الېکسانډر گراهام بېل

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
الېکسانډر گراهام بېل
(انګلیسي: Alexander Graham Bell)[۱]  د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
الېکسانډر گراهام بېل
الېکسانډر گراهام بېل

د شخص معلومات
پيدايښت ۳ مارچ ۱۸۴۷[۲][۳][۴][۵][۶][۱][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
ایدینبرګ[۱]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 2 اگسټ 1922 (75 کاله)[۱۴][۳][۱][۸][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل ډايبېټېز مېلېټوز[۱۵]  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات (۱۸۸۲–۱۹۲۲)[۱]
د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي (۱۸۴۷–۱۸۸۲)[۱]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 183 سانتي متره[۱۶]  د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
وزن 111 کيلوګرامه[۱۶]  د (P2067) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده فزيک پوه
سوداگر  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) اشاروي ژبه
انگليسي[۱۷]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
الېکسانډر گراهام بېل
الېکسانډر گراهام بېل

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

الکساندر ګراهام بېل (د ۱۸۴۷ د مارچ ۳یمه - د ۱۹۲۲ د اګسټ ۲یمه) په سکاټلنډ کې زیږېدلی مخترع، ساینس‌پوه او انجینیر و چې د لومړني تېلېفون اختراع یې په خپل نوم ثبت کړه. همدا راز په ۱۸۸۵ ز کال کې یې د ټېلېفون او ټلګراف امریکايي شرکت (AT&T) جوړ کړ.[۱۸][۱۹]

د بېل پلار، نیکه او ورور ټول د وینا د فن او خبرو په برخه کې په کار کولو کې ښکېل وو، مور او ښځه یې کاڼه وو او دغه کوڼ‌والي د ده پر ژوند او کار ژور اغېز کړی و. د اورېدو او خبرو په اړه څېړنو تر ډېره نوموړی د اورېدو د دستګاوو د ازمویلو خوا ته یو وړ چې بالاخره د امریکا متحده ایالاتو د ۱۸۷۶ ز کال د مارچ په اوومه د ټېلیفون لپاره د اختراع لومړی حق‌الثبت ده ته ورکړ. بېل خپله اختراع په خپل واقعي کار کې د یوه ساینس‌پوه په توګه لاسوهنه بلله او په خپله څېړنه کې یې د ټېلیفون له درلودو ډډه کوله. [۲۰][۲۱]

ډېرو نورو اختراعاتو لکه په نوري مخابراتو، هایدروفویلس او هوا پېژندنه کې نوښت‌لرونکو کارونو کولو د بېل پاتې ژوند ته ځانګړی رنګ ورکړ. که څه هم بېل د نشنل جیوګرافک ټولنې (National Geographic Society) له ۳۳ بنسټګرو نه و، خو د دویم رئیس په توګه یې د خدمت په دوره کې چې د ۱۸۹۸ کال له جنورۍ څخه تر ۱۹۰۳ کال پورې وه، د دغه بنسټ پر خپرېدونکې مجله ډېر اغېز درلود. [۲۲][۲۳]

بېل په انجینیرۍ کې تر کار ور هاخوا د وراثت له علم سره هم ژوره مینه لرله.[۲۴]

د ژوند لومړي وختونه

الکساندر بېل د ۱۸۴۷ کال د مارچ په درېیمه د سکاټلنډ په اېډېنبورګ کې زیږېدلی دی. پلرنی کور یې د سوېلي شارلوټ پر سړک و، په دغه کور کې یو ډبرلیک دی چې د الکساندر ګراهام بېل د زیږېدو ځای ښيي. ده دوه وروڼه لرل: ملویل جېمز بېل (۱۸۴۵ - ۱۸۷۰) او اډوارډ چارلېز بېل (۱۸۴۸ - ۱۸۶۷) چې دواړه د توبرکلوز یا سېل ناروغۍ له امله مړه شول. پلار یې «پروفیسور الکساندر ملویل بېل» غږ پوه او مور یې «الیزا ګرېس بېل وه چې کورنی نوم یې «سیمنډز» و. دی یوازې د «الکساندر بېل» په نامه وزیږېد، په لس کلنۍ کې یې له پلاره وغوښتل چې د دوو نورو وروڼو غوندې نوم ولري. بیا یې پلار د یوولس کلنۍ په کلیزه کې «ګراهام» نوم ورته خوښ کړ او د غوره کولو اجازه یې ورکړه، دا د هغه کاناډايي الکساندر ګراهام په درناوي چې پلار یې درملنه کړې وه او اوس د دوی د کورنۍ ملګری و. خو نږدې خپلوانو او ملګرو ته لا هم د «الېک» په نامه پاتې شو.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

