اقلیم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اقلیم - Climate د یوې ځانګړې سیمې اوږد مهاله د فضا وضعېت ته اقلیم وایي. اقلیم چې په انګریزي کې (climate) ورته وېل کیږي د فضا د عناصرو مجموعه او په دې کې تغیر ته وېل کیږي. که دغه تعریف لنډ مهاله وي هوا (weather) ګڼل کیږي. دغه عناصر لمریزې وړانګې، تودوخه، لوندوالی، باران (د دې عناصرو نوعیت، فریکونسي یا تکرار او مقدار)، د فضا فشار او بادونه (د دې عناصرو سرعت او جهت). اقلیم یا کلایمېټ لفظ له یوناني (klíma) لفظ څخه اخیستل شوی چې د پیچومي یا سر ښکته ځای معنی لري. خو په انګریزي کې د کلایمېټ معنی له ډیره پخوا په یوې ځانګړې سیمې کې د فضا وضعېت درک شوی چې پخوانی شکل ېې کلایم (clime) ده. د اقلیم یا کلایمېټ عصري تعریف ېې په یوه ځانګړې سیمه کې اوږ مهاله د هوا او فضا چلند ده. اقلیم یوازې د هوا اوسط نده بلکې دا یو نامناسب او منسوخ تعریف ده ځکه چې دا تعریف یوازې په فضا کې د عناصرو او د نرخ اوسط ښي خو اوسني تعریف کې د دې عناصرو له حده اوښتل، تغیر کول او د مختلفو پیښو فریکونسي یاتکرار هم ښودل کیږي. همداسې لکه یو کال چې له بل کال سره توپیر لري په همدې ډول لسیزې او سلیزې هم کله کمې مګر کله خورا زېاتې توپیر لري او په همدې وجه اقلیم له وخت سره تړاو لري نو د اقلیم ارزښت یا نرخ ښوونه باید پرته له وخت ونه ښودل شي.