الګرنون سیدني
الګرنون سیدني | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | ۱۵ جنوري ۱۶۲۳ |
مړینه | |
نظربندۍ مقام | د لندن برج |
تابعیت | |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | |
کاروونکي ژبه | |
سمول |
الګرنون سیدني (د ۱۶۲۳ ز کال د جنوري له ۱۵- د ۱۶۸۳ ز ز کال د ډسمبر تر ۷) یو انګلیسي سیاست پوه، د جمهوري غوښتونکي ګوند سیاسي نظرخاوند او ډګروال ؤ. هغه چې د لانګ پارلمان د منځنۍ برخې غړی او د انګلستان د پاچا لومړي چارلز د محکمې مامور ؤ، د پاچا د اعدام مخالفت یې وکړ. وروسته سیدني د دویم چارلز په وړاندې په دسیسه جوړولو تورن شو، تر یوه حده د هغه ترټولو مشهور کار، د حکومت په اړه د خبرو اترو له امله، چې څارنوال د هغه په محاکمه کې د شواهدو په توګه وکارول. هغه د خیانت په تور اعدام شو. سیدني له خپلې مړینې وروسته د "ویګ وطنپال - اتل او شهید" په توګه یې درناوی وشو. [۲]
د الګرنون سیدني آثار د معاصر جان لاک آثارو تر څنګ، د لویدیځ فکر بنسټ ګڼل کېږي. د حکومت په اړه خبرې اترې د سیدني د ژوند په بیه پرېوتې. خو هغه نظرونه یې چې وړاندې کړل ژوندي پاتې شول او بالاخره په انګلستان کې د شانداره انقلاب او د متحده ایالاتو په رامنځته کېدو سره خپل اوج ته ورسېدل. سیدني د دې نظرونو لکه محدود حکومت، د خلکو داوطلبانه رضايت او د فاسد حکومت د بدلون یا له منځنه وړلو لپاره د اتباعو حق په وړاندې کولو سره په مستقیمه توګه د پاچاهانو د الهي حق له تیورۍ سره مخالفت وکړ. د هغه اثر، د حکومت په اړه خبرې اترې، د "امریکا د انقلاب کتاب" په نوم یادېږي. [۳]
لومړنی ژوند
[سمول]د سیدني پلار رابرټ سیدني، د لیسټر دوهم ارل (شهزاده)، د جان ډاډلي د نارثمبرلنډ لومړي ډوک لمسۍ او د سر فیلیپ سیدني د وراره زوی ؤ. مور یې ډوروثي پېرسي، د هنري پېرسي، د نارثمبرلنډ نهم ارل لور وه. سیدني د لندن په بینارډ ماڼۍ کې زیږېدلی او د کنټ په پینشورسټ ماڼۍ کې لوی شو. مور یې د ۱۶۳۶ ز کال په نومبر کې خپل خاوند ته لیک ولیکه، دا چې هغې اوریدلی چې د دوی زوی "د هغه ټولو ځانګړتیاو په پار چې له ستاسو څخه په ارث وړې دي ... د ډېر زیات ذکاوت او د طبیعت د زیات خوږوالي لپاره ډېر ستایل کېږي ". [۲]
د انګلستان کورنۍ جګړه او جمهوریت
[سمول]سره له دې چې مخکې یې ژمنه کړې وه چې یوازې "نهایت اړتیا به ما په انګلستان کې وسلو اخیستو ته اړ کړي"، سیدني د ختیځې ټولنې په اردو کې خدمت وکړ، د منچسټر د ارل د آسونو د کنډک (سپاره نظام) ډګرمن وټاکل شو. هغه په ۱۶۴۴ ز کال کې د مارسټون مور په جګړه کې وجنګېد، چې هلته یوه ناظر لیکلي: "ډګروال سیدني زما د لارډ منچسټر د آسونو د کنډک په سر کې په ډېرې زړورتیا سره حمله وکړه او د ډېرو ټپونو سره چې هغه د ویاړ ریښتینې نښې وې، بریالی شو". وروسته کله چې دغه کنډک نیو ماډل اردو ته واستول شو، د دې کنډک ډګروال وټاکل شو، خو د ناروغۍ له امله له دې ټاکنې تېر شو. [۴]