لومړنۍ اختراع

ځوان بېل په ماشومتوب کې د خپلې نړۍ په وړاندې ډېره کنجکاوي وښوده. د بوټو بېلګې یې راټولې کړې او په واړه عمر کې یې ازمایښتونه وکړل. د بېل ښه ملګری یې ګاونډی «بن هرډمن» و چې کورنۍ یې ژرنده لرله. بېل په دوولس کلنۍ کې یوه کورنۍ دستګا جوړه کړه چې تاوېدونکي پاروګان یې د نوکانو د بورسونو له یوې بنچې سره یو ځای کول او یوه ساده پوست‌کوونکې دستګا ترې جوړېده چې په ژرنده کې ترې ګټه اخیستل کېده او په دوامدار ډول یې څو کلونه وکاروله. په مقابل کې د بن پلار «جان هرډمن بن» دواړو هلکانو ته اجازه ورکړه چې یو کوچنی ورکشاپ وچلوي او اختراعات په کې وکړي.[۳۱]

بېل د ژوند په لومړنیو کلونو کې په هنر، شعر او موسیقۍ کې خپله وړتیا وښوده چې مور یې ډېر وهڅاوه. له کومې رسمي زده‌کړې پرته پر پیانو غږولو برلاسی شو او د کورنۍ پیانو غږوونکی شو. له دې سره سره چې معمولاً غلی او ارام و، د «غږیزو چلونو» له تقلید څخه چې بطني خبرو [دا یو ډول هنر دی چې یو کس په بندو شونډو خبرې وکړای شي او اورېدونکی داسې فکر وکړي چې غږ یې له بل ځایه راوځي] ته ورته وې خوند اخیست او تل به یې د هغو کورنیو مېلمنو ښه راغلاست کاوه چې کله کله به د دوی لیدو ته راتلل. همدارنګه پر بېل د خپلې مور تدریجي کوڼ‌والي ډېر ژور اغېز وکړ (د بېل د مور کوڼ‌والی هغه وخت پیل شو چې دی دوولس کلن و) او  د لارښوونې لپاره یې د لاس د ګوتې ژبه زده‌کړه تر څو د مور تر څنګ کېناستی شي او په هغه سکوت کې یې د مور لپاره وکاروي چې د کور د ناستي په خونه کې خبرې روانې وي. همدا راز ده د خپلې مور لپاره په مستقیم ډول له څرګند او تنظیم شوي غږ سره د خبرو لپاره داسې تخنیک جوړ کړ چې مور یې په څرګند ډول غږ واورېدای شي. د مور له کوڼ‌والي سره اندېښمن زړه، بېل د اکوسټیک (غږپوهنې) په برخه کې زده‌کړو ته کش کړ.[۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

