البرټ شپېر
شپېر چې تحصیل یافته معمار و په ۱۹۳۱ زکال کې له نازي ګوند سره یوځای شو. په معمارۍ کې د هغه وړتیاوې لامل وګرځېدې، نوموړی په ګوند کې په مخ پر زیاتېدونکي ډول وده وکړي او په ګوند کې هېټلر ته د نږدې کړۍ غړیتوب ترلاسه کړي. هېټلر د رایش د لومړي وزیر د دفتر او په نورنبرګ کې د نازي ګوند د غونډو د تالار د طراحۍ او جوړېدو چارې ور وسپارلې. په ۱۹۳۷ زکال کې هېټلر شپېر په برلین کې د ټولو ودانیزو چارو څارونکی وټاکه. په دغه ځایګي کې نوموړي د استوګن کولو د مرکزي ادارې مسئولیت پر غاړه درلود او له برلین څخه یې یهودي وګړي وویستل. د ۱۹۴۲ زکال په فبروري میاشت کې شپېر د رایش د تسلیحاتو او پوځي تولیداتو وزیر وټاکل شو. د ګمراه کوونکو شمېرو په وړاندې کولو سره نوموړي ځان د تسلیحاتو د تولید په ډګر کې د خارق العاده فعال کس په توګه څرګند کړ او د دې اعتبار یې خپل ګاڼه چې جرمني یې په جګړه کې فعاله ساتلی. په ۱۹۴۴ زکال کې شپېر د جنګي الوتکو د جوړولو لپاره یوه ځانګړې ډله جوړه کړه. دغه چاره لامل وګرځېده چې په جنګي هڅو کې له غلامو کارګرانو څخه کار واخلي. [۱۷] له جګړې وروسته شپېر د ۲۴ نیول شوو «لویو جنګي مجرمینو» څخه و چې د نورنبرګ په محکمه کې د نازي رژیم په جنایاتو کې د لاس لرلو په تور محاکمه شو. نوموړی د جنګي او بشریت ضد جرمنو، تر ډېره هم له غلامو کارګرانو څخه د کار اخیستو په تور مجرم وګڼل شو خو په کلکه سره یې د اعدام د حکم له منلو ډډه وکړه. په بشپړه توګه د ۲۰ کاله بند له تېرولو وروسته په ۱۹۶۶ زکال کې ازاد شو. نوموړي په بند کې له خپلو لیکنو څخه د خپلو دوه ژوند لیکونو؛ په دریم رایش کې دننه (Inside the Third Reich)، شپانډوا: محرمانه خاطرات (Spandau: The Secret Diaries) د بنسټ په توګه کار واخیست. د شپېر کتابونه بریالي و؛ ځکه چې عامه وګړو لیوالتیا لرله د هغو څه اړوند وپوهېږي چې د رایش دننه تېر شوي و. شپېر په ۱۹۸۱ زکال کې د مغزي سکتې له امله ومړ. د معمارۍ اړوند د هغه د شخصي آثارو څخه څه نه دي پاتې شوي. شپېر د خپلو ژوند لیکونو او مرکو پر بنسټ له ځانه د داسې سړي انځور پرېښود چې نه و توانېدلی د دریم رایش په وحشتناکو جنایاتو خبر شي او له دغې چارې یې هم شدیده پښېماني لرله. هغه د هلوکاسټ اړوند له سمې خبرتیا او په هغو کې د لاس لرلو اړوند انکار ته دوام ورکړ. دغه انځور له جګړې څخه په وروسته لسیزو کې د هغه په تاریخ لیکنې اغېز درلود چې له امله یې هغه په «افسانوي شپېر» واوښت: د غیر سیاسي تکنوکرات په توګه د هغه څرګندېدل چې د جرمني د جنګي ماشین د انقلابي کولو مسئولیت یې پر غاړه درلود. دغه افسانوي انځور په ۱۹۸۰مه لسیزه کې هغه مهال مخ پر زوال شو، کله چې د وسلو په برخه کې د جرمني خارق العاده چارې نازي تبلیغاتو ته اړوندې وبلل شوې. آدام توز د تخریب د بیې (The Wages of Destruction) په نامه اثر کې لیکي چې دغه نظریه چې شپېر یو غیرسیاسي تکنوکرات دی «ناسمه» ده. مارتین کیچن؛ د شپېر: د هېټلر معمار (Speer: Hitler's Architect) په نامه اثر کې لیکي چې د جرمني له خوا د وسلو په تولید کې زیاتوالی د هغو سیسټمونو له امله و چې د شپېر د ځای ناستي (فریتز تاد) له خوا رامنځته شوي و، په داسې حال کې چې شپېر د هغو «په وروستۍ حل لاره» کې ښکېل و. لومړني کلونه او شخصي ژوند[سمول]شپېر د مانهایم ښار د یوې متوسطې طبقې په کورنۍ کې وزېږېد. نوموړی د البرټ فریدریش شپېر او لوئیزه ماتهېلدې ویلهماین (هومل) له دریو زامنو څخه دویم و. په ۱۹۱۸ زکال کې د دوی کورنۍ له مانهایم څخه کډه وکړه او په هایډلبرګ کې خپل بل کور ته کډه شول. د نورنبرګ د محکمې مرستیال هنري ټي. کېنګ چې وروسته یې د شپېر اړوند کتاب هم ولیکه ویلي چې د «شپېر د ځوانۍ پر مهال د هغوی په کورنۍ کې مینې او لیوالتیا شتون نه درلود». د هغه ورور ارنست او هرمن به په ماشومتوب کې نوموړی ځوراوه. شپېر په لوبو کې فعال و او غره ختنې او واورې ښوویدنې ته یې مخه کړه. نوموړي د خپل پلار او نیکه لارې ته دوام ورکړ او د معمارۍ په برخه کې یې زده کړې وکړې. