Jump to content

اف ډبليو ډي کليرک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


اف ډبليو ډي کليرک
اف ډبليو ډي کليرک
اف ډبليو ډي کليرک

د شخص معلومات
پيدايښت
ژوهانسبورگ   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه
کيپ ټاؤن   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت سوېلي افريقا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه افريکانس ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)
جايزې
 فلاډلفیا لبرټی میډل   د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
اف ډبليو ډي کليرک
اف ډبليو ډي کليرک

ويبپاڼه
وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

فريدريک وېليم ډي کليرک (زوکړه: ۱۹۳۶ د مارچ ۱۸، مړينه: ۲۰۲۱ د نومبر ۱۱) د سويلي افريقا يو سياستپوه و، چې له ۱۹۸۹ ز کال څخه تر ۱۹۹۴ز کال پورې يې د سويلي افريقا د دولت ولسمشر او له ۱۹۹۴ زکال څخه تر ۱۹۹۶ زکال پورې په ديموکراتيک حکومت کې د مرستيال ولسمشر په توګه خدمت وکړ. د سپين پوستو لږه کيو د واکمنۍ يا حکومت له دورې څخه د سويلي افريقا د دولت د وروستي مشر په توګه، هغه او حکومت يې د توکمپالنې نظام له مينځه وېوړ او د عمومي رايې کارونې حق يې وړاندې کړ. نوموړي چې په نظرياتي ډول يو محافظه کار او اقتصادي لېبرال يا ازادي غوښتونکي و، له ۱۹۸۹ څخه تر ۱۹۹۷ز کال پورې يې د ملي ګوند “National Party (NP)” مشري وکړه.

ډي کليرک چې په جوهانيسبرګ په يوه بډايه افريقايي کورنۍ کې زېږېدلی دی، د حقوقو برخه کې مسلک ته له دوام ورکولو څخه مخکې يې پوچيفسټروم پوهنتون “Potchefstroom University” کې زده کړې وکړې. له ملي ګوند سره د يو ځای کېدلو له لارې، چې کورنۍ اړيکې يې ورسره درلودې؛ نوموړی پارلمان ته وټاکل شو او د پي ډبليو بوتا “P. W. Botha” د سپين پوستو لږه کيو حکومت کې يې څوکۍ تر لاسه او په پرله پسې ډول يې د وزيرانو په کچه دندې درلودې. نوموړي د يو وزير په توګه د توکمپالنې ملاتړ او تعميل کړه، چې دا د توکميز توپير يا تبعيض هغه نظام و، چې د سويلي افريقا سپين پوستو وګړو ته يې لومړيتوب ورکاوه. وروسته له هغې چې بوتا په ۱۹۸۹ز کال کې له دندې څخه لاس واخېست؛ يانې استعفا يې وکړه، ډي کليرک په لومړيو کې د ملي ګوند مشر او وروسته د دولت د ولسمشر په توګه د هغه ځای ونيو. که څه هم څارونکو له نوموړي څخه هيله درلوده، چې د توکمپالنې د ګټندويۍ يا ملاتړ برخه کې به د بوتا تګلارې ته دوام ورکوي، مګر ډي کليرک يې د پای ته رسولو پرېکړه وکړه. نوموړی په دې پوهېده چې مخ پر وده توکميزه دښمني او تاوتريخوالی په يوه توکميزه کورنۍ جګړه کې د سويلي افريقا د ښکېل کولو لامل کېدل. د دې تاوتريخوالي په منځ کې د دولت امنيتي ځواکونو له بشري حقونو څخه په پراخه کچه ناوړه ګټې پورته کړې او د زوسا او زولو [توکمونو] وګړو تر منځ تاوتريخوالي ته يې لمن ووهله، که څه هم ډي کليرک وروسته په دې ډول کړنو باندې د بنديز لګولو له مخې د هغوی مخنيوی کړ. نوموړي د توکمپالنې ضد بهيرونو د تر سره کولو اجازه ورکړه، د توکمپالنې ضد يو لړ پخواني بند شوي سياسي ګوندونه يې قانوني کړل او د نيلسن منډيلا په څېر د توکمپالنې ضد بنديان شوي فعالان يې بېرته ازاد کړل. نوموړي د سويلي افريقا د ذروي وسلو خپرونه هم له مينځه وېوړه.  