زده‌کړې

بېل په کوچنيوالي کې د خپلو وروڼو غوندې لومړنۍ زده‌کړې په کور کې له پلار نه وکړې. په لومړیو کلونو کې یې د سکاټلنډ په ایډېنبورګ کې په سلطنتي لېسه کې نوم‌لیکنه وکړه، خو په ۱۵ کلنۍ یې ښوونځی پرېښود او یوازې لومړي څلور ټولګي یې بشپړ کړل. د زده‌کړو سوابق یې ناڅرګندوو، غیر حاضرۍ یې لرلې او نمرې یې کمزورې وې. د ده اصلي لېوالتیا له ساینس سره پاتې شوه، په ځانګړې توګه له بیولوژي سره، په داسې حال کې چې د ښوونځي نور درسونه یې سم نه لوستل او دغه کار یې پلار ځوراوه. د ښوونځي تر پرېښودو وروسته لندن ته لاړ چې له نیکه الکساندر بېل سره په هریینګټون کې ژوند وکړي. له نیکه سره د ژوند کولو د کال په جریان کې یې له زده‌کړو سره مینه پيدا شوه او ساعتونه ساعتونه به یې په جدي بحثونو او مطالعو تېرول. نیکه یې ډېره هڅه وکړه چې دی روانې او پرېکنده خبرې زده کړي، ځکه دا هغه ځانګړنې وې چې دغه کوچني زده‌کوونکي یې د استاد کېدو لپاره اړتیا ورته لرله. په ۱۶ کلنۍ کې بېل د سکاټلنډ د الګېن موري په «وېسټون هوس» اکاډمۍ کې د وینا او موزیک د «زده‌کوونکي – ښوونکي» په توګه وټاکل شو. که څه هم بېل په لاتیني او یوناني ژبو کې د زده‌کوونکي په توګه نوم‌لیکنه کړې وه، خو ټولګي يې هم تدریسول او د هر درس په مقابل کې یې لس پونډه اخیستل. راتلونکی کال اېډنبورګ پوهنتون ته لاړ او له مشر ورور ملویل سره چې تېر کال یې هلته نوم‌لیکنه کړې وه، یو ځای شو. په ۱۸۶۸ کال کې کاناډا ته خپلې کورنۍ ته تر تګ لږ وړاندې یې پوهنتون ته د داخلېدو ازموینې پای ته ورسولې او لندن پوهنتون ته د داخلې لپاره ومنل شو.[۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

کورنی ناورین

په ۱۸۶۵ ز کال کې یې چې کله کورنۍ لندن ته ولاړه، بېل «وېسټون هوس» اکاډمۍ ته د همکار استاد په توګه بېرته راوګرځېد او په خپلو خالي ساعتونو کې به یې د لابراتوار د کمو تجهیزاتو په مرسته پر غږ ازمایښتونه کول. بېل د غږ د لېږد لپاره د برېښنا پر ازمایښت تمرکز وکړ او بیا یې په سامرسټ پوهنتون کې له خپلې خونې نه د یوه ملګري خونې ته د ټلګراف یو سیم نصب کړ. د ۱۸۶۷ ز کال په وروستیو کې یې د ستړیا له امله روغتیا ګډه وډه شوه. کشر ورور یې «اډوارډ ټېډ» هم په ورته ډول د ناروغۍ پر بستر پروت و او له توبرکلوز یا سېل ناروغۍ کړېده. دا چې بېل ترې روغ شو او راتلونکی کال یې د انګلنډ په باث کې په سامرسټ پوهنتون کې د ښوونکي په توګه خدمت پیل کړ، خو د ورور حالت یې خراب شو او روغ نه شو. د ورور تر مړینې وروسته بېل په ۱۸۶۷ کال کې کور ته راوګرځېد. مشر ورور ملویل یې واده کړی و او له هغه ځایه تللی و. له لندن پوهنتون نه د سند ترلاسه کولو په هیله یې راتلونکي کلونه د سند ازموینو ته د چمتووالي لپاره په پام کې ونیول او په کور کې یې خپل خالي وختونه د مطالعې لپاره ځانګړي کړل.[۴۱][۴۲]