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳] شپېر له دې امله چې په ۱۹۲۳ زکال کې اقتصادي ستونزو د هغه د والدینو عواید راکم کړي کړي د یوه پرمختللي پوهنتون پر ځای یې د کارلسروهه په تخنیکي پوهنتون کې د معمارۍ په زده کړې پیل وکړ. په ۱۹۲۴ زکال کې هغه مهال چې مالي کړکېچ کرار شو نوموړی د مونیخ د ټکنالوژۍ مخکښ پوهنتون ته ولاړ. په ۱۹۲۵ زکال کې هغه بل پوهنتون ته ولاړ خو دا ځل هغه ځان د برلین تخنیکي پوهنتون ته تبدیل کړ چېرې چې نوموړي د هاینریش تسنو تر نظر لاندې زده کړې وکړې چې شپېر هم ډېر له هغو اغېزمن و. په ۱۹۲۷ زکال کې د پوهنتون د وروستیو ازموینو له بشپړولو وروسته د تسنو مرستیال وګمارل شو چې دغه ځایګی د یوه ۲۲ کلن ځوان لپاره ډېره د ویاړ خبره وه. په دې سره شپېر په داسې حال کې چې د ماسټرۍ په کچه یې زده کړې کولو نورو ټولګیو ته یې تدریس کاوه. په مونیخ کې شپېر له روډولف ولټرز سره نږدې اړیکې جوړې کړې چې هغه هم د تسنو تر نظر لاندې زده کړې کړې وې او د دوی ملګرتیا ۵۰ کاله دوام وکړ. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹] د ۱۹۲۲ زکال په نیمايي کې شپېر له مارګاریت ویبر (۱۹۰۵- ۱۹۸۷ زکال) څخه خواستګاري وکړه چې د یوه بریالي صنعت ګر لور وه او ۵۰ تنه کارګران یې لرل. د دغې اړیکې پر وړاندې د شپېر ځیرکې مور ډېره لیوالتیا وه نه ښوده ځکه چې پوهېده د ویبر کورنۍ له ټولنیز پلوه شاته پاتې وه. د دغه مخالفت سربېره دوی دواړو د ۱۹۲۸ زکال د اګست په ۲۸مه په برلین کې واده کړ؛ اووه کاله وخت یې ونیو چې مارګاریت ته د خپل خصر په کور کې د ژوند کولو بلنه ورکړل شي. دوی دواړو شپږ ماشومان لرل، خو البرټ شپېر له ۱۹۳۳ زکال وروسته په مخ پر زیاتېدوني ډول له خپلې کورنۍ لرې و. [۳۰][۳۱] د ګوند معمار تو[سمول]د ۱۹۳۱ زکال په جنوري میاشت کې شپېر په نازي ګوند کې د غړیتوب غوښتنه ورکړه او د ۱۹۳۱ زکال د مارچ په لومړۍ نېټه د نازي ګوند ۴۷۴۴۸۱م غړی شو. په همدغه کال کې د اقتصادي ستونزو د بیا رامنځته کېدو په درشل کې د معاشونو د کمښت له امله شپېر د تسنو د همکارۍ له دندې څخه استعفا ورکړه او مانهایم ته یې په دې هیله کډه وکړه چې هلته به د یو معمار په توګه وکولای شي د خپل ژوند اړتیاوې پوره کړي. وروسته له دې چې وه یې نشو کولای خپلې هیلې ته ورسېږي پلار یې د خپلو املاکو د یوې برخې د مدیر په توګه هغه ته کوچنۍ دنده ورکړه. د ۱۹۳۲ زکال په جولای میاشت کې شپېر د رایشتاګ په ټاکنو کې له خپل ګوند سره د مرستې په موخه برلېن ته ولاړ. هلته یې له خپل ملګري کارل هانکه سره ولیدل چې د نازي ګوند له چارواکو څخه و او خپل دغه ځوان معمار ملګری یې جوزف ګوبلز ته ور وپېژنده څو په برلین کې د ګوند د مرکزي دفتر په جوړېدو کې ترې کار واخلي. د دفتر له بشپړېدو وروسته شپېر بېرته منهایم ته راوګرځېد او هېټلر هم د ۱۹۳۳ زکال په جنوري میاشت کې واک ته ورسېد. [۳۲][۳۳] په ۱۹۳۳ زکال کې د نورنبرګ د لوی لاریون تنظیم کوونکو له شپېر وغوښتل څو د دغه لاریون په طراحي او د هغو لپاره د تالار په جوړولو کې ورسره مرسته وکړي؛ دغې چارې د لومړي ځل لپاره نوموړی له هېټلر سره په اړیکه کې کړ. نه د لاریون تنظیم کوونکو او نه هم روډولف هېس د هغه د طرحو د تائید اړوند پرېکړې کولو ته چمتو و، همدا و چې هېس خپله شپېر په مونیخ کې د هېټلر دفتر ته ولېږه څو د طراحۍ اړوند د هغه رضایت ترلاسه کړي. دغه چاره لامل وګرځېده شپېر د لومړي ځل لپاره په نازي ګوند کې «د نازي ګوند د غونډو او لاریونونو د هنري او فني جوړښت د کمېشنر په توګه» ملي ځایګی ومومي. [۳۴][۳۵] وروسته له هغه چې هېټلر واک ته ورسېد، نوموړي د صدارت د ودانۍ د بیارغونې په طرح پیل وکړ. د ۱۹۳۳ زکال په پای کې هغه له پاول ټروسټ سره هوکړه وکړه چې ټوله دغه ودانۍ بېرته ورغوي. هیټلر چې د ګوبلز لپاره د شپېر له چارو څخه اغېزمن شوی هغه یې د ټروسټ لپاره د ودانۍ د جوړولو مسئول وټاکه.[۳۶][۳۷][۳۶][۳۸] سرچينې[سمول] |
