منځپانگې ته ورتلل

انا کوپر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
انا کوپر
انا کوپر
انا کوپر

د شخص مالومات
زېږون نوم
Anna Julia Haywood  ويکيډاټا کې (P1477) ځانګړنې بدلې کړئ
پيدايښت ۱۰ اگست ۱۸۵۸[۱][۲][۳][۴]
مړینه 27 فېبروري 1964 (106 کاله)[۱][۲][۵][۳][۴]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
واشنګټن ډي سي [۶][۴]  ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
نسل افريقايي امريکنۍ [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]  ويکيډاټا کې (P172) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
تعلیم کولمبيا پوهنتون (–۱۹۲۴)  ويکيډاټا کې (P69) ځانګړنې بدلې کړئ
تعلیمی اسناد د فلسفې ډاکتر   زمرہ:صفحات مع تعلیمی سندزمرہ:صفحات مع تعلیمی سند ويکيډاټا کې (P69) ځانګړنې بدلې کړئ
کار/مسلک تاریخ پوه [۱۲]،  ليکوال [۱۳][۱۴][۴]،  مبارز [۴]  ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه امریکايي انګرېزي   ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ

انا جولیا هیووډ کوپر (د ۱۸۵۸ کال د اګسټ ۱۰مه – د ۱۹۶۴ کال د فبرورۍ ۲۷مه) یوه امریکايۍ لیکواله، روزونکې، ټولن‌پېژندونکې، ویناواله، د تور پوستانو د ازادۍ فعاله او د متحدو ایالتونو په تاریخ کې یوه وتلې افریقايي‌الاصله امریکایۍ عالمه وه.

کوپر په ۱۸۵۸ کال کې د غلامۍ په حالت کې وزیږېده. د نړیوالې کچې زده‌کړې یې وکړې او په علمي او ټولنیزو محفلونو کې یې د ځواک او برم ادعا وکړه. په ۱۹۲۴ کال کې یې د تاریخ په برخه کې له «سوبن پاریس» پوهنتون څخه دوکتورا ترلاسه کړه. کوپر څلورمه افریقايي‌الاصله امریکایۍ ښځه وه چې د دوکتورا سند یې واخیست. اغلې کوپر د واشنګټن ډي سي د افریقايي‌الاصله امریکايانو د ټولنې یوه مخکښه غړې او د الفا کوپا الفا ټولنې غړې هم وه.[۱۵][۱۶][۱۷]

کوپر د ټولنیزو علومو په برخو په ځانګړي ډول په ټولن‌پېژندنه کې ښکېله وه. لومړنی کتاب یې «له سوېله یو غږ: له سوېل څخه د یوې تور پوستې ښځې له‌خوا» نومېده چې د تور پوستي فیمینېزم لومړنۍ چیغه بلل کېږي او کوپر ته «د تور فیمینېزم مور» لقب ورکوي.[۱۸]

ژوندلیک

[سمول]

زده‌کړې

[سمول]

په ۱۸۶۸ کال کې چې کوپر ۹ کلنه وه، تحصیلي بورس یې ترلاسه کړ او په «رالي» کې یې په نوي جوړ شوي ښوونځي او مؤسسه «سنټ اګوسټین» کې زده‌کړې پیل کړې. دغه ښوونیزه مؤسسه د کلیسا له‌خوا په دې موخه جوړه شوې وه چې د غلامانو او د هغوی د کورنیو د زده‌کړو لپاره ښوونکي وروزي. کشیش «برنټون» له کوپر سره د لګښتونو د مرستې لپاره هغې ته د تحصیلي بورس وړاندیز وکړ. د کوپر د ژوندلیک لیکوال «مارک ګیلز» وايي: "په سنټ اګوسټین کې د زده‌کړو کچې له ابتدايي څخه تر لېسې پورې بېلابېلې وې چې د سوداګریزو مهارتونو زده‌کړې هم په کې شاملې وې." په سنټ اګوسټین کې د ۱۴ کلنو تحصیلاتو په جریان کې کوپر ځان د یوې ځیرکې زده‌کړیالې په توګه ثابت کړ چې هم یې په هنرونو کې خپله وړتیا وښوده او هم یې د ریاضیاتو او ساینس په څېر په تحلیلي برخو کې. دې چې کوم مضامین لوستل هغه «لاتین، فرانسوي او یوناني» ژبې، د انګلیسي ژبې ادبیات، ریاضیات او ساینسي علوم وو. که څه هم ښوونځي د ښځو لپاره یوه جلا برخه لرله چې «د ښځو کورس» نومېده او دولت په لوی لاس ښځې په لوړو کورسونو کې له زده‌کړو څخه را ګرځولې، کوپر د خپلو تحصیلي وړتیاوو په ښودلو سره د هغو ځانګړو کورسونو د لوستلو لپاره مبارزه وکړه چې یوازې د نرینه‌وو لپاره وو. په دې دوره کې د سنټ اګوسټین د زده‌کړو ټینګار پر دې و چې ځوان نرینه د منسټرانو یا راهبانو په توګه وروزي او په څلور کلنو پوهنتونونو کې یې لوړو زده‌کړو ته چمتو کړي. په دې کې یو کس «جورج کوپر» و چې وروسته یې له دې سره واده وکړ، خو تر واده یوازې دوه کاله وروسته مړ شو.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