ډي کليرک له منډيلا سره خبرې وکړې، چې په توکمپالنه په بشپړ ډول له مينځه يوسي او د رايې کارولو عمومي حق ته لاره پرانيزي. کليرک په ۱۹۹۳ زکال کې د توکمپالنې د زيان رسونکو اغېزو له امله عمومي بخښنه وغوښته. نوموړي د ۱۹۹۴ز کال ناتوکميزې ټاکنې وڅارلې، چې منډيلا په کې د بريا پر لور د افریقا د ملي کانګرس “African National Congress (ANC)” مشري وکړه او د ډي کليرک ملي ګوند دويم ځای خپل کړ. نوموړی له دې څخه وروسته د منډيلا د “ANC” په مشرۍ د ملي يووالي حکومت په نوم ائتلافي حکومت کې مرستيال ولسمشر شو. په دې دنده کې يې د حکومت د پرله پسې ازادي غوښتونکو يا لېبرال اقتصادي تګلارو ملاتړ وکړ، مګر د رښتيا او پخلاينې کميسيون “Truth and Reconciliation Commission’ مخالفت يې ځکه وکړ، چې کميسيون له بشري حقونو څخه د پخوانيو ناوړه ګټو اخېستنو د پلټلو په موخه رامنځته شوی و او ډي کليرک د ټولو سياسي جرمونو لپاره د عمومي بخښنې غوښتونکی و. له منډيلا سره يې کاري اړيکه ښه نه وه، که څه هم وروسته يې د منډيلا په اړه په مينه خبرې وکړې. وروسته له هغې چې ملي ګوند د ‍۱۹۹۶ زکال په می مياشت کې د نوي اساسي قانون په اړه مخالفت يا اعتراض وکړ، ډي کليرک ياد ګوند له ائتلافي حکومت څخه وويسته، ګوند راتلونکی کال وړنګېد او د نوي ملي ګوند “New National Party” په نوم له سره جوړ شو. ډي کليرک په ۱۹۹۷ز کال سياست کې له فعالې ونډې څخه لاس واخېست او له دې څخه وروسته يې په نړيواله کچه تدريس وکړ.

نوموړی د سويلي افريقا د ټولنو د زياتو برخو په منځ کې د بېلابېلو لاملونو له مخې يو جنجالي يا د بحث وړ شخص و. هغه د توکمپالنې د له مينځه وړلو او پر ځای يې سويلي افريقا ته د عمومې رايې کارونې اصل د رامنځته کولو له امله د سولې نړيوال انعام “Noble Peace Prize” په ګډون زيات انعامونه تر لاسه کړل. د دې خلاف، نوموړي باندې د توکمپالنې لپاره يوازې د وړ بخښنې د وړانديز او د دولت د امنيتي ځواکونو له لورې له بشري حقونو څخه د سرغړونې له پامه غورځولو له امله، د توکمپالنې ضد فعالانو له لورې نېوکې وشوې. ډي کليرک د سويلي افريقا د افريقايي ملتپالو له لورې هم وغندل شو، چې دې خلکو له دې امله مخالفت وکړ، چې پر وينا يې د توکمپالنې په مخنيولو سره، نوموړي د هېواد د افريقايي لږه کيو له ګټو سره خيانت وکړه.

