امداد الله مهاجر مکي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

امداد الله مهاجر مکي(١٨١٧_١٨٩٦)د سويلي اسيا صوفي عالم وو چي د چشتيه طريقې پيرو وو.

ژوند نامه [سمول]

ابتدايي ژوند [سمول]

اصلي نوم يې امداد حسين ده،ليکن د شيخ محمد اسحاق دهلوي لخوا د امداد الهي نوم ورباندي کېښودل شو چي وروسته د امداد الله په نوم مشهور شو د پلار نوم يې حافظ محمد امين ده.امداد الله مهاجر مکي د هندوستان د اتراپردېش ايالت د سهارنپور ولسوالي په نانوته ښار كي د ١٢٣٣ سپوږميز کال د صفري مياشتي په ٢٢ چي د ١٨١٧ زېږديز کال د دسمبر له٣١نېټې  سره سمون خوري زېږېدلى.

ديني کارونه او سفرونه [سمول]

د اتلس کلنۍ په عمر دده بيعت د ناصرالدين نقشبندي لخوا ومنل شو.وروسته ميان جي(نور محمد جهنجهانوي)ته د زده کړي لپاره ولاړ،له ميان جي صاحب نه يې د سلوك ځيني مراحل زده کړل،د ميان جي صاحب د وفات نه وروسته مولانا صاحب يو څه وخت جاينشين شو له شپږو مياشتو وروسته مدينې منورې ته د حج د ادا کواو لپاره ولاړ،د دسمبر په اوومه په ١٨٤٥ کال واپس بنارس ته راورسيد.

د حج له تکميلولو وروسته،امداد الله صاحب له شاه اسحق مهاجر مکي او يو شمېر نورو علماوو سره پاته شو،شاه صاحب ده ته وويل چي د مدينې منورې له زيارت وروسته بايد هند ته واپس لاړ شي.سيد قدرت الله بنارسي مکي د هغه ځيني مريدان مولانا امداد الله صاحب ته ورولېږل تر څو يې تر مدينې منوري ملګرتيا وکړي.

د بريتانيا په وړاندي د خپلواکي هڅي [سمول]

څرنګه چي د وخت اشغالګر انګرېز پوځ په هند کي پر مسلمانانو سخت ظلمونه او وحشتونه شروع کړل،او پر مسلمانانو يې مذهبي محدوديتونه ولګول،د عيسويت پراخ تبليغ يې پيل کړ نو دهند مسلمانو علماوو ددوئ پر ضد د جهاد فتوا ورکړه،چي په تهانه بهون کي ددې جهاد رهبر د سيمه ايزو خلکو لخوا حاجي امداد الله مهاجر مکي وټاكل شو،حاجي صاحب د انګريزانو پر وړاندي سخت جهاد وکړ،چي يو له مشهورو جنګونو څخه يې د شملي جنګ وو چي په ١٨٥٧زېږدېز کال کي واقع شو.چي له دې جګړې وروسته مهاجر مکي صاحب مکې مکرمې ته هجرت وکړ،او د عمر تر پايه هلته پاته شو.

واده[سمول]

امداد الله صاحب لمړنى واده د٤٨ کلنۍ په عمر وکړ.د لمړنۍ مېرمني له وفات وروسته يې له يوې داسي کونډي سره واده وکړ چي په سترګو معيوبه وه،هغې د کور ټول کارونه نه شواى کولاى نو مولانا صاحب ته يې د بلي مېرمني د کولو وړانديز وکړ،چي امداد الله صاحب بيا دريمه ښځه هم وکړه.مګر د امداد الله صاحب له يوې ښځي هم اولاد نه وو.

وفات[سمول]

امداد الله صاحب د ١٣١٧سپوږميز کال د جمادى الاخر په ١٢ (١٨٩٦  زېږديز کال ) په مکه مکرمه کي له دې فاني نړۍ سترګي پټي کړې.او په جنت المعلى کي د شيخ کيرانوي تر څنګ خاورو ته وسپارل شو.

شاعري[سمول]

بېلګي [سمول]

د امداد الله صاحب د شعر يوه نمونه چي ده د خپل استاد نور محمد په باره کي ويلي وه:

تم ہو اے نور محمد خاص محبوب خدا

ہند میں ہو نائب حضرت محمد مصطفیٰ

تم مدد گار مدد،امداد کو پھر خوف کیا

عشق کی پر سن کے باتیں کانپتے ہیں دست و پا

اے شہ نور محمد،وقت ہے امداد کا

آسرا دنیا میں ہے از بس تمہاری ذات کا

مشهور خلفاء کرام[سمول]


سرچينې[سمول]