اناندا کوماراسوامی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اناندا کوماراسوامی
(تمل: ஆனந்த குமாரசுவாமி د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اناندا کوماراسوامی
اناندا کوماراسوامی

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Ananda Kentish Coomaraswamy د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۲ اگسټ ۱۸۷۷[۱][۲][۳][۴][۵]
کولمبو   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 9 سپټمبر 1947 (70 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک فیلسوف
ليکوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۶][۷]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه جمالیات   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

اناندا کېنټېش موتو کوماراسوامای “Ananda Kentish Muthu Coomaraswamy” (Tamil: ஆனந்த குமாரசுவாமி ، Ānanda Kentiś Muthū Kumāraswāmī؛ Sinhala: ආනන්ද කුමාරස්වාමි Ānanda Kumārasvāmī؛ زوکړه: ۱۸۷۷ د اګسټ ۲۲، مړينه: ۱۹۴۷ د سپټمبر ۹) د سيلان يو ميتافزيک پوه، مخکښ تاريخپوه او د هندي هنر يو نامتو فيلسوف و، چې لويديځ ته د هندي کلتور پخوانی يا لرغونی ژباړن و. نوموړی په ځانګړي ډول د هغه بنسټ ماتونکي نظريه پوه و، چې لويديځ د لرغوني هندي هنر د ورپېژندنې په پراخه کچه ځواب ويونکی و. [۸][۹]

ژوند[سمول]

اناندا کېنټېش کوماراسوامای د برتانوي سيلان په کولمبو کې، چې اوسنۍ سريلانکا ده؛ زېږېدلی دی. پلار يې سيلاني ټامېل قانون جوړونکی او فيلسوف ښاغلی موتو  کوماراسوامای “Sir Muthu Coomaraswamy” نومېږي، چې د پونامبالام او کوماراسوامای “Ponnambalam – Coomaraswamy” له کورنۍ څخه دی او مور يې انګرېزه اليزابيت بيبي “Elizabeth Beeby” ده. د اناندا د دوه کلنۍ په عمر يې پلار ومړ او نوموړي د خپل کوچنيوالي ډېره موده له هېواده د باندې په زده کړو کې تېره کړه. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

کوماراسوامای په ۱۸۷۹ ز کال کې د دولس کلنۍ په عمر انګليستان ته لاړه او په وېکلېف کالج “Wycliffe College” کې يې ګډون وکړ، چې د ګلوسيسټرشاير په سټراوډ “Stroud, Gloucestershire” کې د چمتووالي ښوونځی و. نوموړی په ۱۹۰۰ کال کې له “University College London” څخه په جيولوژي او بوتاني کې د بري ليکونو په تر لاسه کولو سره فارغ شو. کوماراسوامای د ۱۹۰۲ ز کال د جون پر ۱۹ نېټه د ايتيل ماري پارټرېج “Ethel Mary Partridge” په نوم له يوې انګرېزې انځورګرې سره واده وکړ، چې وروسته ورسره له هغه سره سيلان ته لاړه. د دوی واده تر ۱۹۱۳ ز کال پورې دوام وکړ. د ۱۹۰۲ او ۱۹۰۶ ز کالونو تر منځ د کوماراسوامای کاري ډګر يا برخې نوموړې ته د سيلاني منرالوژي په اړه د نوموړي د څېړنې له امله د پوهې پوهاند درنښت “doctor of science” ورپه برخه کړ او د سيلان د جيولوژيکي سروې “Geological Survey of Ceylon” جوړښت ته اشاره وکړه، چې نوموړي يې په لومړيو کې لارښوونه کړې وه. هغه مهال چې په سيلان کې وو، ښځې او خاوند يو له بل سره د منځنيو پېړيو سينهالي هنر “Mediaeval Sinhalese Art” برخه کې يو له بل سره مرسته وکړه، چې کوماراسوامای به متن ليکه او ايتيل به انځورونه چمتو کول. په سيلان کې کار د نوموړي د لوېديځ کېدنې ضد “anti-Westernization” احساسات ولمسول. د يادې جوړې له طلاق څخه وروسته ايتيل پارټرېج بېرته انګليسیتان ته ستنه شوه، چې هملته يوه نامتو اوبدونکې شوه او وروسته يې له ليکوال فيليپ مايرېټ “Philip Mairet” سره واده وکړ. [۱۴][۱۵]

