Jump to content

الکساندر فلمېنګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
الکساندر فلمېنګ
الکساندر فلمېنګ
الکساندر فلمېنګ

د شخص مالومات
پيدايښت
مړینه
لندن   ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
د مړینې لامل د زړه حمله (ناروغي)   ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت برېتانيا   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه انګرېزي ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه
د کړنې څانګه ايميونولوژي   ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
کار ورکوونکی لندن پوهنتون   ويکيډاټا کې (P108) ځانګړنې بدلې کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې دويمه نړېواله جګړه   ويکيډاټا کې (P607) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
الکساندر فلمېنګ
الکساندر فلمېنګ

  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

سر الکساندر فلمېنګ (د ۱۸۸۱ کال د اګسټ ۶مه - د ۱۹۵۵ ز د مارچ ۱۱مه) سکاټلنډی ډاکتر او مایکروبیولوژېست و، دی تر ډېره په نړۍ کې د لومړۍ اغېزمنې  انتي بیوتیکي مادې د کشف له امله چې پنسلین نومېده، مشهور و. په ۱۹۲۸ کال کې د فلمېنګ دغه کشف، چې وروسته د پنيسیلیوم روبنس له مادې څخه د بنزایل پنسیلین (یا پنسلین جي) په نامه ونومول شو، «پر ناروغۍ د برلاسي کېدو لپاره یوازنۍ ستره لاسته‌راوړنه» بلل کېږي. فلمېنګ د دغه کشف لپاره، په ۱۹۴۵ ز کال کې، له «هاوارډ فلوري» او «ارنسټ بوریس چین» سره یوځای د فزیولوژۍ او طب په برخه کې د نوبل جایزه وګټله.[۱][۲][۳][۴][۵]

ده په ۱۹۲۲ کال کې د خپلې پوزې له ترشحاتو څخه د لایزوزوم انزایم کشف کړاو له هغه سره یې، د (Micrococcus Lysodeikticus) په نامه یوه باکتریا هم کشف کړه، چې وروسته یې نوم (Micrococcus luteus) ته بدل کړ.

فلمېنګ ته د ساینسي بریاوو له امله، په ۱۹۴۴ ز کال کې د اتلولۍ شوالیه لقب ورکړل شو. په ۱۹۹۹ ز کال کې ټایم مجلې، نوموړی د شلمې پېړۍ د سلو ډېرو مهمو کسانو په لېست کې راوست. په ۲۰۰۲ ز کال کې، د بي بي سي تلویزیون په نظر پوښتنه کې د سلو لویو بریتانویانو په لېست کې وټاکل شو. په ۲۰۰۹ ز کال کې، د اېس ټي وي له‌خوا د نظر پوښتنې پر بنسټ، تر «رابرټ برنز» او «ویلیام والاس» وروسته «درېیم لوی سکاټلنډي» شو.[۶]

د ژوند لومړي وختونه او زده‌کړې

[سمول]

الکساندر فلمېنګ د ۱۸۸۱ز کال د اګست په ۶مه نېټه، د سکاټلنډ په «ایرشر» کې «دارول» ته نږدې په «لاچفیلډ» سیمه کې وزیږېد. پلار یې هیو فلمېنګ (۱۸۱۶ – ۱۸۸۸ز) بزګر و او مور یې ګریس سټرلېنګ مورټون (۱۸۴۸ – ۱۹۲۸ز) د هغه د ګاونډي بزګر لور وه. الکساندر فلمېنګ د دوی د څلورو بچیانو درېیم بچی و. هیو فلمېنګ له لومړي واده نه څلور بچیان لرل. له ګریس سره د دویم واده پر مهال ۵۹ کلن و او کله چې الکساندر اووه کلن شو، دی مړ شو. [۷]

