ايميونولوژي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ایمیون اصطلاح په پخوانی روم کی د لاتینی کلمی (immunitas) څخه اخیستل شوی ده چی د رومی سناتورانو د مصونیت یا حفاظت په معنا ده له تاریخی له نظره معافیت د امراض په وړاندی خصوصا در انتانی امراضو په وړاندی د حفاظت په معنا ده ایمینولوژي: د عضویت ځانګری مقاومت د انتاناتو په مقابل کی د ایمینولوژي څځه عبارت دی او یا په بل عبارت هغه محصولات چه د انتی جن په مقابل د عضویت د عکس العمل سبب کیږی د ایمینولوژي څخه عبارت دی معافیتی سیستم د معافیتی حجراتو او دهغه مربوط مالیکولونو څخه جور دی د ایمینولوژي تاریخچه!!! د انتاناتو د کشف څځه مخکی لاسته راورل شوه کوم شخص چی یو ځل د چچک په ناروغی اخته شوی وی وروسته له جوړیدو څخه نوموړی شخص د چیچک د ناروغی څخه په امان کی دی همدارنګه مخکی د ۱۸۰۰ میلادی کال څخه ادوارد جینر نظریه درلود او ویی ویل هغه کسان چی د غویی په چیچک باندی اخته شوی وی هغوی د انسانی چیچک په وړاندی حساس نه دی په ۱۹ پيری کی لویی پاستور ، رابرت کوخ او داسی نورو علماوو د انسان د معافیت په جوړیدو کی د باکتریا په مقابل کی ډیر کوششونه وکره چه بلاخره لاسته یی راوره. او ویی ویل معافیت جوریدل په هغه صورت کی امکان لری چی نوموری مکروب ته په داسی دول تغیر ورکړل شی چی د مرض د تولید قابلیت له لاسه ورکړی یعنی ضعیف شی یا مړ شی تاریخ پوهان په دی عقیده دی د لومړی ځل لپاره د (توسایدیس) عالم په نوم د آتن په ښار کی د پنځمی پیړی په منځ کی مخکی له میلاده د معافیت اصطلاح د طاعون د ناروغی د پاره وکاروله Immunology: اوس مهال په پیشرفته شکل وجود لری دا یو تجربوی علم دی چی پدی کی د معافیتی پدیدو او صاف او مطلوب شوی نتایج د تجربوی مشاهداتو پر اساس قرار لری چی د ادوارد جینر تجربه د یادولو ور دی چه د انسانی چیچک د ناروغی ضد واکسینی جور کر همداړنګه (Kheber) چی یو انګلیسی داکتر هغه کارګران ته متوجه شو چه د غواګانو د فارم مسول وه نوموری کارګران چه کله به غوایی په چیچک اخته شوه له ښه کیدو ورسته ته به د دوهم ځل لپاره د غوایی په چیچک نه اخته کیده د واکیسن ریشه چی نن ورځ په پراخ دول د انتانی ناروغیو د مخنیوی یا وقایی په حیث ور څځه استفاده کيږی د هم هغه ادوارد جینر تجربه ده چه دغه عالم د غویی چیچک محتوی د اته کلن هلک په بازو کی زرق کره جی دغه هلک د غویی په چیچک هیځ کله اخته نشو د واکسین اصطلاح چی نن ورځ د انتانی ناروغیو د مخنیوی په خاطر ورڅخه استفاده کیږی لاتینه ریشه لری چی د vaccines یا د غویی چیچک ویروس څخه اخیستل شویده همدارنګه انسانی چیچک اولینی مرض دی چی د یو پراخه واکسیناسیون برنامی په وسیله په جهان کی له منځه تللی وی همدارنګه د ۱۹۶۰ څخه بیا تر اوسه د معافیت د کار په بخش کی ژور تغیرات او پرمختګونه راغلی دی چی عبارت دی له د حجروی کشت (celluler cultur) Monoclonal antibody ایمیونوشیمی د نوی DNA ترکیب کیدل او Crystalographyn د ایکس (X) شعاع په وسیله همدارنګه حیوانی تولید چی د جینتیک پوسیله یو دول تغیرات پکښی راځی هم په وجود راغلی دی خصوصا د یو ډول موږکان چه انتقالی جین transgenic او Knockout لرونکی دی