کوماراسوامای په ۱۹۰۶ ز کال کې دا خپل ماموريت وټاکه، چې لويديځ د هندي هنر په اړه وروزي او د انځورونو له يوې پراخه ټولګې سره بېرته لندن ته راغی، چې د اغېزمنولو د هڅې په موخه يې په فعال ډول هنرمندانو ته د رسېدلو هڅه کوله. نوموړی پوهېده چې د موزيم پر ساتونکو يا د کلتوري رامنځته کېدنې پر نورو غړو باندې يې باور نه شو کولی، نو له همدې امله يې په ۱۹۰۸ ز کال کې وليکل: «له اوږدې مودې راهيسې شته اصلي ستونزه دا ده، چې هندي هنر زياتره يوازې د لرغون پوهانو له لورې څېړل شوی دی. دا لرغون پېژندونکي نه دي، مګر هنرمندان دي چې د هنر په توګه د ګڼل شوي هنر د کارونو د ارزښت د قضاوت کولو په موخه تر ټولو وړ دي. کوماراسوامای په ۱۹۰۹ ز کال کې له جېکب ايپسټين “Jacob Epstein” او ايريک ګېل “Eric Gill” سره په ټينګه اشنا و، چې د ښار دوه تر ټولو مهم لرغوني موډرنسټان (عصري پال) وو او لږه موده وروسته دواړو په خپل کار کې له هندي ښکلاپېژندنې سره مرسته پيل کړې وه. په عجيب او غريب ډول هغه دوه رګه مجسمې يا بتان چې د پايلې په توګه جوړ شوي وو، د هغه څه کټ مټ ريښې جوړونکې ګنل کېدلی شي، چې اوس برتانوي عصريتوب “British Modernism” بلل کېږي. [۱۶][۱۷]

کوماراسوامای وروسته له برتانوي ښځې اليس ايتيل ريچاردسن “Alice Ethel Richardson” سره وکتل او ورسره يې واده وکړ، دواړه هند ته لاړل او د کشمير سريناګار “Srinagar” کې په يوه جونګړه کې استوګن شول. نوموړي د راجپوټ “Rajput” رنګونه ولوسته، په داسې حال کې چې مېرمن يې د کاپورتالا “Kapurthala” له عبدالرحيم سره هندي موسيقي ولوستله. کله چې واړه بېرته انګلېستان ته راستانه شول، اليس د راټان ديوي “Ratan Devi” دريځ تر سرليک لاندې هندي سندره وويله. نوموړې بريالۍ وه او دواړه د راټان ډيوي له لورې د کنسرت په موخه د چکر پر مهال امريکا ته لاړل. په ۱۹۱۷ زکال کې هغه مهال چې امريکا کې وو، له کوماراسوامای څخه وغوښتل شول، چې ښکلو هنرونو په بوسټون موزيم “Boston Museum of Fine Arts” کې د هندې هنر د ساتونکي په توګه خدمت وکړي. يادې جوړې دوه ماشومان درلودل، چې زوی يې نارادا “Narada” او لور يې روهيني “Rohini” نومېده. [۱۸][۱۹]

کوماراسوامای امريکا ته د دواړو له رسېدلو څخه وروسته خپلې دويمې مېرمنې ته طلاق ورکړ. نوموړي د ۱۹۲۲ ز کال په نومبر کې له امريکايي هنرمندې سټيلا بلوچ “Stella Bloch” سره واده وکړ، چې له هغه څخه شل کالونه کشره وه. کوماراسوامای او مېرمن يې د ۱۹۲۰ ز لسيزې په اوږدو کې په نيويارک ښار کې د بوهيمي هنر د کړيو، د کوماراسوامای د ملګري الفريد سټيګلېټز “Alfred Stieglitz” او هغو هنرمندانو پورې تړلي وو، چې د سټېګلېټز د هنري اثارو خونه کې يې نندارې وړاندې کړې. نوموړی په ورته وخت کې سانسکريت او پالي مذهبي ادبيات او همدارنګه لويديځ مذهبي کتابونه وڅېړل. هغه د ښکلو هنرونو موزيم لپاره بنسټيز لښتليکونه وليکل او په ۱۹۲۷ ز کال کې يې د هندې او اندونيزيايي هنر تاريخ “History of Indian and Indonesian Art” په نوم خپل کتاب خپور کړ. [۲۰]

