الېفتریوس ونیزېلوس
| الېفتریوس ونیزېلوس | |
|---|---|
|
|
| د شخص مالومات | |
| پيدايښت | ۲۳ اگست ۱۸۶۴[۱][۲] |
| مړینه | 18 مارچ 1936 (72 کاله)[۳][۱][۲][۴][۵][۶][۷][۸][۹] پاريس [۱۰][۱۱] |
| تابعیت | |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | سياستوال ، قانونپوه ، ليکوال ، خبريال ، ډیپلوماټ |
| مورنۍ ژبه | يوناني ژبه |
| کاروونکې ژبه | نوې يوناني [۱] |
| لاسليک | |
| وېبپاڼه | |
| وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
| مخ پر IMDB باندې | |
| سمول |
|
الېفتریوس کېړیاکو (په یوناني ژبه Ελευθέριος Κυριάκου Βενιζέλος، په رومي: Elefthérios Kyriákou Venizélos، تلفظ یې [اېلېف تیتاري.اوس سېراکي وېني زیلوس/ elefˈθeri.os cirˈʝaku veniˈzelos]، د ۱۸۶۴ ز کال د اګست په ۲۳ [د تاریخ لیکلو په پخواني سیستم/ O.S. د اګست په ۱۱] زېږېدلی او د ۱۹۳۶ ز کال د مارچ په ۱۸ مړ شوی دی. یو نامتو یونانی سیاستوال چې د یونان د آزادي غوښتنې د ملي غورځنګ وتلی مشر و. هغه په یونان کې د لېبرال- دیموکراتیک سیاستونو او دود له امله د نورو پام ځانته اړولی. هغه د لېبرال ګوند د مشر په توګه ۸ ځلې د یونان د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو چې له ۱۹۱۰ ز کال څخه تر ۱۹۲۰ ز کال او له ۱۹۲۸ ز کال څخه تر ۱۹۳۳ ز کال پورې يې خدمت وکړ. ونزېلوس د یونان پر کورنیو او بهرنیو چارو دومره ژوره اغېزه لرله چې د مډرن یونان جوړوونکی یې بولي او لا هم په پراخ ډول د اېتنارک (د یوې قومي ډلې والي چې پاچا نه وي) په نوم پېژندل کېږي. [۱۲][۱۳][۱۴]
نړیوالې صحنې ته د هغه لومړی ځل د ننه کېدل د کريټ ایالت په کورواکۍ کې د هغه د پام وړ رول او وروسته له یونان سره د کريټ په اتحاد کې د هغه رول و. په ۱۹۰۹ ز کال کې د اتن د ټکني شوي سیاسي حالت لپاره وبلل شو او د دې هېواد لومړی وزیر شو. هغه نه یوازې د اساسي قانون او د یوناني ټولنې د مدرن کولو بنسټیزې اقتصادي سموونې پیل کړې، بلکې سمندري ځواکونه او پوځ يې د راتلونکو نښتو د تیاري په موخه تنظیم کړل. د بالکان اتحادیې ته د یونان له ننه کېدو سره یې د عثماني سترواکۍ پر ضد د بالکان هېوادونو په اتحاد کې مرسته وکړه. یونان د خپلې دیپلوماتيکې ځيرکتیا له لارې د مقدونیې، اپيروس او د اېجين ټاپووزمې د ډېرو برخو له آزادولو سره خپل مساحت او نفوس دوه برابره کړ.
