املین پنکرسټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
املین پنکرسټ
(انګلیسي: Emmeline Pankhurst د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
املین پنکرسټ
املین پنکرسټ

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۵ جولای ۱۸۵۸[۱][۲][۳][۴]
مړینه 14 جون 1928 (70 کاله)[۵][۱][۲][۶][۷][۸][۹][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای لندن[۱۰]  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد سیلویا پنکهرست[۳]  د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده د رای حق غوښتونکی (سفراګېټ)[۳]
سياستوال
د بشري حقوقو فعال
ليکوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه د ښځو له خوا د رایو ورکولو حق  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

املین پنکرسټ (د ۱۸۵۸ ز کال د جولای ۱۵مه – د ۱۹۲۸ ز کال د جون ۱۴مه) یوه انګرېزه سیاسي فعاله وه. اغلې پنکرسټ په انګلستان کې د ښځو د رایې د حق غوښتنې غورځنګ او له ښځو سره د رایې د حق په ترلاسه کولو کې په مرسته مشهوره وه. په ۱۹۹۹ ز کال کې ټایم مجلې د شلمې پېړۍ د سلو مهمو شخصیتونو له ډلې وبلله. پر پنکرسټ د خپلې مبارزې لپاره د سخت درېځو تګلارو له امله ډېرې نیوکې وشوې او تاریخ لیکونکي دغه تګلارې ګټورې نه بولي، خو په انګلستان کې د ښځو د رایې د حق په ترلاسه کولو کې د پنکرسټ فعالیت ته په درنه سترګه کتل کېږي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

پنکرسټ د «منچېسټر» ښار په «موس سایډ» سیمه کې زېږېدلې ده. پلار او مور یې سیاسي فعالان وو. دا په ۱۴ کلنۍ کې د ښځو د رایې د حق ترلاسه کولو له غورځنګ سره بلده شوه. پنکرسټ د ښځو د رایې د حق اتحادیه جوړه کړه چې د متاهلو او مجردو ښځو لپاره یې د رایې د حق مبارزه کوله. کله چې دغه اداره له منځه لاړه، دې هڅه وکړه چې د خپل سوسیالېست ملګري «کیر هارډي» له لارې د کارګرو له کیڼ اړخي خپلواک ګوند سره یوځای شي، خو د جنسیت له امله د ګوند محلي څانګې د دې غړیتوب ونه مانه.

پنکرسټ په ۱۹۰۳ ز کال کې د ښځو ټولنیزه او سیاسي اتحادیه (WSPU) جوړه کړه، دا د ټولو ښځو د رایې د حق ملاتړې اداره وه چې د خبرو پر ځای یې پر عمل باور درلود. دا ډله له سیاسي ګوندونو خپلواکه وه، خو کله ناکله له هغوی سره په مخالفت کې پېژندل کېده. دا ډله د فزیکي نښتو له امله مشهوره شوه: د دې اتحادیې غړو په نښتو کې کړکۍ ماتولې او د پولیسو پر افسرانو یې بریدونه کول. پنکرسټ، د دې لوڼې او د WSPU نور فعالین په وار وار زنداني شول او د ښو حالاتو د غوښتنې لپاره یې غذايي اعتصاب وکړ چې ډېری وخت به په زور خواړه ورکول کېدل. کله چې د پنکرسټ مشرې لور د WSPU مشري پر غاړه واخیسته، د دغې ډلې او دولت تر منځ نښتې ډېرې شوې. بالاخره دې ډلې د یوه تکتیک په توګه بېلابېلو ځایونو ته په اورونو اچولو لاس پورې کړ. ځینو منځلارو ادارو د پنکرسټ د کورنۍ پر ضد مبارزه پیل کړه. په ۱۹۱۳ ز کال کې له WSPU نه څو مهم کسان لاړل، په دې ډله کې د پنکرسټ کشرانې لوڼې «اډلا» او «سیلویا» هم شاملې وې چې سیلویا بیا وروسته سوسیالېسته شوه.    [۱۵][۱۶]

د لومړۍ نړیوالې جګړې په پیلېدو سره «پنکرسټ» او «کرېسټېبل» د جرمني د خطر پر ضد د بریتانیا د درېځ ملاتړ وکړ او د جګړه‌ییز تروریزم د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه یې وکړه. پنکرسټ په جګړه‌ییزو هڅو کې د ښځو د ونډې ښودلو لپاره د ښځو د یوه لوی لاریون مشري وکړه. پنکرسټ او کرېسټېبل له ښځو وغوښتل چې له صنعتي تولید سره مرسته وکړي او ځوان نارینه جګړې ته وهڅوي. په ۱۹۱۸ز کال کې یو قانون تصویب شو چې تر ۲۱ کلنۍ لوړو نارینه‌وو او تر ۳۰ کلنۍ لوړو ښځو ته یې د رایې حق ورکړ. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