فلمېنګ «لوډن مور» او «ډارول» ښوونځیو ته ولاړ او په «کیلمارنک اکاډمۍ» کې یې دوه کلن بورس ترلاسه کړ، بیا لندن ته ولاړ او هلته یې په پليتخنیک سلطنتي انستېتیوت کې زده‌کړې وکړې. الکساندر فلمېنګ ته په شل کلنۍ کې د بېړۍ چلولو په یوه دفتر کې تر څلور کلن کار وروسته، د خپل تره «جان فلمېنګ» څه اندازه پیسې په میراث پاتې شوې. د ده مشر ورور «ټام» ډاکتر و او ده ته یې وړاندیز وکړ چې، همدا مسلک تعقیب کړي. ځوان الکساندر په ۱۹۰۳ ز کال کې، په «پاډینګټون» کې د سنټ مري روغتون په طبي پوهنځي کې نوم‌ لیکنه وکړه او په ۱۹۰۶ ز کال کې د ډاکترۍ او جراحۍ د لېسانس په کچه، له دغه پوهنځي څخه په لوړه درجه فارغ شو. [۸]

فلمېنګ، چې له ۱۹۰۰ څخه تر ۱۹۱۴ ز کال پورې یې د لندن د سکاټلنډي کنډک په داوطلبو ځواکونو کې کار کاوه، په طبي پوهنځي کې د ټوپک د کلب غړی و. د کلب کپتان، چې غوښتل یې فلمېنګ په ټیم کې ورسره پاتې شي، نو د سنټ ماري د څېړنو له څانګې سره د یوځای کېدو وړاندیز یې ورته وکړ او هلته د باکتریولوژېست «سر المورث رایټ» مرستیال شو، هغه د واکسین په وسیله په درملنه او ایمنولوژي کې مخکښ و. په ۱۹۰۸ ز کال کې یې د باکتریا پېژندنې په برخه کې د لېسانس سند او د سرو زرو مډال ترلاسه کړ او تر ۱۹۱۴ ز کال پورې یې، په سنټ مري کې د استاد په توګه کار وکړ.[۹][۱۰]

فلمېنګ، په ۱۹۱۴زکال کې د بریدمن (Commissioned lieutenant) په توګه وټاکل شو او په ۱۹۱۷ ز کال کې د تورنۍ (captain) رتبې ته ورسېد. فلمېنګ د لومړۍ نړیوالې جګړې په بهیر کې د سلطنتي پوځ په طبي لېوا کې خدمت وکړ او په لېږل شوو ځواکونو کې یې هم نوم یاد شوی. ده او ډېرو نورو همکارانو یې په فرانسه کې د لوېدیځې جبهې د جګړې د ډګر په روغتونونو کې کار کړی. په ۱۹۱۸ ز کال کې بېرته سنټ مري روغتون ته راوګرځېد او په ۱۹۲۸ ز کال کې، په لندن پوهنتون کې د باکتریا پېژندنې استاد شو. په ۱۹۵۱ ز کال کې د درې کلنې دورې لپاره د اېډېنبورګ پوهنتون مشر شو.[۱۱]

په علمي کارونو کې ونډه

[سمول]

عفوني ضد توکي

[سمول]

