افغانستان په ۱۹۲۴ ز کال کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هغه پېښې چې په ۱۹۲۴ ز کال کې رامنځ ته شوې دي، په لاندې ډول دي:

ځای ناستي[سمول]

  • پاچا ــ امان الله خان

د ۱۹۲۴ ز کال د جنورۍ میاشت[سمول]

له اوږد مهال ځنډ وروسته، په پایله کې د افغانستان دولت د بریتانوي چارواکو او د هغوی د ښځو له وژلو وروسته چې له پولې هاخوا یې افغانستان ته پناه را وړې وه، د یاغي ډلو د نیولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړل. هغه ډله چې« د کوهاټ ډلې» په نامه یادېده، د جنورۍ په ۱۳ مه ونیول شوه او کابل ته راوستل شوه. څو ورځې وروسته د «لنډي کوتل» له قاتلینونه یو یې ووژل شو او بل یې ټپي شو، خو ونه نیول شو. له هغه وروسته بندیان ترکستان ته تبعید شول. په عین حال کې د افغانستان حکومت په خپل پوځ کې د وزیرو قبایل چې د بریتانیا تر واکمنۍ لاندې یې ژوند کاوه، له ګومارلو ډډه وکړه او له دغه کار سره یې خپله لږ دوستانه روحیه، چې څه موده وړاندې یې لرله، څرګنده کړه.  

د ۱۹۲۴ ز کال د اپریل په وروستیو کې[سمول]

د تېرو کلونو په څېر، امیر اړ و چې د خلکو د ناخوښۍ له امله چې ده غوښتل اصلاحات رامنځ ته کړي، له یوه جدي پاڅون سره چې د خوست پاڅون په نوم مشهور دی، مخامخ شو. د دغه پاڅون مرکز د خوست ولسوالي وه او مشري یې د منګلو قبیلې کوله.  پاڅونوالو متون وګواښه او امیر د هغه ځای د ارامولو لپاره ځواکونه ور ولېږل. د ښار په څنډوکې کوچنۍ نښته وشوه، خو د پام وړ پایله یې نه لرله. پاڅون ډېر پیاوړی شو او په جولای میاشت کې یې د عبدالکریم په نوم شخص د امیر په توګه غوره کړ او ادعا یې وکړه، چې د امیر شیر علي خان لمسی دی، خو د هندوستان حکومت ادعا وکړه چې نوموړی د امیر یعقوب خان نا مشروع زوی دی او په هند کې پيدا شوی دی، یعقوب خان په افغاني ټولنه کې د بدنامۍ له امله، د نوموړي له منلو ډډه وکړه.

په اګست میاشت کې امیر له بریټانیا نه دوې الوتکې واخیستې، څو د پاڅون د ځپلو لپاره یې وکاروي. د نوموړي ملکې هم ،هرهغه چا ته به چې لېواله و، د نوموړي تر بیرغ لاندې وجنګېږي، لویې ډالۍ ورکولې چې دغه کار د سرتېرو لېوالتیا راوپاروله. په دې سره د هغو پاڅونوالو پرضد چې څو نورې قبیلې هم ورسره یو ځای شوې وې، د څه وخت لپاره مقاومت دوام وکړ. په اکتوبر میاشت کې د پاڅون والو روحیه کمزورې شوه او په لوګر کې یې سخته ماتې وخوړه، چې له دې سره تر نومبر میاشتې پورې په خوست کې پاڅون په بشپړډول ځپل شوی و. په دې سربېره حکومت په خوست کې خپل پیاوړی ځواک ساتلی ؤ.

د کال په لومړیو کې، په کابل کې د روسیې استازو د بریتانیا ضد احساساتو د  راپارولو لپاره، بریتانیا د پاڅون په راپارولو تورنوله، خو له دې سره بیا هم، د افغانستان او بریتانیا ترمنځ اړیکو کې د پام وړ ښه والی راغی.

زوکړې[سمول]

  • د مارچ ۱۰ ــ لودویګ ډبلیو. آدامیک، په افغانستان کې زېږېدلی اطریشي تاریخ لیکونکی (مړینه. ۲۰۱۹ ز)

سرچينې[سمول]