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118615998 — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12640262d — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Albert-Speer — subject named as: Albert Speer — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w680510m — subject named as: Albert Speer — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/22346 — subject named as: Albert Speer — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ RKDartists ID: https://rkd.nl/explore/artists/237511 — subject named as: Albert Speer — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ subject named as: Albert Speer — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/15ee90a5b69f4ea4acb4bac154eb008b — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Structurae person ID: https://structurae.net/persons/1004176 — subject named as: Albert Speer — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/speer-albert-30 — subject named as: Albert Speer — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ subject named as: Albert Speer — سرليک: Speer, Albert — نشرونه لخوا د: Grove Art Online — https://dx.doi.org/10.1093/GAO/9781884446054.ARTICLE.T080496
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID: https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0063896.xml — subject named as: Albert Speer — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
- ↑ ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=57364 — subject named as: Albert Speer — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
- ↑ ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000000589 — subject named as: Albert Speer — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/51436 — subject named as: Albert Speer — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm0817553/ — د نشر نېټه: ۱۴ سپټمبر ۲۰۲۳
- ↑ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12640262d — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
- ↑ Kitchen 2015، صص. 174–175.
- ↑ Fest 1999، صص. 11–13.
- ↑ van der Vat 1997، ص. 23.
- ↑ Taylor 2010، ص. 124.
- ↑ King 1997، ص. 27.
- ↑ Kitchen 2015، ص. 15.
- ↑ Schubert 2006، ص. 5.
- ↑ van der Vat 1997، صص. 33–34.
- ↑ Sereny 1995، صص. 71–73.
- ↑ van der Vat 1997، صص. 34–36.
- ↑ Kitchen 2015، صص. 18–19.
- ↑ Sereny 1995، ص. 63.
- ↑ Kitchen 2015، صص. 17–18.
- ↑ Sereny 1995، صص. 47–49.
- ↑ Kitchen 2015، صص. 327–328.
- ↑ Kitchen 2015، ص. 24.
- ↑ Kitchen 2015، صص. 25–26.
- ↑ van der Vat 1997، ص. 49.
- ↑ Sereny 1995، صص. 100–101.
- ↑ ۳۶٫۰ ۳۶٫۱ Sereny 1995، صص. 101–103.
- ↑ Kitchen 2015، صص. 41–42.
- ↑ Kitchen 2015، ص. 41.
- ليکنې په کومو کې چي د الماني ژبې توري موجود دي
- د خاصيت کارولو پاڼې P1559
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- د دوتنو د ماتو تړنو مخونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P1477
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- 1981م وفاتونه
- 1 سپټمبر وفاتونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P570
- د خاصيت کارولو پاڼې P20
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- د خاصيت کارولو پاڼې P2048
- د خاصيت کارولو پاڼې P102
- د خاصيت کارولو پاڼې P106
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P1399
- دستخط ویکی ڈیٹا سے ماخوذ
- د خاصيت کارولو پاڼې P345
- د خاصيت کارولو پاڼې P935
- د خاصيت کارولو پاڼې P227
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- ليکنې په کومو کې چي د لاطینی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د انګلیسي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د كتالونیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د کروشیائی ژبې توري موجود دي
- مخونه د اي اس بي ان جادوګر لينکونو سره