سیدني په ۱۶۶۵ ز کال کې د کارډیف لپاره د لانګ پارلمان غړی وټاکل شو، چې هلته یې د پاچا لومړي چارلز سره د جوړجاړي مخالفت وکړ. هغه د منځلارو له تصفیې سره چې د رامپ پارلمان یې جوړ کړی ؤ، مخالفت وکړ. سر دې چې سیدني د چارلز د محاکمې د مامور ؤ، د پاچا د اعدام کولو له پرېکړې سره یې مخالفت وکړ، ځکه په دې باور ؤ چې د دې پرېکړې مشروعیت او حکمت مشکوک دی. هغه د خپل نظر په توضیح کې وویل: [۴]
لومړی دا چې: پاچا د هېڅ محکمې له خوا محاکمه کېدای نه شي، دوهم دا چې هېڅ سړی د دې محکمې له خوا نشي محاکمه کېدای. دا بېهوده ادعاوې دي او کرامویل د دې رسمي کلیمو (زه تاسو ته وایم، موږ به د هغه سر له تاج سره پرې کړو) په کارولو سره، زه ... سمدلاسه له کوټې څخه ووتم او بېرته راستون نه شوم. [۲]
سیدني په ۱۶۴۹ ز کال کې خپل نظر بدل کړ او د پاچا اعدام یې "تر ټولو عادلانه او زړور عمل ... چې تر اوسه په انګلستان یا هر بل ځای کې ترسره شوی" اعلان کړ. [۲]
وروسته له هغه چې یوه لایحه معرفي شوه چې ټاکنې به ډېرې آزادې کړي، په ۱۶۵۳ ز کال کې د کرامویل پوځ پارلمان ته د هغه د منحل کولو لپاره د ننه شوه ، سیدني د جرګې څخه وتل رد کړل، تر هغه چې په فزیکي حذف باندې وګواښل شو. هغه کرامویل یو ظالم وباله. [۵]
سیدني د تقاعد په وخت کې دومره زړور ؤ چې د جولیوس سزار د اجرا په ترسره کولو او د برتوس رول په لوبولو سره يې د لارد ساتونکی یا Lord Protector غوسه راوپاوره. هغه د یو مودې لپاره د لوسي والټر چې وروسته د دویم چارلس د معشوقه شوه، عاشق ؤ. سیډني د انګلستان د ملي ګټو (د سټوارټ کورنۍ د نظامي ناکامۍ د سابقې برعکس) لپاره جمهوریت کلک لټوونکی بله، د حکومت په اړه د خبرو اترو په خپل اثر کې یې لیکلي:
... په هغو کسانو کې چې په رأس کې وو، همداسې ځواک، حکمت او صداقت ؤ او یوازې د وړتیاوو پر بنسټ د افرادو په ټاکلو کې د دوی کوښښونو داسې بریا ور په برخه کړه، چې په دوو کلونو کې زموږ بېړۍ د ځمکني پوځ په څېر مشهورې شوې؛ زموږ د ملت شهرت او ځواک د هغه وخت په پرتله ډېر لوړ شو چې موږ د فرانسې نیمه ښه برخه په واک کې درلوده او د فرانسې او سکاټلنډ پاچاهان زموږ بندیان وو. د اروپا ټولو دولتونو، پاچاهانو او واکمنانو، د تسلیمۍ له وجهې نه، بلکې په ډېر درنښت زموږ سره ملګرتیا غوښتله؛ روم د سویډن د لوی پاچا په پر تله، چې د سلو زرو کسانو سره په ایټالیه باندې یرغل ته چمتو ؤ، له بلیک او د هغه د بېړیو څخه ډېره وېره درلوده.
سرچينې
[سمول]- ↑ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p2566.htm#i25656 — subject named as: Algernon Sydney — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ Scott 2008.
- ↑ Robbins 1947.
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ West 1996، م. xxix.
- ↑ West 1996، م. xxx.