پنکرسټ د ښځو ټولنیزه او سیاسي اتحادیه د ښځو پر ګوند بدله کړه، موخه یې دا وه چې په عمومي برخو کې د ښځو برابري بنسټیزه کړي. د ژوند په وروستیو کلونو کې د بولشویزم ګواښ اندېښمنه کړه او له محافظه کار ګوند سره یوځای شوه. دا په ۱۹۲۷ ز کال کې د «وایټ چپل» او «سنټ جورج» لپاره د محافظه کارانو د ګوند نومانده وټاکل شوه. اغلې پنکرسټ د ۱۹۲۸ز کال د جون میاشتې په ۱۴مه نېټه په داسې حال کې مړه شوه، چې یوازې څو اونۍ وړاندې محافظه کار دولت د ۱۹۲۸ ز کال په قانون کې تر ۲۱ کلنۍ لوړو ښځو ته د رایې حق ورکړ. [۲۱][۲۲]

د ژوند لومړي وختونه[سمول]

املین ګولډن د ۱۸۵۸ ز کال د جولای میاشتې په ۱۵مه نېټه د «منچېسټر» ښار په «ماس سایډ» سیمه کې زېږېدلې ده. په ښوونځي کې یې ښوونکو «میلي» بلله او د دې هم دغه نوم خوښ و. که څه هم د زېږېدو په کارت کې یې د زېږېدو نېټه دا نه ده، خو پنکرسټ باوري وه او وروسته یې وویل چې تر دې نېټې یوه ورځ وړاندې (د جولای په ۱۴مه) زېږېدلې ده. د پنکرسټ د لورانو له‌خوا د لیکل شویو ژوندلیکونو په ګډون ډېری نور ژوندلیکونه هم دغه ادعا تکراروي. هغه کورنۍ چې دا په کې زېږېدلې وه، څو نسلونه په سیاسي خوځښتونو کې ښکېله وه، مور یې سوفیا د «من» ټاپو اوسېدونکې وه او دا هم پر ټولنیزو نا ارامیو تورنه وه. په ۱۸۸۱ ز کال کې «من جزیره» لومړنی هېواد و چې په ټاکنو کې یې ښځو ته د رایې حق ورکړ. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

واده او کورنۍ[سمول]

اغلې پنکرسټ د شل کلنۍ په عمر د ۱۸۷۸ ز کال په مني کې له «ریچارډ پنکرسټ» سره وپېژندل، ریچارډ مدافع وکیل و او کلونه یې د ښځو د رایو د حق تر څنګ د بیان آزادۍ او ښوونیزو اصلاحاتو په څېر کارونو ملاتړ کاوه. ۴۴ کلن ریچارډ او املین چې کله سره ولیدل، پرېکړه یې وکړه چې مجرد پاتې شي، تر څو د خلکو خدمت ته وخت ولري. مینه یې زوروره وه، خو یو کال وروسته یې خوښي د مور په مړینې سره کمه شوه. املین «ریچارډ» ته وړاندیز وکړ چې باید واده وکړي، ځکه دې ویل چې: د مجردې ښځې په توګه له سیاسي ډګره ایستل کېږي. دې ویل چې: همکاره یې «الیزابېت ولسټنهولم المي» له «بېن المي» سره د خپل واده تر رسمي کېدو وړاندې له ټولنیزو نیوکو سره مخامخ شوې وه. دوی دواړو د ۱۸۷۹ ز کال د ډسمبر میاشتې په ۱۸مه نېټه د «پنډلټون» سیمې په «سنټ لوک کلیسا» کې واده وکړ. [۳۰][۳۱]

لومړۍ نړیواله جګړه[سمول]

کله چې د ۱۹۱۴ز کال په اګسټ میاشت کې لومړۍ نړیواله جګړه پیل شوه، «پنکرسټ» او «کرېسټېبل» وویل چې: د جرمني له‌خوا ګواښ ټول بشریت ته ګواښ دی او د بریتانیا دولت د ټولو ملاتړ ته اړتیا لري. دوی دواړو WSPU ته قناعت ورکړ چې د اروپا پر اصلي خاوره د جګړې تر پای ته رسېدو پورې ټول جګړه‌ییز فعالیتونه ودروي، دا د مخالفت او ګډوډیو وخت نه دی. له دولت سره اوربند وشو، د WSPU ټول بندیان خوشي شول او کرېسټېبل لندن ته لاړه. «پنکرسټ» او «کرېسټېبل» WSPU اتحادیه د جګړه‌ییزو هڅو لپاره وکاروله. کرېسټېبل بریتانیا ته تر تګ وروسته په لومړنیو خبرو کې د جرمني د خطر په اړه خبرداری ورکړ. دې له راټولو شویو ښځو وغوښتل چې د خپلو فرانسوي خویندو پیروي وکړي، هغوی هېواد ساتلی شي، محصول ترلاسه کولی شي او صنعتونه جاري ساتلی شي. پنکرسټ هڅه وکړه چې د جګړې لومړۍ کرښې ته نارینه په خپله خوښه وهڅوي. [۳۲][۳۳][۳۴]