سرچينې او ياداښتونه

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ۱٫۴ ۱٫۵ https://www.biography.com/people/alexander-graham-bell-9205497 — د نشر نېټه: ۱۹ جولای ۲۰۱۸
  2. پیوستون : 119408643  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ https://data.bnf.fr/ark:/12148/cb13746617f — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  4. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6wm1fs5 — subject named as: Alexander Graham Bell — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/2125 — subject named as: Alexander Graham Bell — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. subject named as: Alexander Graham Bell — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Bell, Alexander Graham (03 March 1847–02 August 1922), inventor and educator — نشرونه لخوا د: American National Biography Online — https://dx.doi.org/10.1093/ANB/9780198606697.ARTICLE.1300115
  7. Dictionary of Canadian Biography ID: http://www.biographi.ca/en/bio/bell_alexander_graham_15E.html — subject named as: ALEXANDER GRAHAM BELL — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: University of Toronto او Laval University — سمونګر: George Williams Brown، David Mackness Hayne، Francess Halpenny، George Ramsay Cook، John English، Marcel Trudel، André Vachon او Jean Hamelin — سرليک: Dictionary of Canadian Biography او Dictionnaire biographique du Canada — خپرونکی: University of Toronto Press او Presses de l'Université Laval
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/bell-alexander-graham — subject named as: Alexander Graham Bell — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  9. AKL Online artist ID: https://www.degruyter.com/document/database/AKL/entry/_30021316/html — subject named as: Alexander Graham Bell — سمونګر: Andreas Beyer او Bénédicte Savoy — سرليک: Artists of the World Online، Allgemeines Künstlerlexikon Online او AKL Online — خپرونکی: K. G. Saur Verlag او De Gruyter — https://dx.doi.org/10.1515/AKL
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0008759.xml — subject named as: Alexander Graham Bell — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=bella — subject named as: Alexander Graham Bell
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=alexander+graham;n=bell — subject named as: Alexander Graham Bell
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/11685 — subject named as: Alexander Graham Bell — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  14. انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm1745080/ — د نشر نېټه: ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۵
  15. http://www.science.ca/scientists/scientistprofile.php?pID=120
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ https://japantoday.com/category/features/lifestyle/alexander-graham-bell-falls-asleep-meeting-emperor-meiji
  17. https://data.bnf.fr/ark:/12148/cb13746617f — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  18. "The Bell Family". Bell Homestead National Historic Site. د لاسرسي‌نېټه September 27, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Bruce 1990، ص. 291.
  20. Bruce, Robert V. (1990). Bell: Alexander Bell and the Conquest of Solitude. Ithaca, New York: Cornell University Press. د کتاب پاڼې 419. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8014-9691-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. MacLeod, Elizabeth (1999). Alexander Graham Bell: An Inventive Life. Toronto, Ontario: Kids Can Press. د کتاب پاڼې 19. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-55074-456-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "National Geographic founders". National Geographic Society. د اصلي آرشيف څخه پر October 2, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 9, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Howley, Andrew (May 26, 2011). "NGS Celebrates 23rd Founders Day". NGS. National Geographic Society. د لاسرسي‌نېټه January 18, 2016. Though he wasn't one of the original 33 founders, Bell had a major influence on the Society. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Stansfield, W. D. (2005-01-01). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Bell Family Legacies"]. Journal of Heredity 96 (1): 1–3. doi:10.1093/jhered/esi007. ISSN 0022-1503. PMID 15618310. 
  25. Petrie, A. Roy (1975). Alexander Graham Bell. Don Mills, Ontario: Fitzhenry & Whiteside. د کتاب پاڼې 4. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-88902-209-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Time Line of Alexander Graham Bell." memory.loc.goiv. Retrieved: July 28, 2010. Archived October 24, 2005, at the Wayback Machine.
  27. (په August 8, 1905 باندې). Alexander M. Bell Dead. Father of Prof. A. G. Bell Developed Sign Language for Mutes. The New York Times.
  28. "Call me Alexander Graham Bell". The Franklin Institute. January 14, 2014. د اصلي آرشيف څخه پر February 24, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه February 24, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Groundwater, Jennifer (2005). Alexander Graham Bell: The Spirit of Invention. Calgary, Alberta: Altitude Publishing. د کتاب پاڼې 23. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-55439-006-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Bruce 1990، صص. 17–19.
  31. Bruce 1990، ص. 16.
  32. Mackay, James (1997). Sounds Out of Silence: A life of Alexander Graham Bell. Edinburgh, UK: Mainstream Publishing. د کتاب پاڼې 25. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-85158-833-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Petrie 1975، ص. 7.
  34. Gray 2006، ص. 9.
  35. Gray 2006، ص. 8.
  36. Shulman, Seth (2008). The Telephone Gambit: Chasing Alexander Bell's Secret. New York: Norton & Company. د کتاب پاڼې 49. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-393-06206-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Town, Florida (1988). Alexander Graham Bell. Toronto, Ontario: Grolier. د کتاب پاڼې 7. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7172-1950-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Mackay 1997، ص. 31.
  39. Gray 2006، ص. 11.
  40. Bruce 1990، ص. 37.
  41. Micklos, John Jr. (2006). Alexander Graham Bell: Inventor of the Telephone. New York: HarperCollins. د کتاب پاڼې 8. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-06-057618-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Bruce 1990، ص. 45.