د لومړۍ نړیوالې جګړې په دوران کې فلمېنګ، لیونارډ کولبروک او سر المارث رایټ د جګړې له هڅو سره یوځای شول او د سنټ ماري د ازمېښتونو ټوله برخه یې په بولون سومر کې د برېتانیا پوځي روغتون ته ولېږدوله. ده چې کله د سلطنتي پوځ په طبي لېوا کې د لنډمهالي بریدمن په توګه کار کاوه، د عفوني شوو ټپونو له امله یې د سپسیس [یو ډول پړسوب(التهاب) دی، چې په ټول بدن کې خپرېږي او لامل یې عفونت دی] په پایله کې یې د ډېرو سرتېرو مرګونه ولیدل. کوم عفوني ضد توکي، چې هغه مهال د عفوني شوو ټپونو د درملنې لپاره کارېدل، ده ولیدل چې، ټپونه لا بدتره کوي. ده په ۱۹۱۷ ز کال کې، په لانسېټ طبي مجله کې یوه لیکنه خپره کړه او خپل هغه نوښتي ازمېښت یې په کې بیان کړ، چې په خپل ګیلاس کې یې په پوف کولو سره اجرا کولی شوای. ده څرګنده کړه چې: ولې د جګړې په دوران کې عفوني ضد مواد د عفونت په پرتله ډېر سرتېري وژني. عفوني ضد موادو پر سطحه ښه اغېز کاوه، خو ژورو ټپونو غیر هوازي باکتریاوې [هغه ژوندۍ باکتریاوې دي چې له اکسیجن پرته ژوند کوي] له عفوني ضد توکو څخه ساتلې او داسې ښکاري، چې عفوني ضد مواد تولید شوي ګټور لاملونه له منځه وړي، چې په دغو برخو کې لږ تر لږه په هماغې ګټې سره، چې باکتریاوې یې له منځه وړلې، د ناروغانو ساتنه یې کوله او د هغو باکتریاوو د له منځه وړلو لپاره یې هېڅ نه کول، چې لاسرسی نه ورته کېده. سر المروټ رایټ، د فلمېنګ د موندنو کلک ملاتړ وکړ، خو سره له دې هم، د جګړې په وخت کې ډېرو ډاکترانو، د عفوني ضد موادو کارولو ته دوام ورکړ، ان په هغو برخو کې هم، چې د ناروغانو حالت به یې لا بدتره کاوه.[۱۲][۱۳]

شخصي ژوند

[سمول]

فلمېنګ، د ۱۹۱۵ ز کال د دسمبر په ۲۴مه نېټه له یوې روزل شوې نرسې «سارا ماریون مک الروي» سره، چې د ایرلنډ د مایو ښار د کیلالو سیمې وه، واده وکړ. دوی یوازې یو زوی درلود، چې «رابرټ فلمېنګ» نومېده او عمومي ډاکتر شو. په ۱۹۴۹ ز کال کې يې لومړۍ مېرمن مړه شوه او د ۱۹۵۳ ز کال د اپریل په ۹مه نېټه یې په سنټ ماري کې له خپلې یونانۍ همکارې «امالیا کوتسوري ورکاس» سره واده وکړ. دا مېرمن یې په ۱۹۸۶ ز کال کې مړه شوه. [۱۴]

فلمېنګ، پرسبیټري [یوه عیسوي فرقه ده] مخینه لرله، خو لومړۍ مېرمن یې «سارا» یوه رومي کاتولیکه وه. داسې ویل کېږي چې، دی مذهبي نه و او زوی یې «رابرټ» وروسته انګلېکن کلیسا ته ومنل شو، په داسې حال کې چې ویل شوي، هغه ته له دواړو مور او پلار نه یو څه غیر مذهبي خاصیت په میراث پاتې و.[۱۵]

کله چې فلمېنګ په ۱۹۴۴ کال کې، له «رابرټ ډي کوګیل» او «انډرو جي مویر» څخه خبر شو، چې د پنسلین د تولید طریقه یې په متحدو ایالتونو کې په خپل نامه ثبت کړې، په قهر شو او ویې ویل: [۱۶]

پنسلین ما کشف کړل او د بشریت د ګټې لپاره مې وړیا ورکړل. ولې باید په بل هېواد کې د تولیدوونکو د ګټې ترلاسه کولو لپاره پر انحصار بدل شي؟ [۱۷]

فلمېنګ له ۱۹۲۱ ز څخه د مرګ تر کال ۱۹۵۵ ز پورې، د سافولک په بارتون مېلز کې د «ډون» په نامه یو کلیوالي کور درلود. [۱۸][۱۹]

مړینه

[سمول]

فلمېنګ، د ۱۹۵۵ ز کال د مارچ په ۱۱مه نېټه، په لندن کې په خپل کور کې د زړه د حملې له امله مړ شو. جسد یې د سنټ پاول په لویه کلیسا کې خاورو ته وسپارل شو.[۲۰]