د ژوند لومړي کالونه او زده کړې

[سمول]

ماشومتوب: ۱۹۳۶ – ۱۹۵۴ز کال

[سمول]

اف ډبليو ډي کليرک د ۱۹۳۶ زکال د مارچ په ۱۸ نېټه ميفيير “Mayfair” کې وزېږېد، چې د جوهانسبرګ يوه څنډه ده. پلار يې جوهانيس «جان» ډي کليرک او مور يې هينډرينا کرونيليا کويتزير نومېده، چې د مور نيکه يې کوتزير “Kutzer” له اتريشي پښت څخه و. ډي کليرک د خپل مور او پلار دويم زوی و، د ويليم ډي کليرک په نوم ورور يې درلود، چې له هغه څخه اته کالونه مشر و. د نوموړي لومړۍ ژبه افريقايي وه او د نوموړي پخواني لرې نيکونه، چې د ۱۶۸۰ز لسيزې په وروستيو کې ننۍ سويلي افريقا سيمې ته راغلي وو، په همدې ژبه يې خبرې کولې. [۲][۳]

ډي کليرک يوه خوندي او ارامه روزنه درلوده او کورنۍ يې په افريقايي ټولنه کې د مشرۍ ونډه لوبولې وه او د سويلي افريقا له ملي ګوند سره يې اوږدمهاله نسبي اړيکې درلودې. د نوموړي پلرنی نيکه جان وان روی “Jan van Rooy” د مشرانو جرګې غړی يا سناتور و، په داسې حال کې چې مورنی نيکه يې وېليم يو روحاني شخص پاتې شوی و، چې د بوير دويمه جګړه کې وجنګېده او د ملي ګوند د نوماند په توګه (په نابريالي ډول) دوه ځلې ټاکنو ته ودرېد. د هغه د مورنۍ ترور (خاله) مېړه جی جي سټرېجډم “J. G. Strijdom” نومېده، چې پخوانی لومړی وزير و. په خپله د ډي کليرک پلار جان ډي کليرک هم د اوه کالونو لپاره د مشرانو جرګې غړی و، ترانسوال کې يې د ملي ګوند د منشي، اوه کالونو لپارهد مشرانو جرګې د رئيس، سرپرست ولسمشر او د درې لومړيو وزيرانو تر لاس لاندې يې د ۱۵ کالونو لپاره د هېواد د کابينې د غړي په توګه خدمت وکړ. په دې چاپيريال کې ډي کليرک له کوچنيوالي څخه د سياست تر اغېزې لاندې و. هغه او د کورنۍ غړي به يې د کورنيو بحثونو تر سره کولو ته هڅول کېدل؛ د هغه يو څه زيات محافظه کار نظريات به د هغه د ورور وېليم له لورې ننګول کېدل، چې د ملي ګوند له يو څه زيات لېبرال روڼ اندې ډلې سره يې خواخوږي درلوده. وېليم يو سياسي شنونکی شو او وروسته د ازادي غوښتونکي ديموکراتيک ګوند “Democratic Party” د رامينځته کولو په موخه، له ملي ګوند څخه بېل شو. [۴][۳][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

د «ډي کليرک» (de Klerk” نوم له “Le Clerc”، “Le Clercq” او “De Clercq” څخه اخېستل شوی دی، او له فرانسوي هيوګيونوټ “Hugunot” ريښې څخه دی، چې لرغونې فرانسوي کې د روحاني شخص يا لوستي معنا لري. ډي کليرک څرګنده کړه، چې هغه د ۱۶۹۰ز لسيزې د وروستيو او د ۱۷۰۰ز د لوموړيو د هندي نيکه په درلودلو سره، له ديوکي پښت څخه و. د نوموړي په اړه دا هم ويل کېږي، چې د کروتوا “Krotoa” يا ايوا په نوم د پېژندل شوې کويي “Khoi” ژباړونکي له پښت څخه دی. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