په دویمه نړیواله جګړه کې (۱۹۱۴-۱۹۱۸ز کال) هغه یونان د متفقینو تر څنګ ودراوه او د یونان پولې يې لا وغځولې. په دې توګه د متفقینو په پلوۍ بهرني سیاست هغه د یونان له اول کنستانتین سره په مستقیم تضاد کې ښکېل کړ او د ملي درز د رامنځته کېدو لامل شو. نفوس یې د سلطنت غوښتونکو او قطبي ونزیلیستیانو تر منځ ووېشه او د دغو ډلو تر منځ د واک پر سر مبارزې د څو لسیزو لپاره د یونان پر سیاسي او ټولنیز ژوند اغېز پرېښود. د متفقینو تر بریا وروسته ونزېلوس نوې ارضي لاسته راوړنې په ځانګړي ډول په اناتولي کې تر لاسه کړې او د مګالي د نظریې تحقق ته نږدې شو. هغه د خپلو لاسته راوړنو سره سره د ۱۹۲۰ ز کال په عمومي ټاکنو کې ماته وخوړه چې د یونان او ترکیې په جګړه کې يې ( ۱۹۱۹ –۱۹۲۲ ز کال) د یونان له وروستۍ ماتې سره مرسته وکړه. ونزېلوس په خپل ځان تپل شوي تبعید کې د یونان او ترکیې تر منځ د نفوس د متقابل وېش پرېکړې او لوزان تړون د لاسلیکولو په مذاکراتو د یونان په استازیتوب ګډون وکړ. [۱۵]
ونزېلوس د خپلې ولسمشرۍ په نورو دورو کې د یونان له ګاونډیانو سره خپلې عادي اړیکې ورغولې او د اقتصاد او اساسي قانون په برخه کې يې خپلو سموونواواصلاحاتو ته پراختیا ورکړه. په ۱۹۳۵ ز کال کې د یوې پوځي کودتا په ملاتړ له تقاعد څخه وروسته بیا راڅرګند شو. د کودتا ماتې د دویم هلني جمهوریت سخت کمزوری کړ.
سرچینې او لومړني کلونه
[سمول]ټبر(خټه)
[سمول]یوه تيوري دا تاییدوي چې د ونیزېلوس اجداد په اتلسمه پېړۍ کې د کروواتاس په نوم د پلوپونز په سویل کې په میستراس سیمه کې ژوند کاوه. په ۱۷۷۰ ز کال کې پر ټاپووزمه د عثمانیانو د بریدونو په بهیر کې د کروواتاس د کورنۍ یو غړی (ونزېلوس کروواتاس) چې د څو وروڼو تر ټولو کشری ورور و، کريټ ته په تېښته بریالی شو، چېرې چې هغه ځان مېشت کړ. د هغه زامنو خپل پلرنی نوم شاته پرېښود او ځانونه يې ونیزېلوس ونومول. دې کورنۍ لاکوني، مانیوتي او کريټي رېښه لرله. [۱۶]
له دې سره د ملي نفاق په بهیر کې سیاستوال کنستانتیوس کرواتاس له ونیزېلوس سره د خپلې کورنۍ اړیکه رد کړه. ونیزېلوس خپل کریټي شریک ته په یوه لیک کې ولیکل چې پلار يې کېړیاکوس او ورور یې هاتزینیکولوس ونیزلوس له درېیو نورو وروڼو سره په ۱۸۲۱ ز کال کې د مونواسیا په محاصره کې ګډون کړی. نیکه يې احتمالاً یو کيتیرايایی سوداګر هاتزیپتروس بنیزلوس و. [۱۷]
کورنۍ او زدهکړې
[سمول]الفتریوس حانیا ته څېرمه (چې مخکې د کانېيا په نوم یادېده) په مورنیس کې د هغه مهال په عثماني کريټ کې د کريټي انقلابي او سوداګرکېړیاکوس ونیزېلوس او استیلیاني پلومیداکي په کورنۍ کې زېږېدلی. هغه مهال چې په ۱۸۶۶ ز کال کې د کريټ انقلاب پيل شو، د ونیزېلوس کورنۍ په انقلاب کې د خپل پلار د ګډون له امله د سیروس ټاپووزمې ته وتښتېده. هغوی کريټ ته د بېرته راستنېدو اجازه نه لرله او تر ۱۸۷۲ ز کال پورې تر هغه مهال چې عبدالعزیز عمومي بښنه اعلان کړه، په سیروس کې پاتې شول. [۱۸][۱۹]
هغه د خپلو زدهکړو وروستی کال د اېرموپولیس په سیروس کې په یوه ښوونځي کې تېر کړاو په ۱۸۸۰ ز کال کې يې خپل بریلیک ترلاسه کړ. په ۱۸۸۱ز کال کې د اتن پوهنتون د حقوقو په څانګه کې نوملیکنه وکړه او په عالي درجه یې له حقوقو څخه خپل سند ترلاسه کړ.هغه په ۱۸۸۶ ز کال کې کريت ته راستون شو او په حانیا کې يې د وکیل په توګه دنده ترلاسه کړه. هغه د خپل ژوند په بهیر کې له لوستلو سره زیاته مینه لرله او په پرله پسې ډول د انګلیسي، ايټالوي، جرمني او فرانسوي ژبو په برخه کې د خپلو مهارتونو د ښه کولو په حال کې و. [۱۹]