سرچينې او ياداښتونه

[سمول]
  1. Bennett, Joan W; Chung, King-Thom (2001), "Alexander Fleming and the discovery of penicillin", Advances in Applied Microbiology (in انګليسي), 49, Elsevier: 163–184, doi:10.1016/s0065-2164(01)49013-7, ISBN 978-0-12-002649-4, PMID 11757350, بياځلي په 17 October 2020
  2. Ligon, B. Lee (2004). "Sir Alexander Fleming: Scottish researcher who discovered penicillin". Seminars in Pediatric Infectious Diseases (in انګليسي). 15 (1): 58–64. doi:10.1053/j.spid.2004.02.002. PMID 15175996.
  3. "Alexander Fleming Biography". Les Prix Nobel. The Nobel Foundation. 1945. خوندي شوی له the original on 30 January 2011. بياځلي په 27 March 2011.
  4. Hugh, TB (2002). "Howard Florey, Alexander Fleming and the fairy tale of penicillin". The Medical Journal of Australia. 177 (1): 52–53, author 53 53. doi:10.5694/j.1326-5377.2002.tb04643.x. PMID 12436980. S2CID 222048204.
  5. Cruickshank, Robert (1955). "Sir Alexander Fleming, F.R.S". Nature. 175 (4459): 355–6. Bibcode:1955Natur.175..663C. doi:10.1038/175663a0. PMC 1023893. PMID 13271592.
  6. McIntyre, N (2007). "Sir Alexander Fleming". Journal of Medical Biography. 15 (4): 234. doi:10.1258/j.jmb.2007.05-72. PMID 18615899. S2CID 77187550.
  7. Mazumdar, PM (1984). "Fleming as Bacteriologist: Alexander Fleming". Science. 225 (4667): 1140–1141. Bibcode:1984Sci...225.1140C. doi:10.1126/science.225.4667.1140. PMID 17782415.
  8. Brown, Kevin (2004). Penicillin man : Alexander Fleming and the antibiotic revolution. Stroud: Sutton. ISBN 978-0-7509-3152-6. بياځلي په 11 September 2015.
  9. "Alexander Fleming Biography". Les Prix Nobel. The Nobel Foundation. 1945. خوندي شوی له the original on 30 January 2011. بياځلي په 27 March 2011.
  10. Kelly's Handbook to the Titled, Landed and Official Classes, 1955. Kelly's. p. 802.
  11. Kelly's Handbook to the Titled, Landed and Official Classes, 1955. Kelly's. p. 802.
  12. Tan, SY; Tatsumura, Y (July 2015). "Alexander Fleming (1881–1955): Discoverer of penicillin". Singapore Medical Journal. 56 (7): 366–367. doi:10.11622/smedj.2015105. PMC 4520913. PMID 26243971.
  13. FLEMING, ALEXANDER (September 1917). "The Physiological and Antiseptic Action of Flavine (With Some Observations on the Testing of Antiseptics)". The Lancet. 190 (4905): 341–345. doi:10.1016/S0140-6736(01)52126-1.
  14. Biographical Index of Former Fellows of the Royal Society of Edinburgh 1783–2002 (PDF). The Royal Society of Edinburgh. July 2006. ISBN 0-902198-84-X (PDF).{{cite book}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  15. Penicillin Man: Alexander Fleming and the Antibiotic Revolution. The History Press. September 2005. ISBN 0-7509-3153-1.
  16. کينډۍ:Cite patent
  17. Allison, V. D. (1974). "Personal recollections of Sir Almroth Wright and Sir Alexander Fleming". The Ulster Medical Journal. 43 (2): 89–98. PMC 2385475. PMID 4612919.
  18. BartonMills.net local history Archived 2022-09-28 at the Wayback Machine.. Retrieved 17 October 2016.
  19. Ligon, B. Lee (2004). "Sir Alexander Fleming: Scottish researcher who discovered penicillin". Seminars in Pediatric Infectious Diseases (in انګليسي). 15 (1): 58–64. doi:10.1053/j.spid.2004.02.002. PMID 15175996.
  20. "Sir Alexander Fleming – Biography". Nobel Foundation. بياځلي په 25 October 2011.