په ۱۹۳۰ ز کال کې د يادې جوړې له بېلتون (طلاق) څخه وروسته، ښځه او خاوند ملګري پاتې شول. له دې څخه لږه موده وروسته د ۱۹۳۰ ز کال د نومبر پر ۱۸ له ۲۸ کاله کشرې ارجنټاينۍ ليزا رنسټين “Luisa Runstein” سره واده وکړ، چې تر ايکسلاټا للاماس “Xlata Llamas” تر مسلکي نوم لاندې يې د ټولنې د انځورګرې په توګه کار کاوه. دوی د راما پوننامبالام “Rama Ponnambalam” (۱۹۲۹ – ۲۰۰۶ز) په نوم يو زوی درلود، چې د کوماراسوامای درېيم ماشوم و، يو فزيکپوه شو او د ۲۲ کلنۍ په عمر رومن کاتوليک کليسا “Roman Catholic Church” ته واوښت. له دويم واتيکان “Vatican II” څخه وروسته راما د سمونونو کره کتونکی يا نقاد او د کاتوليک دوديز پلويو کارونو يا کتابونو ليکوال شو. نوموړی له دې حقيقت سره سره يو دوديزپال رومن کاتوليک پادري هم وټاکل شو، چې واده يې کړی و او ژوندۍ مېرمن يې درلوده. راما کوماراسوامای انګليستان او ووسته هند کې زده کړې وکړې او هندي او سانسکرت يې زده کړل. نوموړی په متحده ايالتونو کې د عقلي او عصبي ناروغيو متخصص شو او د دويم پاپ جان پاول “Pope John Paul II” مخالف و او د کلکتې د تيريسا مور “Teresa of Calcutta” يو پراخه خبريال پاتې کېږي، چې لومړنۍ رغونې ونډه يې په ۲۰۰۲ ز کال کې د وجټايلا “Wojtyla” له لورې پېژندل شوې وه. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

په ۱۹۳۳ ز کال د ښکلو هنرونو موزيم کې د کوماراسوامای د دندې وړ نوم له «ساتونکي» څخه «په هندي، ايراني او محمدي هنر کې د څېړنې همکار “Fellow for Research in Indian, Persian and Mohammedan Art” ته بدل شو. نوموړي د خپلې مړينې تر وخته (۱۹۴۷ زکال پورې) د ماساچوسيتسس په نيدهام “Needham” کې د ښکو هنرونو په موزيم کې د ساتونکي په توګه خدمت وکړ. د خپل اوږد مهاله مسلک پر مهال يې لويديځ ته د ختیځ هنر په راوړلو کې ونډه ولوبوله. په حقيقت کې هغه مهال چې نوموړی د ښکلو هنرونو په موزيم کې و، په متحده ايالتونو کې يې د هندي هنر لومړنۍ بنسټيزه ټولګه جوړه کړه. هغه په واشنګټن ډي سي کې د هنر په فرير د هنري اثارو خونه “Freer Gallery of Art” کې د فارسي يا ايراني هنر له ټولګو او د ښکلو هنرونو له موزيم سره هم مرسته وکړه. [۲۵][۲۶]

د کوماراسوامای له مړينې څخه وروسته يې کونډې مېرمن ډونا لويسا رنسټين “Dona Luisa Runstein” د نوموړي د زده کوونکو لپاره د يوې لارښود او سرچينې په توګه عمل وکړ.

ونډې[سمول]