سیاست ته د ننه کېدل
[سمول]د ونیزېلوس په لومړنیو کلونو کې د کريټ حالت سیال و. عثماني سترواکي د هغو سمونونو د کمزوري کولو په حال کې وه چې د نړیوال فشار تر اغېېز لاندې ترسره شوي وو. حال دا چې کرېټیانو هيله لرله چې دویم سلطان عبدالحمید وویني چې «ناخوښه کفار» آزاد کړي. ونیزېلوس په دغو نامناسبو شرایطو کې د ۱۸۸۶ ز کال د اپرېل د ۲ په ټاکنو کې د ټاپووزمې د لېبرال غړي په توګه سیاست ته دننه شو. هغه د مرستیال په توګه د خپلو رادیکال اوسخت درېځو نظریو او فصاحت له امله له نورو سره توپیر درلود. [۲۰][۲۱][۲۲]
په کريټ کې سیاسي دنده
[سمول]د کريټ پاڅون
[سمول]مخینه
[سمول]د یونان د خپلواکۍ د جګړې په بهیر کې او تر هغه وروسته (۱۸۲۱، ۱۸۲۳، ۱۸۴۱، ۱۸۵۸، ۱۸۶۶، ۱۸۸۷، ۱۸۸۹، ۱۸۹۵، ۱۸۹۷ز کلونو کې) په کريټ کې بېلابېل پاڅونونه له یونان – انوزس سره د اتحاد لپاره د کريټیانو د غوښتنې پایله وه. د کريټ د ۱۸۶۶ ز کال په پاڅون کې دواړه غاړې د لویو ځواکونو تر فشار لاندې يوې پرېکړې ته ورسېدې چې د کلېپا په پرېکړهلیک کې نهايي شوې. دا تړون وروسته د برلین تړون په ګټه کې ځای پر ځای شو، چې د هغو مخکینیو امتیازاتو بشپړوونکی و چې کريټیانو ته ورکړل شوي و، د مثال په ډول: د اورګانیکو حقونو اساسي قانون (۱۸۶۸ز کال) چې د وېليم جیمز استیلمن له خوا طراحي شوی و. په لنډ ډول دې تړون په کريټ کې یونانیانو ته په لویه کچه خپل دولت ورکاوه، تر څو د عثماني بادارانو پر وړاندې سر راپورته نه کړي. که څه هم د کريټ مسلمانانو چې ځانونه یې له عثماني امپراتورۍ سره تړلي بلل، له دغو سموونو څخه خوښ نه وو، ځکه هغوی د ټاپووزمې د واک له پلوه یوناني عیسویانو ته وسپارل شول. عثماني امپراتورۍ په عمل کې ونه شو کولی، چې له تړون څخه ګټه پورته کړي او په دې توګه یې د دواړو ټولنو تر منځ شته کړکېچ ته لمن ووهله، په بدل کې يې عثماني چارواکو هڅه وکړه د ۱۸۸۰ او ۱۸۹۶ ز کلونو تر منځ د پاموړ مرستندویه ځواکونو له لېږلو سره نظم خوندي وساتي. په هغه ټوله دوره کې د کريټ موضوع له عثماني امپراتورۍ سره د خپلواک یونان په اړیکو کې د اصطحکاک اصلي موضوع وه. [۲۳][۲۴][۲۵]
د ۱۸۹۷ ز کال په جنورۍ کې په ټاپووزمې کې تاوتریخوالي او ګډوډۍ زور واخیست چې په پایله کې يې نفوس قطبي شو. په حانیا او رېثېمنو کې د عیسویانو ټولوژنه پېښه شوه. د یونان دولت د عمومي افکارو، ناسموسیاسي عناصرو، ملي پاله افراطي ډلو او د لاسوهنې لپاره د لویو ځواکونو د نه لېوالتیا او له یونانیانو څخه د کريټ د دفاع لپاره د پوځي پرسونل او جنګي بېړیو د لېږلو تر فشار لاندې و. هغه مهال سترو ځواکونو د ټاپووزمې د اشغال له دوام پرته بله چاره نه لرله، خو ځنډني شول. د ۱۸۹۷ ز کال د فبرورۍ په درېیمه یو ۲۰۰۰ کسیز یوناني پوځ کولمباري ته ورسېد، چې د قوماندې افسر یې ډګروال تیموليون واسوس و. هغه څرګندونه وکړه چې: د «هلېنیانو پاچا» په نوم به ټاپووزمه فتحه کړي او له یونان سره به د کريټ اتحاد اعلان کړي. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb119565539 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ، ashıq maǵlıwmatlar platforması او ачык мәгълүмат платформасы
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm1331461/ — خپرېدونېټه: ۱۳ اکتوبر ۲۰۱۵
