت نظریې وړاندیز کړې، د اقتصاد او ټولنې تر منځ اړیکې یې وارزولې او د لېبرالیزم اوصول، کپيتالیزم(شتمن‌توب) او مدرنه دیموکراسي يې تشرېح کړه. د چیډېنیوس په کتاب کې خپرې شوې نظریې په کره ډول د ادم‌سمېت د پټ لاس په نوم کتاب له نظریو سره سمون لري، چې د هغه د ملتونو شمتني په نوم کتاب تر خپرېدو ۱۱ کاله وروسته خپور شو. [۱۰]

چیډېنیوس د سیاسي موقف او ملکیت رېکسډک ته له خپل وړاندیز سره د بوتنیا خليج ته څېرمه په ښارونو کې سخته سوداګریزه خپلواکي رامنځته کړه. له دې سره د هغه ډېری وړاندیزونه، لکه: د شپې ساتونکي دولت (منارشیزم) ته د لاپلانډ بدلېدل او له اقتصادي پلوه د بې وزله ښار سمسورتیا ريښتیا نه شول: 

-      خپلواک دولت، خصوصي مالکیت او فردي خپلواکي. وګړي کولی شي، هر مسلک وټاکي، سوداګري به په بشپړ ډول آزاده وي، هېڅ امتیازات، مقررات او مالیات به نه وي. بیوروکراسي (کاغذ لوبې او پر ضوابطو ډېره پابندي) به نه وي او یوازینی افسر به قاضي وي چې پر سوداګرۍ به څار لري او د هېچا حقونه به تر پښو نه لاندې کېږي. [۱۱]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb16153017n — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ Anders Chydenius
  3. Anders Chydenius — خپرونکی: Society of Swedish Literature in Finland
  4. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb16153017n — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  5. "Etusivu". kansallisbiografia.fi. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Johan Norberg, Den Svenska Liberalismens Historia, pp. 30–43
  7. "The World's First Freedom of Information Act (Sweden/Finland 1766) | Age Of Enlightenment | Sweden". Scribd. مؤرشف من الأصل في ۰۹ مارچ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "freedominfo.org, "Sweden"". مؤرشف من الأصل في ۰۶ اپرېل ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ ۹٫۲ ۹٫۳ Pelo, June. "Anders Chydenius". مؤرشف من الأصل في ۳۰ اکتوبر ۲۰۰۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Acton Institute: Anders Chydenius (1729–1803)". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ اپرېل ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Norberg, Johan. "Liberalismen.com: Anders Chydenius – den svenska liberalismens fader". د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ اپرېل ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مې ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)