کوپر د خپلې علمي وړتیا له امله وکولای شول چې د کوچنیو ماشومانو لپاره د خصوصي ښوونکې په توګه کار وکړي او دغه کار مرسته ورسره وکړه چې د خپلو زده‌کړو لګښتونه هم چمتو کړای شي. اغلې کوپر د زده‌کړو تر بشپړولو وروسته په دې مؤسسه کې د روزونکې په توګه پاتې شوه. په ۱۸۸۳-۱۸۸۴ ښوونیز کال کې یې د لاتیني او یوناني ژبو ادبیات، معاصر تاریخ، د لوړې کچې انګلیسي او موسیقي تدریس کړل. په ۱۸۸۴-۱۸۸۵ کال کې د علمي کادر په نوملړ کې نه ده شامله شوې، خو په ۱۸۸۵-۱۸۸۶ کال کې «د لاتیني او یوناني ژبو د ادبیاتو، بلاغات او نورو مضامینو» د ښوونکې په توګه په کې شامله شوې ده. د مېړه ژر مړینې هم ښايي د تدریس لپاره د اغلې کوپر له وړتیاوو سره مرسته کړې وي. که متاهله پاتې شوې وای، ښايي د کور د کارونو لپاره له پوهنتونه را ګرځېدلې وای.[۲۴]

اغلې کوپر د خپل مېړه تر مړینې وروسته په اوهایو کې «اوبرلین کالج» ته شامله شوه. دلته یې هغه تحصیلي کورس ولوست چې د نرینه‌وو لپاره ځانګړی شوی و او په ۱۸۸۴ کال کې ترې فارغه شوه. کالج هر زده‌کړیال ته د درېیو ټولګیو د لوستلو اجازه ورکړې وه، خو دې هڅه کوله چې د درېیو پر ځای څلور ټولګي واخلي. اوبرلین د موسیقۍ په خاطر مشهور و او اغلې کوپر هم د همدې لپاره هلته ورغله، خو څنګه یې چې غوښتل هغسې یې د پیانو په ټولګیو کې ګډون ونه‌کړای شو. په ټولګیوالو کې یې نورې تور پوستې ښځې «ایډا ګیبس» چې وروسته یې نوم «هانټ» شو او «مري چرچ ټرل» هم وې. اغلې کوپر په اوبرلین کې د «LLS» غړې هم وه. دا د ښځو لپاره د هغو دوو ادبي ټولنو له ډلې وه چې منظم پروګرامونه یې لرل، مشهورو ویناوالو به ویناوې په کې کولې او سندرغاړي ورته راتلل. کوپر په «ویلبرفورس» کالج کې تر لنډو زده‌کړو وروسته په ۱۸۸۵ کال کې بېرته «سنټ اګوسټین» ته را وګرځېده. بیا اوبرلین ته لاړه او په ۱۸۸۸ کال کې یې د ریاضیاتو په برخه کې ماسټري وکړه. په ماسټرۍ سره کوپر د لومړنیو دوو تور پوستو له ډلې شوه چې د ماسټرۍ سند یې واخیست. بله ښځه «مري چرچ ټرل» وه چې په همدغه کال یې ماسټري کړې وه. په ۱۸۹۰-۱۸۹۱ کلونو کې یې «د ښځو د لوړو زده‌کړو» په اړه یوه مقاله خپره کړه چې په لرغونو ادبیاتو کې د ښځو د امتیاز په اړه وه، دې په خپلو بېلګو کې سقراط او سافو ته اشارې کړې وې او زده‌کړو ته یې د لاسرسي په اړه خپلې لېوالتیاوې څرګندې کړې وې چې د دې را وروسته مسلکي مخینه یې وښوده.[۲۵][۲۶][۲۷]

مړینه

[سمول]

کوپر د ۱۹۶۴ کال د فبرورۍ میاشتې په ۲۷مه نېټه د په واشنګټن ډي سي کې د ۱۰۵ کلونو په عمر مړه شوه. د یادګار مراسم یې د شمالي کارولینا په «رالي» سیمه کې په «سنټ اګوسټین» کالج کې ترسره شول. دا هغه ځای و چې خپل علمي فعالیتونه یې په کې پیل کړي وو. اغلې کوپر د «رالي» ښار په هدیره کې د خپل مېړه تر څنګ خاورو ته وسپارل شوه.