کوماراسوامای د هنر فلسفې، ادبيات او مذهب برخو کې مهمې ونډې تر سره کړې. نوموړي په سيلان کې پر سيلاني کلتور باندې د ويليم مورېس “William Moris” لوستونه پلي کړل او له خپلې مېرمن ايتيل سره يې د سيلاني هنرونو او کلتور مهمه څېړنه رامنځته کړه. هغه په هند کې د اوسېدلو پر مهال د رابيندرانات ټاګور “Rabindranath Tagore” شا او خوا د ادبي کړۍ برخه و او له سواديشي “Swadeshi” خوځښت سره يې مرسته وکړه، چې د هندي خپلواکۍ لپاره د هڅې لومړنی پړاو و. کوماراسوامای په ۱۹۲۰ ز لسيزه کې د هندي هنر په تاريخ او په ځانګړي ډول د راجپوټ “Rajput” او مغل “Moghul” انځورونې تر منځ د ځينو توپيرونو په روښانه کولو سره لار ماتونکې يا مخکښه موندنې تر سره کړې او د “Rajput Painting” تر سرلیک لاندې يې خپل کتاب خپور کړ. نوموړي په ورته وخت کې د راجپوټ او مغل انځورونو يا نقاشيو يوه ناپرتله شوې ټولګه هم راټوله کړه او هغه وخت يې له ځانه سره د بوسټون د ښکلو هنرونو موزيم ته وېوړه، چې نوموړی يې په ۱۹۱۷ ز کال کې له ساتونکې ډلې سره يو ځای شو. [۲۷][۲۸]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11897585t — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6d50pfc — subject named as: Ananda Coomaraswamy — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ subject named as: Ananda Kentish Coomaraswamy — سرليک: Coomaraswamy, Ananda Kentish — نشرونه لخوا د: Grove Art Online — https://dx.doi.org/10.1093/GAO/9781884446054.ARTICLE.T019287
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/2848 — subject named as: Ananda Kentish Coomaraswamy — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/119434 — subject named as: Ananda Kentish Coomaraswamy
  6. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11897585t — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  7. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/27559523
  8. Murray Fowler, "In Memoriam: Ananda Kentish Coomaraswamy", Artibus Asiae, Vol. 10, No. 3 (1947), pp. 241-244
  9. MFA: South Asian Art. Archived from the original Archived 15 June 2010 at the Wayback Machine.
  10. "The Annual Ananda Coomaraswamy Memorial Oration 1999". د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Kathleen Taylor, Sir John Woodroffe Tantra and Bengal, Routledge (2012), p. 63
  12. Journal of Comparative Literature & Aesthetics, Volume 16 (1993), p. 61
  13. "Seeing the glory of localism that transcends the narrow boundaries of localism". Silumina. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ جون ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Philip Rawson, "A Professional Sage", The New York Review of Books, v. 26, no. 2 (February 22, 1979)
  15. "Stella Bloch Papers Relating to Ananda K. Coomaraswamy, 1890-1985 (bulk 1917-1930)". Princeton University Library Manuscripts Division. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Arrowsmith, Rupert Richard. Modernism and the Museum: Asian, African and Pacific Art and the London Avant Garde. Oxford University Press, 2011, passim. کينډۍ:ISBN.
  17. Video of a Lecture discussing Coomaraswamy's role in the introduction of Indian art to Western Modernists, School of Advanced Study, March 2012.
  18. Alice Richardson, Making Britain, Open University, Retrieved 17 October 2015
  19. G. R. Seaman, Coomaraswamy, Ananda Kentish (1877–1947), Oxford Dictionary of National Biography, Oxford University Press, 2004, accessed 17 Oct 2015
  20. G. R. Seaman, Coomaraswamy, Ananda Kentish (1877–1947), Oxford Dictionary of National Biography, Oxford University Press, 2004, accessed 17 Oct 2015
  21. "Rama P.Coomaraswamy (1929-2006)" by William Stoddart and Mateus Soares de Azevedo (3 pdfs)
  22. "On the Validity of My Ordination" by Dr. Rama P. Coomaraswamy
  23. Father Rama Coomaraswamy (1981). ""About"". The Destruction of the Christian Tradition. holyromancatholicchurch.org (په انګلیسي ژبه کي) (الطبعة 2nd). مؤرشف من الأصل في ۰۹ فبروري ۲۰۱۰. His son, born in Massachusetts in 1932, plays the same role in the catholic resistance guerilla against so-called 'II Vatican Council' and so-called 'John Paul II'. He studied in England and later in India, الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Profile: 'Living Saint' Mother Teresa". BBC.com (په انګلیسي ژبه کي). Dec 18, 2015. مؤرشف من الأصل في ۰۱ نومبر ۲۰۰۵. In 2002, five years after her death, Pope John Paul II judged that the healing of a woman suffering from an abdominal tumour was the result of Mother Teresa's supernatural intervention. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Stella Bloch Papers Relating to Ananda K. Coomaraswamy, 1890-1985 (bulk 1917-1930)". Princeton University Library Manuscripts Division. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Princeton University Press, The Door in the Sky: Coomaraswamy on Myth and Meaning
  27. Why Exhibit Works of Art? Archived 28 August 2010 at the Wayback Machine., essay. He also published a book of that title.
  28. "Anand Coomaraswamy A Pen Sketch By - Dr. Rama P. Coomaraswamy". د اصلي آرشيف څخه پر 20 اپریل 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه 21 نومبر 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)