الشباب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
حركة الشباب الإسلامية
الشباب

د عملیاتو سیمې سومالیا
مشران مختار علي الزبير
الشيخ مختار روبوو
پیدایښت ۲۰۰۴
دین سني اسلام

الشباب (په عربي کی: حركة الشباب المجاهدين) یوه سنی افراطي پوځي ډله ده چی په سومالیا کی د سومالیا د حکومت پر ضد جگړه کوي. د الشباب ډله غواړي چی په سومالیا کی اسلامی امارت جوړ کړي. د غه پوځی ډله د سیا د سرچینو په مطابق ۷۰۰۰ وسله والان لري او د القاعدې د مشرانو سره نژدې اړیکي هم لري.

تاریخ

د الشباب ډله په رښتیا کی د اسلامي محاکم د اتحاد یوه پوځی برخه ده چی په ۲۰۰۴ کال کی د کورنۍ جگړې په وخت کی جوړه شوه. دغه ډله په ۲۰۰۶ کال کی د سومالیا د حکومت پر ضد قیام وکړه او د هغو وخت راهیسی د سومالي حکومت پر ضد جگره کوي. په اوس وخت کی د الشباب غورځنگ د سومالیا سهیلي او مرکزي سیمې او د مقديشو پلازمېته په لاس کی لري. د ۲۰۰۹ کال څخه د الشباب قوماندان شیخ مختار علي الزبير دي.

د الشباب هدفونه

د الشباب غورځنگ د سومالی ځوانانو یو ملي غورځنگ دي. دغه غورځنگ غواړي په سومالیا کی اسلامی دولت (خلافت) جوړ کړي او په دی خلافت کی شریعت اعلان کړي. الشباب په خپل سیمې کی سړکونه بياروغوي او بازارونه او مدرسې هم جوړوي. د سومالیا سیمي چی د الشباب د غورځنگ په لاس کی دی په څلورو پوځی منطقو تقسیم شوي دي. هر سیمه (منطقه) خاص پوځي مرکز او قوماندان لري.