سرچینې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Anna-Julia-Cooper — سکالو پېژند: Anna Julia Cooper — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6db8bc3 — سکالو پېژند: Anna J. Cooper — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12083189p — سکالو پېژند: Anna Julia Cooper — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ، ashıq maǵlıwmatlar platforması او ачык мәгълүмат платформасы
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ۴٫۳ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12083189p — سکالو پېژند: Anna Julia Cooper — سمونګر: Lean'tin L. Bracks او Jessie Carney Smith — سرليک: Black Women of the Harlem Renaissance Era — خپروونکی: The Globe Pequot Publishing Group — ISBN 978-0-8108-8542-4 Invalid <ref> tag; name "7c4eca82048cd9b10a40a573b9930b3bb5cc4e28" defined multiple times with different content.
  5. سکالو پېژند: Anna Julia Haywood Cooper — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Cooper, Anna Julia Haywood (1858?–27 February 1964), author, educator, and human rights activist — خپور کړی: American National Biography Online — https://dx.doi.org/10.1093/ANB/9780198606697.ARTICLE.0900197
  6. https://www.blackpast.org/african-american-history/cooper-anna-julia-haywood-1858-1964/
  7. https://documents.alexanderstreet.com/c/1007600702
  8. https://documents.alexanderstreet.com/c/1007600702 — ليکوال: Yolanda W. Page — سرليک: Encyclopedia of African American Women Writers — خپروونکی: Greenwood Publishing Group
  9. https://documents.alexanderstreet.com/c/1007600702 — ليکوال: Jessie Carney Smith — سرليک: Notable Black American Women
  10. https://documents.alexanderstreet.com/c/1007600702
  11. https://documents.alexanderstreet.com/c/1007600702 — ليکوال: Lawson A. Scruggs — سرليک: Women of Distinction — خپروونکی: Lawson A. Scruggs
  12. جی سټور ليکنې پېژند: https://www.jstor.org/stable/10.5406/blacwomegendfami.4.2.0031 — سرليک: Anna Julia Cooper and Africana Womanism: Some Early Conceptual Contributions — ورځپاڼه: 4 — پاڼه: 31-53 — اعداد: 2 — خپور کړی: Black Women, Gender and Families — https://dx.doi.org/10.5406/BLACWOMEGENDFAMI.4.2.0031
  13. Meta Warrick's 1907 “Negro Tableaux” and (Re)Presenting African American Historical Memory — ليکوال: W. Fitzhugh Brundage — ورځپاڼه: 89 — پاڼه: 1368–1400 — اعداد: 4 — خپور کړی: Journal of American History — https://dx.doi.org/10.2307/3092547
  14. Meta Warrick's 1907 “Negro Tableaux” and (Re)Presenting African American Historical Memory — سرليک: American Women Writers
  15. ""This Scholarly and Colored Alumna": Transcriptions of Anna Julia Cooper's Correspondence with Oberlin College". www2.oberlin.edu. ترلاسه‌کېدو نېټه 2019-04-18.
  16. Evans, Stephanie Y. (2008). Black Women in the Ivory Tower, 1850–1954: An Intellectual History (in انګليسي). University Press of Florida. ISBN 978-0-8130-4520-7.
  17. Robbins, Hollis; Gates, Henry Louis, Jr., eds. (2017). The Portable Nineteenth-Century African American Women Writers. New York: Penguin. p. 414. ISBN 9780143105992. OCLC 951070652.{{cite book}}: CS1 maint: multiple names: editors list (link)
  18. "Foundations of African-American Sociology". Hampton University Department of Sociology. Hampton University. خوندي شوی له the original on March 6, 2017. ترلاسه‌کېدو نېټه March 5, 2017. From Melvin Barber; Leslie Innis; Emmit Hunt, African American Contributions to Sociology
  19. "Anna Julia Cooper, 1858-1964". The Church Awakens: African Americans and the Struggle for Justice. The Archives of the Episcopal Church DFMS/PECUSA. 2008. خوندي شوی له the original on September 5, 2015. ترلاسه‌کېدو نېټه August 26, 2016.
  20. "George Washington Cooper". Geni. 2015. ترلاسه‌کېدو نېټه December 27, 2018.
  21. North Carolina Department of Cultural Resources. "Anna J. Cooper 1858-1964". ترلاسه‌کېدو نېټه December 26, 2018.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)
  22. Martin-Felton, Zora (2000). A Woman of Courage: The Story of Anna J. Cooper. Washington: Education Department, Anacostia Neighborhood Museum of the Smithsonian Institution. p. 14. OCLC 53457649.
  23. Giles, Mark S. (Fall 2006). "Special Focus: Dr. Anna Julia Cooper, 1858–1964: Teacher, Scholar, and Timeless Womanist". The Journal of Negro Education. 75 (4): 621–634. JSTOR 40034662.
  24. Catalogue of St. Augustine's Normal School, 1882–99. Raleigh (N.C.): St. Augustine's Normal School and Collegiate Institute. 1899. ترلاسه‌کېدو نېټه March 23, 2016. {{cite book}}: |website= ignored (help)
  25. Dyson, Zita E. (2017) [شاوخوا 1931]. "Mrs. Anna J. Cooper".
  26. Gabel, Leona (1982). From Slavery to the Sorbonne and Beyond: The Life and Writings of Anna J. Cooper. Northampton, Massachusetts: Smith College. p. 19. ISBN 0-87391-028-1.
  27. Dyson, Zita E. (2017) [شاوخوا 1931]. "Mrs. Anna J. Cooper".