الف جانه خټکه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

الف جانه خټکه (زوکړه د ۱۹۳۱ زېږدي کال د سيپټبر ۱۰، خيبر پښتونخوا، د کرک ولسوالۍ - مړینه د ۲۰۱۹ زېږدي کال سپټمبر) د پښتو ژبې يوه شاعره او لیکواله ده.

مخينه[سمول]

د الف جانې خټکې د زوکړې کال په بېلابېلو سرچينو کې بېلابېل راغلی دی. د ساری په توگه لوی څېړنکي ښاغلي همېش خليل د خپل نامتو اثر «د قلم خاوندان» په ۱۴۳ مخ کې د هغې د زېږېدو کال او نېټه د ۱۹۲۹ ز کال د فبرورۍ ۲۸ نېټه ليکلې ده. د همېش خليل صاحب د يو بل نښير «پښتانه لیکوال» په ۴۶۹ مخ کې کې د الف جانې د زوکړې کال ۱۹۲۷ ز ليکلی دی. خو د پروفېسر ډاکټر وزير شاداب د وېنا او هغې ليکل شوې مقالې، چې د الف جانې خټکې په اړه يې ليکلې ده او بيا د محمد عثمان خټک د هغه ليکلي مضمون، چې د ۲۰۱۷ ز کال د اپرېل پر ۱۸ يې په «وحدت» ورځپاڼه کې د «الف جانه خټکه» تر سرليک لاندې چاپ کړی، دا دواړه ليکوال په يو وخت له الف جانې خټکې سره مخامخ شوي وو او د الف جانې خټکې څخه يې د مرکې پر مهال مالومات حاصل کړي وو. دا مهال الف جانې خټکې هغوی ته ويلي وو چې زما د زېږون کال ۱۹۳۱ زېږدي دی. ځکه نو هم دا يې د زېږون سمه او کره نېټه ده.

پر دې بنسټ ويلای شو چې الف چانه خټکه د ۱۹۳۱ ز کال د سېپټمبر پر ۱۰ د خيبر پښتونخوا د کرک ولسوالۍ په احمدي بانډه کې زېږېدلې وه. هغې تر اتم ټولگي په کلي کې زده کړې کړې وې او وروسته يې په پښتو او اردو ادبياتو کې ماسټري واخيسته. د هغې پلار غنى شاه خټک نومېد چې د انگريزانو په واکمنۍ کې نوکر وو او وروڼو يې په پنجاب کې کاروبار کاوه.

هغې يو ځل د عوامي نېشنل پارټۍ له خوا خپرېدونکې پښتون رسالې ته په مرکه کې ویلي وو، پلار يې د پخوانيو فکرونو سړی وو چې د دې د زده کړو خلاف وو خو د هغې وروڼو په تعليم کې ورسره مرسته کړې وه.

د الف جانې د شهرت لامل[سمول]

د الف جانې خټکې لوی شهرت د خدايي خدمتگار تحريک له خوا خپرېدونکې پښتون رساله کې د هغې د شعرونو او لیکنو چاپپدل وو. د هغې ماماگان د خدايي خدمتگار تحريک غړي وو او په کور کې د هغو مباحثو پر الف جانې خټکې اغېز وکړ چې د انگريزانو پرضد د دغه تحريک په مبارزه کې ملگرې شي.

ډاکټر وقار علي شاه له اکسفورډ پوهنتونه پر خدايي خدمتگار تحريک پي اېچ ډي کړې ده. نوموړي د دې تحريک له خوا چاپېدونکې پښتون رسالې شاوخوا ۲۲۰ گڼې لوستې او په هغې کې د پښتنو ښځو د چاپ شوو ليکنو پر اساس يې پښتنې ښځې او قامي تحريک په نوم تحقيقي کتاب ليکلی دی. په دغه کتاب کې د الف جان خټکې په اړه هم یوه تفصیلي ليکنه شته. ډاکټر وقار علي شاه د ۲۰۱۹ ز کال د سېپټمبر پر ۱۵ مشال راډیو ته وويل چې د پاکستان تر جوړېدو له مخه په پښتون رساله کې به الف جانې خټکې ډېر په زړه پورې شعرونه او نثرونه ليکل. د هغه په خبره، په پښتون رساله کې نورو پښتنو ښځو هم ليکل کول خو الف جانه خټکه له هغو ځکه مختلفه وه چې د دې پر شعرونو او ليکونو به سياسي رنگ زيات غالب وو.

د الف جانې له صحنې وتل[سمول]

کله چې په ۱۹۴۷ ز کال د اگست پر ۱۰ مه نېټه د پښتون رسالې وروستۍ گڼه چاپ شوه او له دې وروسته رساله بنده شوه نو الف جانه خټکه هم له منظره ورکه شوه. ډاکټر وقار علي شاه وايي چې ان د نېشنل پارټۍ مشرانو ته هم مالومه نه وه چې الف جانه ژوندۍ ده او که نه؟

ډاکټر وقارعلي شاه هغه څنګه بیا موندله؟ خو بيا يوه ورځ په ۱۹۹۴ ز کال کې ډاکټر وقار علي شاه د تحقيق لپاره وزيرستان ته روان وو چې په لاره کې پر احمدي بانډه د دې لپاره تم شو چې د الف جانې په اړه مالومات ترلاسه کړي. نوموړی وايي چې هغوی خپله گاډۍ پر پېټرول پمپ ودروله او کله چې يې پر کاونټر (دخل) ناست سړي څخه وپوښتل چې تاسو د دې ځای يئ که له بهره راغلي ياست؟ هغه سړي ځواب ورکړ، چې مساپره خپله خبره کوه.

ډاکټر وقار علي شاه ورته وويل چې تاسو ځوان ياست نو کېدای شي د چا په اړه چې پوښتنه کوم تاسو به هغه ښايي نه پېژنئ، هرگوره، کېدای شي تاسې له خپل پلار يا نيکه نه یې ذکر اورېدلی وي.

هغه سړي ورته وويل: چې څوک؟: ډاکټر وقار علي شاه ورته وويل، دلته يوه ښځه وه چې الف جان خټکه نومېدله او هغې به په پښتون رساله کې ليکنې کولې. ډاکټر وقار علي شاه وايي: « هغه سړي ماته بره وکتل، ویې خاندل او راته یې وويل، دلته څنگه ته مې کښېنه زه د هغې کشر ورور يم.»

ډاکټر وقار علي شاه وايي چې د دې خبرې په اورېدو دومره خوشاله شوم لکه چې د اختر ورځ وي. د الف جانې ورور ډاکټر وقار علي شاه ته زېری ورکړ چې هغه ژوندی ده.

عوامي نېشنل گوند الف جانه ولمانځله[سمول]

له دې وروسته بيا په ۲۰۰۸ ز کال کې په خېبر پښتونخوا کې د عوامي نېشنل گوند حکومت جوړ شو. د وزير اعلی حيدر هوتي په مشرۍ حکومت الف جانه خټکه ولمانځله او وروسته د هغې په نوم په احمدي بانډه کې ښوونځی هم جوړ شو.

د پاکستان تر جوړېدو وروسته په ۱۹۵۱ ز کال کې الف جانه خټکه په ښوونځي کې استاده شوه او په ۱۹۹۱ ز کال کې د گرلز سکول ټیری بانډه څخه د پرنسپلې په توگه رېټايرډ شوه.

اخځليک[سمول]

۱- https://www.voadeewanews.com/a/5084217.html

۲-https://www.mashaalradio.com/a/30165283.html

۳-http://pakhtoonmagazine.com/other-writers/2024/