- ↑ سرليک: Венизелос Элефтериос — نسخهدريم — خپروونکی: The Great Russian Encyclopedia
- ↑ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Eleutherios-Venizelos — سکالو پېژند: Eleutherios Venizelos — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6hh83zg — سکالو پېژند: Eleftherios Venizelos — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/1671079 — سکالو پېژند: Ελευθέριος Βενιζέλος — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/venizelos-eleftherios-kyriakos — سکالو پېژند: Eleftherios Venizelos — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
- ↑ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=eleftherios;n=venizelos — سکالو پېژند: Elefthérios Venizelos
- ↑ CTHS person ID: https://cths.fr/an/savant.php?id=117069 — سکالو پېژند: Élefthérios VenizÉlos — سمونګر: Bruno Delmas او Rémi Mathis — سرليک: La France savante
- ↑ پیوستون : 118804146 — خپرېدونېټه: ۳۱ ډېسمبر ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ پیوستون : 118804146 — خپرېدونېټه: ۲۸ سېپتمبر ۲۰۱۵ — سرليک: Венизелос Элефтериос — نسخهدريم — خپروونکی: The Great Russian Encyclopedia
- ↑ "Liberty Still Rules", Time, 18 February 1924.
- ↑ "Venizélos, Eleuthérios". Encyclopædia Britannica Online. (2008).
- ↑ Duffield, J. W. (30 October 1921). "Venizelos, Maker of Modern Greece". The New York Times.
- ↑ "Intrigue in Greece". The Argus. Melbourne. 4 July 1916. p. 7. ترلاسهکېدو نېټه 29 November 2012 – via National Library of Australia.
- ↑ Chester, 1921, p. 4
- ↑ "Ποιος ήταν ο παππούς του Ελευθερίου Βενιζέλου". 11 May 2020.
- ↑ Mitsotaki, Zoi (2008). "Venizelos the Cretan. His roots and his family". National Foundation Research. خوندي شوی له the original on 18 May 2007.
- ↑ ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ Chester, 1921, p. 4
- ↑ Kitromilides, 2006, pp. 45, 47
- ↑ Mitsotaki, Zoi (2008). "Venizelos the Cretan. His roots and his family". National Foundation Research. خوندي شوی له the original on 18 May 2007.
- ↑ Ion, 1910, p. 277
- ↑ Kitromilides, 2006, p. 16
- ↑ Clogg, 2002, p. 65
- ↑ "Pact of Halepa". Encyclopædia Britannica Online. (2008).
- ↑ Kitromilides, 2006, p. 58
- ↑ Lowell Sun (newspaper), 6 February 1897, p. 1
- ↑ Holland, 2006, p. 87
- ↑ Papadakis, Nikolaos E. (2008). "Eleftherios Venizelos His path between two revolutions 1889–1897". National Foundation Research. خوندي شوی له the original on 18 May 2007.
- ↑ Holland, 2006, p. 91
- ↑ Chester, 1921, p. 35
- ↑ Chester, 1921, p. 34
- ↑ Kitromilides, 2006, p. 30
- ↑ Kitromilides, 2006, p. 62
- ↑ Kerofilias, 1915, p. 14
- ↑ Dunning, Jun. 1987, p. 367
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 1936ز مړينې
- 18 مارچ مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P20
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P856
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په تاتاري
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227