ناروغي او مړینه[سمول]

املین پنکرسټ د مخ پر ځوړ روغتیايي حالت له امله په «همپسټېډ» ښار کې د عمر خوړلو خلکو د پالنې ځای ته لاړه. اغلې پنکرسټ د هغه ډاکتر درملنه وغوښته چې د اعتصاب پر مهال یې د دې پالنه کړې وه. د زندان پر مهال د ډاکتر له‌خوا معدې ته تطبیق شوي پمپ له دې سره مرسته کړې وه او د ښه‌والي احساس یې کاوه. پالونکي یې په دې اند وو چې دا ډول درملنه ښايي ډېر زیان ورته ورسوي او ټپي یې کړي، خو «کرېسټېبل» اړینه بلله چې د مور غوښتنه ومني. د دغه پروسیجر تر تطبیق وړاندې د دې روغتیايي حالت خراب شو او د ښه‌والي هېڅ تمه یې نه وه. په پای کې د ۱۹۲۸ ز کال د جون میاشتې په ۱۴مه نېټه د ۶۹ کلونو په عمر مړه شوه او د لندن په «برومپټون هدیره» کې خاور ته وسپارل شوه.[۳۵]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w64b3bwf — subject named as: Emmeline Pankhurst — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1927 — subject named as: Emmeline Pankhurst — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ Oxford Dictionary of National Biography ID: https://www.oxforddnb.com/view/article/35376 — سمونګر: Colin Matthew — سرليک: Oxford Dictionary of National Biography — خپرونکی: Oxford University Press
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Oxford Dictionary of National Biography ID: https://www.oxforddnb.com/view/article/35376 — سرليک: A Historical Dictionary of British Women — نسخهدوهم — خپرونکی: Routledge — ISBN 978-1-85743-228-2
  5. Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Emmeline-Pankhurst — subject named as: Emmeline Pankhurst — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  6. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p64293.htm#i642921 — subject named as: Emmeline Goulden — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  7. subject named as: Emmeline Pankhurst — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=21426 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/pankhurst-emmeline — subject named as: Emmeline Pankhurst — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  9. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0048842.xml — subject named as: Emmeline Pankhurst — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  10. https://www.britannica.com/biography/Emmeline-Pankhurst — د نشر نېټه: ۱۷ اگسټ ۲۰۲۳
  11. Riddell, Fern (6 February 2018). "Suffragettes, violence and militancy". British Library. مؤرشف من الأصل في ۱۰ سپټمبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په 14 June 1999 باندې). Emmeline Pankhurst –Time 100 People of the Century. Time.
  13. Bartley, pp. 4–12; Purvis 2002, pp. 1–8.
  14. Bartley, pp. 240–241; Purvis 2002, pp. 361–363.
  15. E. Pankhurst 1914, p. 38.
  16. Hochschild, Adam (2011). To End All Wars, p. 71. Houghton Mifflin Harcourt, Boston. کينډۍ:ISBN.
  17. Quoted in Purvis 2002, p. 270.
  18. The Illustrated First World War. London: The Illustrated London News. د کتاب پاڼې 66. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780992709419. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "White Feather Feminism". مؤرشف من الأصل في ۰۶ ډيسمبر ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Representation of the People Act 1918". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Purvis 2002, p. 248.
  22. "Lord Lexden reminds Conservatives that Mrs Pankhurst joined their Party in the 1920s". Lord Lexden OBE. مؤرشف من الأصل في ۱۱ جولای ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Emmeline Pankhurst's Birthplace: Alexandra Park Estate". Mancky. مؤرشف من الأصل في ۱۲ جولای ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Quoted in Purvis 2002, p. 9.
  25. Purvis 2002, p. 9; Bartley, pp. 15–16. Purvis suggests several possible reasons for the confusion. She notes that the name is spelled "Emiline" on the certificate.
  26. Bartley, p. 16; Liddington and Norris, p. 74.
  27. "125th Anniversary of Women's Suffrage on the Isle of Man" Archived 4 November 2008 at the Wayback Machine. . 10 October 2006. Isle of Man Government; retrieved 5 August 2008.
  28. Bartley, pp. 16–18.
  29. Bartley, pp. 18–19; Purvis 2002, p. 9; Phillips, p. 145.
  30. E.S. Pankhurst 1931, p. 56.
  31. Purvis 2002, pp. 15–17; Pugh, pp. 19–24; E.S. Pankhurst 1931, pp. 55–57; C. Pankhurst, pp. 20–22; Bartley, pp. 25–27.
  32. C. Pankhurst 1959, p. 288.
  33. Purvis 2002, pp. 266–271; Bartley, pp. 183–188; Pugh, pp. 298–301.
  34. Quoted in Purvis 2002, p. 270.
  35. Purvis 2002, pp. 349–350.