هغه وخت چې ډي کليرک دولس کلن و، د سويلي افريقا د حکومت له لورې د توکمپالنې سيستم ته په رسمي ډول قانوني بڼه ورکړل شوې وه او د هغه پلار د دې نظريې له رامنځته کوونکو څخه و. نوموړی د همدې له امله د هغه د ورور له نظره، «له هغه نسل څخه و، چې د توکمپالنې له مفکورې سره رالوی شو». هغه د کروګير ورځې “Kruger Day” د جشن، افریقايي ملت ته د ژمنتيا، او د نابرابرۍ د هغه دورې د کيسو په ګډون، د افریقايي ټولنې په معيارونو او ارزښتونو کې نه و مهذب شوی، چې افريقايي وګړي د برتانيې تر مشرۍ لاندې ورسره مخامخ شول. نوموړی په ګيريفوميرډي کيرک “Gereformeerde Kerk” کليسا کې رالوی شو، چې د سويلي افريقا د درې ديوکي اصلاح شويو کليساګانو له ډلې تر ټولو کوچنۍ او په ټولنيز ډول خورا محافظه کار کليسا وه. [۱۶][۱۷]

د ډي کليرک کورنۍ نږدې د هغه د کوچنيوالي پر مهال سويلي افريقا ته لاړه او نوموړي د اوه کالونو په اوږدو کې اوه ځلې ښوونځي بدل کړل. هغه په پای کې د کروګيرسډروپ سيمې په څلي عالي ښوونځي “Monument High School” کې ليليه زده کونکی شو، چې له همدې ځايه په ۱۹۵۳ ز کال کې د لومړي ټولګي څخه په بريالي کېدلو سره فارغ شو. هغه سره له دې هم د هغو څلورو امتيازونو د نه تر لاسه کولو له امله ناهيلی و، چې هغه يې د ترلاسه کولو هيله درلوده. [۳]

سرچينې

[سمول]
  1. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6gm900s — subject named as: F. W. de Klerk — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. "The Last Trek: A New Beginning". Washington Journal. C-SPAN. 11 June 1999. Archived from the original on 7 September 2018. نه اخيستل شوی 7 September 2018. Yes, I'm an African, born and bred. My forebears arrived in South Africa in 1688. My later forebears fought the first modern anti-colonial war on the continent of Africa, against Great Britain. I'm an African, through and through, and the fact that I'm white does not detract from my total commitment to my country and through my country, to our continent.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ de Klerk 1991، م. 149.
  4. "The Last Trek: A New Beginning". Washington Journal. C-SPAN. 11 June 1999. Archived from the original on 7 September 2018. نه اخيستل شوی 7 September 2018. Yes, I'm an African, born and bred. My forebears arrived in South Africa in 1688. My later forebears fought the first modern anti-colonial war on the continent of Africa, against Great Britain. I'm an African, through and through, and the fact that I'm white does not detract from my total commitment to my country and through my country, to our continent.
  5. Glad او Blanton 1997، م. 579.
  6. de Klerk 1991، م. 140.
  7. de Klerk 1991، مم. 139, 140.
  8. de Klerk 1991، م. 139.
  9. de Klerk 1991، م. 81.
  10. Glad او Blanton 1997، مم. 566–567.
  11. Sapa-dpa (9 July 2010). "'Diplomatic' FW to cheer for Dutch". Sunday Times (Johannesburg). Archived from the original on 29 October 2013. نه اخيستل شوی 11 December 2013.
  12. "Frederik en Marike de Klerk vinden hun wortels in Zeeland". Trouw. 13 November 1995. Archived from the original on 19 September 2011. نه اخيستل شوی 13 February 2011.
  13. Sharon Marshall. "What's in a (South African) name? –". Southafrica.info. Archived from the original on 29 October 2013. نه اخيستل شوی 11 December 2013.
  14. Morris, Michael (8 February 1999). "South Africa: FW de Klerk Reveals Colourful Ancestry". Archived from the original on 28 November 2017 – via AllAfrica.
  15. Lugan, Bernard (1996). Ces Français qui ont fait l'Afrique du Sud (The French People Who Made South Africa). Bartillat. ISBN 978-2-84100-086-9.
  16. de Klerk 1991، م. 61.
  17. de Klerk 1991، م. 142.